المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) طرق معرفة العبد ربه جل و علا (71)


أبو زكريا
_23 _October _2017هـ الموافق 23-10-2017م, 08:01 AM
طرق معرفة العبد ربه جل وعلا

· لمعرفة العبد ربه جل وعلا طريقان بينهما الله عز وجل في كتابه الكريم:
- الطريق الأول: التفكر في آياته الكونية المخلوقة.
- والطريق الآخر: التفكر في آياته الشرعية وهي آيات القرآن العزيز وما تضمنه أمره جل وعلا في كتابه وفي غيره من الآيات البينات.
· (الآية) في اللغة: تطلق على العلامة وعلى الرسالة وعلى الجماعة.
- قال الله تعالى: ﴿قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً﴾ [مريم: 10] أي علامة في قول الجميع لا أعلم في ذلك خلافاً.
- وفي الصحيحين من حديث أنس أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (( آية الإيمان حب الأنصار، وآية النفاق بغض الأنصار))؛ فالآية هي العلامة البينة الدالة على المراد.
- ومن الإطلاق الثاني وهو استعمال مشهور في لغة العرب قول كعب بن زهير:
ألا أبلـغا هـذا المعرض آية ... أيقظان قال القول إذ قال أو حلم
· الآيات هي علامات بينات على ما أراده الله تعالى بها، وهي رسائل من الله إلينا.
· لفظ (الآية) أبلغ من (العلامة) ولذلك استعمل في القرآن الكريم، ففيه زيادةً على معنى الدلالة معنى الوضوح والجلاء والبيان، ومنه يقال (إياة الشمس) يعني ضوؤها.
· قال الخليل بن أحمد: (الآية: العَلامةُ، والآية: من آيات الله، والجميع: الآي)
· قوله: (والآية: من آيات الله) يشمل الآيات الكونية والشرعية
- فالآيات الكونية: الشمس والقمر والنجوم والليل والنهار وما خلق الله في السموات والأرض وما أنعم به من سائر النعم كلها آيات على أنها من عند الله جل وعلا وهي علامات بينات لا ينكرها إلا مُكابِر مُعانِد.
- والآيات الشرعية هي: آيات القرآن المتلوة، سميت بذلك لأنها دالة على أنها من عند الله عز وجل، ولأن فيها من البراهين البينة ما يوجب قيام الحجة على من بلغته.

أبو زكريا
_23 _October _2017هـ الموافق 23-10-2017م, 08:06 AM
یو بنده خپل »ربّ« څرنګه پيژندلې شي؟
د یو بنده لپاره د خپل پروردګار د پيژندلو دوه لاری دي، چه الله تعالی په خپل کتاب قرآنکریم کښی بیان کړي دي:
لومړې: د الله تعالی د مخلوقاتو په کَوْني علامو او نښو نيښانو کښی فکر سوچ او تدبّر کول.
دوهم: د الله تعالی په شرعي او دیني آیاتو، علامو او نښو نيښانو کښی فکر، سوچ او تدبّر کول، کوم چه د قرآنکریم آیاتونه، او ورپکښی بیان شوي دلایل.
ځکه »آیت« په عربي ژبه کښی کله د علامی او نښی نښانی په معنی راځي، او کله د رسالت او پيغمبرۍ په معنی راځي، او کله د جماعت، او ټولي او ډلی په معنی راځي.
لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً﴾مريم:10 .
ترجمه: وویل زکریا علیه السلام: اي پروردګاره! ما ته ددغی حالت یوه نښه او علامه راوښایه.
ځکه د تفسیر د علماو په اتفاق دلته له »آیة« څخه مراد علامه او نښه ده.
همدارنګه د صحیح بخاري شریف او صحیح مسلم شریف په حدیث شریف کښی چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: )آية الإيمان حب الأنصار، وآية النفاق بغض الأنصار (.
ترجمه: د یو مؤمن د ایمان نښه دا ده چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په صحابه کرامو رضي الله عنهم کښی به له انصارو سره مینه او محبت لري، او ددي پر خلاف د منافقت نښه دا ده چه له دغه انصارو سره به بغض او کینه لري.
نو دلته هم د »آیة« معنی: ښکاره او څرګنده علامه او نښه ده.
د دوهم اطلاق مثال کوم چه د مشهور استعمال دې، لکه چه کعب بن زهیر په خپل شعر کښی وايي:
ألا أبلـغا هـذا المعرض آية...أيقظان قال القول إذ قال أو حلم
ترجمه: خبردار! دغه انکار کوونکي ته دا پیغام ورسوه چه ده چه کله دغه وینا کوله، دې ويښ وو، او که دا يي خوب لیدلې دې؟
نو دلته يي »آیت« د رسالت او پيغام پر معنی استعمال کړې دې.
نو »آیات« هم د الله تعالی پر مراد واضحه علامی او ښکاره او څرګنده نښی دي، او عین وخت کښی د الله تعالی لخوا رسالت او پیغامونه هم دي.
خو په یاد باید ولرو چه په لغوي لحاظ »آیت« کلمه کښی له »علامی« څخه مبالغه او وضاحت ډیر دې؛ ځکه خو قرآنکریم د »آیت« لفظ استعمال کړې دې؛ ځکه په دي کښی د وضاحت، بیان او څرګندتیا معنی ورزیاته ده، لکه د لمر رڼا ته چه »اِیاة« وايي.
د عربي ژبی مشهور عالم خلیل بن أحمد الفراهیدي رحمه الله وايي: د »آیت« معنی: علامه ده، او د قرآنکریم هر آیت هم د الله تعالی له علامو او نښو څخه یوه نښه ده، او د »آیت« جمع الآي راځي.
دلته د خلیل بن أحمد رحمه الله تعبیر »والآية: من آيات الله « کَوْنِيْ او شَرَعِي دواړو ډولو ته شامل دې.
» کَوْنِيْ علامی«: لکه: لمر، سپوږمۍ، ستوري، شپه، ورځ، او ټول هغه مخلوقات چه الله تعالی په اسمانونو او ځمکه کښی پیدا کړي دي، همدارنګه ټولو هغه نعمتونه چه الله تعالی پر خپل مخلوقاتو باندي کړي دي، دا ټول ددي علامی او څرګندی نښی دي چه دا د الله تعالی لخوا دي، او دا ټولی داسی نښی او علامی دي چه له یو معاند او سرتنبه شخص څخه پرته هیڅوک تری انکار نه کوي.
او له شَرَعِيْ آیاتونو څخه د قرآنکریم هغه آیاتونه مراد دي چه لوستل کیږي، هغی ته هم ځکه آیاتونه وايي چه دا هم ښکاره او څرګندی علامی اونښی دي چه دا د الله تعالی لخوا رالیږل شوي دي، او بل دا چه په دي کښی واضحه او ښکاره دلایل دي چه چا ته ورسیږي، نو حجت پری قایم شو، او د جهل او ناپوهۍ عذر يي ختم شو.