المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو (51) ميزات البراءة من الشرك في الإسلام


أبو زكريا
_29 _June _2016هـ الموافق 29-06-2016م, 05:27 AM
ميزات البراءة من الشرك في الإسلام:

· 1: أنها متصلة بالله جل وعلا، فمدار الحب والبغض فيها على ما يحبه الله ويبغضه الله، ومن كان هذا حاله فقد أسلم قلبه لله.
· 2: أنها عبادة ملازمة للمؤمنلا تخلو منها لحظة من لحظات حياته فهو وإن لم يستشعرها فهو مستصحب لحكمها، وهذا البغض عبادة قلبية عظيمة.
· 3: أن هذه البراءة مبنية على الفقه والهدى وعلى تحقيق المصالح الشرعية ودرء المفاسد فهي ليست بغضاً أهوج، ولا عاطفة عمياء. بل لها أحكام سنوضحها إن شاء الله.
- فهذه البراءة تخلو من آثار البراءة الجاهلية العمياء.
· الولاء والبراء أمر فطري وما من شخص إلا وهو يوالي ويعادي.
· مَن جعل موالاته ومعاداته لله فقد استكمل الإيمان، ومن جعل موالاته ومعاداته على أمر جاهلي فهو امرؤ فيه جاهلية.
· جاء الإسلام بتهذيب الولاء والبراء وتصحيح مساره، وتقويم منهجه، وبيان أحكامه، فصحح ما يعقد عليه الولاء والبراء، وصحح معنى الولاء والبراء، وبين منهجه الذي ينتهجه المؤمن بلا غلو ولا تفريط، وبين أحكامه وما يجوز فيه وما لا يجوز، وبين الحقوق التي يجب حفظها ولا يجوز الاعتداء عليها حتى مع المخالفين.
· مما يجب أن يُعلم أن هذا الولاء والبراء محكوم بأحكام الشريعة، ومن سار على ما بينه الله من الهدى في هذا الباب العظيم لم يحصل منه ما يحصل من آثار الولاء والبراء الجاهلي الذي يُعقد على عرق أو بلد أو حزب أو جماعة أو غيرها من الأسباب الجاهلية التي يعقد عليها الولاء والبراء.
· البراء في الإسلام لا يخرج عن مقتضى العدل والإحسان، بل كل أحكام الشريعة لا تخرج عن مقتضى العدل والإحسان كما قال الله تعالى: ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ﴾ [النحل: 90]،
وقال: ﴿وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًاً﴾ [البقرة: 83].
· نهى الله عن الاعتداء على الكفّار كما قال تعالى: ﴿وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ﴾[البقرة: 190].
· اقتران النهي عن العدوان بالقتال في سبيل الله يدلك على الرسالة السَّامية للإسلام.
· إذا كان بيننا وبين الكفار عهد وخفنا منهم الخيانة ونقض العهد وقامت قرائن وأمارات على ذلك لم يجز أن نبدأهم بالقتال حتى نعلمهم بنبذ عهدهم إليهم كما قال الله تعالى: ﴿وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ﴾ [الأنفال: 58].
· لم يرض الله لأوليائه أن يكونوا خائنين، ولم يرض لأوليائه أن يكونوا معتدين، ولم يرض لأوليائه أن يكونوا ظالمين.
· المؤمنون وإن كانوا يبغضون الكفار بغضاً شديداً ويعادونهم في الله إلا أنهم لا يحملهم ذلك على ظلمهم والاعتداء عليهم كما أرشدنا الله تعالى بقوله: ﴿وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا﴾ [المائدة: 2].
وقال تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ﴾ [المائدة: 8].
· بل إن الله يحب لأوليائه أن يكونوا محسنين مقسطين، وأن تكون معاملتهم للناس حسنة يزينها الصدق والوفاء بالعهد وحسن القول والخلق كما قال الله تعالى: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [الممتحنة: 8، 9].
· المنهي عنه أن نتولاهم فنناصرهم على المسلمين بأن ندلهم على عورة من عورات المسلمين، وأن نعينهم على المسلمين بأي نوع من أنواع الإعانة.
· الإحسان إلى من ليس من أهل الحرب والقتال بما لا يعين على المسلمين ليس بمنهي عنه، بل هو من القسط الذي يحبه الله.
