المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) أمثلة للآيات الدالة على بطلان عبادة ما سوى الله عز وجل (72)


أبو زكريا
_18 _November _2017هـ الموافق 18-11-2017م, 01:04 PM
أمثلة للآيات الدالة على بطلان عبادة ما سوى الله عز وجل

· ذكر الله تعالى في الكتاب براهين عقلية تدل على بطلان عبادة ما يعبد من دون الله
قال الله تعالى:﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آَتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا﴾[فاطر: 40].
فذكر الله ثلاثة أدلة بينة على أن هؤلاء الشركاء الذين يُدعون من دون الله لا يستحقون أن يعبدوا من دون الله جل وعلا.
- فهم لم يخلقوا شيئاً، وعبادة من لا يخلق من دون خالقه سفه وضلال كما دل عليه قوله تعالى:﴿أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ﴾[الأعراف: 191].
- وليس لهم نصيب في الملك يشاركون الله فيه، فيسألهم من يدعوهم من نصيبهم الذي يملكونه.
- ولم يأذن الله بعبادتهم؛ فبطل ما كانوا يغرون به بعضهم من زخرف القَوْل والعِدَات الباطلة.
- وقوله تعالى:﴿بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا﴾[فاطر: 40] بيان لسنة كونية لا تنخرم، وهي أن الظالمون إنما يغر بعضهم بعضاً ويمنّي بعضهم بعضاً حتى إذا أتوا ما يمقتهم الله عليه وعاينوا عذابه لم تنفعهم وعودهم ولم تغن عنهم من الله شيئاً.
- هذه الآية نظير قول الله تعالى: ﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللِّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (4) ﴾[الأحقاف: 4]؛فلم يخلقوا شيئاً ابتداء، وليس لهم فيه شراكة في الملك، ولم يؤذَن بعبادتهم.
· وقال تعالى: ﴿قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ (22) وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ (23)﴾ [سبأ: 22، 23].
- قال ابن القيم رحمه الله تعالى: (فتأمَّلْ كيف أخذَتْ هذه الآية على المشركين بمجامع الطرق التي دخلوا منها إلى الشرك، وسدتها عليهم أحكم سد وأبلغه؛ فإن العابد إنما يتعلق بالمعبود لما يرجو من نفعه وإلا فلو لم يرجُ منه منفعةً لم يتعلَّقْ قلبه به، وحينئذ فلا بدَّ أن يكون المعبودُ:مالكاً للأسباب التي ينفع بها عابده، أو شريكاً لمالكها، أو ظهيرا أو وزيراً ومعاوناً له، أو وجيهاً ذا حرمة وقدر يشفع عنده؛ فإذا انتفت هذه الأمور الأربعة من كل وجه وبطلت انتفت أسباب الشرك وانقطعت موادُّه؛ فنفى سبحانه عن آلهتهم أن تملك مثقالَ ذرَّة في السموات والأرض، فقد يقول المشرك: هي شريكة لمالك الحق؛ فنفى شركتها له، فيقول المشرك: قد تكون ظهيراً ووزيراً ومعاوناً؛ فقال: ﴿وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ﴾؛ فلم يبقَ إلا الشفاعة؛ فنفاها عن آلهتهم؛ وأخبر أنه لا يشفع عنده أحد إلا بإذنه؛ فهو الذي يأذنُ للشافع؛ فإن لم يأذن له لم يتقدم بالشفاعة بين يديه كما يكون في حق المخلوقين؛ فإن المشفوع عنده يحتاج إلى الشافع ومعاونته له فيقبل شفاعته وإن لم يأذن له فيها؛ وأما منْ كلُّ ما سواهُ فقيرٌ إليه بذاتِهِ، وهو الغني بذاتِهِ عن كل ما سواه فكيف يشفع عنده أحد بدون إذنه؟!!)ا.هـ.
· التفكر في آيات وجوب التوحيد يورث اليقين ببطلان الشرك، وأنه حد بين الكفر والإيمان، وقد قال الله تعالى لنبيه صلى الله عليه وسلم: ﴿قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءَنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِنْ رَبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴾[غافر: 66].

أبو زكريا
_18 _November _2017هـ الموافق 18-11-2017م, 01:11 PM
د غیر الله د عبادت اوبندګۍ پر بطلان او ابته کیدو د آیتونو یو څو مثالونه:
الله تعالی په خپل کتاب قرآنکریم کښی د ځینی داسی عقلي دلایلو یادَونه هم کړی ده چه د الله تعالی پرته د بل هرچا د عبادت پر بطلان او ابته کیدو ښکاره او څرګند دلیل او نښی وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آَتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا﴾فاطر: 40 .
