المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، شرح مقاصد الدرس (الأول) (62) الأمر باتباع ملّة إبراهيم عليه السلام


أبو زكريا
_7 _May _2017هـ الموافق 7-05-2017م, 01:24 PM
الأمر باتباع ملّة إبراهيم عليه السلام

· أمر الله تعالى نبيه صلى الله عليه وسلم باتباع ملة إبراهيم الحنيفية، وأثنى الله تعالى في كتابه الكريم على إبراهيم بأنه كان حنيفاً في مواضع كثيرة من القرآن:
- قال الله تعالى: ﴿قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ البقرة: 135، وقال: ﴿قُلْ صَدَقَ اللَّهُ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ آل عمران: 95، وقال: ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا﴾ النساء: 125، وقال: ﴿قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ الأنعام: 161، وقال: ﴿ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ النحل: 123، وقال: ﴿إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ النحل: 120.
· الحنيفية التي مدحها الله عز وجل وأثنى على أهلها، وأمر النبي صلى الله عليه وسلم بها، وأمر بها عباده هي: أن يكونوا مستقيمين على الدين القيم لا يشركون بالله شيئاً، مخلصين العبادة لله جل وعلا.
· قال ابن تيمية: (القرآن كله يدل على أن الحنيفية هي ملة إبراهيم، وأنها عبادة الله وحده والبراءة من الشرك، وعبادته سبحانه إنما تكون بما أمر به وشرعه وذلك يدخل في الحنيفية ولا يدخل فيها ما ابتدع من العبادات كما ابتدع اليهود والنصارى عبادات لم يأمر بها الأنبياء)ا.هـ.
· قال: (وقال الأصمعي: مَن عَدَلَ عن دين اليهود والنصارى فهو حنيف عند العرب).

أبو زكريا
_7 _May _2017هـ الموافق 7-05-2017م, 01:29 PM
د ابراهیم علیه السلام د دین »حنیفیت« پر پیروۍ باندي الهي حکم او فرمان

الله جلّ جلاله خپل پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته ابراهیم علیه السلام د دین »حنیفیت« پر پيروۍ باندي حکم او امر کړې دې، او هم يي په خپل کتاب قرآن کریم کښی ابراهیم علیه السلام په دي ستائلې دې چه هغه »حنیف« وو، یعنی پر حق کلک او ټینګ ولاړ وو، او له حق څخه بلی خوا ته مائل هم نه وو، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ [البقرة: 135.
ترجمه: ورته ووايه اي پیغمبره! بلکه د ابراهیم علیه السلام د دین پيروي وکړئ، په داسی حال کښی چه هغه پر حق ټینګ ولاړ وو، او بلی خوا ته مائل هم نه وو، او نه هم د مشرکانو له جملی څخه وو.
همدارنګه په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿قُلْ صَدَقَ اللَّهُ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ [آل عمران: 95.
ترجمه: ورته ووایه اي پیمغبره! رښتیا وايي الله تعالی، نو تاسو د ابراهیم علیه السلام د دین پيروي وکړئ، په داسی حال کښی چه هغه پر حق ټینګ ولاړ وو، او بلی خوا ته مائل هم نه وو، او نه هم د مشرکانو له جملی څخه وو.
همداشان په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا﴾ النساء: 125.
ترجمه: او څوک به د دين په لحاظ او د دین له اړخه له هغه چا ډیر ښائسته وي چه خپل مخ يي یواځی یو الله ته تسلیم کړې وي، او یواځی یو الله تعالی ته غاړه ایښوونکې وي، او هم ورسره نیکوکار او نیک عمل کوونکې وي، او په ديني لحاظ د ابراهیم علیه السلام ددین پیروان وي، حال دا چه ابراهیم علیه السلام پر حق ټینګ ولاړ وو، او بلی خوا ته مائل هم نه وو، او ځکه خو ابراهیم علیه السلام په خاصه خالصه دوستۍ نیولې وو.
همدا ډول په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ الأنعام: 161.
ترجمه: ورته ووايه اي پیغمبره! بیشکه ما ته خپل پروردګار د سمی لاری ښوونه کړی ده، چه هغه سم او مضبوط دین دې، کوم چه د ابراهیم علیه السلام دين وو، په داسی حال کښی چه هغه پر حق ټینګ ولاړ وو، او بلی خوا ته مائل هم نه وو، او نه هم د مشرکانو له جملی ځینی وو.
او په ځاي کښی الله جلّ جلاله رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته داسی فرمايي: ﴿ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ النحل: 123.
ترجمه: بیا مو تاته – اي پيغمبره! – وحي وکړه، او درته مو وفرمايل چه تاسو د ابراهیم علیه السلام د دین پيروي وکړئ، په داسی حال کښی چه هغه پر حق ټینګ ولاړ وو، او بلی خوا ته مائل هم نه وو، او نه هم د مشرکانو له جملی ځینی وو.
همدارنګه الله جلّ وعلا ابراهیم علیه السلام ستايي، او فرمايي چه: ﴿إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ النحل: 120 .
ترجمه: بیشکه ابراهیم علیه السلام په همدا یواځی ځان لکه د یو پوره امت داسی وو، چه یواځی یو الله تعالی ته غاړه ايښوونکې وو، په داسی حال کښی چه هغه پر حق ټینګ ولاړ وو، او بلی خوا ته مائل هم نه وو، او نه هم د مشرکانو له جملی ځینی وو.
نو هغه »حنیفیت« چه الله عزّ وجلّ هغه او پیروان يي ستایلي دي، او هم يي زمونږ خوږ پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم او نورو بندګانو ته د هغه د پیروۍ حکم او امر کړې دې، د هغه »حنیفیت« معنی دا ده چه بندګان دي پر مکمل او پوره دين سم دم ټینګ ودریږي، او د الله تعالی سره د هیڅ ډول شرک نه کوي، او د عبادت او بندګۍ ټول انواع دي یواځی یو الله تعالی ته خاص او ځانګړي کړي.
شیخ الاسلام علامه ابن تیمه رحمه الله فرمايي: ټول قرآنکریم مونږ ته دا راښايي چه همدا حنیفیت د ابراهیم علیه السلام دین وو، کوم چه یواځی د یو الله تعالی بندګي او عبادت کول دي، او ورسره له شرک څخه بیزاري کول دي، خو په یاد باید ولرو چه د الله تعالی عبادت او بندګي هم یواځی په هغه څه کیداي شي چه الله تعالی پری مونږ ته حکم کړې وي، او مونږ ته يي روا کړې وي، همدی ته حنیفیت وايي، نو په حنیفیت کښی هغه بدعات، رسومات او رواجونه نه راځي کوم چه خلکو له ځانه پکښی جوړ کړي دي، لکه یهودو او نصاراو چه له خپله ځانه ځينی داسی عبادتونه اختراع او جوړ کړي وو چه انبیاو علیهم السلام ورته پری حکم نه وو کړې.
همدارنګه يي له اصمعي رحمهما الله څخه نقل کړي دي چه هغه فرمايل: څوک چه به د یهودو او نصاراو د دین څخه مخالف وو، عربو به هغه د »حنیف« په نوم باندی بللو او نومولو.