تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)3 مقاصد الدرس الأول


أبو زكريا
_25 _November _2014هـ الموافق 25-11-2014م, 12:00 PM
مقاصد الدرس الأول
· المقصد الأول: بيان شدة الحاجة إلى الهداية، وأنها لا تكون إلا بالعلم الصحيح، وأن إهمال العلم يعرّض صاحبَه لخطر الضلال.
· المقصد الثاني: بيان عداوة الشيطان للإنسان وحرصه على إضلاله.
· المقصد الثالث: بيان فضل العلم، والتحذير من العلم الذي لا ينفع.
· المقصد الرابع: بيان معالم المنهج الصحيح لطلب العلم، والميزان الذي توزن به طرق طلب العلم.
· المقصد الخامس: بيان المنهج المقترح لدراسة العقيدة.
· المقصد السادس: بيان أهمية دراسة سير المجدّدين.
· المقصد السابع: ترجمة الإمام المجدد محمد بن عبد الوهاب رحمه الله.
· المقصد الثامن: التعريف برسالة ثلاثة الأصول وأدلتها.
===========================================================================

الشرح
الحاجة إلى الهداية
· لا نجاة للعبد ولا للأمة إلا بما يهديهم الله عز وجل به كما قال الله عز وجل في الحديث القدسي: [يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلَّا مَنْ هَدَيْتُهُ فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ] رواه مسلم من حديث أبي ذر رضي الله عنه.
o وهذا يشمل جميع ما يحتاجون إلى الهداية فيه، والهداية أصلها العلم.
· أول وصية وصى الله بها الناس عند بدء هذه الحياة الدنيا ما تضمنه قوله تعالى: ﴿قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ﴾[البقرة: 38].
· وقد ضمن الله تعالى لمن اتبع هداه أن لا يخاف ولا يحزن، وأن لا يضل ولا يشقى، وأن يخرجه من الظلمات إلى النور وأن يهديه سبل السلام وأن ينجيه مما يخاف، وهذا وعد صادق للفرد والأمة.
o قال الله تعالى: ﴿فمن تبع هداي فلا يضلّ ولا يشقى﴾ [البقرة: 38]، وقال: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾[الإسراء: 9]، وقال: ﴿يهدي به الله من اتبع رضوانه سبل السلام ويخرجهم من الظلمات إلى النور بإذنه ويهديهم إلى صراط مستقيم﴾[المائدة: 16].
· ونحن قد جاءنا أعظمُ الهدى وهو القرآن الكريم خير كتاب أُنزِل، وبعث إلينا نبيُّنا محمد صلى الله عليه وسلم وهو خير نبي أرسل، أحسن الهدي هديه كما ثبت في الحديث الصحيح: (إن أحسن الهدي هدي محمد) وقال الله تعالى عن القرآن: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾[الإسراء: 9].
o لهذا كانت هذه الأمة خير أمة أخرجت للناس، لأنها أعظم الأمم هداية.
· الهداية مبناها على العلم الصحيح، واتباع رضوان الله عز وجل بطاعة أمره وتصديق وعده والحذر من طاعة الشيطان وحزبه كما قال الله تعالى: ﴿وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَرِيدٍ (3) كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُ مَنْ تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُ يُضِلُّهُ وَيَهْدِيهِ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ (4)﴾[الحج: 3، 4].
· تولّي الشيطان يكون باتباع خطواته، وتصديق ما يعدّ به ويمنّي، وفعل ما يزيّنه من المعاصي كما قال الله تعالى: ﴿وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا (119) يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا﴾[النساء: 119، 120].
· أخبر الله تعالى أن أعداءه أولياء للشياطين، وأن الناس حزبان: حزب مع الله وحزب مع الشياطين، وقال: ﴿وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ﴾[الأنعام: 121].
· العداوة الحقيقية بين الإنسان والشيطان قضية كبيرة بينها الله عز وجل لنا أتم بيان، قال الله تعالى: ﴿وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ﴾ [الأنعام: 142].
· وبيَّنها النبي صلى الله عليه وسلم بيانا شافيا، بل جاء في صحيح مسلم من حديث جابر بن عبد الله الأنصاري رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: ((إن الشيطان يحضر أحدكم عند كل شيء من شأنه)).
