تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) شرح عبارات المتن (74)


أبو زكريا
_7 _January _2018هـ الموافق 7-01-2018م, 06:45 PM
شرح عبارات المـتن

قوله: (اعْلَمْ أَرْشَدَكَ اللهُ لِطَاعَتِهِ أَنَّ الحَنِيفِيَّةَ - مِلَّةَ إِبْراهِيمَ -: أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَحْدَهُ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ، وَبذَلكَ أَمَرَ اللهُ جَمِيعَ النَّاس).
· الدعاء للمتلقي فيه تلطف له كما سبق بيانه، والإرشاد هو الدلالة على طريق الرشد.
· الرشد هو إصابة الحق، وهو ضد الغي، قال الله تعالى: ﴿لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ﴾ [البقرة: 256]، وقال تعالى: ﴿سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا﴾ [الأعراف: 146].
· قال دريد بن الصمة:

وهل أنا إلا من غزية إن غوت * غويت وإن ترشد غزية أرشد

· الغيُّ والغواية بمعنى واحد ومعناهما: الضلال والخطأ ومخالفة الصواب والانهماك في الباطل، والرشد نقيضه وهو الحق والصواب والهدى.
· الطاعة هي امتثال الأمر واجتناب النهي.
· قال الزجاج: (الملة في اللغة: السنة والطريقة)
· قال ابن سيده: (طَرِيقٌ مَلِيْلٌ وَمُمِلٌّ قد سُلِكَ فيه حتَّى صَارَ مَعْلَمًا).
قوله: (أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَحْدَهُ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ)
· هذا هو معنى الحنيفية التي أمر الله بها.
قوله: (وَبذَلكَ أَمَرَ اللهُ جَمِيعَ النَّاسِ).
· دليله قول الله تعالى: ﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ﴾[البينة: 5].
قوله: (وَخَلَقَهُمْ لَهَا؛ كَمَا قَالَ تَعَالى: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾[الذاريات: 56])
· أي خلقهم الله لعبادته كما قال الله تعالى: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ [الذاريات: 56].
- هذا الأسلوب في لسان العرب يسمى الحصر، فالله حصر الغاية من خلق الجن والإنس في عبادته جل وعلا وحده لا شريك له.
- من لم يفعل ذلك لم يؤدِّ ما خلق لأجله؛ فيستحق العذاب على تركه ما خلق لأجله.
- الإنس هم: بنو آدم عليه السلام، سموا إنساً لأنهم يأنس بعضهم ببعض.
- والجن سمواً جناً لاجتنانهم أي استتارهم عن أنظار الناس كما قال الله تعالى: ﴿إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ﴾[الأعراف: 27].
قوله: (وَمَعْنَى يَعْبُدُونِ: يُوَحِّدُونِ)
· هذا تفسير باللازم، لأن العبادة إذا لم تكن خالصة لله تعالى فهي باطلة، ليست بشيء.
· العبادات الباطلة يجعلها الله يوم القيامة هباء منثوراً؛ كما قال الله تعالى عن المشركين: ﴿وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا﴾ [الفرقان: 23]؛ لأن من لم يوحّد الله فعبادته باطلة؛ فصار حكمه كحكم من لم يعبد الله أصلاً.
· العبادة التي تنفع صاحبها هي العبادة المقبولة التي جمع صاحبها شرطي القبول: الإخلاص والمتابعة.
قوله: (وَأَعْظَمُ مَا أَمَرَ اللهُ بهِ التَّوْحِيدُ، وَهُوَ: إِفْرَادُ اللهِ بالْعِبَادَةِ).
· عرفالتوحيدبأنه إفراد الله تعالى بالعبادة.
- هذا هو تعريف توحيد الألوهية، وهو الذي وقعت الخصومة فيه بين الرسل وقومهم، وأما توحيد الربوبية فلم يخالف فيه إلا قلة وهم الملاحدة والثنوية.
· الذين بُعث فيهم النبي صلى الله عليه وسلم كانوا مقرين بأن الله تعالى هو الخالق الرازق ولم يدخلوا في دين الإسلام لأنهم لم يفردوا الله تعالى بالعبادة ولم يطيعوا الرسول صلى الله عليه وسلم في أعظم ما أمر الله به وهو التوحيد.
قوله: (وَأَعْظَمُ مَا نَهَى عَنْهُ الشِّرْكُ، وَهُوَ: دَعْوَةُ غَيْرهِ مَعَهُ؛ وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾[النساء: 36]).
