المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) 52


أبو زكريا
_26 _August _2016هـ الموافق 26-08-2016م, 06:23 AM
معنى الموالاة

· الموالاة تطلق على معنيين بينهما تناسب وتلازم وهما التحاب والتناصر.
· تطلق الولاية في اللغة على المحبة والنصرة وعلى ما ينشأ منهما؛ فالحليف ولي، والكفيل ولي، والقيم على من تحته ولي كولي اليتيم وولي المرأة.
· لفظ"المولى" يُطلق في اللغة على معانٍ متعددة، ويجمعها أن لكل موالاة سبباً تنعقد عليه ومقتضى تقتضيه بحسب نوع تلك الولاية.
- الأسباب التي تنعقد بها الولاية تختلف باختلاف نوع تلك الولاية؛ فالقريب وليّ لقريبه بسبب القرابة، والقيّم على المرأة واليتيم وليّ لهما بسبب القوامة والرعاية، والكفيل وليٌّ لمكفوله بسبب عقد الكفالة والضمان، والحليف وليٌّ لحليفه بسبب الحِلْف، وولي الدم هو المطالب به من عصبة القتيل.
· السيّد وليٌّ لمملوكه بسبب استرقاقه له، ويبقى الولاء له بعد عتقه - إن أعتقه -ويرث بسببه، وكلاهما مولى للآخر.
· تطلق الولاية في اللغة على هذه المعاني وغيرها، ولها في كل مقام من هذه المقامات ما يناسبه، وما تقتضيه من الحقوق والواجبات.
· المعنى الجامع لما تقتضيه الولاية من المولى هو النُّصْرَة، فالوليُّ نصير لمولاه، والنصرة معنى جامع ينتظم جميع ما تقتضيه الولاية في كل مقام بحسبها؛ فتكون النصرة بالمال والجاه والرعاية والمؤازرة وغيرها من المعاني اللائقة بكلّ نوع من أنواع الموالاة، وكل هذه المعاني يصدق عليها في اللغة اسم النصرة.
· الولي هو الذي يقوم بما تقتضيه الولاية في كل موضع بحسبه من المحبة والموافقة والتأييد والسعي فيما يحبّه المولى.
· يكثر الاقتران بين الولاية والنصرة في القرآن الكريم قال الله تعالى عن نفسه المقدسة: ﴿نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِير﴾[الأنفال: 40]، وقال: ﴿بَلِ اللَّهُ مَوْلاكُم وهُوَ خَيْر النَّاصِرِينَ﴾ [آل عمران: 150]، وقال: ﴿وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِيَاءَ يَنْصُرُونَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ﴾[الشورى: 46] وقال: ﴿مَا لَهُمْ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ﴾[الشورى: 8] وقال: ﴿وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيّاً وَلَا نَصِيراً﴾[النساء: 89] إلى غير ذلك من الآيات تدل على أن النصرة من مقتضيات الوَلاية وأنها هي مقصودها، وبدونها لا تصح الولاية.
- الولاية أصلها المحبة والموافقة، ومقتضاها النصرة والتأييد؛ فمن شأن الولي أنه ينصر مولاه.
· النصرة علامة على صدق الولاية، فمن قام بواجب النصرة فقد أدى حق الولاية، ومن خذل مولاه ولم ينصره فإنه لم يقم بواجب الولاية، وأما من سعى في مشاقته ومحاربته فهو عدو له وليس بمولى، وإن تظاهر بالولاية.
· يستفاد من هذ أن أولياء الله هم الذين ينصرون الله عز وجل فيقومون بما تقتضيه محبته جل وعلا من تحقيق ما يحبه الله ويرضاه واجتناب ودفع ما يكرهه ويبغضه فيجاهدون في سبيله لإعلاء كلمته بما أمكنهم من الوسائل المشروعة؛ فمن فعل ذلك فهو من أولياء الله.
· ومن قام بضد ذلك بأن والى أعداء الله فنصرهم وأيدهم على محاربة دين الله فليس من أولياء الله، بل هو من أعداء الله، لأن هذه الأعمال تنافي محبة الله.
- لا تحصل هذه الخصلة من المؤمنين وإنما تحصل من المنافقين النفاق الأكبر والعياذ بالله؛ فهم الذين يتخذون الكافرين أولياء من دون المؤمنين.

