تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)28 شرح المسائل الأربع ( تفسير سورة العصر)


أبو زكريا
_9 _May _2015هـ الموافق 9-05-2015م, 11:27 PM
تفسير سورة العصر
· العصر فيه قولان مشهوران:
- القول الأول: أنه الدهر،وقد ذكره البخاري في صحيحه عن الفراء وهو قول جمهور المفسرين.
- القول الثاني: أنه وقت العصر من اليوم، وهو مروي عن ابن عباس وقال به الحسن وقتادة.
- اختار ابن جرير أن الآية تشمل القولين لأن لفظ العصر يطلق على المعنيين إطلاقاً صحيحاً ولا دلالة على التخصيص، ولكل قول مناسبته الظاهرة.
· يقسم الله تعالى بما شاء من خلقه، والقسَم بالشيء دليل على تشريفه، وليس للمخلوق أن يقسم بغير الله تعالى.
· قوله تعالى: ﴿إن الإنسان لفي خسر﴾[العصر: 2]هذا هو جواب القسم، ﴿الإنسان﴾ [العصر: 2]اسم جنس لجميع الإنس﴿لفي خسر﴾ [العصر: 2]كأنه منغمس فيه قد أحاط به الخسران من جميع جوانبه.
· أعظم الخسران أن يخسر الإنسان نفسه وأهله يوم القيامة ويخسر مقعده من الجنة، قال تعالى: ﴿قل الله أعبد مخلصاً له ديني (14) فاعبدوا ما شئتم من دونه قل إن الخاسرين الذين خسروا أنفسهم وأهليهم يوم القيامة ألا ذلك هو الخسران المبين﴾[الزمر: 14، 15]وقال تعالى: ﴿ومن يكفر بالإيمان فقد حبط عمله وهو في الآخرة من الخاسرين﴾[المائدة: 5].
· في صحيح البخاري من حديث أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: (( لا يدخلُ أحد الجنة إلا أري مقعده من النار لو أساء ليزداد شكراً، ولا يدخل النار أحد إلا أري مقعده من الجنة لو أحسن ليكون عليه حسرة)).
· لا ينجو الإنسان من هذا الخسران إلا بالأمور الأربعة المذكورة في السورة: الإيمان، والعمل الصالح، والتواصي بالحق، والتواصي بالصبر.
· هذه الأمور الأربعة مترتبة بعضها على بعض فالإيمان أساس العمل الصالح، فلا يصلح العمل إلا بالإيمان، والتواصي بالحق هو من الأعمال الصالحة، وخُص بالذكر لأهميته، والتواصي بالصبر هو أيضاً من هو من التواصي بالحق؛ لأن الصبر المأمور به إما واجب وإما مستحب، والتواصي تواص بفعل الواجب أو فعل المستحب