· مِنْ شأن الشيطان حرصه على الإضلال كما قال الله تعالى حكاية عن موسى عليه السلام، قَالَ ﴿هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ﴾[القصص: 15]، وقال تعالى: ﴿أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (60) وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (61) وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ (62)﴾[يس: 60-62]، جبلاً: أي خلقاً كثيراً كانوا مجبولين على الفطرة الصحيحة التي فطر الله الناس عليها.
· من آمن بالله واتبع هداه عصمه الله من كيد الشيطان وكفاه وأغناه ﴿أليس الله بكاف عبده﴾[الزمر: 36].
· يحتاج المؤمن إلى اتباع هدى الله في كبير الأمور وصغيرها وحاجته إلى الهداية أعظم من حاجته إلى الطعام والشراب والنفَس؛ لأن فوزه بالثواب ونجاته من العذاب متوقف على الهداية.
· المهتدون يتفاضلون في الهداية تفاضلاً عظيماً ولذلك أمر الله المسلمين أن يسألوه الهداية مراراً كثيرة في اليوم الواحد فلا تصح صلاة مسلم لا يدعو فيها بدعاء ﴿اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ﴾[الفاتحة: 6].
· ما يعترض الإنسان من عوارض الفتن والمحن والشرور والمعاصي والهموم والأحزان والجهل والشك والحيرة وغيرها هي من الظلمات التي وعد الله المؤمنين أن يخرجهم منها.
· لم يترك الله أمراً يحتاج الناس إلى بيانه إلا بيَّنه لهم بما أنزل في كتابه الكريم وبما أرسل به نبيَّه صلى الله عليه وسلم، فقد أكمل الله الدين وأتمه كما قال تعالى: ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا﴾ [المائدة: 3].
· لما اجتمع الناس في أعظم جمع في حياة النبي صلى الله عليه وسلم في حجة الوداع قال لهم في خطبة الوداع العظيمة: (( وقد تركت فيكم ما لن تضلوا بعده إن اعتصمتم به كتاب الله وأنتم تسألون عني فما أنتم قائلون قالوا نشهد أنك قد بلغت وأديت ونصحت وقال بإصبعه السبابة يرفعها إلى السماء وينكتها إلى الناس اللهم اشهد اللهم اشهد ثلاث مرات ))رواه مسلم من حديث جابر.
· في مستدرك الحاكم وسنن البيهقي وغيرهما من حديث أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: (( إني قد تركت فيكم شيئين لن تضلوا بعدهما: كتاب الله وسنتي ولن يتفرقا حتى يردا علي الحوض )). صححه الألباني.

أبو زكريا
_25 _November _2014هـ الموافق 25-11-2014م, 12:07 PM
لومړې درس: د زده کړی لپاره څو مهمی مقدمی
د لومړي درس مقصدونه او هدفونه:
لومړې مقصد: د هدایت اړتیا او ضرورت بیان، او ددي بیان چه هدایت له صحیح علم پرته لاس ته نه راځي، او بل دا چه علم پريښوول بنده د بي لارۍ او ګمراهۍ له خطر سره مخ کوي.
دوهم مقصد: دا خبره باید بیان او څرګنده شي چه شيطان د انسان لپاره يو ښکاره دښمن دې او شيطان په دي ډیر حريص دې چه انسان ګمراه او بي لاری کړي.
دریم مقصد: د علم او پوهی فضيلت بیانول، او له هغه علم څخه ویرونه چه بنده ته ګټه نلري.
څلورم مقصد: د علم د زده کړی لپاره د صحيحی طریقی او د هغی نښی بیانول، او هم هغه تله او معیار څرګندول چه د علم د زده کړی طریقی پری تللې او اندازه کولې شي.
پنځم مقصد: د عقیدی د زده کړی او لوستلو لپاره د یو منهج او تګلاری اقتراح او د هغی مشوره ورکول.
شپږم مقصد: په اسلامي امت کښی د مجددينو او نوښتګرو علماؤ سيرت او سوانح د لوستلو اهميت او اړتيا بیان.