أبو زكريا
_26 _August _2016هـ الموافق 26-08-2016م, 06:34 AM
د موالات او دوستۍ معنی

موالات په عربي ژبه کښی په دوه داسی معناګانو باندي استعمالیږي چه ددواړو معناګانو تر منځ مناسبت ډیر او یو تربله سره تړلي دي، چه هغه محبت او یو تربله سره مرسته کول دي.
نو موالات کله د محبت او د هغی د اسبابو په معنی، او کله د نصرت مرستی کومک او د هغی د اسبابو په معنی باندي استعمالیږي.
له دي کبله خو کله د »حلیف« یعنی له چا سره چه امنیتي لوظ شوې وي، ورته د »ولي« لفظ استعمالیږي، او ضامن ته هم »ولي« لفظ استعمالیږي، او د يتیم او ښځینه و سرپرست ته هم د »ولي« لفظ استعمالیږي.
*همداراز د »مَولَی« لفظ هم په څو بیلابیلو معناګانو استعمالیږي، خو دغه ټولی معناګانی هره یوه يي یو سبب لري چه دا معنی ورپوری تړل کیږي، او یا يي کومه ځانګړی غوښتنه وي چه هر موالات يي پخپل ځاي غوښتنه کوي.
*هغه اسباب چه ولایت ورپوری تړل کیږي هم بیلابیل دي:
لکه خپلوان هم د يو چا ولي او سرپرست وي، چه د خپلوئ له کبله يي ولي او سرپرست وي.
د ښځینه و سرپرست او ولي یا د کوم یتیم سرپرست او ولي ته هم ولي ویل کیږي؛ ځکه هغه هم د ښځینه و او یا هم د هغه یتیمانو پالنه او سرپرستي کوي چه دده د مشرۍ سرپرستۍ او ولایت لاندي وي.
همدارنګه یو ضامن او کفیل هم د خپل مکفول ولي وي؛ ځکه چه ددوي تر منځ د کفالت او ضمانت تړون وي، او په یو تړون کښی سره شریکان هم سره یو د بل حلیفان وي؛ ځکه هغوي هم خپل منځ کښی یو له بله سره د مرستی او دفاع تړون کړې وي، او د یو مقتول وارث او د هغه د کسات اخستونکي ته هم ولي وايي؛ ځکه دې هم د خپل وژل شوي خپلوان کسات غواړي.
*دغه شان سیّد او بادار هم د خپل مريي او غلام ولي وي، ځکه چه دا غلام دده غلام دې، تردي چه دغه ولایت يي لا تر آزادولو وروسته هم ورته پاتي کیږي ـ که چيری یي آزاد کړي -، او د همدغه ولايت له کبله يي میراث هم اخلي، او هر یو له دوي څخه د بل مولَی دې.
نو په عربي ژبه کښی ولایت په دغه یادو شوو او دغه شان نورو معناګانو کښی استعمالیږي، او په هرځاي کښی خپله معنی، غوښتنی او حقوق او واجبات لري.
*د ولایت جامعه معنی چه ولایت او دوستي يي له مولی څخه غوښتنه کوي هغه نصرت، مرسته، مدد او کومک دې، ځکه هر مولَی د خپل مولَی سره مرستندویه وي، او همدا مرسته او نصرت هغه جامعه معنی ده چه په هر مقام کښی يي ولایت له مولی څخه هر یو يي د خپل مقام مناسب غواړي، دا مرسته او نصرت او کومک کله په مال، کله په خپل اثر رسوخ، کله په پالنه او کله ددفاع او ورسره ددښمن په مقابل کښی ودریدو او داسی نورو معانیو باندی استعمالیږي، او دي ټولو ته په عربي ژبه کښی نصرت وايي.
نو »ولي« ديته وايي چه هغه په خپل مقام کښی د دغه مقام مناسب د ولایت غوښتنی پوره کوي، لکه محبت او مینه، موافقت او تائید کول، او همداشان د خپل دوست په خوښه پوره کولو کښی کوښښ او منډه ترړه کول.
په قرآنکریم کښی هم اکثر ولایت او نصرت سره یو ځاي یاد شوي دي، لکه چه الله تعالی د خپل ځان په صفت کښی فرمايي: ﴿نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِير﴾[الأنفال: 40 .
ترجمه: دغه الله تعالی ډیر ښه دوست کارساز، او ډیر ښه مرسته کوونکې دې.
