المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو(37) شرح المسائل الثلاثة


أبو زكريا
_10 _July _2015هـ الموافق 10-07-2015م, 12:56 AM
المسألة الأولى وهي قوله: (الأُولَى: أَنَّ اللهَ خَلَقَنَا وَرَزَقنَا وَلَمْ يَتْرُكْنا هَمَلاً؛ بَلْ أَرْسَلَ إِلَيْنَا رَسُولاً فَمَنْ أَطَاعَهُ دَخَلَ الجَنَّةَ وَمَنْ عَصَاهُ دَخَلَ النَّارَ..)
إفراد الله تعالى بالخلق والرزق
· اعتقاد أن الله خلقنا ورزقنا فرض واجب، وهو من توحيد الربوبية.
- التوحيد على ثلاثة أقسام:
- القسم الأول: توحيد الربوبية، وهو إفراد الله تعالى بأفعاله من الخلق والملك والتدبير والرَّزق وغيرها.
- والقسم الثاني: توحيد الألوهية، وهو إفراد الله تعالى بالعبادة.
- والقسم الثالث: توحيد الأسماء والصفات، وهو إفراد الله تعالى بأسمائه الحسنى وصفاته العليا.
· اعتقاد أن الله هو الخالق الرازق من توحيد الربوبية، ومن أنكر ذلك فهو كافر كفراً أكبر والعياذ بالله.
· الأدلة على أن الله خلقنا ورزقنا كثيرة منها قوله تعالى: ﴿اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَفْعَلُ مِنْ ذَلِكُمْ مِنْ شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ﴾ [الروم: 40]، وقوله: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [البقرة: 21]، وقوله: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ﴾ [الصافات: 96]، وقال تعالى في الرزق: ﴿إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ﴾ [الذاريات: 58].
· أشار الله تعالى إلى الدليل العقلي على تفرده بالخلق بطريقة السبر والتقسيم وهو من الأدلة العقلية الملزمة في قوله تعالى: ﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (35) أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ﴾ [الطور: 35، 36].
· لا يخلو الأمر من واحدة من ثلاث حالاتٍ بالتقسيم الصحيح: إما خُلقوا من غير شيء، وإما خَلقوا أنفسهم، وإما خَلَقَهم خالقٌ غيرُ أنفسهم.
- لا شك أن القسمين الأولين باطلان، يدرك بطلانهما كل عاقل؛ والثالث: هو الحق الذي لا شك فيه، وهو جل وعلا خالقهم المستحق منهم أن يعبدوه وحده جل وعلا.
· قال جبير بن مطعم رضي الله عنه: أتيت المدينة في فداء بدر (وفي رواية: فداء المشركين) قال: وهو يومئذ مشرك قال: (فدخلت المسجد ورسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي صلاة المغرب فقرأ فيها بـ [الطُّورِ] فلما بلغ هذه الآية:﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (35) أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ (36) أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ (37) أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ (38) ﴾[الطور: 35-38]كاد قلبي أن يطير)، وفي رواية: (فكأنما صُدِّعَ قلبي لقراءة القرآن) رواه أبو داوود الطيالسي وأحمدُ وأصله في الصحيحين وفيهما أنه قال: (وذلك أولَ ما وقر الإيمان في قلبي).
· من أسماء الله الحسنى "الخالق" و"الخلاق".
· إذا أحسن العبد التفكر في اسم الخالق جل وعلا امتلأ قلبه يقيناً وتعظيماً لله جل وعلا.
· كثرة مخلوقات الله وعظمة بعضها واتساعها من أظهر الأدلّة على عظمته جلّ وعلا وسعة علمه وقدرته.
· إتقان الخلق وإحكامه دليل على حكمة الله تعالى وعظيم قدرته ﴿ما ترى في خلق الرحمن من تفاوت﴾ [الملك: 3].
· سير المخلوقات بنظام دقيق عجيب دليل على علم الله وحكمته وحسن تدبيره.
· إنشاء هذه المخلوقات العجيبة على غير مثال سابق دليل على عظمة الله وكمال غناه وبديع صنعه.
