تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) الأصل الأول: معرفة العبد ربه جل وعلا (69)


أبو زكريا
_20 _August _2017هـ الموافق 20-08-2017م, 10:59 AM
الأصل الأول: معرفة العبد ربه جل وعلا

· بيان معنى (الرب)
- الرب هو الجامع لجميع معاني الربوبية من الخلق والملك والإنعام والتدبير والتربية والإصلاح؛ فالربوبية في اللغة تشمل هذه المعاني كلها.
- الله هو الخالق العظيم والخلاق العليم الذي خلق كل شيء، فما من موجود من المخلوقات إلا والله تعالى خالقه وحده لا شريك له.
- ومن معاني (الرب) في لسان العرب: المالك؛ فرب الشيء هو مالكه، ورب الدار: صاحبها ومالكها، ورب الإبل: مالكها.
· لا يطلق هذا اللفظ بغير الإضافة إلا على الله عز وجل، فهو الرب وحده.
· الله تعالى هو رب كل شيء ومليكه، لا يخرج شيء عن ملكه، فهو مالك كل شيء، وبيده ملكوت كل شيء، فله جميع معاني الملك؛ فيملك المخلوقات، ويملك تصرفاتها ويملك تدبيرها والتصرف فيها، فلا تتصرف إلا بإذنه.
· وهو الذي يملك بقاءها وفناءها، وحركاتها وسكناتها، فيبقيها متى شاء، ويفنيها إذا شاء، ويعيدها إذا شاء، بل لا تملك جميع المخلوقات لنفسها نفعاً ولا ضراً إلا بإذنه جل وعلا.
· وهذا مما يوجب توحيده جل وعلا بالعبادة، وطاعته فيما يأمر به،وينهى عنه.
- لذلك أنكر الله تعالى على من يعبد غيره فقال: ﴿وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آَلِهَةً لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا﴾[الفرقان: 3].
· بقية المعاني العظيمة للربوبية العامة من الإنعام والإصلاح والتربية والتدبير هي من آثار اسمه (الملك).
· تأمُّلُ معاني الربوبية والتفكر في آثارها في الخلق والأمر يورث اليقين بوجوب التوحيد، وأن العالم لا صلاح له إلا بأن يكون ربه واحدا، كما قال تعالى: ﴿لَوْ كَانَ فِيهِمَا آَلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ﴾ [الأنبياء: 22]، وقال: ﴿مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ﴾[المؤمنون: 91].
· كما أن الكون ليس له إلا رب واحد على الحقيقة، فلا يكن في قلبك إلا إله واحد هو هذا الرب العظيم، فأسلم قلبك له واعبده وتوكل عليه.
· اسم الرَّبِّ يقتضي أن نعبده جل وعلا ونفرده بالعبادة ولهذا قال تعالى: ﴿اعْبُدُوا رَبَّكُمُ﴾ [البقرة: 21] فاستدل على توحيد العبادة باسم الربوبية.

