المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)24شرح المسائل الأربع(تفسير قول الله تعالى: ﴿ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة...﴾ الآية)


أبو زكريا
_18 _March _2015هـ الموافق 18-03-2015م, 07:49 AM
تفسير قول الله تعالى: ﴿ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة...﴾ الآية
· للدعوة مراتب بعضها مقدم على بعض؛ فمن كانت تجدي معه الموعظة الحسنة فلا يحسن أن يجادَل، لأنه مستجيب منقاد للحق ليس لديه شبهة تمنعه من الانقياد له، وإنما يذكَّر لتنفعُه الذكرى.
· وأما من كانت لديه شبهة تصده عن الحق فهذا ينتقل معه إلى مرتبة المجادلة بالتي هي أحسن.
· وأما الظالمون المعتدون فيعاملون بما يزجرهم أو يخفف شرّهم مع القدرة ومراعاة الحكمة والمصلحة الشرعية المرجوة.
· الحكمة هي أصل مراتب الدعوة؛ فيستعمل في كل حال ما يناسبها كما تدل على ذلك أدلة الشريعة، ولا يقتضي أن تكون على التدرج مطلقاً، بل قد يقدّم الإنكار باليد على الإنكار باللسان إذا اقتضت المصلحة الشرعية ذلك، ويُرفق مع من يصلح له الرفق، ويغلظ لمن لا يصلح له إلا الغلظة ﴿يا أيها النبي جاهد الكفار والمنافقين واغلظ عليهم﴾ [التوبة: 73].
· الأصل هو استعمال الرفق في الدعوة، وعامة ما ورد عن النبي صلى الله عليه وسلم من الغلظة في الإنكار تجده لتعظيم حدّ من حدود الله، وحرمة من حرماته ليزجر المدعو عن ذلك ويبين له عظم شأن ما اقترف.
· الإغلاظ في الدعوة متضمّن معنى الرحمة لأن سببه والداعي له نصح المنكَر عليه وزجره عما يضرّه في دينه؛ فلذلك لا يجوز أن يفضي الإغلاظ إلى قول ما لا يجوز ولا أن يقصد الإضرار بمن لا يستحقّه.

أبو زكريا
_18 _March _2015هـ الموافق 18-03-2015م, 08:00 AM
د ﭽ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬﮭ ﭼالآية, النحل: ١٢٥, تفسير
حق ته دعوت او ورته بلنه خپلی مرتبی او درجی لري چه ځينی يي له ځينو نورو څخه مهمی او مرتبه کښی ډيری اړينی دي.
مثلاً هغه څوک چه پر وعظ او نصیحت باندی سمیږي او ګټه ورته رسوي نو پکار نه دي چه ددعوت بله درجه او مرتبه ورسره پکار واچول شي او بحث او مناقشی ورسره وشي، ځکه دې حق مني او حق ته غاړه ږدي، او د حق د پيروۍ په لار لړ کښی دې کومه شبهه نلري، نو ده ته بايد وعظ او نصیحت وشي کوم چه ده ته د حق په منلو کښی ګټه رسوي.
*هو، که څوک د حق د منلو په لار کښی کومه داسی شبهه لري چه دې د حق له منلو او حق ته له غاړی ايښوولو څخه منع کوي او د حق د پيروۍ په لار کښی دده مخی ته خنډ کيږي، نو د ده سره له دوهمی مرتبی او درجی څخه کار اخستل کيږي چه ورسره په ډير ښه اسلوب بحث او مناقشه کيږي ترڅو شبهه يي ورکه شي او حق ته غاړه کیږدي.
*او ظالمان او له حده تیریدونکو خلکو سره بايد د هغوي د سرسختۍ، بدبختۍ او ظلم او زياتي سره مناسب زشته رويه وشي ترڅو له خپلی سرکښۍ څخه منع شي, او یا هم کم نه کم شر يي کم شي، خو دا هله چه داعي ددي رويي توان او قدرت ولري، او هم ورسره د دعوت او حکمت او د اسلامي شريعت مصلحت په نظر کښی ونیول شي.
*حق ته په دعوت کښی حکمت د دعوت د ټولو مراتبو او درجو اصل او بنسټ دې، نو په هر حال کښی بايد د هغه حال سره ددعوت مناسبه او لائقه تګلاره باندی تلل وشي، او هغه په عمل کښی راوستل شي؛ ځکه همدا د شرعي دلايلو تقاضا او غوښتنه ده، او د هر چا سره حق ته ددعوت تدریجي تګلاره بايد خپله نشي، بلکه د هر حال سره مناسب چلند بايد وشي.
مثلاً کله به له یو چا سره دریمه درجه تګلاره مناسبه وي , چه بايد په وخت يي له بدۍ لاس ونيول شي، او له ظلم او زياتي څخه منع کړل شي؛ ځکه همدا به د دعوت د مصلحت تقاضا او غوښتنه وي، چه په ژبه له منع کولو څخه مخکښی بايد په لاس منع شي، او هغه څوک چه نرمي ورته ګټه لري, بايد نرمي ورسره وشي، او هغه څوک چه سختي ورسره مناسب وي، سختي ورسره وشي؛ ځکه هغه ته پرته له سختۍ بله لار ګټه نلري؛ لکه چه الله y فرمايي: ﭽﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗﭘ ﭼالتوبة: ٧٣
ترجمه: اي پيغمبره! جهاد وکړه له کفارو او منافقينو سره او سختي وکړه له هغوي سره.
*هو، حق ته په دعوت کښی اصل او بنسټیزه خبره دا ده چه بايد له نرمۍ څخه کار واخستل شي، او ټول هغه حالات چه له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه پکښی سختي رانقل شوی ده یواځی ددي لپاره چه د الله سبحانه وتعالی د حدودو سپکاوې او يا ورڅخه تيرې شوې وي، او يا د الله تعالی د محرماتو څخه د کوم يو بی حرمتي شوي وي، د نو ددغه حدودو او محرماتو د تعظیم او لوي شان په خاطر به يي دغه تيزي او سختي کړي وي، ترڅو دغه تجاوز کونکې او له حده تیریدونکې له خپلی دغه ګناه راستون کړي او دخپلی دغه ګناه لوي شان ورته ورڅرګند کړي.
* اصلي خبره دا ده چه په دعوت کښی کله کله حتّی سختي کولو کښی هم رحمت مقصود وي؛ ځکه ددغه سختۍ او سختګيرۍ سبب دا وي چه د ګناهګار یا د الله y څخه د سرغړوونکي خیرخواهي ولټول شي، او هغه څه چه ورته دده په دين کښی تاوان رسوي ورڅخه منع يی کړي، ځکه په سرزنش او سختۍ سره دعوت کښی باید داسی څه و نه ویل شي چه ناروا وي، او نه په دغه سختۍ او سرزنش يو چا ته تاوان او ضرر رسول هدف او مقصود وي د کوم چه يي دغه ګناهګار مستحق نه دې.