تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، شرح مقاصد الدرس (الأول) (61)


أبو زكريا
_3 _April _2017هـ الموافق 3-04-2017م, 06:19 AM
شرح مقاصد الدرس
· تنبيه: هذا الدرس شروع في شرح رسالة ثلاثة الأصول وأدلتها، والرسالتان السابقتان ملحقتان بهذه الرسالة كما تقدم بيانه.
بيان معنى الحنيفية

· الحنيفية هي ملة إبراهيم عليه السلام التي أُمِرَ النبي صلى الله عليه وسلم باتباعها، وهي ملة التوحيد، وهي الدين القيّم كما فسّرت في النصوص.
· لما رأى إبراهيم عليه السلام قومَه على الشرك في عبادة الله عز وجل بين لهم الأدلة على التوحيد وقال لهم ما حكى الله تعالى عنه:﴿إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾[الأنعام: 79]،فدلّ على أنه هو الحنيف وهم غير حنفاء.
· حنيفاً أي مستقيماً موحداً.
· قال ابن جرير: (وأما"الحنيف"، فإنه المستقيم من كل شيء، وقد قيل: إن الرجل الذي تقبل إحدى قدميه على الأخرى، إنما قيل له"أحنف"، نَظَراً له إلى السلامة، كما قيل للمهلكة من البلاد"المفازة"، بمعنى الفوز بالنجاة منها والسلامة، وكما قيل للديغ:"السليم"، تفاؤلاً له بالسلامة من الهلاك، وما أشبه ذلك).ا.هـ.
· ويقال: رجل يتحنف أي يتحرى أقوم الطريق.
· الحنيف هو المستقيم على الطريقة، والملة الحنيفية هي الدين المستقيم، وهو دين التوحيد،قال الله تعالى لنبيه الكريم:﴿وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾[يونس: 15]،وقال:﴿فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾[الروم: 30]،وقال الله تعالى:﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ﴾[البينة: 5].
· هذه الآيات تدل دلالة بيّنة على أنّ الحنيفية هي الملة المستقيمة.
·في صحيح مسلم من حديث عياض بن حمار رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم عن ربه جل وعلا أنه قال: ((إني خلقت عبادي حنفاء كلَّهم، وإنهم أتتهم الشياطين فاجتالتهم عن دينهم وحرمت عليهم ما أحللت لهم، وأمرتهم أن يشركوا بي ما لم أنزل به سلطاناً)).
و "الاجتيال" : هو الميل عن القصْد والاعوجاج في الضلالة، ومنه: المجول لاعوجاجه.
· قال حسان بن ثابت يهجو أبا سفيان بن الحارث وينصر رسول الله صلى الله عليه وسلم:
هجوت مباركاً برَّا حنيفاً...أمينَ الله شيمته الوفاء
- حنيفاً: أي مستقيماً لا تجدون عليه مغمزاً.
· تبيّن مما سبق أن الحنيفية هي الملة القويمة المستقيمة التي لا ميل فيها، ولا انحراف، ولا مطعَن فيها، وهي ملة التوحيد.

