المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، أسئلة على الدروس السابقة (59)


أبو زكريا
_9 _February _2017هـ الموافق 9-02-2017م, 10:55 AM
هذه أسئلة افتراضية صيغت من أمثلة واقعية ومما يُستفتى فيه في مسائل الاعتقاد ليقيس المعلّم فهم الطلاب لمقاصد الدروس السابقة.
س1: رجل وجد دعاية لدورة تدريبية تنظمها إحدى المؤسسات، وهذه الدورة تدرّس نظريات تثبت -على قولهم- أن كل الأفعال التي يعتبرها الناس خاطئة يمكن تبريرها ولها دوافع إيجابية، وأن النظر إليها نظرة إيجابية هو الموقف الصحيح لتقبل الآخرين والتعايش معهم كما هم.
ماحكم الالتحاق بهذه الدورة؟ اذكر الدليل على ذلك.
س2: رجل لديه اضطراب في النوم، وكثيراً ما ينام عن صلاة الفجر، هل يصح له أن يدعو غيره إلى أداء صلاة الفجر مع جماعة المسلمين؟
س3: رجل مرّ برفقة عائلته على قوم يشربون الخمر، وخشي أنه إذا أنكر عليهم اعتدوا على أهله، فهل ينكر عليهم؟
س4: رجل وجد مُلحِداً ينكر وجود الخالق عز وجل، فكيف يلزمه بالحجة على ذلك؟
س5: اشترك رجل مسلم مع رجل نصراني في مصنع لتصنيع الأواني وبيعها، فما حكم ما فعله المسلم؟
6: ألقت الشرطة القبض على عصابة مكونة من خمسة أفراد هم:
1: خالد (مسلم)
2: زيد (مسلم)
3: ماريا (نصرانية)
4: ووتش (نصراني)
5: اليعازر (يهودي)
تقوم هذه العصابة بالنصب والاحتيال والسرقة؛ فما حكم ما فعله خالد وزيد؟ وهل هو ردة عن دين الإسلام؟
س7: طالب مسلم مبتعث للدراسة في الخارج، وتعرف على طالبة نصرانية واتخذها عشيقة له؛ فما حكم ما فعله هذا الطالب؟ وهل هو ردة عن دين الإسلام؟
س8: باحث متخصص في إعداد الدراسات والبحوث، اجتمع به موظف استخبارات من دولة كافرة، وطلب منه التعاون في إعداد بعض الدراسات عن الأنشطة الدعوية في بلد من بلدان المسلمين وتعريفه بمصادر تمويلها وأثر هذه النشاطات على أهل ذلك البلد، وأن يقدّم له التوصيات المناسبة لتحجيم دور هذه النشاطات ومنع تمويلها وتشويه جهود القائمين عليها، فقام هذا الباحث بإعداد هذه الدراسة، وقدّمها لموظف الاستخبارات، وحصل بموجب ذلك على مبلغ مالي وحوافز تشجيعية.
السؤال: ما حكم ما فعله هذا الباحث؟

أبو زكريا
_9 _February _2017هـ الموافق 9-02-2017م, 11:00 AM
د مخکنیو سبقونو په اړه تطبیقي سوالونه او پوښتنی
دا پوښتنی په اصل کښی فرضي او اټکل ايښوول شوي دي، خو د واقعي مثالونو، او هغه څه نه اخستل شوي دي چه د عقیدوي مسائلو په هکله يي اکثر خلک پوښتنی کوي، ترڅو یو ښوونکې په تیرو درسونو باندي د خپلو شاګردانو پوهیدل خپل ځان ته معلوم او اندازه کړي، او وه یي ازموي.