· الله تعالى هو بديع السموات والأرض الذي ابتدع خلقها العجيب، ولم يكتسب معرفة خلقها من أحد، وذلك لكمال علمه وقدرته وإحاطته.
· في عوالم الأفلاكِ والملائكةِ والإنس والجن والحيوانات والنباتات والرياح والسحاب والمياه وغيرها من العوالم الكثيرة والعجيبة ما تحار له الألباب، وفي كل عالَم من هذه العوالم أمم وأصناف لا يحصيها إلا من خلقها.
· في كل مخلوق من هذه المخلوقات دقائق وعجائب في تفاصيل خلقه تبهر العقول، فتستدل بها على حكمة خالقها جل وعلا وسعة علمه، وعظيم قدرته، فتبارك الله رب العالمين.
· دليل الخلق من أعظم وأظهر أدلة الربوبية ﴿أفمن يخلق كمن لا يخلق أفلا تذكرون﴾ [النحل: 17].
· الله تعالى هو الذي خلق كل شيء، ولا يستطيع أحد أن يخلق كخلقه جل وعلا،
ولقد تحدى المشركين أن يخلقوا هم وآلهتهم ذباباً فلم يستطيعوا، بل تحداهم أن يسترجعوا ما يأخذه منهم الذباب!، وذلك غاية ما يكون من الضعف والذل؛ فكيف يدعون لما لا يخلق حقاً في العبادة؟!!
· الذي لا يخلق شيئاً لا يستحق أن يكون إلهاً، بل الإله الحق هو ربنا الذي انفرد بالخلق، فلذلك يجب إفراده بالعبادة، كما قال الله تعالى: ﴿أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ﴾ [الأعراف: 191].
· الإقرار بأن الله تعالى هو الخالق الرازق لم يخالف فيه إلا الملاحدةُ الذين ينكرون وجود الله تعالى، والمجوسُ الذين يزعمون أن للكون خالقين النور والظلمة.
· كان مشركو العرب يقرون بأن الله هو الخالق الرازق ومع ذلك لم يكونوا مسلمين لأنهم لم يخلصوا العبادة لله عز وجل ولم يطيعوا الرسول، قال الله تعالى: ﴿وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [العنكبوت: 61].
· من أقرَّ بأن الله تعالى هو الخالق الرازق ولم يخلص العبادة لله تعالى فهو مشرك كافر متوعَّد بهذا العذاب الأليم.

أبو زكريا
_10 _July _2015هـ الموافق 10-07-2015م, 01:01 AM
*بیا شیخ F وفرمايل: المسألة الأولى وهي قوله: «الأُولَى: أَنَّ اللهَ خَلَقَنَا وَرَزَقنَا وَلَمْ يَتْرُكْنا هَمَلاً؛ بَلْ أَرْسَلَ إِلَيْنَا رَسُولاً فَمَنْ أَطَاعَهُ دَخَلَ الجَنَّةَ وَمَنْ عَصَاهُ دَخَلَ النَّارَ».
ترجمه: لومړۍ مسأله: دا چه بیشکه الله Y مونږ پيدا کړي يو له نشت يي شته کړي یو او ژوند يي رابخښلې دې، او ددي ژوند د بقاء او پاتي کیدو لپاره رزق او روزي هم راته راکوي، او له بلی خوا د روحي ژوند لپاره يي مونږ بی هدفه او خپلی خوښی ته نه یو پریښی، بلکه مونږ ته يي پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم رالیږلې دې، نو هر څوک چه ددغه پیغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيروي وکړي او لارښوونو ته يي غاړه کیږدي جنت ته به لاړ شي، او که ورڅخه سرغړونه وکړي اور او دوزخ ته به لاړ شي.
افراد الله تعالی بالخلق والرزق:
د مخلوقاتو په پيدايښت او هغوي ته روزي ورکولو کښی الله Y يو ګڼل:
یعنی دا عقیده لرل پر مونږ فرض دي چه یواځی یو الله Y مونږ پیدا کړي یو، او رزق او روزي هم یواځی همدا یو الله تعالی راکوي، دیته توحید الربوبیت وايي؛ ځکه توحید په دری ډوله دي:
لومړې: توحید الربوبیت: یعنی الله Y د مخلوقات په پيدايښت او پالنه کښی یو او یکتا منل او ګڼل.