أبو زكريا
_3 _April _2017هـ الموافق 3-04-2017م, 06:28 AM
ددي درس د مقاصدو وضاحت او بیان
یادونه: ددي درس په پیل سره د »ثلاثة الأصول و أدلتها« رسالی شرحه هم پیل کیږي، او مخکنۍ دواړه رسالی هم ددي رسالی له ملحقاتو ځينی شمارل کیږي.
د »حنیفیت« معنی او وضاحت:
»حنیفیت« د ابراهیم علیه السلام دین وو، په کوم باندي چه الله تعالی زمونږ خوږ پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته د هغه د پیروۍ حکم کړې وو، او هغه د توحید او د الله تعالی د یو ګڼلو دین دې، او همدا له »الدین القیّم« څخه مراد دې کوم چه په شرعي نصوصو کښی په دي معنی باندي تفسیر شوې دې.
کله چه ابراهیم علیه السلام خپل قوم په شرک کښی ولید، چه دوي د الله تعالی سره د هغه په عبادت او بندګۍ کښی نور شریکان او برخوال مني، نو هغوي ته يي د توحید دلايل بیان کړل، او هغه څه يي ورته وويل چه الله تعالی يي مونږ ته حکایت کړې دې چه فرمايي: ﴿إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ الأنعام: 79 .
ترجمه: بی شکه ما خپل مخ هغه رب ته ګرزولې دې چه اسمانونه او ځمکه يي پیدا کړي دي، په داسی حال کښی چه کلک او ټینګ ولاړ یم پر حق او مایل نه یم شرک ته، او زه د مشرکانو له جملی ځینی نه یم.
نو دا آیت شریف ددي ښکارندوي دې چه همدا ابراهیم علیه السلام حنیف وو، او قوم يي حینفیان نه وو.
نو د »حنیفاً« معنی: پر حق سم ولاړ، او موحد ، الله تعالی یو ګڼونکې.
امام ابن جریر رحمه الله د »حنیف« په تفسیر کښی داسی فرمايي: »حنیف« معنی: سم، یعنی هر څیز چه سم دم وي، »حنیف« ورته ویل کیږي.
ځینی خلک وايي: »أحنف« هغه چا ته ویل کیږي چه پښی يي یو بل ته مخامخ او ورګږی وي، د تفاؤل له کبله ورته دغه نوم وايي چه الله تعالی یی روغ کړي، لکه کومه دښته کښی چه د هلاکت احتمال ډیر وي تفاؤلاً ورته »مفازه« یعنی د خلاصۍ منطقه وايي، یعنی د هلاکت څخه دخلاصۍ او سلامتیا منطقه.
همدارنګه لکه مار چیچلي ته چه تفاؤلاً »سلیم« ویل کیږي، یعنی له هلاکته به یی الله تعالی روغ کړي، همداسی نور...
همداشان عرب وايي: »رجلٌ یتحنّف« یعنی فلانکې سړې دسمی لاری لټوونکې دې.
نو »حنیف« معنی: هر هغه څوک چه په سمه لار سم روان وي.
او »ملت حنیفیت« هم پر حق ولاړ دین ته وايي، کوم چه د توحید دين دې، لکه چه الله تعالی خپل پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته فرمايي: ﴿وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ يونس: 15.
ترجمه: او بل تا ته دا حکم شوې دې چه خپل مخ دي د توحید دین سم کړه چه پر حق دې او بل هیڅ خوا ته میلان نه لري، او ته له مشرکانو ځينی مه کیږه.
همدارنګه فرمايي: ﴿فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ الروم: 30.
ترجمه: نو سیده سم کړه خپل مخ دی د توحید دین ته، په داسی حال کښی چه ته سم کلک پر حق ولاړ يي او بلی خوا ته میلان ونلری، همدا توحید د الله تعالی هغه فطرت دې چه الله تعالی پری خلک پیدا کړي دي، هیڅ بدلون نشته د الله تعالی په پیدايښت کښی، او همدا سم او مضبوط دین دې خو ډیر خلک نه پری پوهیږي.
همدراز فرمايي:﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ﴾ البينة: 5 .
ترجمه: او حکم نه وو شوې دوي ته مګر ددي چه دوي دي عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوي، په داسی حال کښی چه خالص کوونکي وي یواځی د یو الله لپاره د خپل دین او عبادت، او په داسی حال کښی چه ولاړ وي کلک په حق او مائل نه وي باطل ته، او پوره په خپل وخت د ټولو آدابو سره اداء کوي لمونځ، او ورکوي زکات د خپلو مالونو، او همدا قوي او مضبوط دین دې.
نو په دی آیاتونو کښی څرګند او ښکاره دلالت دې چه »حنیفیت« همدغه سم او خالص د توحید دین ته ویل کیږي.
همدارنګه په صحیح مسلم شریف کښی د عیاض بن حمار رضي الله عنه په حدیث قدسي شریف کښی چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم يي له خپل رب جلّ جلاله څخه روایت کوي الله تعالی فرمايي: ) إني خلقت عبادي حنفاء كلَّهم، وإنهم أتتهم الشياطين فاجتالتهم عن دينهم وحرمت عليهم ما أحللت لهم، وأمرتهم أن يشركوا بي ما لم أنزل به سلطاناً ( .
ترجمه: الله تعالی فرمايي: بی شکه ما خپل ټول بندګان داسی پیدا کړيدي چه حنفیان پر توحید کلک ولاړ دي، او له حق څخه بلی خوا ته هیڅ میلان نه لري، خو بیا وروسته شیطانانو دوي له خپل دین څخه واړول، او هغه څه يي پری حرام کړل چه ما ورته حلال کړي وو، او شیطانانو ورته حکم وکړ چه له ما سره هغه شرک وکړي چه ما پری هیڅ دلیل نه وو نازل کړې.
نو د »الاجتیال« معنی: له سمی لاری کیږیدل، او په بی لارۍ او ګمراهۍ کښی کږیدلو ته وايي.
په همدي معنی »المجول« هم دې ځکه هغه هم کوږ وي.
او حسان بن ثابت رضي الله عنه په یو شعر کښی أبو سفیان بن الحارث غندي او د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه دفاع کوي، نو فرمايي:
هجوت مباركاً برَّا حنيفاً ... أمينَ الله شيمته الوفاء
ترجمه: یعنی تا داسی یو بنده غندلې دې او بد پری ویلي دي چه مبارک، نیک، د ښیګړو خاوند دې، او پر توحید کلک ولاړ چه هیڅ بلی خوا ته کوږوالې نه لري، بلکه هغه د الله تعالی لخوا د هغه ددين امانت دار دې چه دده خپل خوي او اخلاق وفاداري ده.
نو »حنیفاً« معنی: یعنی سم دم پر حق ولاړ، چه تاسو هم پکښی هیڅ عیب نشئ مندلاي او پر دي اعتراف هم کوئ.
له دي مخکنی وضاحت څخه دا څرګنديږي چه »حنیفیت« هغه سم دم د توحید دین دې چه هیڅ ډول میلان او کوږوالې او بی لاری پکښی نشته، او نه هم پکښی د طعن او عیب لګولو مجال شته، او هغه همدا د توحید دين دې.