تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، حكم معاملة الكفار (بشتو) (58)


أبو زكريا
_25 _December _2016هـ الموافق 25-12-2016م, 07:14 AM
أحكام معاملة الكفار
· بيّن الله تعالى في كتابه الكريم أحكام معاملة الكفار وبين ذلك النبي صلى الله عليه وسلم، ومن أراد تفاصيل ذلك فليطلبه بتعلم هذه المسائل في كتب الفقه.
· حرّم الله مناكحة المشركين الوثنيين وحرم ذبائحهم، وأباح نكاح الكتابيات وأباح طعام أهل الكتاب، وحرم استعمال آنية الكفار، وحرم التشبه بهم، وبين أحكام التهادي بين المؤمنين والكافرين وما يجوز منه وما لا يجوز، إلى غير ذلك من الأحكام التي يحتاج طالب العلم إلى تعلمها، ولا سيما من يبتلى بمعاملة الكفار كثيراً؛ فيعرف ما يحل له وما لا يحل له، مع انطواء قلبه على محبة الله ورسوله وبغض الشرك وأهله.
حكم تهنئة الكفار بأعيادهم
· لا تجوز تهنئة الكفار بأعيادهم، ويختلف حكم المهنّئ باختلاف قصده.
- من هنّأ الكفار بأعيادهم الكفرية رضا بما يصنعون فهو كافر مرتدّ عن دين الإسلام والعياذ بالله.
- ومن هنّأهم بعبارات فيها مجاملة لا يريد بها التعبير عن الرضا بعقيدتهم فهو قد ارتكب حراماً لكن لا يُحكم بكفره ما دام قلبه منكراً كفرهم.
- قال ابن القيم رحمه الله: (وأما التهنئة بشعائر الكفر المختصة به فحرام بالاتفاق، مثل أن يُهنئهم بأعيادهم وصومهم، فيقول: عيد مبارك عليك، أو تهنأ بهذا العيد ونحوه؛ فهذا إن سلِمَ قائله من الكفر فهو من المحرّمات، وهو بمنزلة أن تُهنئة بسجوده للصليب بل ذلك أعظم إثماً عند الله، وأشدّ مَـقتاً من التهنئة بشرب الخمر وقتل النفس وارتكاب الفرج الحرام ونحوه. وكثير ممن لا قدر للدِّين عنده يقع في ذلك، ولا يدري قبح ما فعل، فمن هنّـأ عبد بمعصية أو بدعة أو كـُـفْرٍ فقد تعرّض لِمقت الله وسخطه)ا.هـ.
- وقال ابن عثيمين رحمه الله: (يَحرم على المسلمين التّشبّه بالكفار بإقامة الحفلات بهذه المناسبة، أو تبادل الهدايا، أو توزيع الحلوى، أو أطباق الطعام، أو تعطيل الأعمال ونحو ذلك، لقول النبي صلى الله عليه وسلم: مَنْ تشبّه بقوم فهو منهم).
من شاركهم ليطعم معهم أو ليستمتع بفسقهم وغنائهم فقد أتى محرّماً عظيماً، ولا يحكم بكفره ما دام قلبه منكراً لكفرهم وشركهم.

أبو زكريا
_25 _December _2016هـ الموافق 25-12-2016م, 07:25 AM
له کفارو سره د معاملی احکام
الله سبحانه و تعالی په خپل کتاب قرآنکریم او رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په خپلو سنتو او احادیثو شریفو کښی له کفارو سره د معاملی او راکړی ورکړی احکام په مفصل او واضح ډول بیان کړي دي، چه دا تفاصیل د فقه کتابونو کښی موندلې شئ.
*په لنډ ډول: الله تعالی د بُت پرستو مشرکانو سره نکاح او واده کول حرام او منع کړي دي، همداراز د هغوي د لاس حلالکه يي حرامه کړی ده.
خو د اهل کتابو )یهودو او نصاراو( له ښځو سره نکاح، او همدا رنګه د اهل کتابو د لاس حلالکه يي روا او حلاله ګڼـلی ده.
همدارنګه د ټولو کافرو د لوښو او د خوراک څښاک سازو سامان استعمال يي حرام او منع کړې دې، له هغوي سره مشابهت او یو شانوالې یي هم حرام کړې دې.
همدارنګه د مسلمان او کافر تر منځ د تحفو او ډالیو احکام او د هغه روا او ناروا ډولونه يي بیان کړي دي.
