تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، شرح مقاصد الدرس (الأول) (63) بيان معنى الإخلاص


أبو زكريا
_7 _May _2017هـ الموافق 7-05-2017م, 01:38 PM
بيان معنى الإخلاص

· الإخلاص في اللغة: التصفية والتنقية
· ومعناه شرعاً: تخليص الأعمال من الشرك بالله جل وعلا، وإفراد الله تعالى وحده بالعبادة لا شريك له.
· من لم يعبد إلا الله فقد أخلص العبادة لله جل وعلا، وصفَّاها ونقَّاها من عبادة غيره جل وعلا، وهذا هو التوحيد المأمور به.
· الإخلاص عبادة قلبية؛ فلذلك يتفاضل المخلصون في قوّة الإخلاص.
· الإخلاص على درجات: أولها تخليص العمل من الشرك الأكبر، وهو ما لا يتمّ إسلام العبد إلا به، وأعلاها تحقيق مرتبة الإحسان في الإخلاص.
· يزداد الإخلاص بأمرين:
- أحدهما:إحسان الإخلاص بقوّة الاحتساب وتصفية العمل من شوائب ما يقدح فيه.
- والآخر: الاستكثار من النوافل بعد الفرائض؛ لأن كلّ عبادة يؤديها العبد خالصة لله يزداد بها إخلاصاً.
· كلما كان العبد أكثر إخلاصاً كان أحبَّ إلى الله تعالى وأقرب إليه، والدليل حديث الوليّ.
· وأسعد الناس بشفاعة النبي صلى الله عليه وسلم من قال: لا إله إلا الله خالصاً من قلبه.
· القلب السليم هو الذي سلم من الشرك وإرادة غير وجه الله تعالى.
· من أخلص العبادة لله فهو من المسلمين الموعودين بدخول الجنة والنجاة من النار.
· ومن لم يخلص لله تعالى فهو مشرك كافر مخلد في عذاب جهنم. والعياذ بالله.
· عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كلمة وقلت أخرى، سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول: (( من مات وهو يدعو من دون الله ندًّا دخل النار))، وقلت أنا: (من مات وهو لا يدعو لله ندا دخل الجنة) رواه البخاري.
· ما قاله ابن مسعود رضي الله عنه صحّ مرفوعاً إلى النبي صلى الله عليه وسلم ففي صحيح البخاري من حديث أبي ذر مرفوعا: (( من مات من أمّتي لا يشرك بالله شيئاً دخل الجنة)).

