مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)75 أنواع الشرك
أبو زكريا
_25 _June _2018هـ الموافق 25-06-2018م, 11:31 PM
• الشرك على قسمين:
- أحدهما: الشرك الأكبر: ويكون في الربوبية والألوهية:
أما الشرك الأكبر في الربوبية فهو: اعتقاد شريك لله تعالى في أفعاله من الخلق والرزق والملك والتدبير.
وأما الشرك الأكبر في الألوهية: فهو عبادة غير الله تعالى.
- والقسم الآخر: الشرك الأصغر، وهو ما كان وسيلة للشرك الأكبر وسمي في النصوص شركاً من غير أن يتضمن صرفاً للعبادة لغير الله عز وجل.
ومثاله: الرياء بتحسين أداء الصلاة، لطلب مدح الناس وإعجابهم على عبادته لله جل وعلا؛ فهو صلى لله، لكنه أراد أن يمدحه الناس على حسن صلاته، وربما زاد في تحسينها ليزداد الناس في مدحه؛ وهو شرك أصغر، لأنه لم يخلص القصد لله جل وعلا، وليس بشرك أكبر لأنه لم يعبد غير الله.
قوله: (والدليل قوله تعالى: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾[النساء: 36]).
• قرن النهي عن الشرك بالأمر بعبادة الله تعالى فتبين بذلك معنى التوحيد.
• تُسمَّى هذه الآية آية الحقوق العشرة، وبدأ الله تعالى فيها بحقّه الذي خلق الخلق لأجله.
أبو زكريا
_4 _August _2018هـ الموافق 4-08-2018م, 10:03 AM
د شرک اقسام او ډولونه
شرک په دوه قسمه او ډوله دې:
لومړې: لوي شرک، او دا په ربوبیت او ألوهیت دواړو کښی وي:
د الله تعالی په ربوبیت کښی لوي شرک دا دې چه: د الله تعالی سره د هغه په افعالو او کارونو کښی څوک شریک او برخوال منل، لکه: د مخلوقاتو پیدا کول، هغوي ته رزق او روزي ورکول، د هغوي واک او اختیار، او د هغوي د ټولو احوالو تدبیر او هر ډول پالنه کول.
او د الله تعالی سره د هغه په ألوهیت کښی لوي شرک دا دې چه د الله تعالی څخه پرته د بل چا عباد او بندګي کول، او ورڅخه مرسته او کومک غوښتل او ورته رامددشه ویل، یا ورته نذر او منښته منل، یا ورته سجده او رکوع کول او سر ټیټول او داسی نور...
دوهم ډول: کوچنې شرک: او هرهغه څه ته ویل کیږي چه لوي شرک ته وسیله او لار جوړوي، او په شرعي نصوصو کښی په شرک باندي نومول شوې وي، خو په عین وخت کښی غیرُ الله د پاره د عبادت او بندګۍ د کومی نوعی او ډول صرف کول پکښی نه وي.
لکه : ریاء، »یعنی: په نیک عمل کښی ځان ښوونه« لکه یو څوک خپل لمونځ ددي لپاره په ښه ډول اداء کوي چه خلک يي مدح وکړي او ښه سړې ورته ووايي، چه د الله ډير ښه عبادت او بندګي کوي، نو دلته داسی شخص په حقیقت کښی لمونځ یواځی د یو الله تعالی لپاره وکړ، خو نیت کښی يي دا وه چه خلک یی پر دي ښه لمونځ وستايي، او کله کله يي بیا یو څه زیات ښه او ښايسته اداء کړي، چه خلک يي زیاته مدحه او ستاینه وکړي، نو دا شرک اصغر )کوچنې شرک( شو؛ ځکه دلته د ده قصد او اراده او نیت یواځی د یو الله تعالی د خوشحالۍ او رضامندۍ لپاره نشو، خو په عین وخت کښی شرک اکبر )لوي شرک( هم نشو؛ ځکه دلته خو ده عبادت )لمونځ( یواځی یو الله تعالی لپاره کړې دې.
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: چه دلیل يي د الله تعالی دا فرمان دې چه فرمايي: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾ النساء: 36 .
ترجمه: او عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوئ، او د هغه سره بل هیڅوک شریک او برخوال مه منئ.
دلته الله تعالی په لنډو الفاظو کښی له شرک څخه منع پر خپل عبادت باندي له امر او حکم سره یو ځاي یاده کړه، ترڅو د توحید معنی په ښه ډول واضح او څرګند شي.
دي آیت شریف ته »آیة الحقوق العشره« یعنی د لسو حقوقو آیت ویل کیږي، چه الله تعالی پکښی د خپل هغه حق په یادوَنه پیل کړې دې د کوم لپاره چه يي دا ټول مخلوقات پیدا کړي دي، چه هغه یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي ده.
أبو زكريا
_4 _August _2018هـ الموافق 4-08-2018م, 10:16 AM
د شرک اقسام او ډولونه:
شرک په دوه قسمه او ډوله دې:
لومړې: لوي شرک، او دا په ربوبیت او ألوهیت دواړو کښی وي:
د الله تعالی په ربوبیت کښی لوي شرک دا دې چه: د الله تعالی سره د هغه په افعالو او کارونو کښی څوک شریک او برخوال منل، لکه: د مخلوقاتو پیدا کول، هغوي ته رزق او روزي ورکول، د هغوي واک او اختیار، او د هغوي د ټولو احوالو تدبیر او هر ډول پالنه کول.
