المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، أقسام المسلمين في البراءة من الكافرين (بشتو) (75)


أبو زكريا
_25 _December _2016هـ الموافق 25-12-2016م, 06:59 AM
أقسام المسلمين في البراءة من الكافرين

·إذا تبين ما سبق عرفت أن المسلمين في البراءة من الكفار على ثلاثة أقسام:
- قسم غلوا في البراءة وتعدوا حدود الله في ذلك فارتكبوا من الظلم والعدوان والتنفير عن دين الله عز وجل ما لا يحل لهم، وهم مخطؤون في ذلك خطأ شنيعاً.
- وقسم فرطوا وتساهلوا في ذلك حتى حصلت منهم مودة ومحبة للكفار في بعض شؤون دنياهم من غير أن يتخذوهم أولياء، وإنما خالفوا هدى الله ففعلوا ما لم يأذن الله به.
- فأصحاب هذين القسمين مخالفون لهدى الله خاطئون مذنبون.
- وقسم وسط اتبعوا هدى الله وامتثلوا أحكامه فتبرؤوا من الكفر وأهله وعاملوهم بمقتضى شرع الله فأحلوا ما أحله الله وحرموا ما حرمه الله ورعوا فيهم حدود الله.
فهؤلاء هم الموفقون الناجون.

أبو زكريا
_25 _December _2016هـ الموافق 25-12-2016م, 07:07 AM
له کفارو څخه په بیزارۍ کښی د مسلمانانو ډولونه
که مخکني بیان ته لږ ځیر شو، نو راته څرګنده به شي چه له کفارو څخه په بیزارۍ کښی مسلمانان دری ډولونو ته ویشل کیږي:
لومړې ډول: هغه څوک دي چه له کافرانو څخه په بیزارۍ کښی غُلُوّ او زیاتې کوي، او د الله له ايښوول شوو حدودو او پولو څخه تیریږي، د ظلم، زیاتي، او د الله تعالی له دین څخه د خلکو د شړلو او متنفر کولو کښی اخته کیږي، کوم چه ورته روا نه دې، نو دوي په دي کښی ډیره لویه خطا کوي.
دوهم ډول: هغه څوک دي چه په دي باب کښی کوتاهي کوي، او دومره بی باکۍ ته رسیږي چه له کفارو سره د هغوي په ځينی دنیوي اړخونو کښی هم محبت، مینه، او دوستي کوي، نو دوي سره له دي چه هغوي سره د زړه دوستي نه کوي، خو بیا هم د الله تعالی رالیږل شوي لارښوونی څخه سرغړونه کوي، او د هغه څه مرتکب کیږي چه الله تعالی يي اجازه ورته نه ورکوي.
په یاد باید ولرو چه دا دواړه ډولونه که څه هم کفر او ارتداد ته نه رسیږي، خو بیا هم په دغه کار کښی په خطا دي او په یوه لویه ګناه ګناهګار شمیرل کیږي.
دریم ډول: هغه څوک دي چه ددي دواړو ډلو څخه يي یوه منځنۍ او درمیانه لار غوره کوي، او د الله تعالی ورښوول شوی لارښوونی او احکامو پيروي کوي، چه له کفر او کافرو بیزاره دي، او د هغوي سره د الله تعالی د رالیږل شوي شریعت او احکامو په رڼا کښی تعامل او رویه کوي، نو په دغه باب کښی د اسلامي شریعت لخوا حرام شوي شیان او کارونه حرام بولي او ځان تری ساتي، او همدارنګه د شریعت په رڼا کښی حلال او روا شیان او کارونه حلال او روا بولي، او د کافرو په حق د الله تعالی لخوا د بیان شوو حدودو مراعات کوي.
همدا ډول خلکو ته الله تعالی د نیکۍ توفیق ورکړې دې، او له خطا او ګناه څخه يي ځان ژغورلې دې.