تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) حجج وجوب التوحيد في القرآن الكريم (73)


أبو زكريا
_5 _December _2017هـ الموافق 5-12-2017م, 09:40 AM
حجج وجوب التوحيد في القرآن الكريم

من أهم الحجج التي تكرر ذكرها في القرآن تنبيها على وجوب التوحيد:
- 1 أن الله هو الخالق الرازق المالك المدبر فهو المستحق للعبادة.
- 2 أن الله تعالى هو الذي بيده وحده النفع والضر وغيره لا يملك لنفسه نفعاً ولا ضراً فضلاً عن غيره كما قال الله تعالى: ﴿قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾ [المائدة: 76] أي الذي يعلم أحوالكم ويسمع دعاءكم.
- 3 أن الموحدين معهم سلطان الحجة والبرهان بأن الله أمر بعبادته وحده لا شريك له، وبذلك أرسلت إليهم الرسل.
- 4 أن المشركين الظالمين إنما يغرّ بعضهم بعضاً وأنهم لا حجة لهم على الشرك، بل حجتهم داحضة عند ربهم، وعليهم غضب، ولهم عذاب شديد.
· والمقصود أن من تأمل الآيات الكونية والآيات الشرعية تبين له وجوب إفراد الله تعالى بالعبادة، وأن من أشرك بالله شيئاً فهو من الخاسرين.
· الظالمون يكون لديهم علوم يفرحون بها، ومزاعم يغترون بها، ويتعامون عن التفكر في ما أمر الله بالتفكر فيه من الآيات البينات، ويفرحون بما عندهم من العلم الدنيوي، ويُعرضون عما جاءت به الرسل، ويستهزئون بهم وبما جاؤوا به حتى إذا فنيت أعمارهم، وانقضت مهلة بقائهم في الدنيا، ورأوا ما كانوا يوعدون تبين لهم أنهم كانوا خاطئين.
· إذا رأوا آيات الآخرة عند الموت تبيّن لهم أن الشرك بالله باطل وضلال مبين، فيؤمنون حين لا ينفعهم الإيمان ولا يقبل منهم، ويتخلى عنهم الشيطان بعد أن أوردهم المهالك، وكُتب عليهم الشقاء الأبدي، وحرمت عليهم السعادة أبداً، وخسروا الخسران المبين والعياذ بالله.
· قال الله تعالى: ﴿وَيُرِيكُمْ آَيَاتِهِ فَأَيَّ آَيَاتِ اللَّهِ تُنْكِرُونَ (81) أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآَثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (82) فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ (83) فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آَمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ (84) فَلَمْ يَكُ يَنْفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ (85) ﴾ غافر: 81 85 -

أبو زكريا
_5 _December _2017هـ الموافق 5-12-2017م, 09:45 AM
په قرآنکریم کښی د توحید پر وجوب او فرضیت باندی دلائل