یعنی الله Y د هغه په کارونو او افعالو کښی يو ګڼل او منل، لکه د مخلوق پیدا کول، د مخلوقاتو ملکیت او واکداري، د هغوي او د هغوي لپاره تدبیر کول، او هغوي ته رزق او روزي ورکول او داسی نور...
دوهم: توحید الألوهیّت، یعنی الله Y په عبادت او بندګۍ کښی يو او يواځی همغه يي مستحق ګڼل او منل.
دریم: توحید الأسماء والصّفات: یعنی الله Y د هغه په ډیرو ښائسته نومونو او اوچتو صفاتو کښی يو او يواځی ګڼل او منل.
*دا عقیده لرل چه: یواځی یو الله Y د ټولو مخلوقاتو پيداکوونکې او هغوي ته د رزق او روزۍ ورکوونکې دې، دیته توحید الربوبیت ويل کیږي، هغه څوک چه دا عقیده نه لري، هغه په ډیر غټ کفر باندي کافر بلل کیږي، »والعیاذ بالله«.
*د توحید الربوبیت دلائل ډیر دي، لکه د الله Y دا وینا چه فرمايي: ﭽ ﮜ ﮝ ﮞ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﭼ البقرة: ٢١ – ٢٢.
ترجمه: اي خلکو! عبادت او بندګي یواځی د هغه پروردګار وکړۍ چه تاسو يي پيدا کړي یاست، او هغه څوک هم هغه پیدا کړي دي چه له تاسو څخه مخکښی وو، ترڅو تاسو متقیان او پرهیزګاران شۍ، دا ستاسو پرودګار هغه څوک دې چه ستاسو لپاره يي ځمکه فرش همواره او غوړولی ده، او اسمان يي چت ګرزولې دې، او له بره يي ستاسو لپاره اوبه د باران راښکته کړي دي، چه په دغه اوبو باندي الله Y ستاسو د رزق او روزۍ لپاره ډول ډول میوي او دانی رازرغوني کړي دي، )نو هرکله چه دا ټولو کارونه يواځی یو الله Y کوي( نو تاسو د الله تعالی سره نور شریکان او برخوال مه منۍ حال دا چه تاسو په دی خبره ښه پوهیږۍ.
همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﭽ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﯵ ﯶ ﯷﯸ ﯹ ﯺ ﯻ ﯼ ﯽ ﭼ الروم: ٤٠.
ترجمه: الله Y چه ستاسو معبود او پرودګار دې هغه څوک دې چه تاسو يي پيدا کړي یاست، بیا تاسو ته د رزق روزۍ بندو بست هم کوي او روزي درکوي، بیا مو ددي دنیوي ژوند څخه وروسته مړه کوي، بیا مو له قبرونو په قیامت کښی بیا راژوندي کوي، آیا نو ستاسو هغه شریکان او معبودان چه تاسو يي د الله تعالی پرته بندګي کوۍ داسی څوک شته چه دا کارونه يا یو له دغه کارونو کولاي شي؟ )هرکله چه يي نشي کولاي( نو پاک دې الله Y او او چت دې له هغه شریکانو او برخوالو څخه چه دا مشرکان يي له الله تعالی سره شریکان او برخوال مني.
همداشان الله تعالی فرمايي:ﭽ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﭼ الصافات: ٩٦.
ترجمه: او الله تعالی تاسو هم پيدا کړي یاست او هغه څه چه تاسو يي کوۍ هغه هم د الله Y پیداوار دې.
او د رزق او روزۍ په اړه الله Y فرمايي:ﭽ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﭼ الذاريات: ٥٨.
ترجمه: بیشکه الله تعالی هم دې رزق او روزي ورکوونکې دې او هم د ډير زیات قوت او قدرت خاوند دې.