اووم مقصد: د لوﺉ مجدد او نوښتګر عالم امام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله لنډه ترجمه او د ژوند یادونه.
اتم مقصد: د »ثلاثة الأصول وأدلتها« رسالی لنډه پيژندنه.

لومړې مقصد: د هدایت د اړتیا او ضرورت بیان
په دي کښی شک نشته چه د هر بنده بلکه د هر امت او ملت لپاره د خلاصۍ او نجات لاره یواځی همغه لار ده چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى خپلو بندګانو ته ښوولي وي؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په حديث قدسي شریف کښی فرمايي: )يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلاَّ مَنْ هَدَيْتُهُ فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ) رواه مسلم من حديث أبي ذر رضي الله عنه.
ترجمه: اي زما بندګانو! هر یو له تاسو څخه بی لاری او ګمراه دې مګر خو ګمراه او بی لاری نه دې هغه څوک چه زه ورته لارښوونه وکړم، نو له ما څخه هدایت او لارښوونه وغواړﺉ چه زه درته لارښوونه وکړم.
او دا حدیث شریف ټول هغه څه ته شامل دې چه بندګان ورپکښی هدایت او لارښوونی ته اړ دي او ضرورت ورته لري، او د هدایت او لارښوونی اصل او بنسټ علم او پوهه ده.
ددنیوي ژوند په پیل کښی چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى خلکو ته کوم لومړنې وصیت کړې دې هغه په دي آیت کریمه کښی راغلې دې چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﴿قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ﴾ البقرة: 38.
ترجمه: مونږ وویل )آدم او حواء علیهما السلام ته(: چه کوز شۍ له جنت څخه ځمکی ته تاسو ټول، که بيا تاسو ته زما لخوا هدايت او لارښوونه درغله، او چا چه پيروي وکړه زما د لارښوونی نو ویره او ډار به نه وي پر دوﺉ باندي )د راتلونکي عذاب څخه( او نه به هغوﺉ غمجن وي )په تیر حالت پسی(.
بلکه هغه څوک چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د لارښوونی پيروي وکړي الله هغوﺉ ته ضمانت ورکوي چه هغه به نه ویریږي او نه به غمجن کیږي، او نه ګمراه او بی لاری کیږي او نه به بدبخت کيږي، او دشرک کفر بدعاتو له تورو تيارو او تورتمونو څخه به يي د اسلام توحید او سنتو رڼا ته راووباسي، او د سلامتيا، امن او امان لاری وروښايي، او هغه څه چه ورڅخه ويريږي خلاصې به ورته ورکړي، او دا دالله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى لخوا فرد او ټولنی ته ريښتونی وعده ده.
لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﯱ ﭼ طه: ١٢٣.
ترجمه: نو هغه څوک چه پيروي وکړي زما د لارښوونی نو هغه نه ګمراه او بی لاری کیږي او نه به بدبخت کيږي.
همداراز فرمايي: ﭽ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭼ الإسراء: ٩.
ترجمه: بيشکه دا قرآنکریم ډيری سمی لاری طرف ته لار ښوونه کوي.
همدارنګه فرمايي: ﭽ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﭼ المائدة: ١٦.
ترجمه: الله جلَّ جلاله په دي پيغمبر صلی الله عليه وسلم او دي قرآنکريم سره هغه چا ته ښوونه او هدایت کوي چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د رضامندۍ او خوښۍ پيروي کوی، او ښوونه ورته کوي د سلامتیا د لارو، او د تورو تيارو څخه يي په خپل حکم سره رڼا ته ووباسي، او هم ورته سمه لار ورښايي.
او شک نشته چه مونږ ته ډیره لويه لارښوونه د الله تعالی لخوا راغلی ده چه هغه قرآنکريم دې کوم چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى په ټولو راليږل شوو کتابونو کښی ډير غوره او بهترين کتاب دې.
همداراز زمونږ خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم مونږ ته راليږل شوې دې څوک چه په ټولو راليږل شوو پيغمبرانو کښی ډير غوره او بهتر دې، نو ډيره ښايسته لارښوونه يواځی د همغه لارښوونه ده؛ لکه چه صحيح حديث شريف کښی راغلي دي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: )ان أحسن الهدي هدي محمد(.
