المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو (49) مقاصد البراءة من الشرك و أهله


أبو زكريا
_27 _June _2016هـ الموافق 27-06-2016م, 05:16 AM
مقاصد البراءة من الشرك وأهله
· 1: رعاية حدود الله عز وجل، وأعظم الحدود ما جعله الله من الحد الفاصل بين الكفر والإيمان، وسمى الله المشركين محادين له ولرسوله، فهم في حد، والمؤمنون في حد.
- البراءة من الشرك وأهله هي من القيام لله بما يحبّ، وهي واجب من واجبات الإيمان، وقد قال الله تعالى للمؤمنين: ﴿كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ﴾ [المائدة: 8].
· 2: إنكار المنكر العظيم الذي لا أعظم منه وهو الشرك بالله جل وعلا فهو أنكر المنكرات وأكبر الكبائر وإنكاره من أوجب الواجبات وأعظم الحقوق.
· 3: التنصّل من موافقة المشركين على دينهم وإقرارهم لما هم عليه من الشرك، وقد علمنا ما توعد الله به أهل الشرك من العذاب المهين والغضب الشديد والخلود في النار.
- إذا علم المؤمن بعظيم مقت الله للكفار حرص على التنصل من موافقتهم على ما مقتهم الله عليه أو إقرارِهم عليه؛ وقد قال الله تعالى فيهم: ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ﴾ [غافر: 10].
· 4: رجاء أن يقلع المشرك عن شركه إذا وجد من المؤمنين بغضاً لما يفعله من الشرك ومجانبة والامتناع عن بعض التعاملات معه فلا تؤكل ذبيحته ولا يشرب في آنيته ولا يرث ولا يورث ولا يناكح ولا يوالى ولا يتشبه به في شيء مما يختص به إلى غير ذلك من الأحكام.
- هذه المجانبة قد تحمل بعض الكفار على الإسلام، وقد أسلم لهذا السبب عدد منهم.
· 5: الاعتزاز بدين الله تعالى والاستغناء به جل وعلا، فإن الله لما أمرنا بالبراءة من الشرك وأهله علمنا أن الله تعالى قد أغنانا عنهم بفضله وأعزنا بدينه، فإن الله أكمل لنا الدين، ومن إكماله أنه واف بما نحتاجه في جميع شؤننا، وما يقع فيه بعض المسلمين من موالاة الكفار هو من مظاهر ضعف اعتزازهم بدين الله عز وجل.
· 6: النصيحة للمسلمين وبيان الحق لهم فإن موالاة الكفار قد تغرّ بعض المسلمين فتفتنَهم عن دينهم.

أبو زكريا
_27 _June _2016هـ الموافق 27-06-2016م, 05:29 AM
د شرک او مشرکینو څخه د بیزارۍ مقصدونه او موخی:
۱/ د الله عز وجلّ د حدودو او ددین د پولو ساتنه کول، او تر ټولو لوي حد او پوله هغه ده چه الله تعالی د کفر او ایمان تر منځ فاصل، توپیر کوونکې او بیلونکې ګرزولې دې، او دهمدي کبله الله تعالی مشرکان د ځان او د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړوونکي بللي دي، او له همدي کبله مؤمنان ددغی پولی یوی خوا ته، او مشرکان يي بلی خوا ته دي.
له شرک او مشرکانو څخه بیزاري د الله تعالی سره د محبت او مینی ساتلو یو ډول دې، کوم چه د ایمان له واجباتو څخه یو واجب هم دې، الله تعالی فرمايي: ﴿كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ﴾ [المائدة: 8 .
ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو کلک پر حق ودریږۍ، هغه هم د الله تعالی او د هغه ددين له کبله.
۲/ تر ټولو د لوي منکَر او ناروا)شرک( مخنیوې کول؛ ځکه شرک تر ټولو منکراتو او ګناهونو لوي منکر او لویه ګناه ده، ځکه خو يي مخنیوې کول تر ټولو ډیر لوي واجب او اړين کار دې، بلکه د الله تعالی له لویو حقوقو څخه شماریږي.