أبو زكريا
_9 _May _2015هـ الموافق 9-05-2015م, 11:34 PM
د »العصر« سورت تفسیر

ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ
ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚ ﭛ ﭜ ﭝ ﭞ ﭟ ﭠ ﭡ ﭼالعصر: ١ - ٣
د »العصر« لفظ په تفسیر کښی د علماؤ دوه مشهور تفسیرونه رانقل دي:
لومړې: دا چه »العصر« معنی : زمانه او وخت، او دا تفسیر امام بخاري F په صحیح البخاري شریف کښی له امام فراء څخه رانقل کړې دې او دا د جمهورو مفسرینو قول دې.
دوهم: دا چه »العصر« معنی: د مازیګر وخت، او دا تفسیر له ابن عباس C څخه رانقل شوې دې، او همدا د امام حسن بصري او قتاده رحمهما الله قول هم دې.
*د امام ابو جعفر ابن جریر F اختیار دا دې چه آیت کریمه دواړو قولونو ته شامل دې؛ ځکه د »العصر« اطلاق په دواړو معناګانو باندی یو شان سم او صحیح دې، او د هیڅ یوی معنی د تخصیص یا ترجیح کوم دلیل نشته، بلکه دواړه معناګانی ښکاره مناسبت دلته لري.
*د الله Y خوښه ده چه په خپل هر مخلوق سوګند اخلي، هو، په یو مخلوق باندی د الله تعالی قسم او سوګند اخستل ددغه مخلوق په شرافت دلالت کوي، خو په یاد باید ولرو چه هیڅ مخلوق ته روا نه ده چه له الله تعالی پرته پر بل چا باندی قسم او سوګند واخلي.
ځکه حدیث شریف کښی راځي: )من حلف بغیر الله فقد أشرک(.
ترجمه: هر چا چه له الله تعالی پرته پر بل چا قسم او سوګند واخست نو بیشکه هغه شرک وکړ.
} ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ{
دا آیت کریمه د تیر قسم او سوګند ځواب دې، انسان په دي آیت شریف کښی د جنس انسان نوم دې او ټولو انسانانو ته ورشامل دې، معنی دا چه جنس انسان تاواني دې.
} ﭕ ﭖ{ خامخا په تاوان کښی دې، ګواکی انسان په تاوان کښی ډوب دې، او له هری خوا نه تری تاوانونه چاپیر دي.
*او تر ټولو لوي تاوان دا دې چه بنده خپل ځان او اهل وعیال او په جنت کښی خپل ځاي د قیامت په ورځ وبايلي، الله Y فرمايي: ﭽ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﭼالزمر: ١٤ – ١٥.
ترجمه: ورته ووايه اي پيغمبره! یواځی یو الله Y ته عبادت او بندګي، په داسی حال کښی چه خالص کونکې او ځانګړې کوونکې د خپل عبادت او بندګۍ یم همدغه یو الله تعالی ته، نو تاسو هم له الله تعالی پرته د هرچا چه مو خوښه وي عبادت او بندګي يي وکړۍ، ورته ووايه اي پيغمبره! بیشکه حقیقي تاوانیان هغه څوک دي چه د قیامت په ورځ يي خپل ځان او اهل و عیال بایللې دې، خبردار!! همدا ښکاره او څرګند تاوان دې.
همدارنګه الله U فرمايي: ﭽ ﯽ ﯾ ﯿ ﰀ ﰁ ﰂ ﰃ ﰄ ﰅ ﰆ ﰇ ﰈ ﭼالمائدة: ٥.
ترجمه: او هغه څوک چه په الله U باندی له ایمانه منکر سرغړوونکې او پری کافر شي، نو بیشکه د هغه عمل برباد او ابته شو، او همدې به په قیامت کښی له تاوانیانو څخه وي.
او ابوهریره t له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه روایت کوي چه بیشکه هغه فرمايلي دي: )لا يدخلُ أحد الجنة إلا أُرِيَ مقعده من النار لو أساء ليزداد شكراً، ولا يدخل النار أحد إلا أُرِيَ مقعده من الجنة لو أحسن ليكون عليه حسرة (رواه البخاري.
ترجمه: هیڅ جنتي به تر هغه جنت وننوځي تردي چه ورته دده لپاره په دوزخ کښی تيار شوې ځاي ونه ښوول شي، چه که کچيری بدعمله وو نو همدا به يي ځاي وو، ددي لپاره چه په خپل نیک عمل او ښه بدله باندي د الله Y شکر اداء کړي، او هیڅ دوزخي به تر هغه پوری دوزخ ته وننوځي ترڅو چه ورته په جنت کښی د هغه لپاره تیار شوې ځاي ونه ښوول شي که چيری يي نیک او ښه عمل کړې وو نو همدا به يي ځاي وو، ددي لپاره چه تل ترتله ورته ددغه جنت بایلل افسوس او ارمانونه شي.
*دا هم په یاد ولرو چه له دغه تاوان څخه هیڅ انسان نشی خلاصیدې مګر هغه څوک چه په دي »العصر« سورت کښی یاد شوي څلور کارونه خپل کړي:
لومړې: د ایمان په ټولو ارکانو او بنسټونو باندي ایمان او باور لرل.
دوهم: نیک او ښه عمل، چه یواځی د یو الله تعالی د رضا لپاره وي، او د پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په ښوول شوي طریقه باندي وي.
دریم: د اسلام حق دین، او د قرآنکریم او نبوي سنتو ته بلنه ورکول.
څلورم: په دي لار کښی چه ورته کوم تکلیفونه او ربړونه رسیږي، په هغی پخپله هم صبر کول، او ددي لاری خپلو ملګرو ته هم د صبر او زغم کولو توصیه او ښوونه کول.
دا څلور واړه کارونه يو پر بل باندي مرتب دي؛ ځکه ایمان د هر نیک عمل اساس او بنسټ دې، نو هیڅ يو عمل تر هغه پوری د کار او منلو وړ نه دې چه له دغه عمله مخکښی عمل کوونکې ایمان ونلري.
همدارنګه که لږ زیر شو او سوچ ورته وکړو دا يو تر بله په حق دین او باندي توصیه کول او حق دین ته دعوت او بلنه ورکول هم يو صالح او نیک عمل دې، خو د ډير اهمیت او اړینتیا له کبله دلته مستقل یاد شوې دې.
همداشان يو تر بله په صبر او زغم کولو توصیه او حکم کول هم حق دین ته په دعوت او بلنه کښی شاملیږي؛ ځکه دغه صبر چه د الله تعالی لخوا پری مونږ ته حکم شوې دې، یا به واجب او فرض وي او یا په مستحب وي) لکه چه لږ مخکښی د صبر په اقسامو او ډولونو کښی تیر شو(.
همدارنګه يو تر بله په حق دين باندي توصیه او حکم کول به هم یا واجب وي او یا به مستحب وي.