· ينبغي أن نفرق بين حسن المعاملة والمحبة القلبية؛ فمودة الكفار ومحبتهم محرمة في دين الإسلام، بل إن بغضهم من لوازم الإيمان، ونحن إنما نبغضهم لما أبغضهم الله عليه من الكفر والفسوق والعصيان، لا نبغضهم لذواتهم وهيئاتهم وأنسابهم وأعراقهم وبلدانهم، ولذلك فإنهم إن تابوا وأسلموا أحببناهم لزوال مقتضى البغض والكراهية.
· أما التعامل معهم فيكون وفق أحكام الشريعة، وقد أمرنا الله تعالى بأن نقول للناس حسناً، وأن نعاملهم بالحسنى، وألا نجادل أهل الكتاب إلا بالتي هي أحسن، ويجب علينا أن نفي بالعهد بيننا وبينهم، وإذا ائتمننا أحد منهم أدينا له الأمانة، وندعوهم إلى الإسلام بالتي هي أحسن، ونبين لهم أخلاق أهل الإسلام، ودعوةَ الله ورسوله صلى الله عليه وسلم إلى مكارم الأخلاق.
· كل ما سبق مطلوب، ولا يقتضي محبتهم القلبية وهم مقيمون على الكفر والفسوق والعصيان، لأن تعامل المؤمن نابع من إيمانه وامتثاله لأحكام الشريعة السمحة وأخلاق القرآن العظيم.
· أما الكفار المحاربون والمعتدون الظالمون من الكفار والمنافقين فقد أُمرنا بالغلظة عليهم، كما قال الله تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ﴾ [التوبة: 73] فالذين يستحقون أن نجاهدهم أمرنا بالغلظة عليهم.
· هذه الغِلْظة لها حدودها الشرعية فلا يجوز أن تفضي بالمسلم إلى قول ما لا يجوز قوله ولا على العدوان والبغي.
· تبين مما سبق أن البراءة في الإسلام لها مقاصد سامية، وآداب عالية، وأنها ليست كالبراءة الجاهلية المبنية على الظلم والعدوان وقول الإثم والبهتان، وغصب الحقوق والدعاوى الباطلة.
· وأن البغض الإيماني ليس حقداً عنصرياً ولا كرهاً أعمى، بل هو بغض إيماني له أسباب ومقاصد وغاية كما تقدم.
· ونحن مع بغضنا لهم بسبب أعمالهم وكرهنا ومقتنا لكفرهم وفسوقهم وعصيانهم نود لهم الهداية ونسأل الله أن يخرجهم من الظلمات إلى النور وندعوهم إلى الإسلام بالتي هي أحسن، رجاء أن يمن الله عليهم بالهداية فنواليهم بعد المعاداة ونحبهم بعد البغض كما قال الله تعالى: ﴿عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾ [الممتحنة: 7].

أبو زكريا
_29 _June _2016هـ الموافق 29-06-2016م, 05:41 AM
په اسلام کښی له شرک څخه د براءت او بیزارۍ ځانګړتیاوي

۱/ لومړې دا چه دا بیزاري په الله تعالی پوری تړلي وي، يعنى د مینی محبت او په مقابل کښی يي د چا سره د کینی او دښمنۍ کولو دارومدار د الله تعالی په خوښۍ او نا خوښۍ پوری دې، نو یو څوک چه دی درجی ته ورسیږي چه د هغه خوښي او ناخوښي یواځی د یو الله تعالی په خوښۍ او ناخوښۍ پوری وتړل شي، او هغه په رښتیا خپل زړه الله تعالی ته تسلیم کړ، او غاړه يي ورته کیښووله.
۲/ دوهم دا چه دا کار د هر مؤمن د ژوند سره تړلی عبادت او بندګي ده چه الله تعالی ته يي کوي، او د ژوند په هیڅ وخت کښی ورڅخه نه جلا کیږي، تردي چه کله به دده ورته سوچ او فکر نه وي، خو دې به له مشرکانو څخه د بیزارۍ په حکم کښی وي، او دا ډول کینه او بغض کول د زړه د لويو عبادتونو څخه دې چه د الله تعالی په وړاندي یی کوي او په اسلامي شریعت کښی ورته عبادات قلبیه ویل کیږي.
