تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم، سد الذرائع المفضية إلى موالاة الكفار (56)


أبو زكريا
_20 _December _2016هـ الموافق 20-12-2016م, 12:31 PM
سد الذرائع المفضية إلى موالاة الكفار

· جاءت الشريعة بسد الذرائع المفضية إلى موالاة الكفار، فنهى الله تعالى عن اتخاذهم بطانة؛ فقال الله تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾ [آل عمران: 118].
· اتخاذهم بطانة يؤنس بهم ويستشارون أو يُطلعون محرم في دين الإسلام، لكنها ليست موالاة، وإنما هي ذريعة إلى الموالاة، وفرق بين الأمرين، وقد خاطب الله المؤمنين الذين نزلت فيهم هذه الآية باسم الإيمان.
· روى ابن إسحاق عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه قال: (كان رجال من المسلمين يواصلون رجالا من اليهود، لما كان بينهم من الجوار والحِلْف في الجاهلية، فأنزل الله فيهم، ينهاهم عن مباطنتهم تخوُّف الفتنة عليهم منهم: ﴿يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا بطانة من دونكم﴾ [آل عمران: 118] إلى قوله: ﴿وتؤمنون بالكتاب كله﴾ [آل عمران: 119]).
· هؤلاء الذين نزلت فيهم الآية ليسوا متولين للكفار ولا محبين لدينهم ولا مناصرين لهم على المسلمين، وإنما كان ما فعلوه محرماً لأنهم قد يفضي بهم إلى موالاة الكفار، ومن حام حول الحمى يوشك أن يقع فيه.
· من أفضت به هذه الخصلة إلى موالاة الكفار ومناصرتهم ارتدّ بسبب ذلك، ومن لم تُفْضِ به إلى الموالاة فهو آثمٌ فاسقٌ بمعصيته ولا يحكم بكفره.
· من تودد إلى الكفار المحاربين بغية تحقيق مصلحة دنيوية من غير أن ينطوي قلبه على محبة الكفار ومحبة دينهم ولا أن يكون في ذلك مناصرة للكفار على المسلمين فهو فاسق مخالف لهدى الله تعالى لكنه لا يكفر بمجرد ذلك.
· لا يسمى فعله موالاة وإنما هو ذريعة للموالاة جاءت الشريعة بسدها كما في قوله تعالى: ﴿تسرون إليهم بالمودة وأنا أعلم بما أخفيتم وما أعلنتم ومن يفعله منكم فقد ضل سواء السبيل﴾ [الممتحنة: 1].
· وكذلك الثناء على بعض الخصال المحرمة لدى بعض الكفار ومحبتها أمر محرم لا يجوز، كالثناء على غناء المغنين منهم، وكذلك التعاون معهم على بعض المعاصي كالغناء وغيره من الأعمال المحرمة هو حرام لقول الله تعالى: ﴿وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ [المائدة: 2].
· أمّا إذا أفضى هذا التعاون إلى اتخاذهم أولياء ومناصرتهم على المسلمين فهي ردة عن دين الإسلام.
· بعض الأعمال تكون صورتها الظاهرة واحدة، ويختلف حكمها باختلاف الباعث عليها؛ فقد يفعلها بعضهم ويكون آثماً فاسقاً ولا يحكم بكفره، ويفعلها بعضهم ويكون مرتداً عن دين الإسلام.
· من كان قصده من التعاون مع هؤلاء الكفار اتخاذهم أولياء ومحاربة دين الإسلام والمناصرة على المسلمين وإفساد أخلاقهم لأجل أن ينتصر عليهم الكفار فهذه ردة عن دين الإسلام.
· ومن لم يقصد ذلك وإنما أراد ما دونه من اللهو المحرّم ونحوه من غير قصد مناوأة دين الله فقد أتى منكراً عظيماً يُخشى عليه من مغبّته.
· استفصل النبي صلى الله عليه وسلم من حاطب بن أبي بلتعة لما كان معروفاً بالإيمان والخير ونصرة الله ورسوله، ولم يستفصل من المنافقين الذين والوا اليهود لعلمه بحالهم.
· حاطب رضي الله عنه أخبرَ النبيَّ صلى الله عليه وسلم بقصده، وصدَقه فيما ذكر أنه لم يفعل ذلك رضى بالكفر بعد الإسلام؛ فصدّقه النبي صلى الله عليه وسلم وأخبر بصدقه.