همداسی نور احکام چه یو طالب العلم يي باید زده کړي، په ځانګړي ډول هغه څوک چه له کافرو سره په تعامل او راکړه ورکړه باندي اخته کیږي او اړتیا يي ورته پيښیږي، چه په دغه باب کښی روا او ناروا دواړه سره وپيژني، او پخپل زړه کښی د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم له مینی او محبت څخه، او د شرک او مشرکینو سره له بغض او کینی څخه ډک وي.
کافرو ته د هغوي د اخترونو په مناسبت مبارکۍ ویلو حکم
*په لنډ ډول ټولو کافرو ته د هغوي د اخترونو په مناسبت مبارکي ویل روا نه دي، خو د مبارکۍ ویونکي حکم د هغه په نیت او قصد پوری تړلې دې:
مثلاً که کافرو ته د هغوي د اخترونو مبارکي ویونکې د هغوي په دغه کارونو باندي راضي وي، مبارکي ویونکې کافر او د اسلام له مقدّس دین څخه مرتد شمیرل کیږي، نعوذ بالله.
خو که په داسی احتمالي تعبیرونو ورته مبارکي ووايي چه مجامله پکښی وي، او د هغوي په کړنو باندي رضا او خوشحالي پکښی نه وي نو په دي حالت کښی مبارکي ویونکي د یو حرام او ناروا کار مرتکب دې، خو د کفر حکم ورباندي نه کیږي، ترڅو چه په زړه کښی هغه ددوي د کفر بد ګڼـونکې وي او په زړه کښی ورسره کینه او بغض ولري.
امام ابن القیّم رحمه الله فرمايي: کفارو ته د هغوي د کفر پوری ځانګړی شعایرو، اخترونو او نورو مناسبتونو باندي مبارکي ويل د علماؤ په اتفاق باندي حرام او ناروا دي، لکه هغوي ته د هغوي په اخترونو کښی یا د هغوي د دينی روژو په مناسبت مبارکي ويل، چه مثلا ورته ووايي: اختر دي مبارک شه، او یا دا اختر دي ستا لپاره مبارک او د خوښۍ مناسبت وي، او داسی نور، دداسی مبارکیانو ویونکې مسلمان که له کفر څخه بچ هم شي، خو د یو حرام او ناروا کار مرتکب خو شمارل کیږي؛ ځکه دې داسی دې لکه کافر چه یو بُت ته سجده کوي او ته ورته په دغه شان سجده باندي مبارکي وايي، بلکه د دي مبارکۍ ګناه د الله تعالی په وړاندي په شرابو څښلو باندي، او د ناروا قتل، او زنا داسی نورو ګناهونو باندي د مبارکۍ له ګناه څخه لویه ده، سره له دي چه د دین او دیندارۍ په هکله بی پروا خلک په داسی نارواو کښی واقع کيږي، او دې خبر نه وي چه دا څومره لویه ګناه ده، نو یو څوک چه کوم بنده ته د هغه د یوی ګناه او یا بدعت او یا هم د هغه په کفر باندي هغه ته مبارکي ووايي، ګویا ځان یي د الله تعالی غضب او قهر ته ورړاندي کړ.ا.هـ.
همدارنګه شیخ ابن عُثَیْمِین رحمه الله فرمايي: مسلمانانو ته ناروا ده چه هغوي کافرو سره د هغوي په اخترونو او نورو دیني مناسبتونو کښی ځان یوشان کړي او ورسره په کښی شریک شي، او په دغه مناسبتونو باندي یو تر بله تحفی او ډالۍ تبادله کړي، او یا هم خواږه او حلواګانی او د ډوډۍ کاسی وويشي، او یا هم ورته له کار څخه رخصتي وکړي، او داسی نور؛ ځکه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: )مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ(.
ترجمه: یعنی چا چه له چا سره ځان یو شان کړ دې به په آخرت کښی هم د هغوي له جملی نه وي.
خو که څوک یواځی ددي لپاره په دغه مناسبتونو کښی ورسره برخه اخلي چه له هغوي سره د هغوي تیار کړي ښه ښه خوراکونه ورڅخه وخوري، او یا د هغوي په فسق او فجور سندرو څخه خوند واخلي نو په دي حالت کښی ده یو ډیر لوي ناروا کار وکړ، خو د کفر حکم ورباندي نه کیږي، تر څو چه دې د هغوي کفر او شرک بد ګڼـونکې وي.