ترجمه: یعنی ډيره ښايسته لارښوونه یواځی د محمد صلی الله عليه وسلم لارښوونه ده.
او لږ مخکښی تير شو چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي چه: ﭽ ﭟ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭼ الإسراء: ٩.
ترجمه: بيشکه دا قرآنکریم ډيری سمی لاری طرف ته لار ښوونه کوي.
له همدی کبله دا اسلامي امت له ټولو هغه امتونو څخه بهتر او غوره امت دې چه خلکو ته د هغوﺉ د لارښوونی لپاره ليږل شوي دي؛ ځکه دوي د هدايت او لارښوونی په لحاظ ډير لوي امت دې.
خو لکه چه لږ مخکښی مو وويل چه د هدايت او لارښوونی اساسي بنسټ صحيح علم او پوهه ده، او هم د الله تعالی د رضامندۍ او خوښۍ پسی ورپسی کيدل دي چه د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى اوامر ومني او عمل پری وکړي، او د هغه وعدی ريښتنی وګڼي، او د شيطان او د هغه د ډلی او ګوند له پيروۍ څخه ځان وژغوري او ځان ورڅخه وساتي، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﭼ الحج: ٣ – ٤.
ترجمه: ځینی خلک داسی وي چه جنګ او شخړی کوي د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د ذات په اړه او د هغه په جناب کښی پرته له کوم دلیل او پوهی څخه، او پیروي کوي د هر سرکښه شیطان، شیطان ته خو دا لیکل شوی چه هغه څوک چه له ده سره محبت او دوستي کوي نو شیطان به يي له سمی لاری څخه ګمراه او بی لاری کوي، او په بدل کښی به ورته د ګرم او بلیدونکي اور لار وروښايي.
دشیطان دوستي دا ده چه یو څوک د هغه پر پل خپل کیږدي او د هغه پر قدم خپل قدم کیږدي، او کومی درواغجنی وعدی چی ورسره شیطان يي ورکوي او ارزوګانی ورته په زړه کښی اچوي تصدیق يي وکړي او ريښتيا يي وګڼي، او د هغه ګناهونو مرتکب شي چه شیطان يي ورته ښايسته کوي، لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟ ﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﯦ ﯧ ﯨ ﯩﯪ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮ ﯯ ﯰ ﭼ النساء: ١١٩ – ١٢٠.
ترجمه: او هغه څوک چه د الله تعالی دوستي پريږدي او شيطان سره دوستي وکړي نو بيشکه هغه په ښکاره تاوان باندي تاواني شو، شيطان ورسره د دروغو وعدی کوي او ارزوګانی ورته په زړه کښی اچوي، خو شيطان هيڅ وعده له دوي سره نه کوي مګر د تيرايستلو او ټګۍ وعده ورسره کوي.
الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى مونږ په دي خبر کړي يو او پوهه کړي يي يو چه د هغه دښمنان د شيطانانو دوستان دي، او هم يي راڅرګنده کړی ده چه خلک دوه ډلی دي: یوه ډله د الله تعالی ده او بله ډله د شيطان ده؛ لکه چه فرمايي: ﭽ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎ ﮏ ﮐﮑ ﮒ ﮓ ﮔ ﮕ ﮖ ﭼ الأنعام: ١٢١.
ترجمه: او بيشکه شيطانان خپلو دوستانو ته په زړونو کښی وسوسی اچوي ترڅو له تاسو سره جنګونه او شخړی وکړي، خو که تاسو د هغوﺉ خبره ومنله او د هغوﺉ پيروي مو وکړه تاسو به خامخا مشرکان یاست.
د انسان او شيطان تر منځ حقيقي او ريښتينی دښمني يوه ډيره لويه مسأله او لانجه ده چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى مونږ ته په ډیر څرګند ډول بيان کړی ده؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﯫ ﯬ ﯭ ﯮﯯ ﯰ ﯱ ﯲ ﯳ ﯴ ﭼ الأنعام: ١٤٢.
