تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو (53) معنى اتخاذ الكفار أولياء


أبو زكريا
_14 _September _2016هـ الموافق 14-09-2016م, 06:24 AM
معنى اتخاذ الكفار أولياء

· اتخاذ الكفار أولياء يطلق على معنيين:
- أحدهما: أن ينصر المنافقُ الكافر على المؤمنين وعلى محاربة دين الله عز وجل ومحادة الله ورسوله.
- والآخر: أن يستنصر به على ذلك.
· إذا حصل هذا أو هذا فقد اتخذه ولياً، وكلاهما ولي للآخر، بينهما رابط الولاية.
· هذا التعبير من روائع التعبير القرآني لأن فيه اختصاراً بديعاً مع الدلالة على المعنى، والتنبيه على العلة، وإلغاء الفارق في الوصف بين الحالتين، والإبقاء على رونق اللفظ وحسن السبك.
· من صفات المنافقين الملازمة لهم وعلاماتهم الظاهرة وأعمالهم المتواترة أنهم يتخذون الكافرين أولياء من دون المؤمنين.
· جعل الله هذا الأمر من أول ما وصف به المنافقين، وأعظم ما مقتهم عليه، وتوعدهم بسببه العذاب الشديد.
· قال الله تعالى: ﴿بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (138) الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) ﴾ [النساء: 138، 139]
· إلى أن قال: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (144) إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (145) إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (146) مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا (147) ﴾ [النساء: 144-147].
· وقال تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) ﴾ [المائدة: 51] إلى قوله تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (57)﴾ [المائدة: 57].
· لما ذكر الله الذين كفروا من بني إسرائيل بين لنا أن من أعظم ما مقتهم عليه أنهم اتخذوا الكافرين أولياء من دون المؤمنين فقال تعالى: ﴿تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ (81) ﴾ [المائدة: 80، 81].
· اتخاذ المنافقين للكفار أولياء قد بين الله تعالى تفاصيله في كتابه الكريم إذ قال الله تعالى: ﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (11) لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِنْ قُوتِلُوا لَا يَنْصُرُونَهُمْ وَلَئِنْ نَصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ (12) لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ (13)﴾[الحشر: 11-13].
- هذه الآيات تبين لك بياناً جلياً معنى اتخاذ الكفار أولياء.
· إذا تأملت ما ذكره الله من التحذير من اتخاذ الكافرين أولياء من دون المؤمنين تبيّن لك أن هذا الأمر حدّ عظيم من حدود الله جل علا، وأنه فارق بين الكفر والإيمان، وأن الله قد توعد من فعله وعيداً شديداً، وعدَّ من فعله عدواً له، ونفى عنه الإيمان، وأوجب له الدرك الأسفل من النار، لما تضمنه هذا العمل من الخيانة العظمى، والخديعة الكبرى، ومحاربة الله ورسوله وأوليائه.
· لذلك لا يفعله من في قلبه إيمان، وإنما هو من خصال المنافقين النفاق الأكبر والعياذ بالله.
· نزّه الله تعالى عباده المؤمنين وبرأهم من هذه الخصلة الذميمة اللئيمة المبنية على الخداع والمكر والكيد للمؤمنين ومؤازرة الكافرين؛ فقال الله تعالى: ﴿لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ﴾ [آل عمران: 28].
· قال ابن جرير: (ومعنى ذلك: لا تتخذوا أيها المؤمنون الكفارَ ظهرًا وأنصارًا توالونهم على دينهم، وتظاهرونهم على المسلمين من دون المؤمنين، وتدلُّونهم على عوراتهم، فإنه مَنْ يفعل ذلك ﴿فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ﴾ [آل عمران: 28] يعني بذلك: فقد برئ من الله وبرئ الله منه، بارتداده عن دينه ودخوله في الكفر).
· ﴿إِلاَّ أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً﴾ [آل عمران: 28] هذا استثناء منقطع، وفي معناه قولان للسلف:
· القول الأول: إلا أن تكونوا في سلطانهم فتخافوهم على أنفسكم؛ فتظهروا لهم الولاية وتضمروا لهم العداوة ولا تشايعوهم على دينهم ولا تعينوهم على مسلم بشيء.
- هذا القول مروي عن جماعة من المفسرين منهم ابن عباس وأبو العالية الرياحي وجابر بن زيد، وقال به ابن جرير الطبري.