· في رواية أن حاطباً رضي الله عنه قال: (يا رسول الله! أما والله إني ناصحٌ لله ولرسوله، ولكني كنت غريباً في أهل مكة، وكان أهلي بين ظهرانيهم، وخشيت عليهم؛ فكتبت كتاباً لا يضرّ الله ورسولَه شيئاً، وعسى أن يكون منفعةً لأهلي).
· دلّ سؤال النبي صلى الله عليه وسلم حاطباً عما حمله على ما صنع على اعتبار القصد.
· ودلّ إخبار النبي صلى الله عليه وسلم بصدق حاطب فيما قال؛ على أن الحكم على من فعل مثل فعله بما يظهر من صدقه.
· بعض العلماء يُطلق على بعض الأعمال بأن فيها نوع موالاة أي أنها ليست صريحة في الموالاة، وهذا في حال الحكم على بعض الأعمال الظاهرة التي لا يتبيّن قصدُ فاعلها أو أن فاعليها على مراتب فيها.
· التشبه بالكفار الأصل فيه التحريم، ومنه ما يصل بصاحبه إلى الكفر ومنه ما هو دون ذلك، وليس كل تشبه موالاة.

أبو زكريا
_20 _December _2016هـ الموافق 20-12-2016م, 12:35 PM
له کافرو سره ددوستئ د اسبابو مخنیوې
اسلامي شریعت تل د هغه اسبابو مخه نیولی ده چه له کافرو سره د هغوي د کفر په حالت کښی او د هغوي له کفر له خوښولو او ورسره ددوستئ لاره جوړوي، له همدي کبله الله تعالی مسلمانان د کافرانو د مشاورانو او رازدارانو له نیولو منع کړي دي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾ آل عمران: 118 .
ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو له مسلمانانو پرته نور دوستان او مشاورین او رازداران مه نیسۍ؛ ځکه دوي ستاسو په فساد او تاسو ته په ضرر رسولو کښی هیڅ ډول سستي او کوتاهي نه کوي، او تل ددوي خوښه او آرمان ستاسو تکلیف او زوریدل وي، بی شکه ددوي له خولو )او ژبو( ستاسو سره ددوي کینه، بغض او دښمني ښکاره شوی ده، )دا خو يي هغه ښکاره کینه او دښمني ده(، او کومه دښمني چه ددوي په زړونو کښی پټه پرته ده، هغه لا تر دي ډيره لويه ده، په تحقیق بی شکه تاسو ته مو د نفاق او منافقانو علامی او نښی په ښکاره بیان کړي دي، خو که تاسو عقل وچلوۍ او له عقله مو کار واخلۍ او پوهه شۍ.
*نو د کافرو داسی مشاورین او رازداران ټاکل چه د هغوي خبری منل کیږي، او ورڅخه مشوری اخستل کیږي، دا کار په اسلامي دین کښی منع او حرام دې، سره له دی چه دا کار په حقیقت کښی د هغوي سره دوستي نه ده، خو د هغوي دوستۍ ته یوه پلمه، ذریعه، او لار ده، او ددي دواړو ترمنځ فرق او توپیر څرګند دې؛ ځکه الله تعالی چه کومو مؤمنانو په هکله دا آیت کریمه نازل کړې دې هغوي الله تعالی پخپله په دغه آیت کریمه کښی د مؤمنانو په نوم نومولي دي.
*مشهور عالم محمد بن اسحاق رحمه الله له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت نقل کوي چه هغه فرمايلي دي: »ځینو مسلمانانو له ځینو یهودو سره راشه درشه لرله، ځکه له اسلام نه مخکښی ورسره هغوي ګاونډیتوب همسایه توب او یو ډول موافقی او هوکړی لرلی، نو الله تعالی د هغوي په هکله دغه آیت کریمه نازل کړ، چه مسلمانان له دي خبری منع کوي چه هغوي سره خپل رازونه شریک کړي او باور پری وکړي، ترڅو د هغوي له لاسه په کومه فتنه کښی اخته نه شي، چه د سورت آل عمران ۱۱۸- ۱۱۹ آیتونه دي، د يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا بطانة من دونكم﴾ آل عمران: 118 څخه تر﴿وتؤمنون بالكتاب كله﴾ آل عمران: 119، پوری.
