المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو27شرح المسائل الأربع (حكم الصبر وحاجة الداعية إليه)


أبو زكريا
_13 _April _2015هـ الموافق 13-04-2015م, 11:36 AM
حكم الصبر
· الصبرالواجب، وهو الصبر على أداء الواجبات، والصبر عن المحرمات.
· الصبر المستحب، وهو الصبر على فعل المستحبات، والصبر عن المكروهات.
· القدر الواجب من الصبر متفق عليه بين أهل العلم، قال شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله: (ولهذا كان الصبر واجبا باتفاق المسلمين على أداء الواجبات وترك المحظورات ويدخل في ذلك الصبر على المصائب عن أن يجزع فيها، والصبر عن اتباع أهواء النفس فيما نهى الله عنه).
· قال ابن القيم رحمه الله: (الصبر الواجب ثلاثة أنواع:
- أحدها: الصبر عن المحرمات.
- والثاني: الصبر على أداء الواجبات.
- والثالث: الصبر على المصائب التى لا صنع للعبد فيها كالأمراض والفقر وغيرها.
وأما الصبر المندوب فهو الصبر عن المكروهات والصبر على المستحبات والصبر على مقابلة الجانى بمثل فعله)ا.هـ.
· الرضا بالمصيبة قدر زائد على الصبر؛ وقد اختلف في حكمه على قولين: واجب ومستحب.
· للرضا بعد القضاء سببان:
1: اليقين بأن الله مستحق للرضا في جميع الأحوال، وهذا رضا المحبة.
2: الرضا لعلم العبد بأن ما أصابه من قضاء الله هو خير له، وهذا رضا حسن الظن بالله والتصديق بوعده.
· من ثواب الرضا عن الله أن يرضي الله عبده، والله عليم بما يرضي عبده.
حاجة الداعية إلى الصبر
· من سنن الله تعالى أن يكون للدعاة إليه أعداء من المجرمين يبتلي بهم صدقهم ويقينهم قال الله تعالى: ﴿وكذلك جعلنا لكل نبي عدواً من المجرمين وكفى بربك هادياً ونصيراً﴾[الفرقان: 31].
· الداعية بحاجة إلى الهداية والنصر؛ فبالهداية يوفّق لسلوك سبيل الفلاح، وبالنصر يتغلّب على أعدائه.
· ﴿وكفى بربك هادياً ونصيراً﴾[الفرقان: 31]فيه حقيقة إيمانية يطمئنّ بها قلب الداعية فلا يخشى إلا الله ولا يصيبه وهن ولا حزن ولا خوف لوثوقه بهداية الله ونصره ما دامت دعوته لله على بصيرة.
· يجب على الداعية أن يصبر على ما يدعوا إليه من الحق وأن يصبر على ما يصيبه منه المشقة والأذى.
· وعد الله عباده المؤمنين بالنصر ووعده حق لا يتخلف قال تعالى: ﴿إنا لننصر رسلنا والذين آمنوا في الحياة الدنيا ويوم يقوم الأشهاد﴾[غافر: 51]، وقال: ﴿وكان حقاً علينا نصر المؤمنين﴾[الروم: 47]

أبو زكريا
_13 _April _2015هـ الموافق 13-04-2015م, 11:42 AM
د صبر حکم
د صبر او زغم حکم د هر حالت سره مناسب شرعي حکم اخلي؛ ځکه:
د فرضو او واجباتو په اداء کولو باندي صبر کول، او همدارنګه له حرامو څخه ځان ساتلو او اجتناب کولو باندي صبر کول فرض او واجب دي.
او پر مستحبو او سنتو کارونو باندي زړه روږدي کول او صبر کول او هم له مکروهاتو څخه لاس نیول او د خپل نفس او شیطان سره مقابله کول بیا سنت او مستحب کار دې.
*خو هغه اندازه صبر چه د علماؤ ترمنځ پر اتفاق فرض او واجب دې د هغه په هکله شیخ الاسلام ابن تیمیه f فرمايي: »ټول مسلمانان په اتفاق او يوه خوله دي چه هغه صبر فرض او واجب دې چه د فرضو او واجباتو په اداء کولو باندي وي، او یا هم له شرعي منهیاتو څخه د ځان ساتلو او اجتناب کولو باندي وي، او په همدی کښی په تکلیفونو او مصیبتونو باندي صبر کول هم شامل دي چه مسلمان باید پری صبر وکړي او له ډیری جزعی فزعی او ځان شوکونی مخ وهنی او شکایتونو څخه ځان منع کړي او اجتناب تری وکړي، همدارنګه له هغه څه څخه الله y ورڅخه منع فرمايلی ده په هغه کښی د خپل نفس او خواهشاتو له پیروۍ څخه باید صبر وکړي «.
او علاّمه ابن القیّم الجوزیّه f يي لا زيات ښه واضح کوي او فرمايي: » فرضي او واجب صبر په دري ډوله دې:
لومړې:له حرامو څخه صبر او ځان ساتل.
دوهم: د فرایضو او واجباتو په اداء کولو باندي صبر کول.
دریم: په هغه مصیبتونو او تکلیفونو باندي صبر کول چه د بنده پکښی هیڅ لاس نه رسیږي، لکه: ناروغي، ناداري او غریبي، او داسی نور...
او سنت او مندوب صبر هغه دې چه بنده پری ځان له مکروهاتو راایسار کړي او سنتو او مستحبو او ښو کارونو ته يي وهڅوي، همدارنګه که څوک درسره ظلم زیاتې وکړي نو ته ورسره په مقابله باندی صبر وکړی«.
*د یو مصیبت په واقع باندی له وقوع نه وروسته د الله تعالی کَوْني او قَدَري حکم ته تسلیمیدل او غاړه ورته ايښوول او د الله y په تقدیر باندي ایمان لرل او ورته ځان تسلیمول بیا له صبره هم زیاته او اوچته مرتبه ده.
ددي ډَول رضاییت په حکم کښی هم د علماؤ دوه نظره دي:
لومړې: دا چه دا رضاییت او تسلیمیدل هم واجب دي.
دوهم: دا چه دا رضاییت او تسلیمیدل مستحب کار دې.
د الله y په قضا او تقديري فیصله باندي د رضا او ورته د غاړی ایښوولو دوه سببه دي:
لومړې: مسلمان باید دا یقین ولري چه په هر مهال او هر حال الله تعالی ددي لائق او مستحق دې چه په کړنو او فیصلو يي راضي شو، او ورته تسلیم او غاړه کیږدو، او دی ته د الله تعالی سره د محبت رضا او غاړه ایښوول وايي.
دوهم: له دي کبله د الله تعالی په تقدیر او فیصله باندي راضي کیدل او ورته غاړه ايښوول چه بنده په دي پوهه وي چه هغه څه چه الله تعالی راته راپيښ کړي او په کوم څه چه يي راته فیصله کړی ده، او ددغه فیصلی په مقتضی ورته کوم څه رسیدلي دي دده لپاره پکښی خیر او ګټه ده ځکه الله تعالی پری فیصله کړی ده، او دا ډول تسلیمیدل او راضي کیدلو سبب دا دې چه مسلمان بنده په الله تعالی ښه او له بنده سره د ښیګړی کولو یقین لري، په دي یقین او باور وي چه د الله تعالی نیکی وعدی چه له مونږ سره یي ددي مصیبتونو او تکلیفونو په مقابل کښی په دنیا او آخرت کښی د اجرونو او ثوابونو کړي دي ټولی ريښتينی او رسیدونکي دي.
*د الله تعالی په تقدیر راضي کیدلو او ورته تسلیمیدلو یو ثواب دا دې چه الله تعالی خپل بنده خوشحالوي، او الله تعالی ښه پوهیږي چه په کوم شي باندي يي خوشحاله کړي.