ترجمه: او تاسو پيروي مه کوﺉ د قدمونو او پلونو د شيطان؛ ځکه هغه ستاسو ډير ښکاره دښمن دې.
او زمونږ خوږ پيغمبر محمد صلّى اللهُ عَليه وسلّم هم د شيطان دغه دښمني په ډير کافي او شافي بيان سره بیان کړی ده، لکه چه په صحيح مسلم شريف کښی له جابر بن عبد الله الأنصاري رضي الله عنه څخه نقل دي چه رسول الله صلّى اللهُ عَليه وسلّم فرمايلي دي: ) إن الشيطان يحضر أحدكم عند كل شيء من شأنه (.
ترجمه: بيشکه شيطان تاسو هر يو ته د هغه په هر کار کښی حاضريږي او ورته راځي.
*د شيطان له ډيرو مهمو کارونو څخه يو دا دې چه څرنګه يو مسلمان بنده ګمراه او بی لاری کړي، او څرنګه يي تيرباسي؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى له موسی علیه الصلاة والسلام څخه نقل کوي چه هغه د قبطي له وهلو وروسته وفرمايل: ﭽ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅ ﮆ ﭼ القصص: ١٥.
دا کار خو د شيطان په تيرايستنه وو؛ ځکه شيطان يو ښکاره او څرګند بی لاری کونکې او ګمراه کونکې دښمن دې.
او الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄﮅ ﮆ ﮇ ﮈ ﮉ ﮊ ﮋ ﮌ ﮍ ﮎﮏ ﮐ ﮑ ﮒ ﮓ ﭼ يس: ٦٠ – ٦٢.
ترجمه: آیا وصیت می نه وو کړې تاسو ته اي انسانانو بنیادمانو چه تاسو به بندګي او عبادت نه کوﺉ د شيطان؛ ځکه بيشکه دا شيطان ستاسو ښکاره دښمن دې، او وصي می کړې وو تاسو ته چه يواځی ځما عبادت او بندګي وکړﺉ، همدا سمه لار ده، او خامخا په تحقيق ګمراه او بی لاری کړي وو دي شيطان ستاسو له نسل څخه ډير خلک، نو آیا تاسو نه پوهیږﺉ؟ په تاسو کښی عقل نه راځي؟.
ﭽ ﮍﭼ معنی دا چه ډير داسی انسانان چه په اصل کښی په هغه صحيح فطرت باندی پيدا شوي وو پر کوم چه الله تعالی هغوﺉ پری پيدا کړي وو، خو شيطان هغوﺉ له خپل هغه صحيح فطرت څخه واړول او ګمراه او بی لاری يي کړل.
*هغه څوک چه پر الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى باندی ایمان او باور ولري، او د هغه د هدايت او لارښوونی پيروي وکړي نو الله جلّ جلاله به يي د شيطان له چلونو څخه محفوظ وساتي، او همدا الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى ورته د شيطان له چلوَټو څخه ورته بس او کافي دې، او د شيطان له درواغو وعدو او ارزوګانو څخه به يي مستغني او بي پروا کړي، الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﮄ ﮅ ﮆ ﮇﮈ ﭼ الزمر: ٣٦.
ترجمه: آیا يواځی یو الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى د خپل بنده لپاره کافي او بس نه دې؟ بلکه کافي او بس دې.
*مومن مسلمان بنده پخپلو لويو او غټو کارونو کښی د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى لارښوونی او د هغی پيروۍ ته اړ او محتاج دې، بلکه دده د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى لارښوونی ته اړتيا له خوراک څښاک او تنفس او ساه اخستلو ته له اړتيا څخه زیاته ده؛ ځکه دده دنيوي او اخروي ثواب لاس ته راوړل او له عذابونو څخه خلاصې پر دغه الهي لارښوونه پوری تړلې دې.
د الله جلّ جلاله لارښوونی ته لارموندونکي پخپله دغه لارموندنه کښی سره یو شان نه دي، بلکه دوﺉ يو له بله سره ډير توپير او تفاوت سره لري؛ له همدي کبله الله تَعَالی مسلمانانو ته امر فرمايي چه هره ورځ څو څو ځله د الله جلّ جلاله څخه سوال او غوښتنه وکړي چه سمه لار ورته وښايي؛ ځکه خو د هغه مسلمان لمونځ لا نه صحیح کيږي چه دا دعا يي پکښی نه وي ویلي: ﭽ ﭧ ﭨ ﭩ ﭪ ﭼ الفاتحة: ٦ ، یعنی اي الله مونږ ته سمه لار راوښایه.