ترجمه: ورته ووایه اي پيغمبره! خبر می کړئ په هغه شریکانو او معبودانو چه تاسو يي د الله تعالی څخه پرته په خپلو مشکلاتو کښی د خپل مدد او کومک او مرستی لپاره رابلۍ، ما ته راوښایاست چه دوي په دي ځمکه کوم مخلوق پیدا کړې دې؟ او یا ددوي په اسمانونو کومه برخه شته؟ او که دوي ته مونږ کوم کتاب، لیک او خط ورکړې دې چه د دوي لپاره پکښی دلیل شته، )نو هرکله چه هیڅ یو له دي څیزونو څخه وجود نلري( بلکه دا ظالمان او مشرکان ځینی مشران يي له ځینو نورو کشرانو سره وعدی نه کوي مګر د دوکی او تیرایستلو وعدی ورسره کوي او هیڅ ډول حقیقت نلري.
نو الله تعالی دلته د مشرکانو په شرک او په دي خبره چه هغه معبودان چه دا مشرکان يي عبادت او بندګي کوي، ددوي دا معبودان د هیڅ ډول عبادت او بندګۍ حق، وړتیا او استحقاق نلري، په دی خبره یي دری ډوله دلایل بیان کړل:
لومړې دا چه دي معبودانو هیڅ یو څیز نه دې پیدا کړې، نو څوک چه پیداکول نشي کولاي، دداسی چا عبادت او بندګي بي عقلي، بی لاري او ګمراهي ده، لکه چه الله تعالی فرمايي:﴿أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ﴾الأعراف:191 .
ترجمه: آیا دوي د الله تعالی سره هغه څوک شریکان او برخمن ګڼـي چه هیڅ شې نشي پیدا کولاي؟ پیدا کول لا څه کوی چه دوي پخپله بل چا )الله تعالی( پیدا کړي دي.
دوهم دلیل دا چه د الله تعالی سره د هغه په بادشاهۍ او حکومت او اختیار کښي هیڅ داسی کوم ډول برخه او حصه نشته، چه دا مشرکان يي ددغی برخی او حصی له امله راوبلي، عبادت او بندګي يي وکړي او په رامدد شه ورته ووايي.
دریم دلیل دا چه الله تعالی هم هیڅ ډول اجازه نه ده کړی چه ددغه معبودانو عبادت او بندګي دي وشي، نو په دي سره د شرک د دعاتو هغه دعواګانی هم ابته او برباد شوي چه له خپلو کشرانو سره يي کوي او هغوي پری تیرباسي.
په دي آیت کریمه کښی د الله تعالی دا قول چه: ﴿بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا﴾ فاطر:40 د هغه کَوْنِيْ نظام او قانون یادونه ده چه کله هم نه خطا کیږي، او نه هم ماتیږي، چه ظالمان تل یو تر بله سره تیرباسي، او یو بل ته د درواغو وعدی او لوظونه ورکوي، تر هغه چه دوي د داسی جرمونو مرتکب شي چه الله تعالی ورته په قهر شي، او دوي په دغه وخت کښی د الله تعالی عذاب ښکاره وويني، نو دوي ته بیا دغه وخت کښی دغه ددرواغو وعدی او لوظونه کومه ګټـه نه رسوي، او نه به هم ورڅخه د الله تعالی عذاب بچ کړي او نه به دوي ورڅخه وژغوري.
دا آیت کریمه کټ مټ د هغه آیت کریمه په شان دې چه الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللِّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ﴾الأحقاف:4 .
ترجمه: ورته ووایه اي بيغمبره! خبر می کړئ ستاسو له هغه معبودانو او خدایانو څخه چه تاسو يي له الله تعالی پرته پخپلو مشکلاتو او ضرورتونو کښی رابلئ، له دي خبری می خبر کړئ چه دوي په دي ټوله ځمکه کښی کوم یو څیز پیدا کړې دې؟ او یا که ددوي په بره اسمانونو کښی کومه برخه او حصه شته؟ خو په خپله دعوا باندي به په دلیل کښی له قرآن کریم څخه د مخکنیو کتابونو نه د کوم کتاب حواله راوړئ، او یا بل کوم علمي اثر او نقل راته پيش کړئ، که چیری تاسو په خپله دعوا کښی ريښتيني یاستئ.
نوښکاره او څرګنده ده چه دوي هیڅ څیز آن له پیله پیدا کړې نه دې، او نه هم د کایناتو په پادشاهۍ او حکومت کښی ددوي کومه برخه شته، او نه هم الله تعالی ددوي د عبادت او بندګۍ کولو اجازه کړی ده.
همداراز الله تعالی فرمايي: ﴿قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ * وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ﴾ سبأ: 22- ۲۳.
ترجمه: ورته ووایه اي پيغمبره! راوبلئ تاسو په خپلو مشکلاتو کښی – له الله تعالی پرته - هغه معبودان مو چه تاسو پری د معبودیت عقیده لرئ، حال دا چه هغوي د ذری په اندازه واک او اختیار نه اسمانونو کښی لري او نه یي په ځمکه کښی لري، او نه ددوي په ددي دواړو کښی کومه برخه شته، او نه په دوي کښی د الله تعالی کوم کومکي، مرستندویه او مددګار شته، او نه هم د الله تعالی په وړاندي –د الله تعالی د اجازی پرته- ددوي کوم سفارش ګټـه لري، تر دي چه کله ددوي له زړونو ویره لری شي نو یو تر بله پوښتنه وکړي چه رب او پروردګار مو څه وویل؟ نو نور ورته په ځواب کښی ووايي چه: حق يي وویل، او الله تعالی اوچت او ډیر لوي دې.