*الله Y په قرآنکریم کښی د توحید په بیلابیلو انواعو باندي مختلف عقلي دلائل هم راوړي دې، چه له هغی څخه د سبر او تقسیم دلیل دې چه هغه ملزِم دلیل دې ذکر کړې دې، لکه چه فرمايي: ﭽ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ الطور: ٣٥ - ٣٦
ترجمه: آیا دوي پرته له کوم خالقه او پیداکوونکي څخه پخپله پيدا شوي دي، که دوي پخپله خپل ځانونه او نور مخلوقات پیدا کړي دي، آیا دوي دا اسمانونه او ځمکی پیدا کړي دي ) طبعاً نه، ( بلکه دوي په الله تعالی باندي یقین او باور نه لري.
*نو دلته الله تعالی د دریو حالاتو یادونه کړی ده:
لومړې: یا خو به دوي پرته له کوم پیدا کوونکي څخه پخپله پیدا شوي وي.
دوهم: یا به دوي پخپله خپل ځانونه پیدا کړي وي.
دریم: یا به دوي او دا ټول مخلوقات له دوي پرته يو خالق او پيدا کوونکي پيدا کړي وي.
په دي کښی خو هیڅوک شک نه کوي چه لومړي دواړه حالات خو باطل دي، او هر عاقل يي پر بطلان پوهیږي او پری خبر دې، پخپله دریم حالت پاتی شو چه هغه حق دې او هیڅ ډول شک او شبهه پکښی نشته، چه هغه پيدا کوونکې یواځی یو الله Y دې، څوک د دوي او د ټولو مخلوقات پیدا کوونکې او پرودګار دې او همهغه یواځی د عبادت او بندګۍ حقدار او مستحق وړ او لائق دې.
*جُبَیْر بن مُطْعِم t فرمايي: أتيت المدينة في فداء بدر.
(وفي رواية: فداء المشركين.
قال: وهو يومئذ مشرك, قال: فدخلت المسجد ورسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي صلاة المغرب فقرأ فيها بـــــ[الطُّورِ] فلما بلغ هذه الآيةﭽﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﭼ الطور: ٣٥ - ٣٨ , كاد قلبي أن يطير) .
وفي رواية: (فكأنما صُدِّعَ قلبي لقراءة القرآن).
رواه أبو داوود الطيالسي وأحمدُ وأصله في الصحيحين.
وفيهما أنه قال: وذلك أوَّلَ ما وقر الإيمان في قلبي.
ترجمه: زه د بدر په غزا کښی د بندي شوو خلکو د خلاصولو لپاره مدینی منوری ته راغلم، مسجد نبوي شریف ته ننوتلم –دې لا په دغه وخت کښی مشرک وو، مسلمان شوې نه وو-، ګورم چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د ماښام په لمانځه ولاړ دې، او سورت »الطّور« لولي، تر دي چه دي آیتونو ته ورسید چه الله Y پکښی فرمايي: ﭽ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﭼ الطور: ٣٥ - ٣٨
ترجمه: آیا دوي پرته له کوم خالقه او پیداکوونکي څخه پخپله پيدا شوي دي، که دوي پخپله خپل ځانونه او نور مخلوقات پیدا کړي دي، آیا دوي دا اسمانونه او ځمکی پیدا کړي دي ) طبعاً نه، ( بلکه دوي په الله تعالی باندي یقین او باور نه لري، آیا له دوي سره د الله Y خزانی دي؟ که دوي د الله تعالی پر دغه خزانو باندی سلطه لري، آیا له دوي سره زینه، او پوړۍ ده چه اسمان ته يي ايښی ده، او هلته د الله تعالی خبری اوري، نو که چیری همداسی وي، د دوي دغه ډول اوریدونکې دي يو ښکاره او څرګند دلیل راوړي.
جُبَیْر بن مُطْعِم t فرمايي: نو نژدی وه چه زړه مي له ډډه والوزي.
او په یو بل روایت کښی راغلي دي چه هغه وفرمايل: ګویا زړه می د قرآنکریم دي قراءت او اوریدلو ته څیری او خلاص شو.
بیا فرمايي: دا لومړنې وخت وو چه قرآنکریم ځما په زړه کښی ځاي ونیولو.