په قرآنکریم کښی دا ډول دلائل زښت ډیر دي، خو دلته به يي د اهمو دلایلو یادونه وکړو، چه اهمترین يي دا دي:
۱/ دا چه د ټولو مخلوقاتو پیدا کوونکې، هغوي ته رزق او روزي ورکوونکې، ددوي مالک او واکدار او ددوي د ټولو کارونو تدبیر کوونکې یواځی یو الله دې، نو ځکه خو همدا الله تعالی د عبادت او بندګۍ وړ، لائق او مستحق هم دې.
۲/ په دي ټول کَوْن کښی یو چا ته ګټه او تاوان ورکول او داسی نور کارونه یواځی د یو الله تعالی په لاس کښی دي، او د الله تعالی پرته ټول مخلوقات لا خپل ځان ته د ګټـی او تاوان واک او اختیار نه لري، نو بل چا ته به يي څرنګه ورسوي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾المائدة: 76 .
ترجمه: ورته ووايه اي پیغمبره! آیا تاسو د داسی چا عبادت او بندګي کوئ چه تاسو ته د هیڅ ډول ګټـی او تاوان رسولو اختیار او واک نه لري، او الله تعالی اوریدونکې ستاسو د هر ډول سوالونو او فریادونو دې، او هم ستاسو په ضرورتونو او ټولو احوالو خبردار دې.
یعنی یواځی همدا یو الله تعالی دې چه ستاسو پر ټولو احوالو باندي خبردار دې او هم ستاسو دعاء اوري او قبلولې يي شي.
۳/ دا چه یواځی د موحدینو سره دا دلیل شته چه بیشکه الله تعالی ورته حکم کړې دې چه یواځی د الله تعالی عبادت او بندګي وکړئ، او له هر ډول شریک او برخوالو يي پاک وګڼـئ، او د همدي مقصد د بیان لپاره يي ورته پيغمبران علیهم السلام ورلیږلي دي، )حالانکه له مشرکینو سره هیڅ داسی دلیل نشته(.
۴/ مشرکان ظالمان په ظلم او زیاتي سره یو بل ته سره دوکه ورکوي او یو بل سره تیرباسي چه شرک وکړي، ګنی له دوي سره د شرک په جواز او رواوالي هیڅ ډول دلیل او حجت نشته، بلکه هغه شبهی چه دوي يي د خپل شرک لپاره یادونه کوي، د الله تعالی په وړاندي باطل او ابته دي، بلکه پر دوي باندي ددي شرک له کبله د الله تعالی غضب دې، او هم ددوي لپاره ډیر سخت عذاب هم دې.
لنډه دا چه که څوک د الله تعالی په کَوْني او شرعي آیاتونو او دلائلو کښی سوچ او فکر وکړي، نو ورته ښکاره او څرګنده به شي چه په عبادت او بندګۍ کښی هم الله تعالی یواځی یو او یکتا دې، او که څوک ورسره هر څوک او هر څیز شریک او برخوال ومني، د دنیا او آخرت له تاوان او زیان سره به مخ شي.
*دلته د یوی مهمی خبری یادونه ضروري ده، او هغه دا چه کله کله د توحید په مخالفینو کښی یواځی عوام او ناخبره او جاهلان خلک نه وي، بلکه داسی خلک هم وي چه هغوي یو څه علم او زده کړه هم کړي وي، چه نور خلک خو لا پری تیر ووځي، تیرووځي، چه پخپله هم پری خوشحاله وي، او پخپله هم پری ځان تیرباسي، او له کبله يي د الله تعالی په واضحه او څرګندو آیتونو کښی چه ورته پکښی د تدبر او سوچ او فکر حکم شوې دې، سترګی تری پټوي، او پر خپل دغه دنیوي او ناچیز علم او زده کړی باندي خوشحالي او تکبر کوي، او د نبوي علومو څخه پری سرغړونه کوي، دا يي لا څه چه په نبوي علومو او د هغه په پیروانو پوری خندا، ریخشند او ملنډی هم کوي، او په همدی اپلتو کښی تر هغه پوری اخته وي چه عمرونه يي په همدی کښی تیر شي، او له دنیا څخه له د کوچیدو نیټه يي رانژدي شي، او په آخري لحظاتو کښی ورته بیا هغه څه څرګند شي چه له دوي سره يي د الله تعالی او د هغه له استازو او پیغمبرانو علیهم السلام لخوا وعدی شوی وی، او تری ویرول شوي وو، نو دغه وخت کښی بیا دوي پوهه شي چه دوي په تير ټول عمر کښی خطا او اپلتو کښی اخته وو.
*نو دوي چه کله د مرګ ته نژدي او زنکدن په وخت کښی د آخرت او له دنیا څخه د کوچیدو نښی نښانی وویني، ښه ورته څرګنده شي چه د الله تعالی سره شرک یو باطل او ابته کار او ښکاره او څرګنده ګمراهي او بی لاري وه، نو دغه وخت کښی دوي د ایمان کوښښ کوي، خو دا هغه وخت وي چه ایمان ورته هیڅ ګټه نه رسوي او او نه يي هم ورڅخه الله تعالی قبلوي، او شیطان چه پخوا تیرایستل او د هلاکت کندو ته يي ورګوزار کړ، او په تل ترتله بدبختۍ باندي يي اخته کړ، او د خوشحالۍ او نیکبختۍ څخه يي بی برخی کړل، او په ښکاره تاوان او زیان يي واړول، نو هغه شیطان هم تری بیزاره شي، او خپله بیزاري ورته اعلان کړي.
الله جلّ جلاله فرمايي: ﴿وَيُرِيكُمْ آَيَاتِهِ فَأَيَّ آَيَاتِ اللَّهِ تُنْكِرُونَ (81) أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآَثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (82) فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ (83) فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آَمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ (84) فَلَمْ يَكُ يَنْفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ﴾ غافر:81-85..
ترجمه: او درښايي تاسو ته الله تعالی خپل آیاتونه او دلائل او د قدرت نښی نښانی خپلی، نو تاسو له د الله تعالی له کومو آیاتونو او نښو څخه انکار کوئ؟، آیا نو دوي نه دي ګرزیدلي په ځمکه کښی )یعنی په مختلفو ملکونو کښی( چه دوي وګوري چه د هغه خلکو آخري انجام څرنګه شو چه له دوي څخه مخکښی تیر شوي دي، سره له دي چه هغوي له دي موجوده خلکو څخه هم ډير وو، او هم له دوي څخه زورور او طاقتور وو، او آثار يي هم له دوي څخه په ځمکه کښی ډیر دي ) لکه د هغوي تعمیرات، تیګی کیندنی، ځمکی، او داسی نور(، خو سره له دي هم دوي ته ددوي دغه زور، ډيروالي او سختو سختو کارونو هیڅ ګټـه و نه رسوله، نو کله چه راغلل دوي ته هغه پیغمبران علیهم السلام چه دوي ته ورلیږل شوي وو، او دوي ته یي ښکاره او څرګند دلائل بیان کړل، نو دوي ددي پر ځاي چه د هغوي بلنه ومني، له دوي سره په موجوده علمونو باندي خوښ شول، او الهي وحي يي و نه منله، نو راچاپیر شو پر دوي باندي هغه عذاب چه دوي به ورپوری مسخری ټوقی او ملنډی کولی، نو هر کله چه دوي زمونږ عذاب ولیده، پس له هغی يي وویل: مونږ هم پر یواځی یو الله تعالی باندي ایمان او باور لرو، او له هغه ټولو معبودانو له عبادت او بندګۍ څخه منکر یو چه مونږ به له الله تعالی سره برخوال او شریکان منل، خو )وخت تیر وو او( ګټـه و نه رسوله دوي ته د دوي دغه بی وخته ایمان راوړلو – کله چه دوي زمونږ عذاب ولیده - ، همدا د الله تعالی طریقه ده، چه له پخوا څخه يي په خپلو بندګانو باندي تیره شوی ده، او نتیجه او پایله يي دا شوی ده چه تاوانیان او زیانکاران شول هلته کافران.