- دلّ هذا القول على أنّ المؤمن إذا خشي من الكفار ضرراً لا يحتمله؛ فلا بأس أن يداريهم مداراة يدفع بها شرهم مع انطواء القلب على بغضهم وبغض ما يفعلون من الكفر والفسوق والعصيان.
- معنى كون الاستثناء منقطعاً يفيد أن هذه المداراة ليست موالاة للكفّار.
· القول الثاني: ﴿إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً﴾ [آل عمران: 28] أي إلا أن يكون بينكم وبين بعض الكفار رحم فتتقون قطيعتها فتصلونها من غير أن تتولوهم في دينهم. وهذا قول قتادة والحسن البصري.
- صحَّحَ ابن جرير هذا القول من جهة المعنى في نفسهن لكنه بين أن لفظ الآية لا يدل عليه.
· المعنى الذي ذكره قتادة والحسن يدل عليه نصّ قول الله تعالى في الأبوين الكافرين: ﴿وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا﴾ [لقمان: 15]. وقوله: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾ [الممتحنة: 8] وسبب نزولها في قصة أم أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنهما.

أبو زكريا
_14 _September _2016هـ الموافق 14-09-2016م, 06:55 AM
د کافرانو سره ددوستۍ معنی
د کافرانو سره دوستي دوه معناګانی لري:
لومړې: دا چه یو منافق یا ډیر منافقان د کافرانو سره د مؤمنانو په خلاف مرسته او کومک کوي، د هغوي سره په شریکه د الله تعالی ددين مخنیوې کوي، او د هغوي سره یا د هغوي په شان د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړونه کوي.
دوهم: دا چه یو څوک د کافرانو څخه د مؤمنانو، د الله تعالی ددین د مخنیوي لپاره له کافرو څخه مرسته وغواړي.
او دي دواړو صورتونو کښی له کافرانو سره دوستي ده، او دواړه سره دوستان دي، چه دواړه یی ددوستۍ په تار سره تړلي دي.
که لږ فکر وکړو د قرآنکریم دا تعبیر ډير ښائسته تعبیر دې؛ ځکه یو خو يي په لفظ کښی اختصار او لنډوالې دې، او ورسره د پوره معنی ادا کول هم دي، په عین وخت کښی ددوستۍ علت ته هم اشاره شوی ده، او ددواړو صورتونو په بیان کښی يي توپير نه دې کړې، سره ددي چه د لفظ ښائست هم پر ځاي پاتی دې.
*د منافقانو یو تلپاتی صفت، نښه، او همیشه عمل هم دا دې چه دوي به د مؤمنانو پر ځاي د کافرانو سره دوستي کوي.
الله تعالی هم همدا کار د منافقانو لومړنې صفت یاد کړې دې، او همدا يي د الله تعالی د قهر او د غضب لوي سبب ښوولې دې، د کوم له کبله چه ورته الله تعالی د ډیر سخت عذاب ویره او تهدید ورکړې دې.
لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (138) الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ النساء:138-139.
ترجمه: زیرې ورکړه منافقانو ددي خبری چه بیشکه ددوي لپاره ډیر دردناک عذاب دې، منافقان هغه څوک دي چه د مؤمنانو پر ځاي له کافرانو سره دوستي کوي، آیا نو دوي د کافرانو سره عزت لټوي؟ په دی کښي خو هیڅ شک نشته چه عزت خو ټول د الله تعالی په لاس کښی دې.
تر دي چه بیا فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (144) إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (145) إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (146) مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا﴾ النساء:144-147.
ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو مه نیسئ کافرانو لره په دوستئ سره پرته له مؤمنانو، آیا نو تاسو غواړئ چه د الله تعالی لپاره پر خپل ځان باندي ښکاره دلیل د سرغړونی جوړ کړئ؟، بیشکه منافقان به د اور په ډيره لاندینۍ برخه کښی وي، او ددوي لپاره به هیڅوک مرستندویه و نه مومی، مګر هغه کسان به په اور کښی نه وي چه بیرته )دلته په دنیا کښی( توبه ووباسي، او خپل عقیده او عمل اصلاح او په شریعت )په قرانکریم او صحیح سنتو( باندي صحیح او برابر کړي، او د الله تعالی پر دین کلکی منګولی ولګوي، او خپل دين او عقیده خالصه د توحید کړي، او یواځی الله ته يي خالصه کړي، نو داسی کسان به د مؤمنانو سره)ملګري( وي، او زر دې چه الله تعالی به مؤمنانو ته ډیر لوي اجر ورکړي، الله تعالی ستاسو په عذاب څه کوي کچیری تاسو د الله تعالی د نعمت شکر ادا کړ، او په هغه مو ایمان راوړ، اوبیشکه الله تعالی د ایمان او نیکو اعمالو قدردان دې، او ستاسو په زړونو او عملونو عالم خبردار او پوهه دې.
