المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو (50) غاية البراءة من المشركين


أبو زكريا
_27 _June _2016هـ الموافق 27-06-2016م, 05:36 AM
غاية البراءة من المشركين

· الغاية التي تنتهي عندها هذه البراءة فهي إيمان من أمرنا بالبراءة منه فإذا آمن فهو من إخواننا نحبه ونواليه كما قال الله تعالى: ﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾ [الممتحنة: 4].
- إذا آمنوا بالله وحده لا شريك له وكفروا بما يعبد من دونه فهم من المؤمنين نحبهم ونواليهم، وقد قال الله تعالى عن المشركين: ﴿فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ﴾ [التوبة: 11].
· من تأمّل مقاصد البراءة الإيمانية عرف سموّها وجلالة قدرها، وعظيم حِلْمِ الله تعالى وسعة مغفرته وأنه هو التواب الرحيم والعفو الحليم وأنه يقبل التوبة ممن تاب ولو كان مشركاً.

أبو زكريا
_27 _June _2016هـ الموافق 27-06-2016م, 05:44 AM
ترڅو به له مشرکانو څخه د بیزاري کوو؟
شک نشته چه له مشرکانو څخه زمونږ بیزاري او براءت به تر هغه پوری وي چه دوي هم مؤمنان شي، هو، چه کله يي ایمان راوړ، بیا نو نور هغه د بیزاري او براءت سبب او لامل نشته، بلکه هغه زمونږ ورور دې مونږ به ورسره مینه محبت کوو، او دوستي به ورسره پالو، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾ الممتحنة: 4 .
ترجمه: بیشکه شته ستاسو لپاره اقتدا او پیروي په ابراهیم علیه السلام کښی او په هغه خلکو چه له ده سره مؤمنان وو، کله چه هغوي خپل قوم او خپلوانو ته وويل: بیشکه مونږ له تاسو څخه بیزاره یو، او له هغه معبودانو هم بیزاره یو چه تاسو يي پرته له الله تعالی څخه بندګي کوئ، مونږ منکر یو ستاسو له دین ځیني، او څرګند او ښکاره ده زمونږ او ستاسو تر منځ دښمني او یو له بله سره کینه کول تل ترتله، تر هغه پوری چه تاسو یواځی په یو الله جلّ جلاله ایمان راوړئ.
*خو کله چه يي یواځی پر یو الله تعالی ایمان راوړ، او د الله تعالی پرته د نورو معبودانو له عبادت او بندګۍ څخه يي انکار وکړ، نو دوي هم بیا مؤمنان دي، مونږ ورسره مینه او محبت او دوستي کوو، ځکه الله تعالی د مشرکانو په هکله فرمايي: ﴿فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ﴾ التوبة: 11 .
ترجمه: که چیری دی مشرکانو له شرکه څخه توبه وویستله، او لمونځ يي پوره په خپل وخت له ټولو حقوقو سره اداء کولو او د خپلو مالونو زکات يي ورکولو، نو بیا دوي ستاسو ديني وروڼه دي.
*څوک چه په دغه ایماني براءت او بیزارۍ کښی فکر او سوچ وکړي، نو ددغه براءت او بیزارۍ لوي شان او اوچته مرتبه به وپيژني، او هم به د الله تعالی لوي صبر او زغم ومني، چه دده مغفرت او بخښنه څومره لويه او پراخه ده، او الله جلّ جلاله څومره ډیر توبه قبلوونکې، ډیر مهربان، عفو کوونکې او بردبار دې، ځکه الله تعالی د هرچا توبه قبلوي او مني يي، آن که دا توبه ګار مشرک هم وي.