س۱/ که یو څوک یوه اعلان وويني چه کومه مؤسسه یو داسی روزنیز سمینار جوړوي چه پکښی داسی موضوع څیړي چه ددوي په نظر ټول هغه کارونه چه خلک ورته خطا وايي، کیداي شي یو مثبت اړخ هم ولري، او د دغی کارنو کوونکي حق او ازادي لري چه وه يي کړي، بلکه دغسی کارنو ته په مثبت نظر کتنه صحیح دریځ دې ترڅو وکولاي شو له خپلو مخالفینو سره په ټولنه کښی ګډ ژوند وکړو.
پوښتنه دا ده چه دغسی سیمینار کښی برخه اخستل د اسلامي شریعت له نګاه او نظر نه څه حکم لري؟ او دلیل يي څه دې؟.
س۲/ که د یو چا خوب منظّم نه وي، او اکثر تری د سهار لمونځ قضا کیږي، آیا ده ته روا دي چه بل څوک د سهار لمونځ په جمع او جماعت سره ادا کولو ته راوبلي؟.
س۳/ که له یو چا سره خپله کورنۍ او خیلخانه ملګري وي او دوي د داسی يوی ډلی خلکو په خوا تیریږي چه شراب څښي، نو دې ویریږي چه که له شرابو څښلو يي منع کوي، نو دوي او د کورنۍ غړو باندي به حمله وکړي او تکلیف او ربړونه به ورته ورسوي، نو آیا دا سړې به دغه شراب څښونکی ډله له شرابو منع کوي کنه؟.
س۴/ که یو داعي له یو داسی مُلْحِد سره مخ شي چه د الله تعالی له شتون څخه منکر وي، نو څرنګه به يي په دلیل سره ملامت کړي؟.
س۵/ که یو مسلمان له کوم نصراني سره د لوښو جوړولو او بیا يي پلورلو په یوه کارخانه کښی شریک شي، آیا دا کار ورته روا دې؟.
س۶/ که پولیس یوه داسی پنځه کسیزه ډله خلک ونیسي چه دوه يي مسلمانان، دوه يي نصرانیان، او یو يي یهودي دې، او د دي ډلی جرم غلا، په چل ول د خلکو مالونه خوړل او اختلاس وي، نو آیا هغه دوه مسلمانان په دي حالت کښی مسلمانان بلل کیږي که مرتدان؟.
س۷/ که یو مسلمان زده کوونکې او محصل د زده کړی لپاره کوم بهرني هیواد ته لاړ شي، او هلته يي له کومی نصرانۍ محصلی سره وپيژندل او یارانه يي ورسره پیل کړه، نو د دي محصل دا کار په اسلامي شریعت کښی څه حکم لري؟ او آیا دا کار له دین څخه دوتلو او مرتد کیدو سبب کیدې شي؟.
س۸/ یو مسلمان چه په علمي څیړنو کښی تخصص لري، د یو کافر هیواد د استخباراتو مامور ورته راځي او ورڅخه د ځینو څیړونو په تیارولوکښی ورڅخه مرسته غواړي.
مثلاً په اسلامي هیوادونو کښی د هغه اسلامي دعوتي نشاطاتو په هکله ورڅخه څیړنه وغواړي چه په کوم مسلمان هیواد کښی روان وي، د هغی مالي مدرکونه، ددغه دعوتي نشاط د هیواد په خلکو باندي اغیز او اثر، او ددغه دعوتي نشاط مخه نیولو او بندولو لاری چاری لټون او څیړنه، د هغی د مالي مدرک مخه نیولو طریقی، هلته د اسلامي دعوتګرو بدنامولو طریقی، او داسی نور ورڅخه وغواړي، او په عوض کښی به يي ورته معاش یا یو مالي مبلغ ورته ورکړي، او دا څیړونکې هم دغه کارونه ورته وکړي، او دغه جاسوس ته يي وروسپاري، او هغه مالي مبلغ يا بل کومه شخصي ګټه پری لاس ته راوړي.
نو پوښتنه دا ده چه د دي څیړونکي او دده د څیړنی حکم په اسلام کښی څه دې؟.