۳/ دریم دا چه دا ډول بیزاري او براءت په علم او دلیل باندي ولاړ وي، او ددي لپاره وي چه دیني ګټـی لاسی ته راشي، او د مفاسدو مخنیوې وشي، یعنی دا داسی بی مهاره او بی سببه کینه نه ده، او نه کوم ړوند احساس دې، بلکه ددي ډول بیزارۍ په اسلامي شریعت کښی خپل احکام دي چه په راتلونکی کښی به يي بیان کړو- ان شاء الله تعالی-.
نو څرګنده ده چه دا ډول بیزاري د جاهلیت د ړندی بیزارۍ له بدو پایلو څخه پاکه ده.
شک نشته چه له یو چا سره دوستي یا ورڅخه بیزاري د هر انسان په فطرت او خټه کښی اغږل شوې دې، او هیڅ داسی څوک به نه وي چه هغه دي له هیڅ چا سره دوستي او یا بدي او دښمني ونلري.
خو هغه څوک چه خپله دوستي او دښمني د الله تعالی د رضا او خوشحالۍ لپاره ځانګړی کړي، نو ده د ایمان غوښتنی پوره کړی، او ددي برعکس که څوک خپله دوستي او دښمني په يو جاهلي هدف پوری وتړي، نو شک نشته چه په ده کښی د جاهلیت خوي دې.
*هرکله چه مو ومنله چه دوستي او دښمني د هر انسان یو فطري خوي دې، خو د اسلام مقدّس دین دغه د دوستۍ او دښمنۍ خوي له بدو اړخونو څخه پاک کړې دې، او د هغه تګلاره يي ورسمه کړی ده، او ځانګړي احکام يي ورته بیان کړي دي، نو هغه دوستي او دښمني چه په صحیح اساس او بنسټ ولاړ وي مسلمانان يي ورته هڅولي دي، او ورته يي د صحیح دوستۍ او دښمنۍ معنی ورښوولی ده، او مؤمنانو ته يي د سمی دوستۍ او دښمنۍ تګلاره بی له کوم زیاتي او کمي ورښوولی ده، او ددواړو احکام يي وربیان کړي دي، چه کوم يي روا او کوم ناروا دي، او هغه حقوق يي هم بیان کړي دي چه ساتنه يي د هر مسلمان فرض دي، او هیڅ ډول ظلم وزیاتې پکښی روا نه دې آن که له مخالف سره هم وي.
*په دي باید پوهه شو چه له یو چا سره دوستي او دښمني دي د اسلامي شریعت د احکامو په چوکاټ کښی وي، نو څوک چه خپله دوستي او دښمني د الله تعالی لخوا د بیان شوي لارښوونی په رڼا کښی کوي، له هغه څخه هغه د جاهلیت ددوستۍ او دښمنۍ د پایلو توقع نه کیږي، کوم چه د قبیلوي، منطقوي، ګوندي او نورو غیر شرعي تګلارو باندی ولاړی دوستۍ او دښمنۍ څخه منځ ته راځي.
د اسلام په مقدّس دین کښی له یو چا څخه بیزارۍ معنی دا نه ده چه له هغه سره به عدل انصاف او احسان نه کیږي، بلکه د اسلامي شریعت ټول احکام د عدالت انصاف او حتی له دښمن او مخالف سره د احسان له چوکاټ څخه نه ووځي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ﴾ النحل: 90 .
ترجمه: بیشکه الله تعالی په عدل انصاف او احسان کولو باندی تاسو ته امر او حکم کوي، او دا حکم هم کوي چه خپلوانو یو څه ورکړئ، او له بی حیایۍ او بدکارۍ، او په یو چا له ظلم او زیاتي څخه تاسو منع کوي، او په دي احکامو تاسو ته وعظ او نصیحت کوي ترڅو تاسو پند تری واخلئ.
همدارنګه په بل ځاي کښی الله تعالی فرمایي: ﴿وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًاً﴾ البقرة: 83 .
ترجمه: تاسو خلکو ته ښی خبری کوئ.