همدارنګه الله سبحانه و تعالی په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾المائدة: 51.
تر دی چه بیا الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ﴾ [المائدة: 57 .
ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو یهودان او نصارا په دوستۍ مه نیسئ؛ ځکه هغوي په خپلو منځو کی سره دوستان دي، او هغه څوک چه له یهودو او نصاراو سره دوستي کوي، نو داسی شخص د هغوي)یعنی یهودو او نصاراو( له ډلی ځینی دې، بیشکه الله تعالی سمه لار نه ښايي ظالمانو خلکو ته )یعنی د مؤمنانو پر ځاي د کافرانو سره دوستي ډیر لوي خطرناک او د ظلم او زیاتي کار دې(
بیا الله تعالی ددي آیتونو په آخره کښی دغسی خلکو ته یو ډول پيغور ورکوي او فرمايي:
اي مؤمنانو! تاسو دوستان مه نیسئ هغه کافران چه ستاسو په دین پوری ټوقی مسخری او ملنډی کوي، د هغه کسانو څخه چه هغوي ته له تاسو څخه مخکی او پخوا مخکني اسماني کتابونه هم ورکړل شوي دي )یعنی یهودان او نصارا( او نور کافران، مه يي نیسئ په دوستۍ سره، او له الله تعالی څخه وویریږئ کچیری تاسو ريښتينی مؤمنان یاست، یعنی د ایمان په دعوا کښی ريښتيني یاست.
الله تعالی چه کله د بني اسرائیلو کافرانو یادونه کړی ده نو د هغوي هغه صفت يي ورسره رایاد کړې دې د کوم له کبله چه د الله تعالی لخوا پری په غضب شوې وو، او هغه همدا صفت وو چه دوي به د مؤمنانو پر ځاي د کافرانو سره انډيوالئ او دوستانی کولی، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ﴾ [المائدة: 80- ۸۱ .
ترجمه: ته به ووینی)ای پيغمبره!( ډیر له دغه اهل کتابو )یهودو نصاراو( څخه چه دوستي به کوي د کافرانو سره، خامخا ډير بد هغه کار دې چه دوي يي د خپل ځان دآخرت لپاره وړاندي کوي، هغه دا چه په دغه ناوړه کار له کبله الله تعالی پر دوي غصه دې، او دوي د همدغه ناوړه کار له کبله په عذاب کښی همیشه او تل ترتله وي، او کچیری دوي ددغه ناوړه کار پر ځاي په الله تعالی او د هغه په رالیږل شوي پیغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم باندي په ایمان کښی ريښتیني واي نو کافرانو سره به يي دوستانی نه کولی، خو لکن ډير له دوي څخه فاسقان او د الله تعالی له فرمان څخه سر غړوونکي دي.
*له کافرو سره دوستي د منافقانو کار دې، او منافقانو او کافرو تر منځ ددوستۍ تفصیل الله تعالی په خپل کتاب قرآنکریم کښی بیان کړې دې، لکه چه فرمایي: ﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (11) لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِنْ قُوتِلُوا لَا يَنْصُرُونَهُمْ وَلَئِنْ نَصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ (12) لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ﴾ الحشر: 11-13 .
