تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، شرح مقاصد الدرس (الأول) (64) بيان فضائل الإخلاص


أبو زكريا
_17 _June _2017هـ الموافق 17-06-2017م, 10:32 AM
من فضائل الإخلاص
للإخلاص فضائل عظيمة:
- منها: أنه سبب النجاة من عذاب النار ودخول الجنة.
- ومنها: أنه شرط لقبول العمل.
- ومنها: أنه سبب التخلص من تسلط الشيطان وإغوائه لدلالة قوله تعالى: ﴿قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (82) إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ﴾ [ص: 82، 83]، قال أبو سليمان الداراني: (إذا أخلص العبد انقطعت عنه كثرة الوساوس والرياء).
- ومن فضائله: أنه السبب الأعظم لمحبَّة الله للعبد، وما يتبعها من بركات عظيمة من مغفرة الذنوب، وتفريج الكروب، ومضاعفة الحسنات، ورفعة الدرجات، والحفظ من الشرور والآفات، ودر كيد الأعداء، وزوال الهموم والغموم، وحصول النعم والبركات، واندفاع النقم والعقوبات، والتوفيق للطاعات والقربات.
- ومن فضائله: أن صاحب الإخلاص لا يكون مذموماً ولا مخذولاً، دلّ على ذلك قول الله تعالى: ﴿لا تجعل مع الله إلها آخر فتقعد مذموماً مخذولاً﴾ [الإسراء: 22]؛ فلما جعل الله الذم والخذلان على أهل الشرك علمنا أن أهل الإخلاص لا يكونون مذمومين ولا مخذولين، وبحسب ما يبلغ العبد من الإخلاص يكون نصيبه من النجاة من الذم والخذلان.
- ومن فضائله: ما يجده المؤمن المخلص من الحياة الطيبة التي هي أعظم نعيم الدنيا من سكينة النفس، وطمأنينة القلب، وعزة الطاعة، وحلاوة الإيمان، وبرد اليقين، ولذة المناجاة.
· قال عمر بن الخطاب رضي الله عنه: (من خلصت نيته في الحق ولو على نفسه كفاه الله ما بينه وبين الناس، ومن تزين بما ليس فيه شانه الله)، قال الله تعالى: ﴿أليس الله بكافٍ عبده﴾ [الزمر: 36].

أبو زكريا
_17 _June _2017هـ الموافق 17-06-2017م, 10:40 AM
د اخلاص او خالص توحید فضائل
د اخلاص او خالص توحید ډير لوي لوي فضائل دي:
۱/ یو خو دا چه بنده پری د جهنم له عذابه خلاصیږي، او جنت ته پری د تللو سبب کیږي.
۲/ بل دا چه اخلاص او خالص توحید د الله تعالی په وړاندي د هر عمل د قبلیدو لپاره شرط دې.
۳/ بل دا چه په همدي خالص توحید سره بنده د شیطان له ولکی او ګمراهۍ څخه خلاصیدلاي شي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (82) إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ﴾ سورت ص: 82-83.
ترجمه: شیطان وویل: اي ربه ستا په عزت می دي قسم او سوګند وي چه زه به دا ټول بنیادمان ګمراه او بی لاری کړم، مګر خو هغه څوک به راڅخه خلاص شي چه ستا ډیر خالص موحدین بندګان وي.
أبوسلیمان داراني رحمه الله فرمایي: کله چه یو بنده خپل عمل یواځی د یو الله تعالی د رضامندۍ او خوشحالولو لپاره خالص او ځانګړې کړي، نو له هغه څخه بیا ریاء او ډیری وسوسی ورکی شي، بلکه ریاء او ډیری وسوسی ورته لار هم نشي پیدا کولاي.
۴/ د اخلاص او خالص توحید بل فضیلت دا دې چه دا د الله تعالی د محبت لپاره سبب کیږي، چه په دي سره الله تعالی له خپل بنده سره محبت او مینه کوي او د الله محبوب ګرزي.
او ددي نور توابع او لوي لوي برکتونه هم شته چه الله تعالی پری د بنده ګناهونه بخښي، مصیبتونه پری لری کوي، نیک عملونه پری څو چنده کوي، د مسلمان بنده درجات پری لوړیږي، د شرونو او آفتونو څخه يي ژغوري، د دښمنانو بدی پلمی پری شنډوي، او د غمونو او مصیبتونو د لری کیدو سبب کیږي، او نعمتونه او برکتونه پری لاس ته راځی، او همدا رنګه د الله تعالی د غضب او عذابونو مخه پری نیول کیږي، او الله تعالی پری بنده ته د لازیاتو نیکو عملونو توفیق ورکوي.
۵/ بل فضیلت یي دا دې چه د اخلاص او خالص توحید خاوند الله تعالی نه ذلیله کوي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿لا تجعل مع الله إلها آخر فتقعد مذموماً مخذولاً﴾ الإسراء: 22 .
هرکله چه الله تعالی ذلت خواري او رسوايي د مشرکینو لپاره سزا وګرزوله، نو ورڅخه دا څرګندیږي چه د خالص توحید خاوندان به له دغه ذلت او رسوايي څخه ساتي، نو څومره چه د یو بنده په توحید کښی اخلاص ډیر وي، هومره به يي له ذلت او رسوايي څخه د خلاصۍ برخه هم وي.
۶/ د خالص توحید او اخلاص بل فضیلت دا دې چه مؤمن بنده دنیوي ژوند به ښه او ښائسته وي، کوم چه د دنیا له لویو نعمتونو څخه شمارل کیږي، چه الله تعالی به ورته د آرام ژوند، د زړه سکون او اطمینان، پخپل نیک عمل باندي خوشحالي، د ایمان خواږه، کلک یقین، او د الله تعالی سره د مناجات خوند ورته ور په برخه کړي.
د اسلام دوهم خلیفه عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: »(من خلصت نيته في الحق ولو على نفسه كفاه الله ما بينه وبين الناس، ومن تزين بما ليس فيه شانه الله)، قال الله تعالى: ﴿أليس الله بكافٍ عبده﴾ الزمر: 36«.
ترجمه: د چا نیت د حق لپاره خالص او پاک وي، اګر که يي د خپل ځان په خلاف او ضد هم وي، نو الله تعالی به ورته د هغه مشکلاتو لپاره کافي شي چه دده او د خلکو تر منځ وي، او که څوک ریاء کوي، او په هغه څه ځان ښائسته کوي چه په ده کښی نه وي، الله تعالی به يي وشرموي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿أليس الله بكافٍ عبده﴾ ،.
ترجمه: یعنی آیا یو بنده ته یواځی یو الله تعالی کافي نه دې؟ بلکه کافي او شافي دې ورته.