· عرف الشرك بالله بأنه دعوة غيره معه، وهو تعريف حسن دلَّ عليه النص، مع اختصاره ووفائه بالدلالة على المراد.
· قال الله تعالى: ﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ﴾ [فاطر: 40]، وقال: ﴿وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ (13) إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَـبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ﴾ [فاطر: 13، 14].
· قوله: (وهو دعوة غيره معه) يشمل دعاء العبادة ودعاء المسألة.

أبو زكريا
_7 _January _2018هـ الموافق 7-01-2018م, 07:05 PM
د متن د الفاظو وضاحت او بیان

د شیخ رحمه الله دا وینا چه فرمايي:»» اعْلَمْ أَرْشَدَكَ اللهُ لِطَاعَتِهِ أَنَّ الحَنِيفِيَّةَ - مِلَّةَ إِبْراهِيمَ - : أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَحْدَهُ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ، وَبذَلكَ أَمَرَ اللهُ جَمِيعَ النَّاسِ ««
لومړې خو په دي کښی خپل شاګرد او د کتاب لوستونکي ته دعا ده، چه په دي کښی یو ډول تلطف)او خوش طبعی ده( لکه چه همدا خبره مخکښی هم تیره شوه.
»أرشدک الله«، ارشاد معنی : سمی لاری ته ښوونه کول، یعنی حق ته رسیدل، کوم چه د بی لارۍ ضد دې، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ﴾ البقرة: 256 .
ترجمه: نشته هیڅ په زوره منل په دین کښی، بی شکه ښکاره شوی ده سمه لار له کږی لاری او ګمراهۍ څخه.
همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﴿سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا﴾ الأعراف: 146 .
ترجمه: ډیر ژر به له خپلو آیاتونو څخه هغه خلک واړووم، او مخونه به يي ورڅخه وګرزوم چه په ځمکه کښی په ناروا او ناحقه ډول تکبر کوي، که دوي هر ډول آیاتونه، دلائل او نښی علامی وویني، نو ایمان او باور پری نه کوي، او که سمه لار وويني او ورته ورمعلومه شي، نو هغه سمه لار خپله تګلاره نه ټاکي، خو که له حقه څخه کږه لار پیدا کړي، همغه بیا خپله تګلاره ټاکي.
او لکه دُرَیْد بن الصَّمّه شاعر چه وايي:
وهل أنا إلا من غزية إن غوت * غويت وإن ترشد غزية أرشد
ترجمه: یعنی زه په هر حال له خپل قوم او قبیلی سره ولاړ یم، آن که هغه بی لاری هم شي، زه هم ورسره بی لاری کیږم، او که هغوي په سمه لار شو، نو زه به ورسره په سمه لار شم.
نو دلته »الغَيّ« او »الغوایة« یوه معنی لري، یعنی: بی لاري، خطأ، او له حقه څخه مخالفت کول، او په باطل کښی ننوتل.
او »رشد« بیا ددي پر ضد دې، یعنی: حق، اوسمه لاره، او هدایت.
*د »اطاعت« معنی : د حکم منل او ورته غاړه ايښوول، او له منع شوو شیانو څخه ځان لری ساتل.
د عربي ژبی مشهور عالم زجّاج رحمه الله فرمايي: »ملّت« په عربي ژبه کښی تګلاری او طریقی ته وايي.
او د عربي ژبی بل مشهور عالم ابن سيدَه فرمايي: عرب وايي: ستړی کوونکی لار وه، خلکو پری تګ راتګ وکړ تر دي چه ښکاره او نښه شوه.
د شیخ رحمه الله دا وینا چه فرمايي: » أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَحْدَهُ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ «، یعنی همدا همغه »حنیفیت« دې چه الله تعالی پری په خپل کتاب قرآنکریم کښی د هغه د اتباع او پیروۍ امرکړې دې.
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: » وَبذَلكَ أَمَرَ اللهُ جَمِيعَ النَّاسِ « یعنی په همدي حنیفیت باندي الله جلّ جلاله ټولو خلکو ته امر او حکم کړې دې چه يي ومني، او پیروي يي وکړي.
دلیل يي د الله تعالی دا حکم دې چه فرمايي: ﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ﴾ البينة: 5 .