ترجمه: آیا ته نه ګوری هغه منافقانو ته چه خپلو کافرو )اهل کتابو یهودو نصاراو( وروڼو ته )دومره په سپین سترګۍ( وايي چه: کچیری تاسو له مدینی منوری څخه وویستل شوئ نو مونږ به هم خامخا ستاسو سره )ستاسو په ننګ(ووځو، او ستاسو په خلاف به د هیچا )یعنی د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم او د هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم( هیڅکله هم خبره و نه منو، او که بالفرض تاسو سره جګړه پیل شي، مونږ به ستاسو سره د هغوي په خلاف مرسته وکړو، خو الله تعالی ګواهي کوي چه دوي په دغه لاپو او باټــیـو کښی خامخا درواغجن دي، خامخا که چیری دا یهودان له مدینی منوری اوویستل شي )نو په یاد ولرئ چه( دوي ورسره په دي وعده وفا نه کوي او ورسره نه ووځي، او که )ستاسو لخوا ورسره( جګړه پیل شوه دوي يي مرسته نه کوي، خو بالفرض که دوي ورسره مرسته هم وکړي )نو دوي ډیر بی غیرته قوم دې( خامخا به د جګړی په میدان کښی شکست کوي او وبه تښتي، او د تيښتی له کبله به خپلی شاګانی جنګ ته راواړوي، او بیا به ورسره مرسته ونشي، خامخا دوي له تاسو څخه په زړونو کښی ډیره سخته ویره لري، تر دي چه له الله تعالی لا دومره نه ویریږي لکه له تاسو چه ویریږي؛ او دا ځکه چه دوي داسی خلک دي چه نه پوهیږي.
په دي آیاتونو کښی د کافرانو په دوستۍ نیولو او له هغوي سره ددوستۍ کولو معنی ښه څرګنديږي.
*که د الله تعالی دی ویرولو او ترهولو ته ښه زیر شو چه د مؤمنانو پر ځاي د کافرانو له دوستۍ څخه يي ویرولي یو، نو ښه به راته راڅرګنده شي چه د کافرانو سره دوستي د الله تعالی ددین له ډیرو لویو پولو او بیلوونکو لیکو څخه دي، په همدي سره د کفر او ایمان تر منځ توپیر کیږي، هغه څوک چه ددغه لوي ګناه مرتکب کیږي، الله تعالی ورته د ډیر سخت عذاب تهدید ورکړې دې، او دغسی کار کوونکې یي خپل دښمن شمارلې دې، بلکه دده ایمان يي په نشت شمارلې دې، او ده ته د اور تر ټولو لاندينۍ برخه ټاکلی ده؛ ځکه په دي کار کښی له خپل رب، دین، ملت او هیواد ډیر لوي خیانت دې، او هم پکښی ډیره لویه دوکه او تیرایستنه ده، بلکه د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم او د اولیاء الله سره په حقیقت کښی د جنګ او جګړی اعلان دې.
ځکه خو چه د چا په زړه کښی یوه زره اندازه ایمان هم وي داسی کار نه کوي، بلکه دا د هغه منافقانو له خوي او خصلت ځینی دې چه په لوي منافقت باندي اخته وي، الله تعالی دي مونږ تری وساتي.
*الله جلّ جلاله خپل مؤمنان بندګان له دغه بد او سپک خوي او خصلت څخه پاک کړي دي، کوم چه له نورو مؤمنانو سره په دوکه تیرایستنه او پلمو باندي، او د کافرانو سره په مرسته ولاړ وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: : ﴿لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ﴾ آل عمران: 28 .
ترجمه: نه دي نیسي مؤمنان کافرانو لره دوستان، پرته له مؤمنانو څخه، او هغه څوک چه داسی ناوړه کار وکړي، هغه د الله ددين په هیڅ برخه کښی نه دې، هو، که چیری تاسو له کافرو څخه ویریدئ او ظاهري مدارات مو ورسره کولو نو بیا په دغه منع کښی نه راځي، او الله تعالی تاسو له خپله ځانه څخه ویروي، او خاص الله تعالی ته بیرته ورتلل ستاسو دي په قیامت کښی.
د تفسیر مشهور عالم امام ابن جریر رحمه الله ددي آیت کریمه په تفسیر کښی فرمايي: یعنی ای مؤمنانو! تاسو کافرانو لره خپله تکیه او مرستندویان مه نیسئ چه تاسو ددوي سره ددوي پر دین دوستانه کوئ، او د مسلمانانو به خلاف د هغوي سره مرسته کوئ، او د دوي لپاره پر مسلمانانو باندی جاسوسي کوئ، ددوي کمې او د کمزورۍ نقطی ورته ورښایاست؛ ځکه څوک چه داسی کار کوي نو هغه ﴿فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ﴾ یعنی له الله تعالی څخه بريء او بیزاره دې، او الله تعالی له هغه څخه بريء او بیزاره دې؛ ځکه دې په دې کار سره له خپل دین اسلام څخه مرتد شو، او په کفر کی شامل شوـ نعوذ بالله-.