أبو زكريا
_7 _May _2017هـ الموافق 7-05-2017م, 01:42 PM
داخلاص معنی
اخلاص په عربي ژبه کښی صفائي او پاکولو ته وايي.
او په اصطلاح کښی ديته وايي چه خپل عمل د الله تعالی سره له شریک او برخوال څخه پاک کړی، او الله جلّ جلاله او خپل ټول اعمال یواځی یو الله تعالی لپاره خالص او ځانګړي کړی.
*هغه څوک چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي نه کوي، نو همده په حقیقت کښی خپل عبادت یواځی یو الله تعالی ته خالص او ځانګړي کړل، او د غیر الله له عبادت او بندګۍ څخه يي پاک او صفا کړ، او همدا هغه توحید دې چه الله سبحانه وتعالی پری مونږ ته حکم کړې دې.
*اخلاص په حقیقت کښی قلبي عبادت دې چه په زړه پوری تعلق او اړه لري، ځکه خو مخلصان د اخلاص په قوت او کمزورۍ کښی سره توپیر او فرق لري.
*اخلاص څو درجی لري:
لومړۍ درجه: دا چه مسلمان خپل عمل له لوي شرک )شرک أکبر( څخه پاک کړي، دا نو هغه درجه ده چه پرته له دي یو بنده مسلمان کیدې نشي.
او تر ټولو لوړه درجه يي دا ده چه مسلمان بنده په خپل اخلاص کښی د احسان درجی ته ورسیږي.
بیا دا اخلاص په دوه کارونو زیاتیږي:
لومړې: دا چه بنده په خپل اخلاص کښی د احسان درجی ته ورسیږي، او هغه داسی چه له ځان سره په هره لویه او وړه خبره حساب وکړي، چه دا زما عمل څومره د الله تعالی د رضامندۍ لپاره خاص او ځانګړې دې، او څومره له هغه شبهو او اخلاص ماتوونکو څیزونو نه پاک دې چه زما اخلاص او توحید نیمګړې کوي.
دوهم: دا چه بنده د فرضي عبادتونو له ادا کولو سره سره نفلي عبادتونه هم ډیر کوي؛ ځکه بنده چه څومره ډیر د الله تعالی په وړاندي خپل خالص اعمال وړاندي کوي، هومره يي اخلاص زیاتیږي، او توحید يي پیاوړې کیږي.
*هر څومره چه یو بنده خپل عمل کښی اخلاصي وي، او یواځی یو الله تعالی د خوشحالۍ او رضامندۍ لپاره يي کوي، هومره الله تعالی محبوب او ګران، او هومره ورته نژدي وي، دلیل د الله تعالی د ولي په اړه هغه مشهور حدیث قدسي شریف دې چه الله تعالی پکښی فرمايي: )ولایزال العبد یتقرب اليَّ بالنوافل حتی أحبه...( الحدیث.
ترجمه: یو نیک بنده می تر هغه پوری ما ته )له فرضي عبادتونو تر څنګ( په نفلي عبادتونو ځان رانژدي کوي چه زه ورسره محبت او مینه وکړم...
*او هغه بنده چه د قیامت به ورځ د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د شفاعت او سفارش وړ او لايق کیږي هغه نیک بنده چه د زړه له اخلاصه د توحید کلمه »لا اِلَهَ اِلاّ الله« ووايي، او غوښتنی يي پوره کړي.
سالم او روغ زړه هغه دې چه د شرک او د الله تعالی له رضامندۍ او د هغه د مخ له دیدار پرته يي زړه او عملونه پاک وي.
*هغه څوک چه خپل ټول عبادتونه یواځی د یو الله تعالی د رضامندۍ لپاره خالص او ځانګړي کړي، نو داسی مسلمان سره جنت د ننوتلو او له اور او جهنم څخه د خلاصۍ وعده شوی ده.
*خو که څوک خپل عبادت او بندګي له شرک څخه یي پاک نه کړي، نو داسی بنده مشرک او کافر دې، او په آخرت کښی د جهنم په عذاب کښی د همیش او تل لپاره وي، الله تعالی مو دي تری وساتي.
*عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم یوه خبره کړی وه، او ما ورسره یوه بله هم وکړه، رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايلي وو: ) من مات وهو يدعو من دون الله ندًّا دخل النار (.
ترجمه: که یو څوک په داسی حالت کښی مړ شي چه هغه د الله تعالی سره نور شریکان او برخوال رابلي رامدد شه ورته وايي، او دغه د شرک عقیده لري، نو اور او جهنم ته به لاړ شي.
ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: او ما ورسره دا خبره هم وکړه چه که څوک په داسی حالت کښی مړ شو چه د الله تعالی پرته يي له هغه سره نور شریکان او برخوال نه منل او نه يي رابلل، نو داسی بنده به جنت ته لاړ شي. دا حدیث شریف په صحیح بخاري شریف کښی دې.
*خو د ابن مسعود رضي الله عنه دا خبره پخپله له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه هم ثابته ده، لکه چه په صحیح بخاري شریف کښی د ابوذر رضي الله عنه په روایت کښی رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: ) من مات من أمّتي لا يشرك بالله شيئاً دخل الجنة (.
ترجمه: که څوک ځما له امت څخه په داسی حال کښی مړ شي چه له الله تعالی سره يي هیڅ ډول شرک نه وي کړې، او هیڅوک يي ورسره شریک او برخوال نه وي ګــڼلاي، نو جنت ته به لاړ شي.