المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، الدرس السادس: شرح الأصل الأول, وهو معرفة العبد ربه جل وعلا (60)


أبو زكريا
_22 _March _2017هـ الموافق 22-03-2017م, 08:17 AM
الدرس السادس: شرح الأصل الأول وهو معرفة العبد ربه جل وعلا
قال رحمه الله:
اقتباس:
(اعْلَمْ أَرْشَدَكَ اللهُ لِطَاعَتِهِ أَنَّ الحَنِيفِيَّةَ - مِلَّةَ إِبْراهِيمَ -: أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَحْدَهُ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ، وَبذَلكَ أَمَرَ اللهُ جَمِيعَ النَّاسِ وَخَلَقَهُمْ لَهَا؛ كَمَا قَالَ تَعَالى: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ [الذاريات:56]، وَمَعْنَى يَعْبُدُونِ: يُوَحِّدُونِ.
وَأَعْظَمُ مَا أَمَرَ اللهُ بهِ التَّوْحِيدُ، وَهُوَ: إِفْرَادُ اللهِ بالْعِبَادَةِ، وَأَعْظَمُ مَا نَهَى عَنْهُ الشِّرْكُ، وَهُوَ: دَعْوَةُ غَيْرهِ مَعَهُ؛ وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾ [النساء:36].
فَإذَا قِيلَ لَكَ: مَا الأُصُوْلُ الثَّلاثَةُ الَّتِي يَجبُ عَلَى الإِنْسَانِ مَعْرِفَتُها؟
فَقُلْ: مَعْرِفَةُ العَبْدِ رَبَّهُ، وَدِينَهُ، وَنَبيَّهُ مُحَمَّداً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.
فَإِذَا قِيلَ لَكَ: مَنْ رَبُّكَ؟
فَقُلْ: رَبيَ اللهُ الَّذِي رَبَّانِي، وَرَبَّى جَمِيعَ العَالَمِينَ بنِعْمَتِهِ، وَهُوَ: مَعْبُودِي لَيْسَ لِي مَعْبُودٌ سِوَاهُ.
وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿الحَمْدُ لِلِّهِ رَب العَالَمِينَ﴾ [الفاتحة:2]، وَكُلُّ مَن سِوَى اللهِ عَالَمٌ، وَأَنَا وَاحِدٌ مِنْ ذَلِكَ العَالَمِ.
فَإِذَا قِيلَ لَكَ: بمَ عَرَفْتَ رَبَّكَ؟
فَقُلْ: بآيَاتِهِ وَمَخْلُوقاَتِهِ، وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَالشَّمْسُ وَالْقمَرُ، وَمِنْ مَخْلُوقَاتِهِ السَّمَاواتُ السَّبْعُ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَالأَرَضُونَ السَّبْعُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَمَا بَيْنَهُمَا.
وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿لَخَلْقُ السَّماواتِ وَالأَرْضِ أكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ﴾ [غافر:57].
وَقَوْلُهُ تَعَالى: ﴿وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لاَ تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلاَ لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلِّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ﴾ [فصلت:37].
وَقَوْلُهُ تَعَالى: ﴿إِنَّ رَبَّكُمُ اللهُ الَّذِي خَلَقَ السَّماوات وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثاً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بأَمْـرِهِ أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾ [الأعراف:54].
وَالرَّبُّ: هُوَ الْمَعْبُودُ.
وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ والَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (21) الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاءَ بنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رزْقاً لَكُمْ فَلاَ تَجْعَلُوا لِلِّهِ أَنْدَاداً وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [البقرة:21-22]
قَالَ ابْنُ كَثيِرٍ -رَحِمَهُ اللهُ تَعَالى-: (الْخَالِقُ لِهذِهِ الأَشْيَاءِ، هُوَ المُسْتَحِقُّ لِلْعبَادَةِ).


عناصر الدرس:
· بيان معنى الحنيفية.
- الأمر باتباع ملّة إبراهيم عليه السلام
· بيان معنى الإخلاص
· بيان أعظم ما أمر الله به وهو التوحيد.
· بيان أعظم ما نهى الله عنه وهو الشرك.
· بيان الأصول الثلاثة التي يجب على العبد معرفتها وهي: معرفة العبد ربه ونبيه ودين الإسلام بالأدلة.
· دراسة الأصل الأول وهو معرفة العبد ربه جل وعلا.
- بيان معنى الرب.
- بيان طرق معرفة العبد ربه جل وعلا.