او د الله تعالی سره د هغه په ألوهیت کښی لوي شرک دا دې چه د الله تعالی څخه پرته د بل چا عباد او بندګي کول، او ورڅخه مرسته او کومک غوښتل او ورته رامددشه ویل، او ورته نذر نذرانی او منښتی منل، او په مافوق الأسباب کارونو کښی ورڅخه ویره او ډار کول او داسی نور...
دوهم ډول: کوچنې شرک: او هرهغه څه ته ویل کیږي چه لوي شرک ته وسیله او لار جوړوي، او په شرعي نصوصو کښی په شرک باندي نومول شوې وي، خو په عین وخت کښی غیرُ الله د پاره د عبادت او بندګۍ د کومی نوعی او ډول صرف کول پکښی نه وي.
لکه : ریاء، »یعنی: په نیک عمل کښی ځان ښوونه« لکه یو څوک خپل لمونځ ددي لپاره په ښه ډول اداء کوي چه خلک يي مدح وکړي او ښه سړې ورته ووايي، چه د الله ډير ښه عبادت او بندګي کوي، نو داسی شخص دلته په حقیقت کښی لمونځ یواځی د یو الله تعالی لپاره وکړ، خو نیت کښی يي دا وه چه خلک یی پر دي ښه لمونځ وستايي، او کله کله يي بیا یو څه زیات ښه او ښايسته اداء کړي،تر څو چه خلک يي زیاته مدحه او ستاینه وکړي، نو دا شرک اصغر )کوچنې شرک( شو؛ ځکه دلته د ده قصد او اراده او نیت یواځی د یو الله تعالی د خوشحالۍ او رضامندۍ لپاره نشو، خو په عین وخت کښی شرک اکبر )لوي شرک( هم نشو؛ ځکه دلته خو ده عبادت )لمونځ( یواځی یو الله تعالی لپاره کړې دې.
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: چه دلیل يي د الله تعالی دا فرمان دې چه فرمايي: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾ النساء: 36 .
ترجمه: او عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوئ، او د هغه سره بل هیڅوک شریک او برخوال مه منئ.
دلته الله تعالی په لنډو الفاظو کښی له شرک څخه منع پر خپل عبادت باندي له امر او حکم سره یو ځاي یاده کړه، ترڅو د توحید معنی په ښه ډول واضح او څرګند شي.
دي آیت شریف ته »آیة الحقوق العشره« یعنی د لسو حقوقو آیت ویل کیږي، چه الله تعالی پکښی د خپل هغه حق په یادوَنه پیل کړې دې د کوم لپاره چه يي دا ټول مخلوقات پیدا کړي دي، چه هغه یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي ده.
أبو زكريا
_4 _August _2018هـ الموافق 4-08-2018م, 11:18 AM
شرک په دوه قسمه او ډوله دې:
لومړې: لوي شرک، او دا په ربوبیت او ألوهیت دواړو کښی وي:
د الله تعالی په ربوبیت کښی لوي شرک دا دې چه: د الله تعالی سره د هغه په افعالو او کارونو کښی څوک شریک او برخوال منل، لکه: د مخلوقاتو پیدا کول، هغوي ته رزق او روزي ورکول، د هغوي واک او اختیار، او د هغوي د ټولو احوالو تدبیر او هر ډول پالنه کول.
او د الله تعالی سره د هغه په ألوهیت کښی لوي شرک دا دې چه د الله تعالی څخه پرته د بل چا عباد او بندګي کول، او ورڅخه مرسته او کومک غوښتل او ورته رامددشه ویل...
دوهم ډول: کوچنې شرک: او هرهغه څه ته ویل کیږي چه لوي شرک ته وسیله او لار جوړوي، او په شرعي نصوص کښی په شرک باندي نومول شوې وي، خو په عین وخت کښی غیرُ الله د پاره د عبادت او بندګۍ د کومی نوعی او ډول صرف کول پکښی نه وي، لکه : ریاء، »یعنی: په نیک عمل کښی ځان ښوونه« لکه یو څوک خپل لمونځ ددي لپاره په ښه ډول اداء کوي چه خلک يي مدح وکړي او ښه سړې ورته ووايي، چه د الله ډير ښه عبادت او بندګي کوي، نو دلته په حقیقت کښی لمونځ یواځی د یو الله تعالی لپاره وکړ، خو نیت کښی يي دا وه چه خلک پر دي ښه لمونځ وستايي، او کله کله يي بیا یو څه زیات ښه او ښايسته اداء کړي، چه خلک يي زیاته مدحه او ستاینه وکړي، نو دا شرک اصغر )کوچنې شرک( شو؛ ځکه دلته د ده قصد او اراده او نیت یواځی د یو الله تعالی د خوشحالۍ او رضامندۍ لپاره نشو، خو په عین وخت کښی شرک اکبر )لوي شرک( هم نشو؛ ځکه دلته خو ده عبادت )لمونځ( یواځی یو الله تعالی لپاره کړې دې.
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: چه دلیل يي د الله تعالی دا فرمان دې چه فرمايي: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾ النساء: 36 .
ترجمه: او عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوئ، او د هغه سره بل هیڅوک شریک او برخوال مه منئ.
دلته الله تعالی په لنډو الفاظو کښی له شرک څخه منع پر خپل عبادت باندي له امر او حکم سره یو ځاي یاده کړه، ترڅو د توحید معنی په ښه ډول واضح او څرګند شي.
دي آیت شریف ته »آیة الحقوق العشره« یعنی د لسو حقوقو آیت ویل کیږي، چه الله تعالی پکښی د خپل هغه حق په یادوَنه پیل کړې دې د کوم لپاره چه يي دا ټول مخلوقات پیدا کړي دي، چه هغه یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي ده.
vBulletin® v3.8.8, Copyright ©2000-2025,