المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، معنى التوحيد (65)


أبو زكريا
_22 _July _2017هـ الموافق 22-07-2017م, 11:29 AM
معنى التوحيد
· التوحيد: مصدر وحَّد يُوحِّد توحيداً إذا جعل الشيء واحداً، فإذا جعل العبد قصده واحداً لله جل وعلا، ولم يقصد بالعبادة شريكاً له تعالى فهو موحد مخلص لله جل وعلا.
· الذين يصرفون شيئاً من أنواع العبادة لغير الله تعالى غير موحدين، بل هم مشركون خارجون عن دين الإسلام مستحقون للعذاب الشديد والخلود في نار جهنم والعياذ بالله.
· أقسام التوحيد ثلاثة:
- 1: توحيد الربوبية: وهو إفراد الله تعالى بأفعاله من الخلق والرزق والملك والتدبير وغيرها.
- 2: توحيد الألوهية: وهو إفراد الله تعالى بالعبادة.
- 3: توحيد الأسماء والصفات، وهو إفراد الله تعالى بأسمائه الحسنى وصفاته العليا.

أبو زكريا
_22 _July _2017هـ الموافق 22-07-2017م, 11:36 AM
د توحید معنی

»توحید« په عربي ژبه کښی د وَحّدَ، یُوَحِدُ، تَوْحِیْداً له باب څخه دې، معنی يي دا ده چه یو شې یو، یواځی او یکتا وګڼل شي.
نو کله چه یو بنده خپل قصد او د عبادت او بندګۍ موخه او هدف یواځی یو الله تعالی وګرزوي، او په خپل عبادت او بندګۍ کښی له الله تعالی پرته بل شریک او برخوال ونه مني، همدي ته موحّد او مخلص مؤمن وايي.
*خو کوم څوک چه د عبادت او بندګۍ یوه کمه او معمولي برخه هم د الله تعالی پرته بل چا ته ومني، او یا يي کوي، داسی خلک موحّدين نه بلل کیږي، بلکه دوي ښکاره مشرکان، او د اسلام له مقدّس دین څخه بهر ګڼل کیږي، کوم څوک چه د ډیر سخت عذاب او پکښی د تل ترتله او همیشه لپاره د پاتی کیدو ـ الله تعالی مو دی تری وساتي ـ وړ او لایق ګڼل کیږي .
د توحید أقسام او ډولونه:
توحید په دری ډوله دې:
لومړې: توحید الربوبیت:
او هغه دا چه بنده الله تعالی لره د الله تعالی په افعالو او کړنو کښی یو او یکتا وګڼي، لکه د مخلوقاتو پیدا کول، او د هغوي کُلّي اختیار، هغوي ته رزق ورکول، او د هغوي تدبیر او اداره کول.
دوهم: توحید الألوهیت:
او هغه دا چه بنده الله تعالی د مخکني توحید ترڅنګ دا هم ومني چه د عبادت او بندګۍ مستحق، وړ او لایق یواځی یو الله تعالی دې.
دریم: توحید الأسماء والصفات:
او هغه دا چه بنده الله تعالی لره په خپلو ښائسته نومونو او لوړو صفتونو کښی یواځی یو او یکتا ومني.