- أمثلة للآيات الدالة على بطلان عبادة ما سوى الله عز وجل
....- حجج وجوب التوحيد في القرآن الكريم

أبو زكريا
_22 _March _2017هـ الموافق 22-03-2017م, 08:32 AM
شپږم درس: د لومړي اصل او بنسټ شرح او توضیح:


بنده باید خپل رب او پروردګار جل جلاله وپيژني

شیخ رحمه الله په دي درس کښی داسی فرمايي:
(اعْلَمْ أَرْشَدَكَ اللهُ لِطَاعَتِهِ أَنَّ الحَنِيفِيَّةَ - مِلَّةَ إِبْراهِيمَ -: أَنْ تَعْبُدَ اللهَ وَحْدَهُ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ، وَبذَلكَ أَمَرَ اللهُ جَمِيعَ النَّاسِ وَخَلَقَهُمْ لَهَا؛ كَمَا قَالَ تَعَالى:﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾[الذاريات:56]، وَمَعْنَى يَعْبُدُونِ: يُوَحِّدُونِ.
وَأَعْظَمُ مَا أَمَرَ اللهُ بهِ التَّوْحِيدُ، وَهُوَ: إِفْرَادُ اللهِ بالْعِبَادَةِ، وَأَعْظَمُ مَا نَهَى عَنْهُ الشِّرْكُ، وَهُوَ: دَعْوَةُ غَيْرهِ مَعَهُ؛ وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى:﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾[النساء:36].
فَإذَا قِيلَ لَكَ: مَا الأُصُوْلُ الثَّلاثَةُ الَّتِي يَجبُ عَلَى الإِنْسَانِ مَعْرِفَتُها؟
فَقُلْ: مَعْرِفَةُ العَبْدِ رَبَّهُ، وَدِينَهُ، وَنَبيَّهُ مُحَمَّداً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.
فَإِذَا قِيلَ لَكَ: مَنْ رَبُّكَ؟
فَقُلْ: رَبيَ اللهُ الَّذِي رَبَّانِي، وَرَبَّى جَمِيعَ العَالَمِينَ بنِعْمَتِهِ، وَهُوَ: مَعْبُودِي لَيْسَ لِي مَعْبُودٌ سِوَاهُ.
وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى:﴿الحَمْدُ لِلِّهِ رَب العَالَمِينَ﴾الفاتحة:2، وَكُلُّ مَن سِوَى اللهِ عَالَمٌ، وَأَنَا وَاحِدٌ مِنْ ذَلِكَ العَالَمِ.
فَإِذَا قِيلَ لَكَ: بمَ عَرَفْتَ رَبَّكَ؟
فَقُلْ: بآيَاتِهِ وَمَخْلُوقاَتِهِ، وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَالشَّمْسُ وَالْقمَرُ، وَمِنْ مَخْلُوقَاتِهِ السَّمَاواتُ السَّبْعُ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَالأَرَضُونَ السَّبْعُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَمَا بَيْنَهُمَا.
وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى:﴿لَخَلْقُ السَّماواتِ وَالأَرْضِ أكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ﴾[غافر:57].
وَقَوْلُهُ تَعَالى:﴿وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لاَ تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلاَ لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلِّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ﴾[فصلت:37].
وَقَوْلُهُ تَعَالى:﴿إِنَّ رَبَّكُمُ اللهُ الَّذِي خَلَقَ السَّماوات وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثاً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بأَمْـرِهِ أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾[الأعراف:54].
وَالرَّبُّ: هُوَ الْمَعْبُودُ.
وَالدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالى:﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ والَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (21) الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاءَ بنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رزْقاً لَكُمْ فَلاَ تَجْعَلُوا لِلِّهِ أَنْدَاداً وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾[البقرة:21-22]
قَالَ ابْنُ كَثيِرٍ -رَحِمَهُ اللهُ تَعَالى-: (الْخَالِقُ لِهذِهِ الأَشْيَاءِ، هُوَ المُسْتَحِقُّ لِلْعبَادَةِ).

ترجمه: په دي خبره ځان پوه کړه – الله تعالی دي نیکۍ ته مخه کړه – چه د »حنیفیت« کوم چه د ابراهیم علیه السلام دین وو، معنی یي دا ده چه: ته یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړی، او خپل ټول عبادتونه او د بندګۍ ډولونه او انواع یواځی د یو الله تعالی د رضامندۍ لپاره خاص او ځانګړي کړی؛ ځکه الله تعالی په همدي کار باندي ټولو خلکو ته امر او حکم کړې دې، بلکه دا خلک يي د همدي هدف لپاره پیدا کړي دي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجنَّ وَالإِنْسَ إلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾الذاريات:56.
ترجمه: ما پیریان او انسانان نه دي پيدا کړي مګر ددي لپاره چه یواځی ځما عبادت او بندګي وکړي.
نو د )یَعْبُدُوْنَ( معنی دا ده چه: ما پخپلو عبادتونو کښی یو او یکتا وګڼي.
د الله تعالی په ټولو اوامرو کښی هم لوي امر هغه دې چه په توحید او د هغه په یو او یکتا منلو باندي يي کړې دې.
د توحید معنی دا ده چه: بنده الله تعالی لره پخپلو عبادتونو او بندګیو کښی یواځی، یو او یکتا ومني.
او د الله تعالی تر ټولو لويه او مهمه منع او نهي هغه ده چه له شرک څخه يي منع فرمایلی ده، او د شرک معنی دا ده چه الله تعالی ته د چغی او رابللو تر څنګ بل څوک هم خپل مشکلاتو د حل لپاره راوبلل شي، او اواز او رامددشه ورته وویل شي، دلیل يي دا دې چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَاعْبُدُوا اللهَ وَلاَ تُشْرِكُوْا بهِ شَيْئاً﴾النساء:36 .
ترجمه: یعنی عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی وکړئ، او له هغه سره بل هیڅ شې شریک او برخوال مه منئ.
که درڅخه وپوښتل شي چه هغه دری اصول او بنسټونه کوم کوم دي چه په هر انسان يي پیژندل فرض دي؟
نو په ځواب کښی ورته ووايه چه : هغه دری اصول او بنسټونه دا دي چه:
لومړې: هر بنده خپل رب او پروردګار وپيژني.
دوهم: هر بنده خپل هغه دین وپيژني د الله تعالی له خوا يي پر منلو مکلف دې.
دریم: هر بنده د دغه رب او پروردګار لخوا رالیږل شوې پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وپيژني.
که څوک درڅخه پوښتنه وکړي چه ستا رب او پروردګار څوک دې؟
ته په ځواب کښی ورته ووایه: چه ځما رب او پروردګار هغه الله تعالی دې چه ځما او د ټولو مخلوقاتو پالنه او پرورش يي په خپلو نعمتونو باندي کړې دې، او له هغه پرته بل هیڅوک د عبادت او بندګۍ وړ لایق او مستحق نشته.
ددي خبر دلیل هم دا دې چه الله تعالی فرمايي: ﴿الحَمْدُ لِلَّهِ رَب العَالَمِينَ﴾ الفاتحة:2 .
ترجمه: د کمال ټول ثنا او صفتونه یواځی یو الله تعالی لره دي، او یواځی د یو الله تعالی حق دې.
او د الله تعالی پرته ټول هر څه په مخلوقاتو کښی راځي، د کومو چه الله تعالی پالونکې او پرورش کونکې دې، او زه هم ددغه مخلوقاتو له جملی څخه یو مخلوق یم.
او که درڅخه وپوښتل شو چه تا خپل رب او پروردګار په څه وپيژندلو؟
نو په ځواب کښی ورته ووایه چه ما خپل رب او پروردګار د هغه د ربوبیت په نښو او علامو او د هغه په مخلوقاتو باندي وپيژندلو، چه ځینی له دغه نښو او علامو څخه هم شپه، ورځ، لمر ، سپوږمۍ دي، همدارنګه ځينی له مخلوقاتو څخه يي اووه واړه اسمانونه او هغه څه چه په دغه اسمانونوکښی دي، او اووه واړه ځمکی او هغه څه چه په دغه ځمکو کښی دي، او هغه څه چه د اسمانونو او ځمکو تر منځ دي.
دلیل يي دا دې چه الله تعالی فرمايي: ﴿لَخَلْقُ السَّماواتِ وَالأَرْضِ أكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ﴾[غافر:57 .
ترجمه: خامخا د اسمانونو او ځمکی پیدا کول د خلکو له پیدا کولو ډیر لوي او ګران کار دې ) نو اي خلکو! چه تاسو په دي اعتراف او اقرار کوئ چه اسمانونه او ځمکی الله تعالی پیدا کړي دي، نو د خلکو پیدا کول او په قیامت کښی بیا راژوندي کول خو له دي څخه آسان کار دې(.