*دلته د الله تعالی دا وینا چه ﴿إِلاَّ أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً﴾ استثناء منقطعه ده، او ددي معنی او تفسیر کښی د سلفو علماؤ دوه تفسیره رانقل دې:
لومړې تفسیر دا چه : تاسو له هغوي څخه ویریږئ، یعنی تاسو د هغوي د حکومت او سلطی لاندی ملک او هیواد کښی اوسیږئ، او تاسو له هغوي څخه په خپل ځان باندي ویریږئ، نو په ظاهره هغوي ته د هغوي سره دوستي ورښکاره کوئ، او په زړه کښی د هغوي سره د هغوي د کفر له کبله دښمني او بدبیني وي، او په عین وخت کښی د هغوي سره د هغوي په دین تلل نه کوئ، او نه هم د هغوي سره د کوم مسلمان په خلاف هیڅ ډول مرسته کوئ.
دا تفسیر او قول د علماؤ او مفسرینو له یو ټولي څخه رانقل شوې دې لکه: عبد الله بن عباس رضي الله عنهما، ابو العالیه الریاحي، جابر بن زید رحمهم الله، او همدا د امام ابن جریر رحمه الله اختیار هم دې.
دي تفسیر ته په استناد یو مؤمن چه کله د کافرو دداسی ضرر رسولو څخه ویریده چه برداشت يي نه شو کولاي، نو ورته روا ده چه له هغوي سره دومره مدارات وکړي چه ددوي شر او ضرر پری له ځانه دفع کولاي شي، سره له دي چه په زړه کښی به له هغوي سره او د هغوي له کارونو، کفر فسق او د الله تعالی د دین څخه د سرغړونی سره به بغض کینه او بدي ساتي.
د استثناء منقطع مطلب دا دې چه دا ډول مدارات د کافرو سره په دوستۍ کښی نه شماریږي.
دوهم تفسیر او قول دا چه: ﴿إِلاَّ أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً﴾ معنی دا چه: مګر که ستاسو او د کافرو ترمنځ داسی علاقه، خپلي وه چه که هغوي سره پریکون او قطع تعلق وکړئ نو دغه صله رحمي او خپلۍ ته به مو زیان ورسیږي، پرته له دي چه د هغوي سره د هغوي کومه دیني دوستي ولرئ، او دا قول او تفسیر قتاده او حسن بصري رحمهما الله څخه رانقل شوې دې.
امام ابن جریر دا تفسیر او قول هم د معنی په لحاظ صحیح ګڼـلې اومنلې دې، خو فرمايي چه دا معنی په لحاظ به دا خبره صحیح وي خو د دي آیت کریمه تفسیر نه شي کیدلاي؛ ځکه د آیت کریمه لفظ پری دلالت نه کوي.
*کومه معنی چه قتاده او حسن بصري رحمهما الله څخه رانقل شوی ده صحیح خو ځکه ده چه د الله تعالی دا وینا پری دلالت کوي چه د کافر مور او پلار په هکله الله سبحانه و تعالی فرمايي: ﴿وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَ صَاحِبْهُمَا فِيْ الدُّنْيَا مَعْرُوْفاً﴾ لقمان: 15 .
ترجمه: او که چیری مور او پلار دي درسره په دي خبره جنګ او جنجال کوي چه له ما سره هغه شرک وکړه چه پر هغی درسره هیڅ ډول علم او دلیل نشته نو بیا يي خبره مه منه، خو په دنیايي ژوند او چارو کښی ورسره ښه چلند او تعامل کوه.
او همدارنګه فرمايي: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾ الممتحنة: 8 .
ترجمه: نه منع کوي تاسو لره الله تعالی د هغه کسانو څخه چه تاسو سره ستاسو ددین له کبله او ستاسو دین په سر جنګ او جګړه نه ده کړی، او نه يي تاسو له خپلو کورونو او هیواد څخه شړلي یاست، ددي څخه مو نه منع کوي چه تاسو له هغوي سره ښیګړه او د انصاف معامله وکړئ، بیشکه الله تعالی انصاف کونکي او ښیګړه کوونکي خوښوي.
ځکه سبب نزول ددي آیت دا وو چه دا د اسماء بنت ابي بکر رضي الله عنهما د مور د قصی په هکله نازل شوې وو.