*د الله تعالی له ډيرو ښائسته نومونو ځينی »الخالق« او »الخلاّق« دي.
*که یو بنده د الله Y په نوم » الخالق« کښی ښه سوچ او فکر وکړي او هغه معاناګانو ته زیر شي چه په دي نوم کښی نغښتي دي، نو زړه به يي په الله تعالی د باور او د هغه له تعظیم او لويي څخه ډک شي.
*د الله تعالی په ربوبیت باندی له دلائلو څخه: د الله تعالی د مخلوقاتو ډیروالې، او د ځینو پکښی بیا غټوالې، او پراخي د الله تعالی په عظمت او لويي، قدرت او پراخه علم باندي له ښکاره او څرګندو دلائلو څخه دي.
*د مضبوطو او محکمو مخلوقاتو پيدا کول د الله Y په حکمت او لوي قدرت باندي له ښکاره او څرګندو دلائلو څخه دي؛ لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿ما ترى في خلق الرحمن من تفاوت﴾ الملك: 3.
ترجمه: نه وينی ته د الله تعالی په پیدايښت کښی کوم فرق، توپير، او نقصان.
*د الله Y د بیلابیلو مخلوقاتو) لکه: لمر، سپوږمۍ، شپه او ورځ، ستوري او داسی نور( په منظّم او برابر ډول چلند هم د الله Y په هراړخیز او محیط علم، او حمت او ښه تدبیر باندي يو بل څرګند دلیل دې.
*ددي نا آشنا او بی مثاله مخلوقاتو پيدا کول هم ددي ښکاره او واضح دلیل دې چه الله Y د لوي شان او بشپړ کمال او غنیتوب خاوند او ناآشنا او بی مثاله پروردګار دې.
*الله Y دا پورته اسمانونه، ځمکه په يو ناآشنا او بی مثاله شکل او شان سره پيدا کړي دي، چه ددوي پيدايښت يي له بل چا څخه نه دي زده کړي؛ دا هم د الله تعالی د بشپړ او هر اړخیز علم، قدرت بل ښکاره او څرګند دلیل دې.
*همدارنګه د الله تعالی نور مخلوقات لکه پورته فلکونه، ملائک، انسانان، پيریان، حیوانات او ژوي، نباتات او شنه او ګیاګانی، بادونه، وریځی، اوبه، او داسی نور ډیر او عجیب او ناآشنا عالمونه او داسی نور مخلوقات چه عقلونه ورته حیرانیږي، ددي عالمونه بیا په خپل منځ کښی سره امتونه او ډلی ډلی او بیلابیل قسمونه لري چه انواع او ډولونه يي د هغوي له پيداکوونکي الله Y پرته بل چا ته نه دي معلوم، دا ټول د الله تعالی له ښکاره دلايلو څخه دي.
*ددي مخلوقاتو څخه په هر يو کښی داسی باریکات او عجائب دي چه عقلونه ورته هک پک پاتی کیږي، همدا ټول د الله تعالی په حکمت، پراخه علم، لوي قدرت باندي ښکاره دلايل دي، فتبارک الله ربّ العالمین.
*هرکله چه مو دا وپيژندله چه ددي ټولو او ناآشنا او بی مثاله مخلوقاتو پيداکوونکې یواځی یو الله تعالی دې نو همدا په ربوبیت یعنی د الله تعالی په یووالي او یواځیوالي ښکاره او څرګند دلیل دې لکه چه الله Y فرمايي: ﴿أفمن يخلق كمن لا يخلق أفلا تذكرون﴾ النحل: 17.
ترجمه: آیا نو هغه څوک چه دداسی ناآشنا او بی مثاله مخلوقاتو پيداکول کولاي شي د هغه چا په شان دې چه داسی کار نشي کولاي؟ بلکه هیڅکله داسی نه ده.
