المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو (54) درجات الكفار في أحكام المعاملة


أبو زكريا
_22 _September _2016هـ الموافق 22-09-2016م, 08:17 AM
درجات الكفار في أحكام المعاملة


· بيّن الله تعالى في كتابه أن الكفار على ثلاث درجات:
1/ الأبوين الكافرين، .
2/ والذين لم يقاتلوا المؤمنين ولم يعينوا عليهم، .
3/ والمحاربون والمعينون على قتال المؤمنين والعدوان عليهم.
وجعل لكل درجة حكماً.
· أما الأبوان الكافران فأمر الله تعالى بإحسان صحبتهما، وكذلك الأرحام الذين ليسوا من أصحاب الدرجة الثالثة، قال الله تعالى فيهما: ﴿وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ (14) وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (15)﴾[لقمان: 14، 15].
· وأما أصحاب الدرجة الثانية فقال الله تعالى فيهم: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرَّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) ﴾[الممتحنة: 8].
· وأما أصحاب الدرجة الثالثة فقال الله تعالى فيهم: ﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (9) ﴾[الممتحنة: 9].
- ﴿وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ﴾ أي يتخذهم أولياء كما يفعل المنافقون.
- قال ابن جرير رحمه الله: (يقول تعالى ذكره: ﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ﴾[الممتحنة: 9] أيها المؤمنون ﴿عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ﴾ [الممتحنة: 9] من كفار أهل مكة ﴿وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ﴾[الممتحنة: 9] يقول: وعاونوا من أخرجكم من دياركم على إخراجكم أن تولوهم، فتكونوا لهم أولياء ونصراء: ﴿وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ﴾[الممتحنة: 9] يقول: ومن يجعلهم منكم أو من غيركم أولياء ﴿فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾[الممتحنة: 9] يقول: فأولئك هم الذين تولوا غير الذي يجوز لهم أن يتولوهم، ووضعوا ولايتهم في غير موضعها، وخالفوا أمر الله في ذلك).