انسان ته چه دنيا کښی کوم عوارض پيښيږي لکه فتنی، تکليفونه، ناروغي، قسماقسم ضررونه، ګوناهونه، غمونه، ناپوهي، شک او حيرانتيا، او داسی نور... دا ټول هغه تياری او تورتمونه دي چه الله تَعَالی له مومنانو سره وعده کړی ده چه له دغه ټولو څخه به يي وباسي.
الله جلّ جلاله هيڅ داسی څه نه دي پريښي چه خلک ورته اړ کيږي، مګر خو هغه يي په خپل کتاب قرآنکريم کښی او يا د خپل راليږلي پيغمبر صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم په لارښوونو کښی مونږ ته بيان کړي دي، او خپل پاک او مقدس دين يي د خپل پيغمبر محمد صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم په ژوند کښی پوره او بشپړ کړې دې؛ لکه چه الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى فرمايي: ﭽ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾ ﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﮄ ﮅﮆ ﭼ المائدة: ٣.
ترجمه: نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دين پوره او بشپړ کړ، او خپل نعمت می پر تاسو پوره کړ، او تاسو لپاره می د اسلام مقدّس دین غوره کړ.
د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم په ژوند کښی په حجة الوداع کښی چه کله خلک د رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم هغه لوي تاريخي او د رخصتۍ الوداعي خطبی ته په ډيره لويه غونډه کښی راغونډ شوي وونو هغه ورته وفرمايل: ((وقد تركت فيكم ما لن تضلوا بعده إن اعتصمتم به كتاب الله وأنتم تسألون عني فما أنتم قائلون قالوا نشهد أنك قد بلغت وأديت ونصحت وقال بإصبعه السبابة يرفعها إلى السماء وينكتها إلى الناس اللهم اشهد اللهم اشهد ثلاث مرات)) رواه مسلم من حديث جابر.
ترجمه: او ما په تاسو کښی داسی يو څه پريښوول چه که تاسو پری منګولی ولګوﺉ هيڅکله به ګمراه او بی لاری نشۍ، چه هغه د الله جلّ جلاله کتاب قرآنکریم دې، او له تاسو څخه به ځما په هکله تپوس او پوښتنه کیږي چه ما دا دين تاسو ته رسولې وو کنه؟ تاسو به څه وايي؟
نو صحابه کرامو رضي الله عنهم ورته وفرمايل: مونږ به ګواهي وکړو چه تا دا دين خلکو ته رسولې وو، او خپل امانت دي اداء کړې دې، او ددي خلکو د خيرخواهۍ ټولی چاری دی بيان کړي دي.
بيا رسول الله صَلَّی الله عليه وعلی آله وصحبه وسلم خپله ګوته اسمان ته پورته کوله او خلکو ته يي پری اشاره کوله او فرمايل يي: اي الله! ته پر دوﺉ ګواه شه، اي الله! ته پر دوﺉ ګواه شه، دری ځله يي همداسی وکړل.
د امام حاکم په کتاب: المستدرک او د امام بيهقي په کتاب: السنن کښی د أبو هريره رضي الله عنه په روايت کښی بيا داسی راغلي دي: ))إني قد تركت فيكم شيئين لن تضلوا بعدهما: كتاب الله وسنتي ولن يتفرقا حتى يردا علي الحوض)). صححه الألباني.
ترجمه: بيشکه ما په تاسو کښی دوه داسی څيزونه پريښي دي چه که چيری تاسو پری منګولی ولګوﺉ هيڅکله به ګمراه او بی لاری نشۍ، چه هغه دواړه څيزونه یو د الله سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى کتاب قرآنکريم، او بل ځما سنت او طريقی دي، او تر هغه به دوﺉ سره جدا او جلا نشي چه دواړه ما ته د حوض کوثر تر څنګ راشي.