او له ظلم زیاتي څخه يي حتی پر کفارو باندي منع فرمايلی ده، لکه چه فرمايي: ﴿وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ﴾البقرة: 190 .
ترجمه: او تاسو د الله تعالی په لار کښی له هغه چا سره وجنګیږئ چه له تاسو سره ددغه دین له کبله جنګ کوي، خو د دي جنګ په دوران کښی به تاسو حق څخه زیاتې او پر مخالف به ظلم زیاتې نه کوئ، ځکه بیشکه الله تعالی ظلم او زیاتې کونکي نه خوښوي.
که دلته لږ سوچ او فکر وکړو، الله تعالی د جهاد فی سبیل الله په وخت کښی هم له ظلم او زیاتي څخه منع فرمايلی ده، نو په دي کښی د اسلام د مقدّس دين هغه د لوي شان رسالت راڅرګندوي، چه حتی په کافرو باندی مو له ظلم او زیاتي څخه منع کوي.
*بل مثال يي دا دې چه که ځمونږ او کافرانو تر منځ یو لوظ او امني پروتوکول وي، خو مونږ ته ویره پیدا شوه چه دا کافران په خپله وعده او لوظ وفا نه کوي، او داسی نښی نښانی هم راته په ګوته شوی چه ددوي خیانت او وعده ماتول يي راڅرګندول، نو هم په دغه وخت کښی مونږ ته روا نه دي چه مونږ د هغوي په ناخبرۍ کښی ورباندي جنګ جګړه شروع کړو، بلکه لومړې باید هغوي ته اخطار ورکړو چه تاسو په خپلو وعدو پابند نه یاست، او له دي وروسته ځمونږ او ستاسو تر منځ هغه وعده او لوظ باندی پابندی نشته، لکه چه په دي هکله الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ﴾ [الأنفال: 58 .
ترجمه: او کچیری ته – اي پيغمبره!- له یو مخالف څخه د هغه د وعده خلافۍ او لوظ ماتولو او خیانت څخه ویریدی نو هغوي ته اعلان وکړه چه ځمونږ او ستاسو ترمنځ هغه د امن او سولی وعده او لوظ نور پاتی نه دې، ځکه بیشکه الله تعالی خیانت کوونکي نه خوښوي.
که لږ ورته زیر شو، ګورئ الله تعالی د خپلو نیکانو او دوستانو بندګانو لپاره دا خوښه نه کړه چه دوي دي یا په خیانت یاد شي او یا دي هم په ظلم او زیاتي کولو یاد شي.
*مؤمنان سره له دي چه له کافرو سره د الله تعالی د رضا لپاره بغض او کینه لري، او سخته دښمني هم ورسره لري، خو سره له دي هم ورته روا نه دي چه له دغه کافرو سره دي ظلم وکړي او یا دي ورسره زیاتې وکړي، لکه چه دا حکم الله تعالی داسی بیان کړې دې: ﴿وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا﴾ المائدة: 2.
ترجمه: د یو مخالف سره دښمني او د هغوي ظلم زیاتې چه تاسو يي د مسجد حرام ته له ورتلو څخه منع کړي یاست- دي ددي خبری باعث نه شي چه تاسو دي هم ورسره ظلم زیاتې وکړئ.
همدارنګه فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ﴾ [المائدة: 8 .
ترجمه: ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو کلک پر حق ودریږۍ، هغه هم د الله تعالی او د هغه ددين له کبله، په داسی حال کښی چه ګواهي ورکوونکي یاست د عدل او د انصاف، او باعث دي نکړي تاسو لره د یو چا دښمني په دي خبره چه تاسو به عدالت او انصاف نه کوئ، بلکه تاسو عدالت او انصاف کوئ، همدا کار تقوا او پرهیزګارۍ ته ډیر نژدی دې، او الله تعالی څخه وویریږئ، ځکه بیشکه الله تعالی ډیر خبردار او پوهه دې ستاسو په عملونو باندي.
*بلکه د الله جلّ جلاله خوښه دا ده چه د هغه دوستان دي له خلکو سره احسان او ښیګړه کوونکي او عدالت پلوه وي، او د خلکو سره دي ددوي راشه درشه او راکړه ورکړه تر نورو ښه وي، چه په ریښتیا ویلو، په وعدو باندي په وفادارۍ، خوږو او ښائسته خبرو او ښو اخلاقو باندي ښائسته وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [الممتحنة: 8-9.
