تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، بيان أعظم ما نهى الله عنه هو الشرك (67)


أبو زكريا
_22 _July _2017هـ الموافق 22-07-2017م, 11:44 AM
بيان أعظم ما نهى الله عنه هو الشرك

· ويعرف أن الشرك هو أعظم ما نهى الله عنه بأمور:
- 1: أن أول دعوة الرسل كانت إلى التوحيد واجتناب الشرك.
- 2: أن من لم ينته عن الشرك فهو كافر غير داخل في دين الإسلام.
- 3: أن عقاب الشرك أعظم العقاب وهو الخلود في النار كما قال الله تعالى: ﴿إنه من يشرك بالله فقد حرّم الله عليه الجنّة ومأواه النار وما للظالمين من أنصار﴾ [المائدة: 72].
- 4: أن الله لا يغفر لمن أشرك به في عبادته مهما كان سابق صلاحه كما قال الله تعالى: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا﴾ [النساء: 116].
وقال تعالى: ﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ [الزمر: 65].
وقال الله تعالى بعدما ذكر الأنبياء في سورة الأنعام: ﴿وَمِنْ آَبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (87) ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ [الأنعام: 87، 88].
- الأنبياء عليهم السلام– على صلاحهم وشرفهم ومحبة الله لهم -لا يغفر لهم الشرك بالله جل وعلا لو وقع منهم، وقد علمنا أن الله تعالى قد عصمهم من الشرك، وبقي الخطاب يتلى علينا لنتدبره ونتأمله، ونفهم منه عظيم جرم الشرك؛ فغير الأنبياء أولى بأن لا يغفر لهم إذا أشركوا.
- 5: أن النبي صلى الله عليه وسلم عدّ الشرك بالله أكبر الكبائر؛ فعن أبي بكرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (( ألا أنبئكم بأكبر الكبائر؟ قلنا: بلى يا رسول الله! قال: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين وكان متكئا فجلس فقال: ألا وقول الزور، وشهادة الزور فما زال يكررها حتى قلنا: ليته سكت)) متفق عليه.
- وفي الصحيحين من حديث عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم أي الذنب أعظم، قال: (( أن تجعل لله نداً وهو خلقك)) قال: قلت: إن ذلك لعظيم، قلت: ثم أي؟ قال: (( أن تقتل ولدك مخافة أن يطعم معك))، قلت: ثم أي؟ قال: (( ثم أن تزاني حليلة جارك)).
· خطر الشرك عظيم، وهو أعظم ذنب عصي الله به، والمشرك كافر بالله عزّ وجل وإن ادّعى الإسلام، ومَقْتُ الله له أعظم المقت كما قال الله تعالى: ﴿إن الذين كفروا يُنادون لمقت الله أعظم من مقتكم أنفسكم إذ تدعون إلى الإيمان فتكفرون﴾ [غافر: 10].
· لا يقبل الله من المشرك عملاً حتى يُسلم، ومن وقع في الشرك بعد إيمانه حبط عمله وأصبح من الخاسرين.
· الشرك أكبر الكبائر، وأعظم الظلم، وهو خيانة لأعظم الأمانات، وتَوَلٍّ عن أداء أعظم الحقوق، وهو حق الله عز وجل في الأمر الذي خلق الخلق لأجله.
· المقصود من كل ما سبق بيان خطر الشرك ووجوب اجتنابه والتحرّز منه، وأن تكون أوّل دعوة المصلحين إلى التوحيد واجتناب الشرك.

أبو زكريا
_22 _July _2017هـ الموافق 22-07-2017م, 11:50 AM
شرک ترټولو ګناهونو لویه ګناه ده
ټول هغه ګناهونه چه الله تعالی تری منع فرمایلی ده، تر ټولو لویه ګناه پکښی شرک دې، او ددي خبری ډیر دلايل دي، چه ځینی یي په لاندي ډول دي:
۱/ دا چه د ټولو پیغمبرانو علیهم السلام تر ټولو لومړې دعوت او بلنه توحید ته وه، او تر ټولو لومړنۍ منع يي له شرک څخه وه، چه له دي څخه ځان وساتئ.
۲/ دا چه هغه څوک چه له شرک څخه منع نه شي، هغه کافر او د اسلام مقدّس دین څخه بهر ګڼل کیږي.