همدراز الله تعالی فرمايي: ﴿وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لاَ تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلاَ لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلِّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ﴾[فصلت:37 .
ترجمه: او د الله تعالی د ځينی علامو، نښو، او دلایلو څخه: شپه، ورځ، لمر، او سپوږمۍ دي، نو تاسو لمر او سپوږمۍ ته سجدی مه کوئ، بلکه یواځی هغه یو الله تعالی ته سجده وکړئ چه دا لمر او سپوږمۍ يي پيدا کړي دي، که چیری تاسو یواځی د یو الله تعالی عبادت کوونکي یاست.
همداشان الله تعالی په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿إِنَّ رَبَّكُمُ اللهُ الَّذِي خَلَقَ السَّماوات وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثاً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بأَمْـرِهِ أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾[الأعراف:54 .
ترجمه: بیشکه ربّ او پالونکې ستاسو یواځی یو الله تعالی دې، هغه الله تعالی چه اسمانونه او ځمکه يي په شپږو ورځو کښی پیدا کړي دي، بیا په عرش دپاسه اوچت شو، د ورځی رڼا د شپی په تیاره او تورتم باندي پټوي، چه طلب کوي او ورپسی کیږي يو بل لره په تلوار او جلتۍ سره، همدارنګه پیدا کړي يي دي لمر، سپوږمۍ او نور ستوري، په داسی حال کښی چه تابعدار دي حکم د الله تعالی ته، نو خبردار! همدغه الله تعالی لره اختیار د پیداکولو او حکم کولو دې، او برکت والا او برکت اچوونکې دې هغه الله تعالی چه پالونکې د ټولو مخلوقاتو دې.
نو دلته د »رب« معنی معبود ده.
دلیل يي هم دا دې چه الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ والَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ* الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاءَ بنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رزْقاً لَكُمْ فَلاَ تَجْعَلُوا لِلِّهِ أَنْدَاداً وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾البقرة:21-22 .
ترجمه: اي خلکو! تاسو عبادت او بندګي یواځی د خپل هغه رب وکړئ چه ستاسو پالونکې دې، چه تاسو يي پيدا کړي یاست، او هغه څوک يي هم پیدا کړي دي چه له تاسو څخه مخکی تیر شوي دي، ښايي تاسو پرهیزګار شئ او له الله تعالی وویریږئ، ستاسو پالونکې الله تعالی هغه ذات دې چه ستاسو لپاره يي ځمکه فرش او هواره ګرزولی ده، او اسمان يي چت ګرزولې دې، او له پاسه یي تاسو باندي د باران او اورښت اوبه راتوي کړي او ورولي دي، چه په هغی باندي یي ستاسو لپاره ډول، ډول میوی د روزۍ لپاره رازرغونی کړي دي، نو مه ګرزوئ، او مه منئ د الله تعالی سره شریکان او سیالان، حال دا چه تاسو ښه پوهیږئ.
دلته حافظ ابن کثیر رحمه الله فرمايي: ددي مخلوقات پیدا کوونکې همهغه د عبادت اوبندګۍ وړ لایق او مستحق دې.
ددي درس عناصر:
د »حنیفیت« معنی.
د ابراهیم علیه السلام د دين په پیروۍ باندي حکم.
د »اخلاص« معنی.
د الله تعالی په احکامو او اوامرو کښی د تر ټولو لوي او عظیم الشان حکم او امر بیان، چه هغه توحید دې.
د الله تعالی په تر ټولو لویو منهیاتو کښی د لوي منهي عنه شي بیان چه هغه شرک دې.
د هغه دری مهمو او اړینو بنسټونو بیان او وضاحت چه په هر بنده باندي يي پیژندل فرض او لازمي دي، چه هغه:
لومړې: بنده باید خپل رب وپيژني.
دوهم: بنده باید خپل پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وپيژني.
دریم: بنده باید هغه دین وپيژني چه خوږ پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د الله جل جلاله لخوا راوړې دې.
د هغه لارو چارو پیژندل چه یو بنده پری خبل رب او معبود او پالونکی پيژندلی شي.
د مثال او بیلګی په ډول د هغی آیاتونو پيژندل چه د الله تعالی پرته د بل چا د عبادت او بندګۍ پر بطلان او بیهوده کیدو دلالت کوي.
همدارنګه د دلایلو په رڼا کښی د اسلام د مقدّس دین پيژندل.
همداشان د توحید د فرضیت دلایل پيژندل.