ترجمه: نه منع کوي تاسو لره الله تعالی د ښیګړی کولو نه د هغه کافرو سره چه تاسو سره يي ستاسو له کبله جنګ نه دې کړې، او نه يي تاسو له خپلو کورونو څخه ویستلي او شړلي یاست، له دي نه مو نه منع کوي چه تاسو له هغوي سره ښیګړه، نیکي او عدل او انصاف وکړئ، بیشکه الله تعالی عدل او انصاف کوونکي خوښوي، خبره دا ده چه بیشکه الله تعالی تاسو له هغه چا سره له دوستۍ او ښیګړی کولو منع کوي چه له تاسو سره يي ستاسو ددین له کبله جنګ کړې دې، او تاسو یي له خپلو کورونو ویستلي او شړلي یاست، او تاسو خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي یاست، او ستاسو په خلاف يي ستاسو له دښمنانو سره مرسته او کومک کړې دې، ددي نه مو منع کوي چه تاسو له هغوي سره دوستي وکړئ، او هغه چا چه ورسره دوستي وکړه نو هم دوي ظالمان دي.
نو دلته د الله تعالی لخوا منع شوی خبره دا ده چه مونږ له هغوي سره دوستي وکړو، د هغوي د مسلمانانو په خلاف مرسته او کومک وکړو، چه کافرو ته د مسلمانانو )په خلاف جاسوسي ورته وکړو او د هغوي( عیبونه او د هغوي د کمزورۍ نقطی ورته په ګوته کړو، او یا هم د مسلمانانو په خلاف له هغوي سره د مرستی له ډولو څخه یو ډول مرسته وکړو.
*په تیر آیت کریمه کښی بله خبره د احسان او ښیګړی کولو وه چه له هغه چا سره وشي چه حربي کافر نه وي، او نه هم دغه احسان د مسلمان په خلاف له هغوي سره مرسته نه وي، له کوم څخه چه منع راغلی ده، لکه چه مخکښی تیر شول، بلکه دا احسان به د هغه احسان له جملی څخه وي چه الله تعالی یي خوښوي.
دلته باید دي خبری ته ښه زیر شو چه له یو کافر سره د ښی معاملی او ورسره د زړه مینی محبت تر منځ فرق او توپیر وشي؛ ځکه له کافرو سره د زړه نه مینه او محبت کول د اسلام په مقدّس دین کښی منع دي، بلکه له هغوي سره بغض او کینه کول د ایمان له جدي غوښتنو ځیني دي، خو دا باید په یاد ولرو چه له کافرو سره ځمونږ بغض، کینه او دښمني له دي کبله ده چه الله تعالی ورسره بغض او کینه او دښمني لري؛ هغه هم ددوي د کفر، فسق، د الله ددین څخه د سرغړونی، او مخالفت له کبله ده، او ځمونږ بغض کینه له دوي سره د دوي کوم ذاتي عیب، شکل، نسب، قبیله او وطن له کبله نه ده، ځکه خو که دوي له کفر او د الله له نافرمانۍ څخه توبه ووباسي، او مسلمانان شي، نو مونږ به ورسره مینه محبت کوو؛ ځکه هغه د بغض او کینی سبب او علت له منځه لاړ.
خو له هغوي سره ښه تعامل او ښیګړه هم باید د اسلامي شریعت د احکامو په چوکاټ کښی وي، ځکه دا د الله تعالی حکم دې چه مونږ به خلکو ته که مسلمان وي کافر، باید ښی او خوږی خبری کوو، او ښه معامله او ښيګړه به ورسره کوو، او د اهل کتابو )یهودو او نصاراو( سره سره بحث او مباحثه او مناقشه به هم په ښه ډول او ښی طریقی سره کوو، او پر مونږ واجب دي چه په هغه وعدو او پیمانونو باندي وفاداري وکړو چه زمونږ او ددوي تر منځ شوي وي، او که هغوي له مونږ سره کوم امانت کیږدي، باید امانت يي بیرته ورسپارو، او دوي د اسلام مقدّس دین منلو ته په ښه لهجه او ښه ډول راوبلو، او هغوي ته د اسلام او صحیح مسلمانانو اخلاق بیان کړو، او دا ورته وښایو چه الله تعالی او د هغه رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم تل ښو اخلاقو باندي مونږ ته حکم کوي او ورته مو رابلي.