۳/ دا چه د ټولو ګناهو له سزا څخه د شرک سزه لویه ده، او هغه دا چه مشرک به تل تر تله د جهنم په اور کښی پاتی وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿إنه من يشرك بالله فقد حرم الله عليه الجنة ومأواه النار وما للظالمين من أنصار ﴾ المائدة: ۷۲.
ترجمه: بیشکه شان دا دې هغه څوک چه د الله تعالی سره په شریک او برخوال ومني، نو په تحقیق الله تعالی پر هغه جنت حرام کړ، او د ورتللو ځاي د هغه لپاره اوور دې، او دداسی ظالمانو لپاره هیڅ کوم مددګار او کومکي نشته.
۴/ دا چه الله تعالی مشرک ته بخښنه نه کوي، اګر که هغه له پخوا ډیر نیک هم وي، لکه چه الله جلّ جلاله فرمايي: ﭽ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﮗ ﮘ ﮙ ﭼ النساء: ١١٦ .
ترجمه: بیشکه الله تعالی بخښنه نه کوي له ده سره د شرک، او بخښي پرته له شرک څخه هغه ګناهونه چه راښکته له شرک څخه وي، خو هغه چا ته چه د الله تعالی ورته د بخښنی خوښه وي، او هغه څوک چه د الله تعالی سره شرک وکړي، بیشکه هغه په ډیره لری بی لارۍ او ګمراهۍ سره ګمراه او بی لاری شو.
همداراز الله تعالی په بل ځاي کښی خپل خوږ پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته فرمايي: ﭽ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﭼ الزمر: ٦٥ .
ترجمه: او خامخا په تحقیق وحی شوی ده تاته او هغه پيغمبرانو ته چه له تا څخه مخکښی وو ددي خبری چه که ته هم شرک وکړی اي پیغمبره، نو خامخا ټول نیک عمل به دي ابته او بی فایدی شي، او خامخا به له زیانکارانو د جملی څخه شی.
او همدا شان الله تعالی په بل ځاي د خپلو ډیرو پيغمبرانو علیهم السلام یادونه کوي او په هکله یي فرمايي: ﭽ ﮛ ﮜ ﮝ ﮞﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﭼ الأنعام: ٨٧ - ٨٨ .
ترجمه: ددغه تیرو یادو شوو ځینو انبیاؤ علیهم السلام پلرونو، اولادونو او وروڼو څخه هم ځینی یي داسی وو چه مونږ غوره کړي وو، او د سمی لاری ښوونه مو ورته کړی وه، دا د الله عزّ و جلّ هدایت او ښوونه ده چه د خپلو بندګانو له جملی څخه يي چا ته کوي، خو که دوي هم د الله تعالی سره شرک وکړي، نو ددوي به هم ټول نیک اعمال ابته بی اثره او بی فایدي شي.
*دلته که لږ ځیر شو، نو ګورئ پیغمبران علیهم السلام چه په ټولو بندګانو کښی ډیر صالحان، نیکان، او د الله تعالی په نزد شریفان قدرمند او د الله تعالی محبوبان دي خو که الله ناخواسته له دوي څخه علی فرض محال شرک صادر شي نو الله تعالی دوي ته هم بیا بخښنه نه کوي، سره له دي چه مونږ ټول سره پوهیږو چه الله تعالی دوي له شرک څخه معصوم او پاک کړي دي، نو په حقیقت کښی دا خطاب مونږ امتیانو ته لوستل شوې دې، ترڅو سوچ او فکر پکښی وکړو، او ورڅخه دا زده کړو چه شرک څومره لویه ګناه ده، نو له انبیاؤ راښکته خلک خو که شرک وکړي، په طریقه اولی سره ورته بخښنه کیږي.
*رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم شرک تر ټولو ګناهونو لویه ګناه بللی ده، رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د أبو بکره رضي الله عنه په حدیث شریف کښی فرمايي: ))ألا أنبئكم بأكبر الكبائر؟ قلنا: بلى يا رسول الله! قال: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين وكان متكئا فجلس فقال: ألا وقول الزور، وشهادة الزور فما زال يكررها حتى قلنا: ليته سكت)) متفق عليه.
ترجمه: آیا تاسو تر ټولو ګناهونو څخه په لویه ګناه خبر نه کړم؟
مونږ ورته وویل: هو، ولی نه، خبر مو کړه یا رسول الله!
