المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو (48)


أبو زكريا
_8 _April _2016هـ الموافق 8-04-2016م, 09:05 PM
وأما أسباب البراءة المتعلقة بالمتبرأ منهم وهم المشركون والكفار فمنها:
· 1: محادّتهم لله ورسوله، وبغضهم لما يحبه الله، ومحبتهم لما يبغضه الله، وسعيهم في محاربة دينه، ومن كان هذا حاله فهو مستحق لأن يعادَى ويتبرأ منه مهما كانت قرابته، قال الله تعالى: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ﴾ [الممتحنة: 1]
· 2: أنهم أعداء للمؤمنين يجتهدون في إعناتهم والمشقة عليهم وإفساد أمورهم ما استطاعوا إلى ذلك سبيلاً، وإذا تمكنوا من المؤمنين ساموهم سوء العذاب.
- قال الله تعالى: ﴿إِنْ يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ﴾ [الممتحنة: 2]،
وقال: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾ [آل عمران: 118].
· 3: سعيهم للصدّ عن سبيل الله عز وجل بأقوالهم وأعمالهم، وقولهم على الله بلا علم وافترائهم الكذب على الله ليضلوا الناس بغير علم، وتمنيهم كفر المؤمنين كما قال الله تعالى عنهم: ﴿وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُون﴾ [الممتحنة: 2]،
وقال تعالى: ﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولَئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ (18) الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآَخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ (19)﴾ [هود: 18، 19]؛ فكان من أول الصفات التي وصف الله بها الظالمين أهل النار صدهم عن سبيل الله.
- وذلك كما قال الله تعالى: ﴿وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُوا نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ (44) الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ كَافِرُونَ﴾ [الأعراف: 44، 45].
- الصد عن سبيل الله شأنه عظيم وهو ظلم مبين لأن فيه إغواء للناس عن سلوك الصراط المستقيم المفضي إلى رضوان الله وجنات النعيم، فمن صد الناس عن سبيل الله فلا شك أنه ظالم معتدٍ مستحق للعذاب والبراءة منه ومن فعله.
· 4: حسدهم للمؤمنين وتمنيهم زوال الخير عنهم كما قال الله تعالى عنهم: ﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾ [البقرة: 15].
· 5: كفرهم بنعم الله جل وعلا ومقابلتها بالشرك والفسوق والعصيان ﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ (28) جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ (29) وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ﴾ [إبراهيم: 28-30].
· البراءة من الشرك وأهله أصل عظيم من أصول الدين، وحدّ من حدود الله، وله أسبابه المبيّنة في كتاب الله تعالى وسنة نبيه صلى الله عليه وسلم.

أبو زكريا
_8 _April _2016هـ الموافق 8-04-2016م, 09:19 PM
له مشرکانو او کافرو څخه د براءت او بیزارۍ اسباب:
لومړې: دا چه دوي د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړوونکي دي، او هم له هغه څه سره کینه او بغض کوي چه الله تعالی يي خوښوي، بلکه د الله تعالی له دین سره په زغرده مقابله او ورسره جګړه کوي.
نو څه فکر کوئ؟، هغه څوک چه داسی کارونه کوي هغه ددي وړ او لایق نه دې چه ورسره دښمني وشي، او ځان ورڅخه بیزاره کړي؟ هغه که هر څومره خپلوان هم وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ﴾ [الممتحنة: 1.
ترجمه: ای مؤمنانو! هغه څوک په دوستۍ مه نیسۍ چه زما او هم ستاسو دښمنان دي.
دوهم دا چه دوي پخپله ددي مؤمنانو هم دښمنان دي، او په خپل ټول توان او طاقت زیار او کوښښ کوي چه مؤمنان څرنګه په تکلیف او سختۍ کښی واقع کړي، او څرنګه يي کارونه ور وران کړي، او په دي لار کښی ټولی لاری لټوي، او خپل ټول امکانات په کار اچوي، او چه کله يي هم لاس بر شي، مؤمنانو په بد عذاب عذابوي.
لکه چه الله جلّ جلاله فرمايي: ﴿إِنْ يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ﴾ الممتحنة: 2.
ترجمه: )مؤمنانو!( که هر چیری مو دا کافران بیامومي نو دوي ستاسو سره دښمني کوي، او تاسو ته )که يي لاس بر شو چه بدني ضرر در ورسوي( لاسونه در اوږدوي، او هم په ژبو ستاسو هر ډول مخالفت او ضرر رسونه کوي، او ددوي لوي آرمان دا دې چه کاش تاسو هم کافران شۍ.
همدارنګه الله جلّ جلاله په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾ آل عمران:118.
ترجمه: اي مؤمنانو! تاسو له مسلمانانو پرته نور دوستان او مشاورین او رازداران مه نیسۍ؛ ځکه دوي ستاسو په فساد او تاسو ته په ضرر رسولو کښی هیڅ ډول سستي او کوتاهي نه کوي، بلکه ددوي خوښه او لوي ارمان ستاسو تکلیف او زوریدل دي، بی له شکه ددوي له خولو )او ژبو( ستاسو سره ددوي کینه، بغض او دښمني ښکاره شوی ده، )دا خو يي هغه ښکاره کینه او دښمني ده( او کومه دښمني چه ددوي په زړونو کښی پټه پرته ده هغه لا تر دي ډيره لويه ده، په تحقیق بی شکه تاسو ته مو د نفاق او منافقانو علامی او نښی په ښکاره بیان کړي دي، خو که تاسو عقل وچلوۍ او له عقله کار واخلۍ او پوهه شۍ.
