تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، حكم موالاة الكفار (55)


أبو زكريا
_17 _November _2016هـ الموافق 17-11-2016م, 11:29 AM
حكم موالاة الكفار

· موالاة الكفار ردّة عن دين الله تعالى، وهي ناقض من نواقض الإسلام والعياذ بالله.
· الموالاة تشمل محبتهم لدينهم والرضى به ومناصرتهم على المسلمين وعلى محادة الله ومحاربة دينه فهذا ناقض من نواقض الإسلام.
· بعض علماء الدعوة يفرقون بين الموالاة والتولي في الحكم، وهذا التفريق لا أعرفه عن السلف ولا تقتضيه اللغة فالموالاة والتولي في اللغة وفي استعمال السلف واحد وكلاهما يدل على اتخاذ الكفار أولياء.
· ما يذكره بعضهم في تفسير الموالاة بمحبة بعض أهل الكفر على أمر دنيوي من غير اتخاذهم أولياء فهذه ليست موالاة على الحقيقة، ولها أحكامها.
· يجب التفريق بين هذين القسمين من المسائل؛فالله تعالى قد جعل موالاة الكفار وتوليهم حداً من الحدود الفارقة بين الإسلام والكفر.
· الموالاة هي: التوافق والتناصر على محاربة الإسلام والمسلمين، فمن تحالف مع الكفار لمحاربة المسلمين فقد اتخذهم أولياء وارتدّ بذلك عن دين الإسلام.
· وأما محبة بعض الكفار على أمر دنيوي لا حرب فيه على المسلمين ومصاحبتهم ومعاشرتهم ومعاملتهم فلها له أحكام أخرى؛ منها ما هو مشروع مأمور به بضوابطه الشرعية، ومنها ما هو محرم لا يجوز، وهي ليست من موالاة الكفار.
· ما ذكره المفرّقون بين الموالاة والتولّي من أمثلة الموالاة التي ليست بتولٍّ هي في حقيقتها من مظاهر التساهل في التعامل مع الكفار أو من ذرائع الموالاة؛ فالخلاف هو في تسمية تلك المظاهر موالاة.
· تولّي الكفار هو اتخاذهم أولياء، وكذلك هي موالاتهم، والعبرة بالمعنى الشرعي الذي علّق به الحكم.
· قال الله تعالى: ﴿تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ (81) ﴾ [المائدة: 80، 81]؛ فاتخاذهم أولياء هو بمعنى توليهم.
· لا يجوز لمسلم أن يتولى الكفار ولو كان من تولاه أحد أبويه أو من عشيرته فاتخاذهم أولياء وإعانتهم على دعوة الإسلام وعلى المسلمين كفر وردة عن دين الله عز وجل.
· وأما مصاحبتهم ومعاشرتهم والإحسان إليهم من غير موالاة فليست من هذا الباب، وهي على درجات ولها أحكام.
- قال الله تعالى: ﴿وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا﴾[لقمان: 15] فهذه المصاحبة بالمعروف واجبة على المسلم الذي له والدان كافران، وليست هذه المصاحبة بالمعروف من الموالاة في شيء.
- وقال تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [التوبة: 23].
- أمر الله تعالى بمصاحبتهم بالمعروف ونهى عن اتخاذهم أولياء وحذر من ذلك، ووصف من فعل ذلك بأنه من الظالمين المتوعدين بالعذاب الشديد؛ فعلِمَ أن مصاحبتهم بالمعروف ليست من الموالاة في شيء.
· قال ابن جرير رحمه الله في تفسير آية التوبة: (يقول تعالى ذكره للمؤمنين به وبرسوله: لا تتخذوا آباءكم وإخوانكم بطانة وأصدقاء تفشون إليهم أسرارَكم، وتطلعونهم على عورة الإسلام وأهله، وتؤثرون المُكْثَ بين أظهرهم على الهجرة إلى دار الإسلام ﴿إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ﴾ [التوبة: 23]، يقول: إن اختاروا الكفر بالله، على التصديق به والإقرار).