*نو دا خلک چه دا آیت کریمه يي په هکله نازل شوې دې دوي له کافرو سره دوستانی نه لرلی، او نه يي د هغوي دین خوښ وو، او نه يي له هغوي سره د مسلمانانو پر خلف مرستی او کومکونه کول، خو دوي ته چه منع راغله له دي کبله چه دغه کار اګر که له کافرو سره- عین دوستانه نه وه خو د کافرو سره دوستانی ته يي لار جوړوله، او د کافرو سره ددوستۍ سبب کیدل، او څوک چه د ممنوع او حرامو خواوشا ګرزي پر هغه دا ویره شته چه هغه دي کوم وخت په حرامو کښی واقع هم شي.
*په هغه چا دهغه دا خويي دومره غالب شو چه د کافرو دوستۍ ته يي ورسولو، نو داسی شخص مرتد بلل کیږي، خو که په چا کښی دا صفت وو خو دومره نه وو چه د کافرو دوستۍ ته پری ورسیږي، نو په دي حالت کښی دې د دي خويي له کبله ګناهګار او فاسق بلل کیږي، او د کافر حکم پری نه کیږي.
*هغه څوک چه د يو دنیوي مصلحت د لاس ته راوړلو لپاره محاربو کافرو ته د محبت ښکارندوي وي او هغوي ته ځان نژدی نژدی کوي، خو په حقیقت کښی يي په زړه کښی له هغوي سره او د هغوي له دین سره مینه او محبت نه وي، او نه هم دی کار کښی د مسلمانانو په خلاف له کافرو سره مرسته او کومک وي، نو په داسی حالت کښی داسی شخص مسلمان بلل کیږي، خو د مسلمانۍ سره فاسق او د الله تعالی له حکم څخه سرغړوونکې بلل کيږي، خو کافر ورته نه ویل کیږي.
*ځکه دده دا کار د کافرو سره دوستي نه ده، بلکه دا کار د کافرو سره دوستۍ ته لار او ‌‌ذریعه ده، خو په یاد باید ولرو چه اسلامي شریعت له دي کار څخه هم منع فرمایلی ده، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿تسرون إليهم بالمودة وأنا أعلم بما أخفيتم وما أعلنتم ومن يفعله منكم فقد ضل سواء السبيل﴾ الممتحنة: 1 .
ترجمه: یعنی تاسو کافرو ته په پټه خپله دوستي ورښایاست، او زه ښه په هغه څه ښه خبر یم چه تاسو يي پټ کوئ، او که يي ښکاره کوئ، خو که څوک دا کار وکړي هغه له سمی لاری څخه غلط او خطا شو.
*همدا ډول د ځینو کافرو په ځینو حرامو خویونو باندي ثنا ويل او د هغی ستایل یو ناروا کار دې، لکه د هغوي د سندرغاړو سندری ستایل، او یا له کفارو سره په ځینو ګناهو کښی مرسته کول لکه سندری او داسی نور ناروا کارونه، دا ټول ناروا کارونه دي؛ ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ [المائدة: 2 .
ترجمه: او تاسو له هیچا سره په ګناه او ظلم او زیاتي کښی مرسته مه کوئ، او له الله تعالی څخه ویریږئ؛ ځکه بیشکه الله تعالی د ډیر سخت عذاب ورکول خاوند دې.
خو که دا ډول مرسته او کومک دی درجی ته ورسیږي چه له کافرو سره يي دوستانه جوړه شي، او له هغوي سره د مسلمانانو په خلاف مرسته کوي، نو بیا دا کار د اسلام له مقدّس دین څخه د مرتد کیدو سبب کیږي.
*ځینی کارونه په ظاهره سره یو شان ښکاري، خو د دوي د سبب له کبله يي حکم بدلیږي، او هر یو يي د خپل سبب په مقتضی جلا جلا حکم اخلي، چه ځینی خلک يي وکړي ورباندي ګناهګار او فاسق شمیرل کیږي، او د کفر حکم پری نه کیږي، خو ځينی نور چه همدغه عمل وکړي، له کبله یي له اسلام څخه مرتد شمیرل کیږي.
*نو هغه څوک چه د کافرو سره مرسته، راکړه ورکړه، تعامل د هغوي سره ددوستۍ، او د اسلام او مسلمانانو سره د جګړی، او د مسلمانانو په خلاف له هغوي سره لاس یو کول او ورسره مرسته کول، او د هغوي د اخلاقو فاسدول وي، ترڅو کافران ورباندي غالب او زورور شي، نو داسی حالت کښی دا کار کفر او له اسلام څخه مرتد کیدل شمارل کیږي.