أبو زكريا
_22 _September _2016هـ الموافق 22-09-2016م, 08:25 AM
د تعامل او راکړی ورکړی په لحاظ د کفارو مرتبی
دکافرو سره د تعامل او راکړی ورکړی په تړاو الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قرآنکریم کښی د کافرانو دری مرتبی بیان کړي دي، او کافران يي دری قسمو ته ویشلی دي:
لومړې مرتبه: هغه کافران چه د کوم مسلمان مور او پلار وي.
دوهمه مرتبه: هغه کافران چه د مؤمنانو سره نه وي جنګیدلي، او نه يي هم ددوي په خلاف د بل چا سره مرسته او کومک کړې وي.
دریمه مرتبه: هغه کافران چه د مؤمنانو سره جنګیدلي وي، او یا يي هم ددوي په خلاف، او پر مؤمنانو باندي یی په ظلم او تجاوز کښی د بل چا سره مرسته او کومک کړې وي.
او د دي هری مرتبی خپل جلا جلا احکام دي.
لومړۍ مرتبه کافران: که کافران د کوم مسلمان مور او پلار وي، نو شریعت دغه مسلمان ځوي ته دا حکم کوي چه له دوي سره ښه رویه وکړي، او همدا حکم د هغه خپلوانو هم دې چه د دریمی مرتبی کافران نه وي، یعنی جګړییز کافر نه وي، الله جلّ جلاله فرمايي: ﴿وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ (14) وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ﴾ لقمان: 14- 15 .
ترجمه: وصیت او کلک حکم مو انسان ته دده د مور او پلار په هکله داسی کړې دې چه له دوي سره ښه رویه او ښائسته تعامل وکړي؛ ځکه مور يي دې په ګیډه ګرزولې دې سره له مشکلاتو د پاسه د نورو مشکلاتو، او دده له تي ورکولو او بیا تری د جدا کولو موده دوه کاله ده، حکم او وصیت مو ورته داسی کړې دې چه: شکر ادا کړه قدرداني وکړه ځما، او هم د مور او پلار دي، آخري راګرزیدل مو بیا ما ته دي، او که چیری مور او پلار دي درسره جنګ جنجال په دي خبره کولو چه ته له ما سره شرک وکړه، )سره له دي چه د(دغه شرک)یو داسی ګناه ده( چه هیڅ دلیل ورباندي نشته، نو دلته يي دا خبره مه منه، خو تعامل او رويه ورسره په دنیايي ژوند کښی ښه رویه او معامله کوه، او پیروي د هغه چا کوه چه ما ته غاړه ایښوونکي وي، ځکه ما ته ستاسو بیرته راګرزیدل دي په قیامت کښی، نو بیا به مو خبر کړم په ټولو اعمالو چه تاسو يي اوس دلته په دنیا کښی کوئ.
دوهمه مرتبه کافران: چه د مسلمان مور او پلار نه دي، خو د مسلمانانو سره جنګیدلي هم نه دي او ددوي په خلاف يي له بل چا سره مرسته هم نه ده کړی، ددوي سره د تعامل په هکله الله تعالی داسی فرمايي: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرَّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾ الممتحنة: 8 .
ترجمه: نه منع کوي تاسو لره الله تعالی د هغه کسانو څخه چه تاسو سره ستاسو ددین له کبله او ستاسو دین په سر جنګ او جګړه نه ده کړی، او نه يي تاسو له خپلو کورونو او هیواد څخه شړلي یاست، ددي څخه مو نه منع کوي چه تاسو له هغوي سره ښیګړه او د انصاف معامله وکړئ، بیشکه الله تعالی انصاف کونکي او ښیګړه کوونکي خوښوي.
دریمه مرتبه کافران چه: د مؤمنانو سره جنګیدلي وي، او یا يي هم ددوي په خلاف، او پر مؤمنانو باندي یی په ظلم او تجاوز کښی د بل چا سره مرسته او کومک کړې وي.
ددوي سره د رویي او تعامل په هکله الله تعالی داسی فرمايي: ﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ الممتحنة: 9 .
ترجمه: خبره دا ده چه بیشکه الله تعالی تاسو له هغه چا سره له دوستۍ او ښیګړی کولو منع کوي چه له تاسو سره يي ستاسو ددین له کبله جنګ کړې دې، او تاسو یي له خپلو کورونو ویستلي او شړلي یاست، او تاسو خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي یاست، او ستاسو په خلاف يي ستاسو له دښمنانو سره مرسته او کومک کړې دې، ددي نه مو منع کوي چه تاسو له هغوي سره دوستي وکړئ، او هغه چا چه ورسره دوستي وکړه نو هم دوي ظالمان دي.
﴿وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ﴾ یعنی چه د مؤمنانو پر ځاي د کافرانو سره خپله دوستي ټینګه ساتي، ځکه چه داسی کار منافقان کوي.
د علم تفسیر مشهور عالم امام ابن جریر رحمه الله ددي آیت کریمه په تفسیر کښی داسی فرمايي:
﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ﴾ یعنی خبره دا ده بله نه ده، بیشکه منع کوي تاسو لره الله تعالی اي مؤمنانو، ﴿عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ﴾ ددوستۍ د هغه کافرانو څخه چه جنګ جګړه يي کړی ده له تاسو سره، چه هغه په هغه وخت کښی د مکی مشرکان او کافران وو، ﴿وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ﴾ یعنی او ویستلي یاستئ تاسو له خپلو کورونو او وطن څخه، او مرسته او کومک يي کړې دې ستاسو له دښمنانو سره ستاسو په ویستلو او له خپلو کورونو څخه په شړلو کښی، تاسو منع کوي چه تاسو دوستانه تعلقات وساتئ له هغوي سره، او ورسره کومکونه او مرستی کوئ له هغوي سره.
﴿وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ﴾ او هغه څوک چه دوستي وکړي له دغه حربي او جګړییز کافرانو سره، که هغه تاسو یاست اي موجودو مؤمنانو او که نور مؤمنان وي.
﴿فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ نو همدوي هغه خلک دي چه له هغه چا سره دوستي کوي چه مؤمنانو دوستي ورسره روا او جائز نه ده، او خپله دوستي يي په نا مناسب ځاي کښی مصرف کړی ده او د الله تعالی له صریح امر څخه يي په دي حکم کښی سرغړونه کړی ده.