۳/ دریم دا چه د اسلام د مقدّس دين په مخه نیولو کښی ددوي خبری او ژبني فساد، او هم ددوي عملي منډی ترړی، او هم په الله تعالی باندي ددوي بی دلیله خبری او درواغ ویل، دا هر څه ددي لپاره چه خلک د الله تعالی له دين او سمی لاری څخه بی لاری کړي، بلکه ددوي آرمان او آرزو دا وي چه دا مؤمنان هم ددوي په شان کافران شي ) نعوذ بالله(، لکه چه الله سبحانه و تعالی فرمايي: ﴿وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُون﴾ [الممتحنة: 2، .
ترجمه: او ددوي خوښه او آرمان او آرزو دا ده چه کاش تاسو کافران شۍ.
همداراز الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولَئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ (18) الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآَخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴾ هود: 18-19.
ترجمه: او څوک ډیر لوي ظالم دې له هغه چا چه تړي په الله تعالی پوری درواغ، دغسی کسان به د الله تعالی مخی ته وړاندي شي، او ګواهان او شاهدان به ووايي: دا هغه کسان دي چه پر الله تعالی يي درواغ تړلي وو، خبردار! د الله لعنت پر ظالمانو باندي دې، هغه ظالمان چه خلک د الله تعالی له دین څخه منع کوي او ددین مخه نیسي، او په هغی کښی د کوږوالي او عیبونو لټونه کوي، او دوي پخپله د قیامت او آخرت په ورځ باندی کافران او ورڅخه منکران دي.
نو په دي آیتونو کښی د ظالمانو او وور ته تلونکو خلکو لومړې صفت دا ښوولې دې چه دوي د الله تعالی ددين مخه نیسي.
لکه چه الله تعالی فرمايي: : ﴿وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُوا نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ (44) الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ كَافِرُونَ﴾ [الأعراف: ۴۴- ۴۵.
ترجمه: او آواز به وکړي جنتیان دوزخیانو ته او وه به وايي: بی شکه مونږ هغه څه چه خپل پرودګار يي راسره وعده کړی وه مونږ په رښتیا بیاموندل، آیا تاسو سره چه پروردګار د څه شي وعده او لوظ کړې وو تاسو هم په رښتیا بیاموندل؟ دوزخیان به ورته ووايي: هو، نو یو اعلان کوونکې به اعلان وکړي چه بی شکه د الله لعنت دي پر ظالمانو باندي وي، ظالمان هغه څوک دې چه د الله تعالی ددي مخه نیسي، او په هغی کښی کوږوالې او عیبونه يي لټوي، او دوي د آخرت او قیامت په ورځ کافران او ورڅخه منکران هم دي.
نو د د الله حق دین مخه نیولو شان او خطر ډیر لوي دې، بلکه دا ښکاره او څرګند ظلم دې؛ ځکه دلته د سمی لاری څخه د خلکو بی لاری کول دي، کومه لار چه په حقیقت کښی د الله تعالی رضامندۍ او دنعمتونو او جنتونو ته تللی ده، څوک چه د الله تعالی له دین څخه خلک منع کوي او د الله تعالی ددين مخه نیسي، شکه نشته چه دې لوي ظالم او تیرې کوونکې دې، او د عذاب او له ده او دده له عمل څخه د بیزارۍ مستحق او وړ دې.
۴/ دوي د مؤمنانو سره کینه او بغض کوي او په دي آرمان وي چه هغه خیر چه له دوي سره دې کاشکی ورڅخه لری شي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾ [البقرة: 15.
ترجمه: نه خوښوي کافران – هغه که اهل کتاب یهود او نصارا دي او که مشرکان دي- نه خوښوي دا خبره چه راشي تاسو ته کوم خیر له جانبه د پروردګار ستاسو، او الله تعالی خاص کوي او عزتمند کوي په خپل رحمت هغه څوک چه د الله تعالی ورته خوښه وي، او الله تعالی د ډیر لوي فضل او مهربانۍ خاوند دې.
۵/ دوي د الله له نعمته ناشکره دي، بلکه د الله د نعمت په مقابل کښی ناشکري، شرک نافرماني او له حکمونو څخه يي سرغړونه کوي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ* جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ * وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ﴾ إبراهيم: 28-30.
ترجمه: آیا ته نه ګوری هغه کسانو ته چه د الله د نعمت په بدل کښی کفر کوي، او خپل قوم قبیله يي د هلاکت ځاي ته ګوزار کړه؟ چه د هلاکت دغه ځاي جهنم او دوزخ دې چه دوي به ورته ننوځي، او جهنم ډير بد د ورتلو ځاي دې، او دوي د الله تعالی سره شریکان او سیالان منلي وو، ددي لپاره او پایله او عاقبت يي دا شو چه دوي د الله تعالی له سمی لاری بی لاری شول، ورته ووایه اي پیغمبره!: ددنیا له مزو څخه لږ خوند واخلۍ او څکه ورڅخه وکړۍ، بی شکه ستاسو آخري د ورتللو ځاي وور او دوزخ دې.
له شرک او مشرکانو څخه براءت او بیزاري ددين له بنسټونو څخه يو ډیر لو بنسټ دې، او د الله تعالی له حدودو څخه يو مهم حد دې، او ددي د اهمیت او اړتیا اسباب د الله تعالی په کتاب قرآنکریم او د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په مبارکو احادیثو شریفو کښی ځاي په ځاي بیان شوي دي.