تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) الربوبية لها معنيان (70)


أبو زكريا
_23 _October _2017هـ الموافق 23-10-2017م, 07:53 AM
والربوبية لها معنيان:


- ربوبية عامة بالخلق والملك والإنعام والتدبير، وهذه عامة لجميع المخلوقات.
- وربوبية خاصة لأوليائه جل وعلا بالتربية الخاصة والهداية والإصلاح والنصرة والتوفيق والتسديد والحفظ.
- الله تعالى هو الرب بهذه الاعتبارات كلها.
· إذا تأملت هذه المعاني تبين لك بجلاء أنه لا يستحق العبادة أحد إلا الله جل وعلا، وأن عبادة غيره ظلم عظيم، وكفر مبين، وسفه وضلال.
· هذه إلماحة يسيرة لبعض معاني الربوبية، تطلعك على ما وراءها من المعاني العظيمة وتشرع لك أبواب التفكر فيها.
· يطلق لفظ (الرَّبّ) في النصوص ويراد به المعبود، كما في سؤال العبد في قبره: من ربك؟ المراد به من معبودك الذي تعبده؟
· والربُّ الحق هو الله، وهو المعبود الحق؛ فاجتماع المعنيين له تعالى اجتماع صحيح.
· ما عبد من دون الله فليس معبوداً بحق، وليس برب على الحقيقة، وإنما اتُّخِذَ رباً، واتُّخِذَ إلها، كما في قوله تعالى:﴿وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا﴾[آل عمران: 80]، وقوله تعالى:﴿اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ﴾ [التوبة: 31]، قال عدي بن حاتم: (يا رسول الله إنا لسنا نعبدهم)... الحديث، ففهم عدي رضي الله عنه من هذا اللفظ معنى العبادة، لأن اتخاذ الشيء رباً معناه عبادته، لأن الربوبية تستلزم العبادة.
· إذا قيل: الرب هو المعبود، فهذا الإطلاق صحيح باعتبار، وإذا قيل: من معاني الرب فصحيح باعتبار آخر.

أبو زكريا
_23 _October _2017هـ الموافق 23-10-2017م, 07:56 AM
د الله تعالی د ربوبیت دوه معناګانی دي:
لومړې: عام ربوبیت: لکه پیدا کول، اختیار، انعام، تدبیر، کوم چه ټولو مخلوقاتو ته شامل دې.
دوهم: خاص ربوبیت: کوم چه په نیکانو او خپلو اولیاؤ پوری خاص او ځانګړی کړی ده لکه خاص روزنه، هدایت او حق خوا ته لار ښوونه، اصلاح، مدد او مرسته او کومک کول، د حق د منلو توفیق، د حق په بیان کښی سمه لار ښوونه، او له بیلابیلو مصیبتونو ساتنه کول.
ښکاره ده چه الله تعالی د دي ټولو اعتبارونو له لحاظه په ريښتينی رب، پالونکې او پرورش کوونکې دې.
که د ربوبیت دغه مخکنیو معناګانو ته لږ زیر شو، او سوچ او فکر پکښی وکړو، نو دا خبره به راته ښکاره او څرګنده شي چه د الله تعالی پرته هیڅوک د عبادت او بندګۍ مستحق، وړ او لایق نشته، بلکه د الله تعالی څخه پرته د بل چا عبادت او بندګي کول ډیر لوي ظلم او زیاتې، ښکاره کفر، او ګمراهي او بی لاري ناداني او بی عقلتوب دې.
دا خو د ربوبیت ځینو معناګانو ته یوه اشاره او »مشت نمونة خروار« غوندی ده، چه په دي لفظ کښی د ډیرو لویو لویو معناګانو او مقصدونو باندي پوهی او متوجه کیدو ته او پکښی سوچ او فکر کولو ته لار جوړوي.
*په شرعي نصوصو کښی کله د »ربّ« لفظ څخه مراد معبود وي، لکه په قبر کښی د سوال او ځواب په هکله چه کوم حدیث شریف کښی راځي چه: »مَنْ رَبُّکَ«، نو دلته د »ربّ« معنی معبود دې، یعنی ستا معبود څوک وو؟ د چا چه تا په دنیا کښی عبادت او بندګي کوله؟.
نو ريښتينې او حق »رب« او پالونکې یواځی یو الله تعالی دې، او همدې په حقه معبود او د عبادت او بندګۍ مستحق وړ او لایق هم دې، نو دلته د »ربّ« په لفظ کښی دواړه معناګانی راټولی شوي دي، او دواړه صحیح او حق دي؛ ځکه الله تعالی هم په ريښتیا د ټولو مخلوقاتو پیدا کوونکې، پالونکې دې، او هم په ريښتیا د عبادت او بندګۍ مستحق، وړ او لايق دې.
*د الله تعالی پرته چه د هر چا عبادت او بندګي کیږي، نو داسی معبود په حقیقت کښی د عبادت او بندګۍ استحقاق، وړتیا او لیاقت نلري، او نه هم د ربوبیت استحقاق، وړتیا او لیاقت لري، بلکه په ناروا او ظلم ورته رب او معبود ویل شوې دې، او عبادت او بندګي يي هم په ناروا کیږي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا﴾ آل عمران: ۸۰ .
ترجمه: او تاسو ته الله تعالی حکم او امر نه کوي چه تاسو دي ملائک او پیغمبران علیهم السلام په ربوبیت ونیسۍ او د هغوي عبادت او بندګي دي وکړئ.
همدارنګه الله تعالی د خپل کتاب قرانکریم په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ﴾ التوبة: ۳۱ .
ترجمه : او دي یهودو او نصاراو د الله جلّ جلاله پرته خپل ملایان او پیران په خدايي، الوهیت او عبادت سره نیولي دي.
ددي آیت کریمه په تفسیر کښی راځي چه عَدِي بن حاتم رضي الله عنه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته وویل: د الله پیغمبره! مونږ خو د ملایانو او پیرانو عبادت او بندګي نه کوله، )نو څرنګه الله جلّ جلاله په مونږ پسی داسی فرمايي(؟
نو دلته عَدِي بن حاتم رضي الله عنه د »أرباباً« لفظ په معبود او عبادت سره فهم او تفسیر کړ؛ ځکه یو څوک ربّ منل همدا معنی لري چه د عبادت او بندګۍ مستحق، وړ او لایق به يي ګڼـي؛ ځکه چه ربوبیت سره دا لازمه ده چه عبادت او بندګي يي وشي.
نو که څوک ووايي چه : د هغه څوک چه رب وي هغه معبود هم دې، نو خبره يي صحیح ده، او که څوک ووايي : چه معبود د »ربّ« لفظ په معناګانو کښی یوه معنی ده، نو هم په بل اعتبار صحیح خبره ده.