أبو زكريا
_20 _August _2017هـ الموافق 20-08-2017م, 11:04 AM
لومړنې بنسټ:
بنده باید خپل رب او پروردګار وپیژني
د »ربّ« معنی:
»ربّ« د الله تعالی هغه نوم دې چه د ربوبیت، پالنی او پروردګارتوب ټول معاني پکښی راټول دي، لکه: پیدا کول، پادشاهي، نعمت کول، تدبیر کول، پالنه، اصلاح... او داسی نور.
په لُغَوي لحاظ هم ربوبیت دي ټولو معانیو ته شامل دې.
نو الله تعالی یو لوي خالق او د ټولو مخلوقاتو پیدا کوونکې دې، او د ټولو مخلوقاتو په ټولو احوالو عالم او خبرداردې، بلکه هیڅ یو مخلوق نشته مګر خو یواځی یو الله تعالی يي پیدا کوونکې دې، چه هیڅ ډول شریکوال او برخوال نلري.
په عربي ژبه کښی د »ربّ« یوه معنی مالک، پادشاه اختیارمند او واکدار دې، ځکه د هر شي رب پالونکې او پرورش کوونکې د هغه مالک هم وي، »ربّ الدار« هم د کور خاوند او مالک ته وايي، او »ربّ الابل« هم یعنی د اوښانو مالک ته وايي.
د »ربّ« کلمی اطلاق له اضافت پرته یواځی په یو الله تعالی باندي کیږي، او له په داسی حال کښی يي له الله تعالی پرته پر بل چا اطلاق روا نه دې؛ ځکه یواځی همدا الله تعالی د ټولو مخلوقاتو ربّ واکدار اختیار مند او پالونکې دې، هیڅ شې د الله تعالی له پادشاهۍ او ملکیت څخه نه ووځي، بلکه همدې د هر څیز مالک او واکدار دې، او د ده په لاس د هرشې اختیار او واک دې، الله تعالی د ربوبیت او پادشاهۍ د ټولو معانیو او صفاتو باندي موصوف دې، د ټولو مخلوقاتو او په هغوي کښی د تصرف، د هغوي تدبیر او پالنه ټول یواځی د یو الله تعالی حق او اختیار دې، بلکه ټول مخلوقات د الله تعالی د ارادي پرته پخپله هیڅ ډول تصرف هم نشي کولاي.
بلکه د دي مخلوقات د بقا او فنا، حرکاتو او سکناتو اختیار هم یواځی د یو الله تعالی سره دې، ترڅو چه د الله تعالی خوښه وي پاتی به وي او چه کله یي خوښه شي، فنا کوي يي، او بیا چه کله يي خوښه شي بیرته يي راژوندي کوي، او هیڅ مخلوق د خپل ځان لپاره د هیڅ ډول ګټــی او تاوان، نفع او نقصان د الله تعالی له اجازی پرته اختیار نلري.
*د الله تعالی دا صفات ددي مستلزم دې چه په عبادت، بندګۍ او اطاعت او فرمانبردارۍ، امر او نهي کښی یواځی، یو او یکتا و منل شي.
ځکه خو الله تعالی هغه څوک بد ګڼــي چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي کوي، لکه چه فرمايي: ﴿وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آَلِهَةً لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا﴾ الفرقان: 3 .
ترجمه: دي مشرکانو او کفارو د الله تعالی پرته نور داسی معبودان په عبادت او ألوهیت نیولي دي چه هیڅ شې نشي پیدا کولاي، بلکه دوي پخپله )د الله تعالی لخوا( پیدا کړل شوي دي، او نه دوي د خپل ځان لپاره د هیڅ ډول ګټــی او تاوان اختیار او واک لري، او نه هم د مرګ او ژواک، او بیرته راژوندي کیدو اختیار او واک لري.
په ربوبیت کښی نور لوي لوي معاني شته چه د الله تعالی د »الملک« نوم آثار دي، لکه انعام کول، اصلاح، تربیت، پرورش، پالنه او تدبیر او داسی نور...
د الله تعالی د ربوبیت په معانیو کښی فکر او سوچ کول او د الله تعالی په مخلوقاتو او د هغه په احکامو کښی فکر او سوچ کول دبنده زړه ته دا یقین بخښي چه په ريښتیا هم همدا الله تعالی د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق او وړ دې، بلکه د عالم خیر او ښیګڼه په همدي کښی ده چه پالونکې يي یو او یکتا وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: : ﴿لَوْ كَانَ فِيهِمَا آَلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ﴾ الأنبياء: 22،
ترجمه: که چیری په دي ځمکه او اسمانونو کښی د الله تعالی پرته بل کوم معبود واي نو ځمکی او اسمانونه به فاسد شوي وو، بلکه پاک دې الله تعالی د شرک او شریک څخه چه پالونکې رب او پرورش کوونکې د عرش غوندي لوي مخلوق هم دې، پاک دې الله تعالی له هغه شرک او شریکانو څخه چه دا مشرکان د الله تعالی لپاره بیانوي.
همدارنګه الله تعالی د خپل کتاب په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ﴾ المؤمنون: 91 .
ترجمه: نه دې نیولې الله تعالی هیڅوک په ځوي ولۍ سره، او نه ورسره په وجود کښی بل کوم د عبادت او بندګۍ مستحق، وړ او لایق شته، که بالفرض واي نو هر معبود به خپل مخلوق له ځان سره بیولي واي، او یو معبود به پر بل معبود باندي د سرلوړۍ برترۍ او مخکښی والي کوښښ کړې وو، نو پاک دې الله تعالی له هغه شرک او شریکانو څخه چه دا مشرکان يي ورته بیانوي.
همدارنګه د دي ټول کون لپاره د الله تعالی څخه پرته په حقیقت کښی بل رب پالونکې او پرورش کوونکې نشته، نو بنده باید په خپل زړه یواځی یو الله تعالی د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق وګڼــي چه هغه همدا یواځی یو لوي رب او الله تعالی دې، نو باید خپل زړه همغه ته تسلیم او ګردن نهاد کړي، او یواځی د همهغه عبادت او بندګي دي وکړي، او یواځی په همغه دي توکل او بروسه وکړي.
*د الله تعالی له نومونو څخه یو نوم »ربّ« دې، او د الله تعالی په دي نوم باندي د ایمان غوښتنه دا ده چه یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړو، او دعبادت او بندګۍ ټول ډولونه او انواع یواځی همغه ته ځانګړي کړو، لکه چه الله تعالی په سورت »البقره« کښی فرمايي: ﴿اعْبُدُوا رَبَّكُمُ﴾ البقرة: 21 .
ترجمه: اي خلکو یواځی د یو رب او پالونکي عبادت او بندګي وکړئ چه هغه یواځی یو الله تعالی دې.
وګورئ چه الله تعالی دلته د توحید الوهیت لپاره په خپل ربوبیت باندي استدلال وکړ، او خپل ربوبیت يي د توحید الوهیت لپاره علت او دلیل بیان کړ.