*سره له دي چه دغه مخکی یاد شوي ښه خویونه او ښه کارونه کول له مونږ څخه مطلوب دي، خو سره له دي هم ددي معنی دا نه ده چه مونږ دي له کافرو سره د هغوي د کفر، فسق د الله تعالی څخه د سر غړونی او نافرمانۍ په حالت کښی د زړه محبت او مینه ولرو، ځکه د یو مسلمان له یو چا سره ښه تعامل د هغه له ایمان څخه سرچینه اخلي، او له دي کبله يي کوي چه مسلمان په دي کارونو هم د اسلامي شریعت ښائسته احکامو او قرآنکریم په ښوول شوو احکامو عمل کوي، او ورته غاړه ږدي.
*هو، محارب او جنګي کافرانو، زیاتې کوونکو او ظلم کوونکو او منافقانو سره مونږ ته په سخت روۍ او تیز تعامل باندي حکم شوې دې، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ﴾ [التوبة: 73 .
ترجمه: اي پیغمبره! له کافرو او منافقانو سره جهاد وکړه، او سختي ورباندي وکړه.
نو له کومو کافرو سره چه د جهاد کولو حکم دې هغوي سره به سخته رویه او تعامل کوو.
خو دا سخته رویه دی هم باید د اسلامي شریعت په چوکاټ وي، نو یو مسلمان باید ددي سختی رويي په بهانه هغه څه نه ونه وايي چه روا نه وي، او ورته دا روا دي چه د سخت روۍ په بهانه په یو چا باندي زیاتې او ظلم وشي.
له تیر بیان څخه دا راڅرګنده شوه چه په اسلام کښی له یو چا څخه د بیزارۍ خپل لوړ مقصدونه دي، او په عین وخت کښی دغه بیزاري خپل آداب لري چه د هغی په چوکاټ کښی به وي، او د یو مسلمان بیزاري د جاهلیت د بیزارۍ په شان نه ده چه په ظلم زیاتي، او ناروا ویناو او دروغو، او د حقوقو په غصبولو او ناروا دعواو باندي ولاړه او ستواره وي.
*او دا باید په نظر کښی ولرو چه د ایمان له کبله له یو چا سره کینه او بغض کول د ړندی دښمنۍ، قوم پرستۍ، ژبني قومي او سمتي بدبینۍ په معنی نه ده، بلکه دا یو ایماني کینه ده، خپل اسباب مقاصد او اهداف لري، لکه چه مخکی تیر شول.
او مونږ ددی کافرو سره ددوي د کفر، فسق نافرمانۍ د الله تعالی ددین څخه د سرغړونی له کبله بغض کوو، خو په عین وخت کښی خوښه او هیله او د الله تعالی څخه ورته دا غوښتنه هم کوو چه الله تعالی ورته د دين د منلو، او د کفر نارواو او د الله تعالی د سرغړونی څخه د توبی توفیق ورکړي، او دوي له دغو تورو تیارو او تورتمونو څخه د اسلام رڼا ته راوباسي، او مونږ دوي د اسلام مقدّس منلو ته په ډیر ښه شان رابلو، دا ټول په دي امید او هیله چه الله تعالی پر دوي د هدایت او حق دین د منلو پیرزوینه وکړي، چه مونږ ورسره ددي دينی دښمنۍ څخه وروسته د دوي د ایمان او مسلمانۍ له کبله ورسره مینه او محبت وکړو، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾ [الممتحنة: 7 .
ترجمه: نژدی ده چه الله تعالی ستاسو او هغه کافرو تر منځ چه تاسو ورسره د خپل ایمان له کبله دښمني کوله ستاسو تر منځ د هغوي د ایمان او مسلمانۍ په سبب مینه محبت واچوي، او الله تعالی په هرڅه باندي قادر او توانا دې، او الله تعالی د تیرو ګوناهونو بخښونکې دې، او زیات احسان کوونکې هم دې.