*یواځی یو الله تعالی دې چه دا ټول مخلوقات يي پيدا کړي دي، او بل هیڅوک نشي کولاي چه د هغه په شان کوم مخلوق پیدا کړي، الله Y د هغه زمانی مشرکين په دي ننګولي دي چه هغوي او د هغوي معبودان دی يو مچ قدری خو پیدا کړي، خو هغوي ددي کار څخه ناتوانه او عاجزه شول، او داسی کار یي ونکړ، بلکه په دي يي هم وننګول چه مچ له دوي يا ددوي له معبودانو چه کومه حلوا خواږه او یا بل هغوي ته راوړل شوې شې وتښتوي، بیرته يي تری راوګرزوۍ، خو هغوي له دي څخه هم کمزوري او ناتوانه شول، او څرګنده ده چه دا حالت نو په کمزورۍ او ذلّت کښی انتها ده، نو بیا څرنګه داسی کمزوري او ناتوانه مخلوقات د عبادت او بندګۍ مستحق، وړ او لائق کیداي شي؟ او څرنګه ورله دغه مشرکان د عبادت او بندګۍ د استحقاق او وړتیا دعوا او غوښتنه کوي؟.
*څرګنده ده چه هغه څوک چه هیڅ څیز پيدا کولاي نشي، ددي وړ او لائق نه دې چه عبادت او بندګي يي وشي، بلکه حق او په ريښتیا د عبادت او بندګۍ مستحق او وړ ځمونږ هغه پروردګار دې چه یواځی همغه د دي ټولو مخلوقاتو پيداکوونکي دې؛ نو له همدي کبله خو همغه یو الله Y په عبادت او بندګۍ یو، یکتا او یواځی ګڼل فرض دي؛ لکه چه همدی مطلب ته الله Y اشاره کړی ده او فرمايي: ﴿أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ﴾ الأعراف: 191 .
ترجمه: آیا دوي له الله تعالی سره هغه څوک شریکان او برخوال ګڼي چه هیڅ شې نشي پیدا کولاي، بلکه دغه معبودان لا پخپله د الله تعالی پيدايښت او مخلوقات دي.
*په دي خبره اقرار چه یواځی یو الله تعالی پیداکوونکې او هم روزي ورکوونکې دې، ټول خلک دغه اقرار کوي، یواځی دوه ډلی ورڅخه منکری دي چه یوه ډله دهریان او ملحدان دي، څوک چه د الله Y له وجود څخه منکر دي، او بله ډله مجوس دي: څوک چه دا عقیده لري چه د دي کون او عالم پيدا کوونکي دوه دي: یو رڼا او بل تورتم او تیاره.
*د عربو مشرکان – د چا سره چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم او د هغه صحابه کرامو رضي الله عنهم جهادونه کړي دي او هغوي يي کافر ګڼلي دي – دغه مشرکانو هم په دي خبره اقرار کولو چه یواځی یو الله Y د ټولو مخلوقات پیدا کوونکې دې، او هم هغوي ته رزق او روزي ورکوونکې دې، خو سره له دي هم هغوي مسلمانان نه ګڼل کیدل، بلکه هغوي مشرکان وو؛ ځکه هغوي عبادت او بندګۍ کښی الله تعالی یواځی او یکتا نه ګڼلو، او بل دا چه زمونږ د خوږ پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيروي يي نه کوله؛ لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [العنكبوت: 61 .
ترجمه: که ته له دوي څخه پوښتنه وکړی چه دوي چا پيدا کړي دي؟ نو دوي په څرګند ډول درته ووايي چه مونږ الله تعالی پیدا کړي یو، نو بیا د عبادت او بندګۍ په اړخ کښی کومی خوا ته اړول کیږي؟ چه د الله تعالی پرته د بل چا بندګي هم روا ګڼۍ.
*هغه څوک چه دا اقرار وکړي چه یواځی یو الله تعالی د ټولو مخلوقاتو پيدا کوونکې دې، او یواځی همغه ټولو مخلوقاتو ته روزي ورکوونکې دې، خو ددي ترڅنګ عبادت یواځی د یو الله لپاره ځانګړی نه ګڼي، داسی بنده کافر، مشرک دې، او د کافر او مشرک لپاره چه کوم دردناک او دردوونکې عذاب دې، ده ته هم شامل دې.