۳/ د مشرکینو او د هغوي ددین شرک له موافقی او ورسره له مشابهت، او د هغوي په دغه شرک باندي له راضي کیدو څخه ځان ژغورنه، ځکه مونږ پوهیږو چه الله تعالی مشرکین له سپکوونکي عذاب او سخت غضب او په اور کښی له همیشه پاتی کیدو څخه ویرولي دي.
اوکله چه مؤمنان په دي پوهه شي چه الله تعالی کافرانو او مشرکانو ته څومره ډير په قهر دې، هغه کوښښ کوي چه د مشرکانو له مشابهت اوهغه څه څخه ځان خلاص کړي د کوم له کبله چه الله تعالی ورته په قهر دې، او هم د هغوي په شرک له راضي کیدو څخه ځان ژغوري، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ﴾ [غافر: 10 .
ترجمه: بیشکه کافرانو ته به د قیامت په ورځ ورغږ کړل شي چه: خامخا د الله تعالی قهر او غصه پر تاسو ستاسو پر خپل ځان باندي له قهر او غصی څخه ډیر لوي دې،ځکه تاسو به ایمان ته رابلل کیدۍ، خو تاسو به کفر کولو.
۴/ او مونږ به دا امید او هیله هم ساتو چه کیداي شي دوي له شرک څخه هغه وخت لاس واخلي، چه که مشرکان د مؤمنانو قهر او غصه او له هغوي سره خپل تعلقات پریښودل او له هغوي څخه بیزاري وویني، مثلاً ددوي حلالکه نه خوري، ددوي په لوښو کښی اوبه نه څښي، له دوي څخه نه میراث اخلي او نه يي ورته ورکوي، نه هم ورسره نکاح او واده کوي، نه ورسره مینه محبت او دوستي کوي، بلکه له دوي سره ددوي په هیڅ ډول ددوي په ځانګړو څیزونو کښی مشابهت نه کوي، او داسی نور احکام.
بلکه له کفارو څخه داسی بیزاري او ځان ساتنه به ځينی کافران ديته اړ کړي چه مسلمانان شي، او لکه چه له همدی کبله یو شمیر کافران په تیر وخت کښی مسلمانان شوي دي.
۵/ د اسلام پر مقدّس دین باندي فخر کول او له نورو ټولو دینونو او نظامونو څخه یواځی د اسلام په مقدّس دین باندي بسیا کول؛ ځکه الله تعالی چه کله مونږ ته له شرک او مشرکانو څخه د بیزارۍ حکم کړې دې، ددي ښکاره او څرګند دلیل دې چه ځمونږ مقدّس دین د ټولو دینونو څخه په خپل فضل او مهربانۍ بی پروا او عزتمند کړي یو، ځکه الله تعالی ځمونږ لپاره د اسلام مقدّس دین کامل کړې دې، او د هغه د کمال او پوره والي یوه بیلګه دا ده چه هغه ځمونږ د ژوند د ټولو اړخونو لپاره پوره او ورسره برابر او د بیلابیلو حالاتو او اړتیاو رعایت و خیال ساتنه کړی ده،
هو، کوم مسلمانان چه د کافرانو سره د مینی او دوستۍ ساتلو په جال کښی نښتي دي، د اسلام کمزوري نه، بلکه ددغه مسلمانانو په زړونو کښی پر اسلام د فخر او ورباندي د ایمان کمزوري ده.
۶/ د جمله مسلمانانو خیرخواهي کول، او هغوي ته دا حق څرګندول چه له کافرانو سره دوستي او انډیوالي کول ځینی مسلمانان تیرباسي او له خپل مقدّس دین څخه د وتلو او پريښوولو په فتنه کښی يي اچوي.