حق دین ته د بلونکي لپاره د صبر کولو اړتیا
دا هم د الله y فیصله او سنت دي چه د الله تعالی دین د بلونکو دي داسی دښمنان وي چه حق ته د بلونکو ريښتیا او یقین او باور پری وازمايي، لکه چه الله y فرمايي: ﭽ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨﯩ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﭼ الفرقان: ٣١.
ترجمه: او همدغه شان پیدا کړې مو دې د هر پيغمبر لپاره د ښمن د مجرمانو او د الله تعالی د حکم د نافرمانو او سرغړوونکو له جملی ځينی، او ستا پروردګار ددي لپاره کافي دې چه چا ته هدایت او لارښوونه وکړي او له چا سره مرسته او کومک وکړي.
*هر حق ته بلونکې او داعي تر نور پخپله دی ته اړتیا لري چه دې دي په سمه لار روان وي، او په دي لار کښی مرستی او کومک ته محتاج دې؛ ځکه د هدایت له کبله به ده ته د کامیابۍ او بریالیتوب لارو ته توفیق ورکول کیږي، او له ده سره الهي نصرت او مرستی له کبله به دې پخپلو او د حق په دښمنانو باندي برلاسې وي.
*د الله y په دي فرمان کښی چه: ﭽ ﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﭼ الفرقان: ٣١، هغه ایماني حقیقت ته اشاره ده چه حق ته د بلونکي زړه پری مطمئن او ډاډمن کیږي، نو د الله y پرته له بل هیچا نه ویریږي، او نه ورته حق ته په بلنه کښی کومه سستي، خفګان غم او ویره لار پیدا کولې شي؛ ځکه هرکله چه دده دعوت او حق بلنه یواځی د یو الله y دین ته وي او پر علم او دلیل باندي بناء وي، نو هغه د الله تعالی په لارښوونه او مرسته باندي کلک باور لري.
*حق ته بلونکي باندي لازم دي چه خپل دعوت یواځی حق دین او د هغه حق احکامو ته په بلنه پوری ځانګړي کړي او په همدي بسیا او صبر وکړي، او هم په دي لار کښی چه کوم مصیبت تکلیف او ربړونه ورته رسیږي په هغه هم صبر وکړي.
*ځکه الله y د خپلو مؤمنو بندګانو سره وعده کړی ده چه له دوي سره به مرسته کوي، او د الله تعالی وعده ريښتينی ده، مخالفت نه لري؛ لکه چه الله y فرمايي: ﭽ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭼ غافر: ٥١
ترجمه: بیشکه مونږ خامخا د خپلو پيغمبرانو علیهم السلام مرسته کوو، او هم د هغه کسانو سره مرسته کوو چه مؤمنان دي، او دا مرسته به ددنیا په ژوند کښی، او هم )په آخرت کښی( کله چه ګواهان د ګواهۍ لپاره ودریږي.
همدارنګه الله u فرمايي: ﭽ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﭼ الروم: ٤٧.
ترجمه: د مؤمنانوسره مرسته کول پر مونږ حق او لازم دي، )البته د الله تعالی پخپله پر خپل ځان لازم کړي دي؛ ځکه په الله تعالی باندي هیڅوک لازموونکې نشته(.