نو هغه وفرمایل: تر ټولو لوي ګناهونه :
۱/ له الله تعالی سره شرک کول، او د هغه سره شریک او برخوال منل.
۲/ د مور او پلار نه عاق کیدل او د هغوي له مشروع امر څخه سرغړونه کول.
ـ په دي وخت کښی رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم تکیه وهلی وه، نو راپاڅیده او نیغ کښيناست، او وه یي فرمايل:
۳/ خبردار!! او درواغ ویل، او په درواغو شاهدي او ګواهي کول.
نو تر هغه يي دا خبره تکراروله چه مونږ ویل چه کاش او ارمان نور چپ شي.
او په صحیح بخاري شریف او صحیح مسلم شریف کښی عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم أي الذنب أعظم، قال: (( أن تجعل لله نداً وهو خلقك)) قال: قلت: إن ذلك لعظيم، قلت: ثم أي؟ قال: (( أن تقتل ولدك مخافة أن يطعم معك))، قلت: ثم أي؟ قال: (( ثم أن تزاني حليلة جارك(.
ترجمه: عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمایي: ما له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه وپوښتل: کومه ګناه ډیره لویه ده؟
رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وفرمايل: تر ټولو لویه ګناه دا ده چه ته د الله تعالی سره شریک او برخوال ومنی، حال دا چه یواځی یو الله تعالی پیدا کړې يي، ما ورته وویل: په رښتیا هم دا خو ډیره لویه ګناه ده.
ما ورته وویل: له دي څخه وروسته بله کومه ګناه لویه ده؟
هغه وفرمایل: له دي څخه وروسته بله لویه ګناه دا ده چه ته خپل بچې او اولاد له دي کبله مړ کړی چه له تاسره به ستا روزي وخوري، یعنی د فقر او غریبۍ له ويری یی مړ کړی.
بیا می تر وپوښتل چه له دي څخه بله کومه ګناه ډیره لویه ده؟
هغه راته وفرمایل: له دي څخه وروسته بله لویه ګناه دا ده چه د همسایه او ګاونډي له میرمنی سره زنا وکړي.
*نو د الله تعالی سره د شرک کولو خطر لوي دې، بلکه شرک د ټولو ګناهونو څخه لویه ګناه ده، ځکه خو هر مشرک کافر ګڼل کیږي، اګر که هغه د اسلام دعوا هم کوي، او پر مشرک باندي د الله تعالی قهر او غضب هم تر ټولو لوي غضب او قهر دې، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿إن الذين كفروا يُنادَوْنَ لَمَقْتُ اللهِ أعظمُ مِنْ مَقْتِكُمْ أنفسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إلى الإيمان فتكفرون﴾ غافر: 10 .
ترجمه: بیشکه هغه څوک چه کافران دي ورته اوازونه به کیږي چه د الله تعالی قهر او غضب پر تاسو باندي ستاسو پر خپل ځان باندي له قهر او غصی څخه ډیر لوي دې؛ ځکه تاسو به ایمان ته بلل کیدئ خو تاسو به ددغه دعوت او بلنی او ایمان په بدل کښی پر الله تعالی کفر او ورڅخه انکار کولو.
*الله تعالی د مشرک هیڅ ډول عمل نه قبلوي، ترڅو چه مسلمان شوې نه وي، او که له ایمان راوړلو وروسته څوک په شرک کښی واقع شو، او شرک ورڅخه وشو، نو تیر نیک عملونه یي ابته او برباد شو، او دې پخپله د زیانکارانو له جملی شمارل کیږي.
*شرک تر ټولو لويو ګناهونو لویه ګناه ده، او تر ټولو ظلمونو لوي ظلم دې، بلکه شرک په ډیر لوي امانت کښی خیانت شماریږي، او د ډیر لوي حق له اداء کولو څخه سرغړونه ده، کوم چه د الله تعالی حق دې، بلکه دا داسی حق دې چه په اصل کښی د مخلوقاتو د پيدایښت هدف او مقصد دې، د کوم لپاره چه دا ټول مخلوقات پیدا شويدي.
له تیر ټول بیان څخه مقصد او هدف دا دې چه مونږ د شرک په خطر پوهه شو، او ورڅخه ځان ساتنه خپل فرض او پر ځان لازم وګڼو، او د رښتینی داعیانو لومړنې دعوت او بلنه دي هم توحید ته او له شرک څخه ځان ساتلو ته وي.