امام ابن القیّم رحمه الله ددي آیت کریمه په تفسیر کښی فرمايي: دي آیت کریمه ته ښه ځیر شه او سوچ او فکر پکښی وکړه چه دي آیت کریمه د مشرکانو د شرک هغه غټـی غټـی څلور لاری وربندی کړي دي، له کومو څخه چه دا مشرکان په شرک کښی ورننوځي، او دغه ټولی لاری یي ورباندي ډيری په سختۍ او کلکی تړلی او بندی کړي دي؛ ځکه د یو بنده زړه په یو معبود پوری له دي کبله نښلي چه له هغه څخه د ګټـی، فائدی او سود تمه او هیله لري، ګنی که د ګټـی هیله ورڅخه ونلري نو کله به يي هم زړه ورپوری و نه نښلي، نو یو معبود باید د هغه اسبابو واکدار وي چه خپل بنده او عبادت کوونکي ته پری ګټه رسولاي شي، او یا ددغه اسبابو له مالک او واکدار سره شریک او برخوال وي، او یا يي وزیر، معاون او مرستندویه او مدد کوونکې وي، او یا ددغه اسبابو له واکدار سره مخه ور او د برخی، قدر خاوند وي چه ددغه مخه ورتیا او قدردانۍ له کبله ورته د هغه له اجازی پرته سفارش کولاي شي، او کله چه په یو چا کښی دا څلور سره خواوی نه وي، نو د شرک ټول اسباب او لاری بندی شوی، بلکه د شرک ماده او اصل او ریښی پریکړ شوی، نو الله سبحانه و تعالی دلته د مشرکانو له معبودانو څخه دا ټول اسباب نفی کړل، چه ددوي معبودان د ذرّی په اندازه واک په اسمانونو او ځمکه نه لري، که کوم مشرک وايي: چه دوي د حقدار سره شریکان او برخوال دي، نو الله تعالی يي شرکت او برخه هم رد کړه، او که کوم مشرک وايي چه: دا معبودان ورسره د مشکلاتو په وخت کښی مرسته او کومک کوي، او دا يي لکه د وزیر او معاون په حیث دي، نو الله تعالی وفرمايل چه: ﴿وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ﴾ چه الله تعالی له دوي څخه کوم وزیر او معاون او مرستندویه هم نلري، نو یواځی سفارش پاتی شو، هغه هم الله تعالی ددوي له معبودانو څخه رد کړه، او وه يي فرمايل چه د الله تعالی په وړاندي د الله تعالی له اجازی پرته هیڅوک سفارش هم نشي کولاي، یواځی یو الله تعالی به سفارش کوونکي ته اجازه کوي چه د یو چا په هکله سفارش وکړي، که الله تعالی ورته اجازه ونکړي، نو هیڅوک حق نلري چه د الله تعالی په وړاندي د سفارش جرأت وکړي، ځکه دا کار په مخلوقاتو کښی وي، ځکه یو مخلوق چه سفارش منلو اړکیږي ځکه چه هغه په اصل کښی سفارش کوونکي ته محتاج ويو، نو مجبور دې چه سفارش يي ومني، اګر که اجازه يي هم ورته نه وي کړی، او دا قیاس په الله تعالی کښی روا نه دې، ځکه ټول مخلوقات الله تعالی ته اړتیا لري او ورته محتاج دې، او الله تعالی بذاته له هرچا څخه بی پروا او هیچا ته اړتیا او ضرورت نه لري، نو څوک به څرنګه جرأت وکړي چه د الله تعالی له اجازی پرته د هغه پر وړاندي سفارش وکړي؟؟.
د قرآنکریم په هغه آیاتونو کښی سوچ، تدبر او فکر کولو یوه فائده دا ده چه د بنده په زړه کښی د شرک پر بطلان باندي یقین ښه پوخ شي، او دي نتیجی ته ورسیږي چه شرک د کفر او ایمان ترمنځ حد او پوله ده، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءَنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِنْ رَبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ﴾ غافر: 66.
ترجمه: ورته ووایه اي پيغمبره! بیشکه زه منع شوې یم له دي کاره چه زه دي عبادت او بندګي د هغه چا وکړم چه تاسو يي د الله تعالی پرته بندګي کوئ، له همغه وخته نه چه ما ته ښکاره آیاتونه او دلائل زما د رب او پروردګار لخوا راخلي دي، بلکه ما ته د الله تعالی لخوا دا حکم شوې دې چه یواځی هغه چا ته ځان تسلیم او ګردن نهاد کړم چه د ټولو مخلوقاتو پروردګار دې.