*خو که د يو چا مقصد او هدف دغه کارونه نه وي، یواځی ناروا لوبی او ساعت تیري کوي، پرته له دي چه د الله تعالی ددين مخه ونیسي، نو ده بیا هم یوه لوه ناروا وکړه چه باید په خپل ایمان تری وویریږي، خو کفر نه شمارل کیږ.
*ددي یو مثال: لکه چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم له حاطب بن أبي بلتعه رضي الله عنه څخه – چه په اصل کښی په ایمان، نیکۍ، او د الله تعالی او د هغه ددین او نبي صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په مرسته او کومک باندي مشهور وو، او د مکی مشرکانو ته يي پټ خط استولې وو چه هغوي په دي خبر کړي چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د مکی مکرمی د فتحی اراده لري او ورته تیارې نیسي- نو رسو الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم له هغه څخه ددغه کار د اصلي سبب او باعث وپوښته، خو کله چه منافقانو له یهودو سره پټه دوستانه جوړه کړی وه، او ددي په سبب هغوي منافقان شمارل کیدل، رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم له هغوي څخه ددوي ددي کار د سبب پوښته ونه کړه؛ ځکه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته د هغوي حال ورمعلوم وو.
*حاطب رضي الله عنه چه کله رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د هغه د پوښتنی په ځواب کښی په خپل هدف، قصد او موخه باندي خبر کړ، رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم هم هغه ريښتيې وګڼـه او د هغه تصدیق يي وکړ، چه هغه رضي الله عنه دا کار له دي کبله نه دې کړې چه ګنی هغه رضي الله عنه له مسلمانۍ څخه بیرته په کفر خوښ شوې دې، نو رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پخپله د هغه تصدیق وکړ، او خلکو ته يي هم وویل چه دې ريښتیا وايي.
*لکه چه په یو روایت کښی راځي چه حاطب رضي الله عنه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته خپل مقصد او هدف څرګند کړ او وه يي ویل: خبر اوسئ! ځما دي پر الله تعالی قسم وي چه زه د الله تعالی او د هغه د دین او پیغمبر خیرخواه یم، خو عذر می دا وو چه زه په مکه مکرمه کښی کډوال يم هلته څوک خپل خپلوان او قام قبیله نه لرم، او زما کورنۍ او اهل و عیال هلته وو، او هغوي ته په ضرر رسولو باندي وویریدم، نو دغه لیک می ولیکه چه الله تعالی او د هغه دین او پیغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته هیڅ ضرر نه شي رسولې، او کیدې شي چه ددغه لیک له کبله مشرکان ځما اهل و عیال ته ضرر و نه رسوي او ځما د اهل او کورنۍ لپاره پکښی دغه ګټـه وي.
*له حاطب رضي الله عنه څخه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د هغه د قصد او هدف پوښتل په دي خبره دلالت کوي چه د یو کار مقصد، هدف او موخه هم اعتبار لري.
*او د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د حاطب رضي الله عنه تصدیقول او د هغه خلکو ته دا بیان چه حاطب رضي الله عنه ريښتینې دې، چه که بل چا دغسی کار ددغسی هدف له کبله وکړ، له دي معلومیږي چه هغه مخکښی لکه د حاطب رضي الله عنه په شان خپله مسلماني او د الله تعالی او د هغه ددین او پیغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم سره مینه او محبت په خپل عمل کښی ثابت کړي وي.
*ځينی علماء پر ځینی اعمالو باندی داسی حکم کوي چه دغه اعمالو کښی یو ډول موالاة شته، خو پخپله دغه اعمال په موالاة کښی صریح او واضح نه دي، خو دا په هغه ظاهري اعمالو کښی چه د کوونکو قصد يي څرګند نه وي، او د داسی اعمالو کوونکي هم په خپل منځ کښی په څو مرتبو ویشل کیږي.
*له کافرو سره مشابهت کولو کښی اصل دا دې چه دا کار حرام او ناروا دې، بیا ځینی يي داسی وي چه مشابهت کوونکې پری کافر کیږي، او ځینی نور يي په مرتبه او درجه کښی له دي کم وي چه کوونکې یي د کفر درجی ته نه رسیږي، اګر که غټه ګناه ده، او له کافرو سره هر مشابهت هم د هغوي سره د موالات او دوستۍ په معنا نه دې.