· هذا التفسير من ابن جرير هو الحق وهو الذي تقتضيه دلالة النصوص؛ فمناصرة الكفار على المسلمين وموالاتهم كفر وردة عن دين الله عز وجل، ولو كان الذين والوهم آباءهم أو أبناءهم أو عشيرتهم.
· من فقه مقاصد الشريعة فقها صحيحاً اتضحت له حدود الله عز وجل التي بينها في كتابه الكريم.
· إذا تبين هذا فكل ما أذن الله به في معاملة الكفار من مصاحبة بالمعروف ومعاشرة الرجل لزوجته الكتابية، والإحسان إلى من أذن الله بالإحسان إليهم من الكفار كل ذلك ليس من موالاتهم في شيء.
· وكذلك الثناء على بعض الخصال الحسنة لدى بعض الكفار ليس من موالاتهم بل هو جائز لا بأس به، وقد مدح النبي صلى الله عليه وسلم بعض الخصال الحسنة لدى بعض الكفار، وقال لأشج عبد القيس:(( إن فيك خصلتين يحبهما الله الحلم والأناة)).
- لكن ينبغي ألا يتخذ ذلك ذريعة لمحبة باطلهم أو الاغترار بما لدى بعضهم من خصال حسنة فيعتقد أنهم على الحق في دينهم.

أبو زكريا
_17 _November _2016هـ الموافق 17-11-2016م, 11:32 AM
په اسلام کښي له کافرو سره د دوستۍ حکم

له کافرو سره د زړه دوستي کول د اسلام له مقدّس دین څخه ارتداد او ورڅخه بیرته ګرزیدل او وتل دي؛ ځکه دا کار د اسلام له نواقضو او ماتوونکو څخه شماریږي، الله تعالی دی مونږ تری وساتي.
*خو د کافرو سره ددي دوستۍ معنی دا ده چه د کافرو سره د هغوي ددین له کبله محبت او مینه کول، د هغوي په کفر باندي راضي کیدل، او د کافرو سره د مسلمانانو په خلاف، د الله تعالی څخه د سرغړونی او د هغه له دین سره د مقابلی په خاطر مرسته او کومک کول، د کافرو سره دا ډول دوستي د اسلام له نواقضو او ماتوونکو څخه ده.
ځمونږ ځينی معاصر علماء د »موالاة« او »تولي« تر منځ په شرعي حکم کښی فرق کوي، خو دا فرق نه له پخوانیو سلفو علماؤ څخه رانقل، او نه هم په عربي ژبه کښی د موالاة او تولي په معنی او مفهوم کښی راځي؛ ځکه »موالاة« او »تولي« دواړه په عربي ژبه او هم د سلفو په استعمال کښی یو شان د کافرو سره د دوستي په معنی استعمال شوي دي.
ځینو علماء چه د موالاة دا تفسیر کوي چه ګنی موالاة کافرو سره په کوم دنیوي کارو کښی مینه کول او د کوم دنیوي کار او ګټو له امله له هغوي سره دوستي کولو په معنا يي اخلي نو دا په حقیقت کښی د موالاة معنی هم نه ده، او ځکه خو د موالاة په حکم کښی نه راځي بلکه د هغی خپل احکام دي.
نو ددي دواړو معناګانو ترمنځ فرق په هر مسلمان باندي لازم دې؛ ځکه الله تعالی له کافرو سره دوستي او محبت کول د اسلام او کفر ترمنځ حد او پوله ګرزولی ده، چه په همدی باندی د اسلام او کفر ترمنځ فرق کیدې شي.
د »موالات« معنی:
له کافرو سره د اسلام د مقدّس دين په مخنیوي او ورسره په مقابله کښ موافقت او مرسته او کومک کول.
نو ښکاره ده هغه څوک چه له کافرو سره د مسلمانانو په خلاف مرست او کومک او ورسره تړونونه کوي، نو دا له هغوي سره د دوستۍ په معنا ده، او همدا له اسلام څخه د ارتداد او کفر سبب کیږي.