ترجمه: او دوي حکم او امر نه وو شوې مګر خو ددي خبری امر او حکم ورته شوې وو چه دوي دي یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړي په داسی حال کښی چه دوي خالص او ځانګړي کوونکي وي د عبادت خپل یواځی همدي یو الله تعالی ته، او په داسی حال کښی چه دوي کلک ولاړ وي پر دین د الله چه توحید دې، او بلکل میلان او مائل کیدل به هم پکښی باطل خوا ته نه وي، او بل ددي خبری حکم ورته شوې وو چه دوي دي لمونځونه پوره په خپل وخت له ټولو شروطو ارکانو واجباتو او آدابو سره اداء کوي، او هم د خپلو مالونو زکات ورکوي) چه کله کال پری تیر شي، او د زکات نصاب ته رسیدلې وي(، او همدا صحیح او ټینګ دین دې.
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: » وَخَلَقَهُمْ لَهَا؛ كَمَا قَالَ تَعَالى: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾الذاريات:56».
· أي خلقهم الله لعبادته كما قال الله تعالى: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾«.
یعنی دا خلک انسانان او پیریان يي ددي خپل عبادت او بندګۍ لپاره پیدا کړي دي، لکه چه يي وفرمايل چه : ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ یعنی ما دا پیریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر خو پیدا کړي می دي د خپل عبادت او بندګۍ لپاره.
په عربي ژبه کښی دي اسلوب ته حصر او ځانګړی کول وايي، یعنی الله تعالی دلته په دي آیت کریمه کښی د پیریانو او انسانانو د پیدائش مقصد او هدف یواځی خپل عبادت کښی خاص او ځانګړې کړ، چه یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي به کوي، حال دا چه هیڅ ډول شریک او برخوال به ورسره نه مني.
نو څوک چه دغه مقصد او هدف او خپل دا مسؤولیت نه اداء کوي د کوم لپاره چه الله تعالی دې پیدا کړې دې، هغه به د الله تعالی لخوا د عذاب وړ، لایق او مستحق وي؛ ځکه ده هغه مقصد او هدف پریښود د کوم لپاره چه الله تعالی پیدا کړې دې.
د »الانس« څخه انسانان او بنیادمان مراد دې څوک چه د آدم علیه السلام اولاده ده، او انسان ځکه ورته وايي چه انسان له »أُنوست« یعنی دوي په خپلو منځونو کښی سره مینه، الفت او محبت به سره لري.
او »الجن« نه مراد پیریان دي، او جن ورته ځکه وايي چه »جن« معنی پټـیدل، او پیریان هم د انسانانو او بنیادمانو له نظر څخه پټ او پناه دي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ﴾ الأعراف: 27.
ترجمه: یعنی دا شیطان پيرې او دده نور قوم او قبیله چه پیریان دي دوي تاسو ویني، خو تاسو دوي نه وینئ.
*او د شیخ رحمه الله دا وینا چه: (وَمَعْنَى يَعْبُدُونِ: يُوَحِّدُونِ( چه د »یَعْبُدُوْنَ« معنی دا ده چه دوي الله جلّ جلاله په عبادت او بندګۍ کښی یواځی، یکتا او یو و مني.
نو دا تفسیر باللازم دې؛ ځکه که عبادت خالص او یواځی د یو الله تعالی لپاره نه وي، نو هغه هسی هم باطله او ابته دې، او په نشت شمار دې.
*باطل عبادتونه به الله تعالی د قیامت په ورځ ریزمریز او تباه او برباد کړي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا﴾ الفرقان: 23 .
ترجمه: او مونږ به راشو هغه اعمالو ته چه دي مشرکانو په دنیا کښی )د الله تعالی د رضا لپاره( کړي دي، نو هغه به ذری ذری او په هوا کښی خپور ګرد و غبار او برباد کړو.
ځکه هغه څوک چه الله تعالی په عبادت او بندګۍ کښی یواځی یو او یکتا نه مني د هغه هر عبادت باطل او تباه دې، نو هغه داسی شو لکه ده چه بیخي د الله تعالی عبادت کړې نه وي.
*هغه عبادت عبادت کوونکي ته ګټـه رسوي چه د الله تعالی په وړاندي د منلو او قبلیدو وړ او لایق وي او د قبلیدو دواړه شرطونه پکښی پوره وي، چه یو اخلاص او توحید دې، او بل د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم متابعت او پيروي ده.
شیخ رحمه الله فرمايي: (وَأَعْظَمُ مَا أَمَرَ اللهُ بهِ التَّوْحِيدُ، وَهُوَ: إِفْرَادُ اللهِ بالْعِبَادَةِ).
یعنی د الله تعالی په ټولو حکمونو او امرونو کښی لوي او عظیم الشأن حکم د هغه په توحید باندي حکم دې، او توحید دیته وايي چه بنده الله تعالی لره په عبادت کښی یو، یکتا او یواځی وګڼـي.
