تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، شرح مقاصد الدرس (الأول) (65) بيان أعظم ما أمر الله به وهو التوحيد


أبو زكريا
_17 _June _2017هـ الموافق 17-06-2017م, 10:46 AM
بيان أعظم ما أمر الله به وهو التوحيد

· عرفنا أن أعظم ما أمر الله به التوحيد بأمور:
- 1: أنه أول ما كان يدعو إليه النبي صلى الله عليه وسلم، بل هو أول ما كان يدعو إليه الرسل كلهم كما قال الله تعالى: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ﴾[الأنبياء: 25]،
وقال: ﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ﴾ [النحل: 36].
- كل رسول بعثه الله إلى قوم كانت أول دعوته إلى التوحيد كما تجده مبينا فيما قصه الله من أنباء الرسل مع قومهم في القرآن الكريم:
- قال الله تعالى: ﴿لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ﴾ [الأعراف: 59].
- وقال: ﴿وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ﴾ [الأعراف: 65].
- وقال: ﴿وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ﴾ [الأعراف: 73].
- وقال: ﴿وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ﴾ [الأعراف: 85]
· في الصحيحين من حديث ابن عباس رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم لما بعث معاذاً إلى اليمن قال له: (( إنك تقدم على قوم من أهل الكتاب فليكن أول ما تدعوهم إلى أن يوحدوا الله))
· 2: أن توحيد الله تعالى هو مفتاح الدخول في الإسلام، وبدونه لا يكون المرء مسلماً، وإذا ارتكب العبد فعلاً ينقض هذا التوحيد خرج من دين الإسلام، واستحق الخلود في عذاب النار؛ كما قال الله تعالى: ﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (65) بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ (66) ﴾ [الزمر: 65، 66].
· 3: أن ثواب فاعله أعظم الثواب وهو رضوان الله تعالى ومحبته والخلود في الجنة، وعقاب تاركه أعظم العقاب وهو سخط الله تعالى ومقته والخلود في نار جهنم، والعياذ بالله.

أبو زكريا
_17 _June _2017هـ الموافق 17-06-2017م, 10:50 AM
د الله تعالی تر ټولو لوي او عظیم الشأن حکم توحید دې