هو، له کافرو سره د کوم دنیوي کار او ګټو لپاره محبت او مینه او ورسره تړون کول، چه د مسلمان په خلاف پکښی جنګ جګړه او د کافرو سره مرسته او زندګي او تعامل نه وي نو داسی کار بیا په هغه ممنوع موالاة کښی نه راځي بلکه د هغی لپاره په اسلامي شریعت کښی خپل نور احکام دي، چه ځینی ډولونه يي ممنوع او ناروا دي، سره له دي چه له کافرو سره د موالات په مفهوم کښی نه راځي، او ځینی ډولونه يي د اسلامي شریعت د قواعدو په رڼا او چوکاټ کښی روا دي.
*بلکه هغه مثالونه چه د موالات او تولي ترمنځ فرق کوونکو علماؤ يي یادوَنه کړی ده چه هغه د تولي په مفهوم کښی ددوي په نظر نه راځي، نو دغه مثالونه اصلاً په حقیقت کښی د کافرو سره د موالات اسباب، ذریعی او د کافرو سره د تعامل او راکړی ورکړی کښی د تساهل او زیاتی نرمۍ په معنی دي، نو خلاف یواځی په ددغه مثالونو موالات باندی په نومونی کښی دې.
*تولي الکفار هم د کافرو سره ددوستۍ په معنی ده لکه څنګه چه موالات په همدغه معنی دې، نو اعتبار شرعي معنی لره دې په کوم باندي چه شرعي حکم مرتبیږي، نه الفاظو لره.
الله تعالی فرمايي: ﴿تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴾ المائدة: 80-81 .
ترجمه: وینی به ته ډیر له دوي )منافقانو( څخه چه دوستي به کوي له کافرانو سره، خامخا ډیر بد دې هغه څیز چه دوي پخپله د خپل ځان د آخرت لپاره مخکښی لیږلې دې، هغه دا چه الله تعالی يي ځان ته په قهر کړې دې، او په عذاب کښی به دوي همیشه وي، که چیری دوي په ريښتیا باندي په الله تعالی او د هغه په رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم او په هغه دین ایمان لرلاي چه دوي ته ورنازل شوې دې، نو دوي به کافران دوستان نه وو نیولي، لکن ډیر له دوي څخه نافرمانه او د الله تعالی له حکمونو څخه سرغړوونکي دي.
وګورئ! چه دلته »أولیاء« د »تولي« په معنی استعمال شوې دې.
د هیڅ مسلمان لپاره د هیڅ کافر سره دوستي او د زړه مینه او محبت روا نه دې، اګر که دغه کافر ددوي مور او پلار هم وي؛ ځکه له دوي سره دوستي، مینه او محبت کول، او د اسلام او مسلمانانو په خلاف مرسته او کومک کول کفر او له اسلام څخه د ارتداد او ګرزیدو سبب کیږي.
هو، له کافرو سره ظاهري ملګرتیا او د اړتیا په وخت کښی ژوند او زندګي کول، او ورسره احسان او ښیګڼه کول په دغه ممنوعه دوستۍ او محبت کښی نه راځي، بلکه په اسلامي شریعت کښی ددي ډول ښیګڼی او ژوند کولو خپلی درجی او احکام دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا﴾لقمان: 15 .
ترجمه: او که چیری مور او پلار دي درسره په دي خبره جنګ او جنجال کوي چه له ما سره هغه شرک وکړه چه پر هغی درسره هیڅ ډول علم او دلیل نشته نو بیا يي خبره مه منه، خو په دنیايي ژوند او چارو کښی ورسره ښه چلند او تعامل کوه.
ورته وګورئ چه د الله تعالی په صریح او واضح فرمان باندی دغه ډول ملګرتیا، ښیګڼه او احسان کول نه یواځی ناروا نه دي، بلکه داسی کار د هغه مسلمان فرض دي چه مور او پلار دواړه یا یو يي کافر وي.
همدارنګه الله جلّ جلاله فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾[التوبة: 23.
ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو خپل پلرونه او وروڼه په دوستۍ او د زړه محبت ورسره مه کوئ، کچیری هغوي د ایمان پر ځاي کفر خوښ کړ، او هغه څوک چه له کافر مور او پلار او کافرو وروڼو سره د اسلام په خلاف مرسته او دوستي وکړي، دغسی خلک همدوي ظالمان دي.