دلته شیخ رحمه الله د توحید تعریف داسی وکړ چه: »أنه افراد الله بالعبادة«، دا د توحید ألوهیت تعریف دې، او دا د توحید ألوهیت تعریف دې، او دا هغه توحید دې چه د پیغمبرانو علیهم السلام او د هغوي د قومونو ترمنځ پکښی شخړه وه، او په توحید ألوهیت کښی ډیرو کمو خلکو مخالفت کړې دې لکه: ملحدین دهریان، او مشرکان او بُت پرستان، پاتی اکثر خلک په ربوبیت توحید کښی خلاف نه لري، بلکه په ربوبیت کښی د الله تعالی په یووالي باندي اقرار او اعتراف کوي.
بلکه هغه کفار چه محمد رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پکښی په نبوت او پیغمبرۍ باندي لیږل شوې وو هغوي هم دا اعتراف کولو چه یواځی یو الله تعالی د ټولو مخلوقاتو پیدا کوونکې او روزي ورکوونکې دې، خو په دي اعتراف باندي هغوي په اسلام کښی داخل نه شو او نه مسلمانان وبلل شول؛ ځکه هغوي الله تعالی یواځی او یکتا د عبادت وړ او مستحق نه بلکه د هغه د عبادت ترڅنګ يي د نورو معبودانو عبادت او بندګي هم کوله، او نه يي په هغه عظیم الشان او لوي حکم کښی د خوږ پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پیروي ونه کړه چه الله تعالی ورته پری حکم کړې وو چه هغه د ألوهیت توحید وو.
ترټولو لویه ګناه - چه الله تعالی تری منع فرمایلی ده – شرک دې، او شرک معنی دا چه د الله تعالی ترڅنګ بل څوک د مشکلاتو د حل او د چیغی او رامددشه ویلو مستحق ګڼل، په دی دلیل چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾ النساء: 36 .
ترجمه: او عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوئ، او د هغه سره بل هیڅوک شریک او برخوال مه منئ.
د »شرک« تعریف داسی دې چه: د مشکلاتو د حل او د ضرورت په وخت کښی د الله تعالی ترڅنګ د یو بل چا رابلل او ورته رامددشه ویل، او ورڅخه مرسته او کومک غوښتل.
او دا ښه تعریف دې؛ ځکه دا تعریف د الفاظو په لحاظ لنډ، او په خپله معنی اومراد باندي پوره دلالت کوي او د مراد پوره ښکارندوي دې، او د آیت شریف مفهوم هم دې.
همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ﴾ فاطر: 40 .
ترجمه: ورته ووايه اي پيغمبره! خبر می کړئ له ستاسو د هغه معبودانو او ستاسو په عقیده د الله تعالی سره له برخوالو او شریکانو څخه چه تاسو يي د الله تعالی سره شریکان او برخوال منئ، راته راوه ښایاست چه دوي په دي ټوله ځمکه کوم یو مخلوق پیدا کړې دې؟. )ښکاره او څرګنده ده چه دوي هیڅ شې هم نه دې پیدا کړې، او نه يي هم پیدا کولاي شي.
همداشان په بل ځاي کښی فرمايي:﴿وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ * إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَـبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ﴾ فاطر: 13-14.
ترجمه: او هغه معبودان او چه تاسو يي پرته له الله تعالی څخه د خپلو مشکلاتو د حل لپاره رابلئ د قطمیر )د خورما د زړي د تار( په اندازه هم واک او اختیار نه لري، بلکه که تاسو دوي راوبلئ)نو عبث يي رابلئ( ځکه دوي ستاسو اواز نه اوري، او که بالفرض يي واوري هم، نو ستاسو دعا قبلولاي نشي، او مرسته مو نشي کولاي، او بیا د قیامت په ورځ ستاسو ددي شرک څخه منکران وي، او د الله تعالی چه په هرڅه باندي خبردار دې د هغه په شان هیڅوک تاسو په هیڅ خبرولاي هم نشي.
د شرک په تعریف کښی د شیخ رحمه الله دا وینا چه (وهو دعوة غيره معه) د دُعا دواړو ډولونو ته شامل دې: چه یو دعاء العبادة، یعنی عام اذکار لکه تسبیح، تحمید، تکبیر، او تهلیل او داسی نور.
او هم دعاء المسألة لکه: د الله تعالی څخه دنیوي او اخروي خیر ښیګڼـی غوښتل، او همداشان د دنیوي او اخروي آفتونو څخه پناه غوښتل او داسی نور...