همدارنګه فرمايي: ﴿بَلِ اللَّهُ مَوْلاكُم وهُوَ خَيْر النَّاصِرِينَ﴾[آل عمران: 150 .
ترجمه: بلکه یواځی یو الله تعالی ستاسو دوست او کار ساز دې او همدې له مرسته کوونکو څخه ښه او بهتر مرسته کوونکې دې.
همداشان په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِيَاءَ يَنْصُرُونَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ﴾[الشورى: 46 .
ترجمه: او نه وو ددوي لپاره څوک دوستان چه د الله تعالی پرته يي ددوي مرسته کړي واي.
همدارنګه فرمايي: ﴿مَا لَهُمْ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ﴾[الشورى: 8 .
ترجمه: نشته ددوي لپاره هیڅوک دوست، او نه هم څوک مرسنتدویه.
همداشان په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيّاً وَلَا نَصِيراً﴾[النساء: 89 .
ترجمه: او تاسو مه نیسئ له دي کافرو څخه څوک دوست، او نه مرسته کوونکې.
او داسی نور ډیر آیاتونه چه هلته دا څرګندوي چه له خپل مولَی او دوست سره نصرت او مرسته کول د ولایت او دوستۍ غوښتنه ده، او پرته له دغه غوښتنی پوره کولو دغه ولایت او دوستي صحیح او سمه نه ده.
ځکه د ولایت او دوستۍ اصل او بنسټ همدا محبت او د هغه سره موافقت دې، او د هغه سره محبت او مینه او موافقت دا غواړي نصرت مرسته او تأیید يي وکړي، نو هر دوست باید د خپل دوست سره مرسته او کومک وکړي.
بل دا چه د خپل دوست سره مرسته او کومک کول د ريښتينی دوستۍ نښه ده، څوک چه له خپل دوست او مولَی سره نصرت او مرسته او کومک کوي، شک نشته چه ده په رښتیا هم د خپلی دوستۍ حق اداء کړ، خو که يو څوک له یو چا سره د دوستۍ دعوا کوي او د هغه د اړتیا په وخت کښی ورسره مرسته نه کوي، نو څرګنده ده چه دا تشه د ژبی په سر دعوا ده، او د دوستۍ حق نه ادا کوي، خو که یو څوک په ژبه د یو چا سره ددوستۍ دعوا کوي، او په عمل کښی يي بیا مخالفت، ورسره دښمني کوي، نو حقیقت دا دې چه داسی شخص په خپلی دعوا کښی نه یواځی دا چه رښتونې نه دې بلکه دا يي یو دښمن دې، اګر که په ژبه ډیر هم ددوستۍ دعوا ورسره وکړي.
له دي مخکني بیان څخه دا راڅرګنديږي چه د الله تعالی دوستان هم هغه څوک کیداي شي چه د الله تعالی او د هغه ددین مرسته کوي، او هغه کارونه کوي چه د الله تعالی سره د محبت دعوا يي له دوي څخه غوښتنه کوي، چه هغه څه په خپل ژوند کښی پلي کړي چه الله تعالی يي خوښوي، او له هغه څه څخه ډډه کوي چه الله تعالی يي بد ګڼـي او نه يي خوښوي، لکه د الله تعالی ددين د خپرولو او حاکمولو لپاره په هغه تروا وسائلو باندي جهاد کوي چه ددوي د لاسه پوره وي، نو دا کارونه چه څوک کوي همدوي د الله تعالی له دوستانو ځينی دي.
خو که څوک د دي برعکس کار کوي، چه د الله تعالی له دښمنانو سره دوستي کوي، مرسته ورسره کوي، د تأييد په وخت کښی تأیید او ننګه کوي، هغه هم د الله تعالی ددين په مخه نیولو کښی، نو دا خو د الله تعالی له دوستانو څخه نه، بلکه د الله تعالی له دښمنانو ځینی دې؛ ځکه دا کارونه د الله تعالی سره د محبت او مینی څخه مخالف دي.
*خو داسی کار مؤمنان نه کوي، بلکه داسی کارونه هغه منافقان کوي چه په لوي منافقت باندي منافقان وي )الله تعالی دي مونږ تری وساتي(، همدا منافقان دي چه د مؤمنانو پر ځاي کافرانو سره دوستۍ کوي.