وګورئ چه الله تعالی د اسلامي شریعت په رڼا او چوکاټ کښی د کافر مور او پلار سره د ملګرتیا او ښیګڼـی حکم کوي، او په عین وخت کښی د هغوي سره له دوستۍ څخه منع فرمايي، او څوک چه دغه ډول دوستي کوي، ظالمان ورته وايي، او د سخت عذاب تهدید ورته ورکوي، نو څرګنده ده چه په دنیوي ژوند کښی له کافر مور او پلار سره ښه رويه او ظاهري ښیګڼه په هغه ممنوع موالات کښی نه راځي چه الله تعالی ورڅخه منع فرمايلی ده.
امام ابن جریر طبري رحمه الله د سورت توبه د آیت په تفسیر کښی فرمايي: الله تعالی هغه چا ته فرمايي چه پر الله تعالی او د هغه پر رسول محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم باندي ایمان او باور لري، داسی ورته فرمايي: یعنی تاسو خپل نامسلمانه پلرونو او نامسلمانه وروڼو سره خپل پټ رازونه مه شریکوئ، او د زړه دوستي ورسره مه ساتئ چه هغوي ته خپل پټ رازونه ورښکاره کړئ، او یا يي د اسلام او مسلمانانو پر کمزورتیاو خبر کړئ، او یا د هغوي سره د اوسیدلو او د هغوي ترمنځ ژوند ته د الله تعالی په لار کښی پر هجرت کولو لومړيتوب ورکړئ.
﴿إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ﴾ التوبة: 23.
یعنی که چیری هغوي پر الله تعالی باندي د ایمان او باور کولو پر ځاي په الله تعالی باندي کفر خوښ کړ.
د امام ابن جریر الطبري رحمه الله دا تفسیر حق او د نورو شرعي نصوصو په اساس ولاړ تفسیر دې، ځکه خو د مسلمانانو پر خلاف د کافرانو سره مرسته او دوستي کول کفر او د الله تعالی له دین څخه ارتداد او سرغړونه ده، اګر که دغه کافران دوستان ډیر خپلوان، پلرونه، ځامن او یا نور نسبي او قبیلوي خپلوان هم وي.
*هغه څوک چه د اسلامي شریعت مقاصد او اهداف او موخي په صحیح معنی وپيژني، هغه ته د الله تعالی هغه حدود او پولی څرګندی ښکاري کومی یي چه پخپل کتاب قرانکریم کښی بیان کړي دي.
*له دي ټول بیان څخه وروسته راته دا څرګندیږي چه هغه تعامل، رَویه، ښه چلند، راکړه ورکړه چه د کفارو سره يي الله تعالی مونږ ته اجازه راکړی ده، چه مونږ دی له هغوي سره ښه رويه کوو، یا یو مسلمان دي له خپلی اهل کتابی میرمنی سره ښه ژوند کوي، او له هغوي سره احسان او ښیګړه کوي، دا ټول په هغه دوستۍ کښی نه راځي چه الله تعالی ورڅخه منع فرمایلی ده.
*همداراز په ځیني کافرو کښی چه د کوم ښه صفت یادونه شوی وي هم د هغوي سره د دوستۍ په معنی نه دي، لکه چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په ځینی کافرو کښی د ځینو ښه خویونو یادونه کړی وه، لکه چه اشج عبد القیس ته يي فرمايلي وو: )إن فيك خصلتين يحبهما الله الحلم والأناة ( یعنی په تا کښی دوه داسی خویونه دي چه الله تعالی ته خوښ دي، چه هغه بردباري صبر، او نرمي کول دي.
*خو په یاد باید ولرو چه دا کار ځان ته ددي بهانه جوړه نه کړو چه د هغوي له باطلی عقیدی او عمل سره مونږ مینه او محبت وکړو، او یا هم د هغوي په ځینو ښو خویونو باندی تیرووځو، او دا عقیده ولرو چه د هغوي دین ګنی نعوذ بالله حق دې.