په تیرو درسونو کښی مو زده کړل چه د الله تعالی تر ټولو لوي، أهم ترین، او عظیم الشأنه حکم او امر توحید او د الله تعالی یواځی، یو او یکتا ګڼل دي، او دا ځکه چه:
۱/ توحید ځمونږ د خوږ پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم بلکه د ټولو پیغمبرانو علیهم السلام لومړنې دعوت او بلنه ده، او تر هرڅه نه مخکښی اړین او مهم او اساس او بنسټ همدا توحید دې، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ﴾الأنبياء: 25 .
ترجمه: او نه مو دې لیږلې او استولې له تا څخه مخکښی هیڅ پیغمبر مګر خو هغه ته مو دا وحي او حکم کړې دې چه بیشکه شان دا دې چه نشته مستحق او لایق د عبادت او بندګۍ مګر خو همدا زه یم، نو یواځی ځما عبادت او بندګي وکړئ.
همدارنګه فرمايي: ﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ﴾النحل: 36 .
ترجمه: او خامخا په تحقیق لیږلې مو دې په هر امت کښی یو رسول او پیغمبر، په دي مسأله ـ چه خلکو ته بیان کړه چه ـ تاسو عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی وکړئ، او له طاغوت له عبادت او بندګئ څخه ځان لری وساتئ.
نو په تیرو امتونو کښی هم چه الله تعالی هر پیغمبر علیه السلام خپل قوم ته لیږلې دې، تر ټولو لومړنې دعوت او بلنه يي همدي توحید ته وه، لکه چه همداسی الله تعالی له هغوي څخه په خپل کتاب قرآنکریم کښی د هغوي د واقعاتو د بیان په مهال راته بیان کړي دي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ﴾الأعراف: 59 .
ترجمه: خامخا په تحقیق لیږلې مو وو نوح علیه السلام خپل قوم ته، نو هغه ورته وویل: اي ځما قومه! تاسو عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی وکړئ؛ ځکه نشته ستاسو لپاره بل څوک مستحق او لایق د عبادت او بندګۍ، بیشکه زه په تاسو باندي له لوي عذاب څخه ویریږم.
همدارنګه د هود علیه السلام او د هغه د قوم په اړه فرمايي: ﴿وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ﴾الأعراف: 65 .
ترجمه: او عادیانو ته مو د هغوي نسبي ورور هود علیه السلام لیږلې وو، هغه ورته وویل: اي زما قومه! تاسو عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی وکړئ؛ ځکه نشته ستاسو لپاره بل مستحق او لایق د عبادت بل څوک، آیا تاسو د الله تعالی څخه نه ویریږئ؟.
او د ثمودیانو او هغوي د لیږل شوي پیغمبر صالح علیه السلام په هکله فرمايي: ﴿وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ﴾الأعراف:73.
او ثمودیانو ته مو د هغوي نسبي ورور صالح علیه السلام لیږلې وو، هغه ورته وویل: اي زما قومه! تاسو عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی وکړئ؛ ځکه ستاسو لپاره له الله تعالی پرته بل مستحق او لایق د عبادت او بندګۍ بل څوک نشته.
او د شعیب علیه السلام او د هغه د قوم په هکله فرمايي: ﴿وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ﴾الأعراف: 85 .
ترجمه: او د مدیَن اوسیدونکو ته مو د هغوي نسبي ورور شعیب علیه السلام لیږلې وو، هغه ورته وویل: اي زما قومه! تاسو عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی وکړئ؛ ځکه ستاسو لپاره له الله تعالی پرته بل مستحق او لایق د عبادت او بندګۍ بل څوک نشته.
او په صحیح بخاري شریف او صحیح مسلم شریف کښی له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما په حدیث کښی راځي چه بیشکه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم چه کله معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته ددعوت لپاره لیږلو نو ورته يي وفرمايل: )إنك تقدم على قوم من أهل الكتاب فليكن أول ما تدعوهم إلى أن يوحدوا الله(
ترجمه: بیشکه ته داسی یو قوم ته د هغوي ددعوت لپاره ورځی چه هغوي پخواني اهل کتاب دي، یعنی دوي د تیرو اسماني کتابونو او اسماني دینونو او د پیغمبرانو د پیروۍ دعوه دار دي، نو ستا د دعوت او بلنی لومړۍ خبره دي هغوي ته دا وي چه دوي دي الله تعالی په عبادت او بندګۍ کښی یواځی او یکتا ومني او یو دي وګڼـي.
۲/ دوهم دا چه توحید او د الله تعالی په بندګۍ او عبادت کښی یو او یکتا ګڼل په اسلام کښی د شاملیدو کیلي او لومړنۍ حد او پوله ده؛ ځکه له توحید پرته څوک مسلمان کیدې نشي، او له همدی کبله چه که یو څوک د توحید ماتوونکي ګناه مرتکب شي، نو د اسلام له مقدّس دین څخه پری ووځي، او په اور کښی د همیشه پاتی کیدو وړ او مستحق کیږي ـ الله تعالی مو دي تری وساتي ـ ، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ * بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ﴾الزمر: 65-66.
ترجمه: او خامخا په تحقیق وحي شوی ده تاته ـ اي محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ـ او هغه پیغمبرانو علیهم السلام ته چه له تا څخه پخوا تیر شوي دي، تاسو ته ددي خبری وحي شوی ده چه خامخا که دي شریک ومنلو له الله تعالی سره بل څوک، نو خامخا تیر نیک عملونه به مو تباه او حبطه شي، او خامخا ته به له تاوانیانو او زیانکارانو له جملی ځینی شي، بلکه ته عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوه، او د الله تعالی له شکرګزارو بندګانو له جملی څخه شه.
۳/ بل دا چه د توحید ثواب تر بل هر څه ډیر او لوي دې، چه هغه د الله تعالی رضامندي، خوشحالي، او محبت، او هم په جنت کښی د تل لپاره اوسیدل دي.
همدارنګه د توحید پریښوونکي او مخالف لپاره تر ټولو لوي عذاب دې، چه هغه د الله تعالی قهر او غُصّه، او په جهنم او اور کښی د تل لپاره اوسیدل دي ـ الله تعالی مو دي تری وساتي ـ..