المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)29 شرح المسائل الأربع ( تابع تفسير سورة العصر)


أبو زكريا
_9 _May _2015هـ الموافق 9-05-2015م, 11:45 PM
· فصارت مرتبة الإيمان هي الأصل وينبني عليها العمل الصالح وينبي عليهما التواصي بالحق وينبي على ذلك كله التواصي بالصبر.
· لذلك جاء في الأثر عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه أن الصبر من الإيمان بمنزلة الرأس من الجسد.
· من قام بهذه الأمور الأربعة كما يجب فقد سلم من الخسران، ومن قصّر فيها بما لا يخرجه من الإسلام فقد عرّض نفسه لشيء من الخسران، ومن خرج من الإسلام أحاط به الخسران.
· الناس في تحقيق هذه الأمور الأربعة على ثلاثة أقسام:
- القسم الأول: من لا يأتي بأصلها وهو الإيمان؛ وهم الكفار الخارجون عن دين الإسلام، وهؤلاء خسارتهم أعظم الخسارة، ويلتحق بهم من ارتدّ عن الدين بارتكاب ناقض من نواقض الإسلام والعياذ بالله، كما قال الله تعالى: ﴿ولقد أوحي إليك وإلى الذين من قبلك لئن أشركت ليحبطنّ عملك ولتكونن من الخاسرين (65) بل الله فاعبد وكن من الشاكرين (66) ﴾[الزمر: 65، 66].
- القسم الثاني: من يأتي بهذه الأمور الأربعة كما أوجب الله؛ فهؤلاء هم المفلحون الناجون من الخسران، الفائزون بعظيم الثواب، وهم على درجات في تحقيقها بين محسن ومقتصد.
- القسم الثالث: من كان معه أصل الإيمان وأصل العمل الصالح لكنه يرتكب من المحرمات ويترك من الواجبات ما يستحق به العذاب، فهذا القسم يناله من الخسارة بقدر ما فرط فيه إلا أن يعفو الله عنه.

أبو زكريا
_9 _May _2015هـ الموافق 9-05-2015م, 11:49 PM
پایله دا شوه چه ایمان اساس او بنسټ دې، او نیک عمل پر دغه اساس او بنسټ باندي بناء دې، او حق ته دعوت په ایمان او نیک عمل باندي بنا دي، او په صبر او زغم باندي يو تر بله توصیه او حکم کول بیا په دي تیرو ټولو باندی بنا دي.
همدا مطلب د اسلام څلورم خلیفه علي بن أبي طالب t په یو اثر کښی داسی رانقل شوې دې چه فرمايي: »صبر د ایمان په پرتله داسی دې لکه د يو چا سر او تنه«.
هغه څوک چه دا څلور سره کارونه په بشپړ ډول اداء کړي نو داسی بنده له تاوان څخه وژغورل شو، خو که څوک پکښی داسی کوتاهي او تنبلي وکړي چه د اسلام له مقدّس دين څخه پری نه ووځي، نو خپل ځان ته يي يو څه اندازه تاوان ورسولو، خو که څوک داسی کار وکړي چه له اسلامه پری ووځي نو دې په دنیايي او أخروي تاوان کښی غرق او ډوب شو.
ددي څلورو کارونو په عملي کولو او پلي کولو کښی خلک په څلور ډوله دي:
لومړې: هغه خلک چه ددي څلورو کارونو اصل او بنسټ)یعنی ایمان( نه مني، داسی خلک کافران او د اسلام مقدّس دین څخه بهر دي، ددوي تاوان نو تر ټولو لوي تاوان دې، او ددوي په شان هغه څوک هم دي چه له ایمان او مسلمانۍ څخه وروسته د اسلام او ایمان د کوم ناقض او ماتوونکي په سبب له اسلام څخه وتلې او مرتد شوې وي )العیاذ بالله(، لکه چه الله Y فرمايي: ﭽ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚ ﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﭼ الزمر: ٦٥ – ٦٦.
ترجمه: او خامخا په تحقیق وحي شوی ده تا ته – اي محمد r - او هم هغه پیغمبرانو ته چه له تا پخوا وو: خامخا که – بالفرض – شرک وکړ تا له الله تعالی سره نو خامخا به دی عمل برباد او ابته شي، او خامخا به له له تاوانیانو څخه شی* بلکه ته عبادت او بندګي يواځی د یو الله Y وکړه، او د الله تعالی پر دين باندی له شکرګزارو او قدردانو ځينی شه.
دوهم: هغه څوک چه دا څلور واړه کارونه لکه څرنګه چه الله تعالی فرض کړي دي- اداء کوي يي، نو داسی خلک بریالي او له تاوانه خلاص دي، بلکه د ډير لوي ثواب او اجر ګټونکي دي، هو، خو دوي هم بیا په خپل منځ کښی هر یو د خپل عمل او قوت اعتقاد په اندازه سره بیلابیل او مختلف دي، چه څوک يي د »محسن« په مرتبه کښی او څوک يي د »مقتصد« په مرتبه کښی دي.
دریم قسم: هغه څوک چه له هغه سره د ایمان اصل او بنسټ او هم د عمل صالح بنیاد وي، خو کله کله بیا ورسره ځينی ناروا کارونه هم کوي او تری صادریږي، همداشان کله کله ورڅخه ځينی داسی واجب او فرضیات پاتی کيږي چه د هغی له کبله د عذاب او سزا وړ او مستحق کیږي، نو داسی خلکو ته هغومره تاوان رسیږي چه څومره يي په دین باندی په پابندۍ کښی کوتاهي او سستي کړي وي، هو، خو دې په دي حالت کښی د الله تعالی د خوښی او ارادی لاندی دې، کیداي شي الله تعالی ورته عفوه او بخښنه وکړي.