تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دلیل المعلم (46)


أبو زكريا
_16 _February _2016هـ الموافق 16-02-2016م, 06:02 PM
أسباب البراءة من المشركين
· أسباب البراءة من المشركين على قسمين: أسباب متعلقة بالمتبرِّئين وهم المؤمنون، وأسباب متعلقة بالمتبرأ منهم وهم المشركون والكفار.

أما أسبابها المتعلقة بالمتبرِّئين وهم المؤمنون فهي:
· السبب الأول: موافقة الله تعالى فيما يحب ويبغض.
- كلما كان المؤمن أشد حباً لله كان أكثر بغضاً لمن يبغضه الله، ولذلك قال الله تعالى: ﴿لاَ تَجدُ قَوماً يُؤْمِنُونَ باللهِ وَاليَومِ الآخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَادَّ اللهَ..﴾[المجادلة: 22]؛ فأتى بها بصيغة الخبر، كأن الأمر مفروغ منه، وأنه من مقتضيات الإيمان الضرورية.
- نبّه الله تعالى على هذا السبب بقوله: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ﴾[الممتحنة: 13].
· السبب الثاني:طاعة الله تعالى في أمره؛ فإن الله تعالى أمر بالبراءة من الشرك وأهله ونهى عن توليهم.
- مدح إبراهيم ومن معه على براءتهم من المشركين، وأمرنا أن نأتسي بهم في هذه البراءة التي مدحها الله عز وجل في القرآن في أكثر من موضع.
· السبب الثالث:الغضب لله جل وعلا والحميَّة له، فإنَّ مَن صدق في محبة محبوب ووجد من يغضبه أحسَّ في قلبه بغضاً له.
- لا أحد أحبَّ إلى المؤمن من الله تعالى كما قال الله تعالى: ﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ﴾[البقرة: 165]فمدحهم على ذلك.
- إذا رأى المؤمن من يُغضب إلهه الذي هو أحبّ شيء إليه وجد في قلبه بغضاً ومقتاً له.
- من وَجدَ هذا من نفسه فقد صحّ إيمانه؛ بل هو علامة على وثوقه وكماله؛ ففي مسند أبي داوود الطيالسي من حديث معاوية بن سويد بن مقرن عن البراء بن عازب قال: كنا عند النبي صلى الله عليه وسلم فقال: (( أتدرون أيَّ عرى الإيمان أوثق؟))
قلنا: الصلاة؛ قال:(( الصلاة حسنة وليست بذلك)).
قلنا: الصيام؛ فقال مثل ذلك، حتى ذكرنا الجهاد فقال: مثل ذلك، ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (( أوثق عرى الإيمان الحب في الله عز وجل والبغض في الله)).
- وعن أبي أمامة الباهلي رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: (( من أحب لله وأبغض لله وأعطى لله ومنع لله فقد استكمل الإيمان)). رواه أبو داوود وغيره.
- قال ابن القيم رحمه في إغاثة اللهفان شارحاً هذا الحديث: (فإن الإيمان علم وعمل والعمل ثمرة العلم وهو نوعان: عمل القلب حبا وبغضا ويترتب عليهما عمل الجوارح فعلا وتركا وهما العطاء والمنع؛ فإذا كانت هذه الأربعة لله تعالى كان صاحبُها مستكملَ الإيمان وما نقص منها فكان لغير الله نقص من إيمانه بحسبه)ا.هـ.

أبو زكريا
_16 _February _2016هـ الموافق 16-02-2016م, 06:10 PM
له مشرکانو څخه د بیزارۍ اسباب:
له مشرکانو څخه د بیزارۍ اسباب په دوه ډوله دي:
لومړې: هغه اسباب چه په بیزاري کوونکو پوری اړه لري چه هغه مؤمنان دي.
دوهم: هغه اسباب چه د هغه چا پوری اړه لري چه بیزاري ورڅخه فرض ده، چه هغه مشرکان او کفار دي.
لومړې: هغه اسباب چه په مؤمنانو او بیزاري کوونو پوری اړه لري، هغه:
لومړې سبب: دمسلمان بنده محبت او کینه او دښمني باید د الله تعالی له محبت او هم د هغه له بغض او دښمنۍ سره موافق وي، یعنی هغه څه خوښ کړي، او مینه محبت ورسره وکړي چه د الله تعالی خوښ وي او هغه ورسره مینه محبت کوي، او له هغی سره دښمني او کینه او بغض وکړي چه د الله تعالی ورسره دښمني او بغض وي.
*هرڅومره چه يو مسلمان بنده له الله تعالی سره ډير محبت او مینه لري، هومره يي بغض، دښمني او کینه له هغه چا سره ډیره وي چه د الله تعالی ورسره بغض او دښمني وي، ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿لاَ تَجدُ قَوماً يُؤْمِنُونَ باللهِ وَاليَومِ الآخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَادَّ اللهَ..﴾ [المجادلة: 22 .
ترجمه يي لږ مخکښی تیره شوه.
نو دلته الله تعالی د )لا تجد( خبري جمله يي راوړه، معنی دا چه دا خبره منل شوی ده، ځکه دا کار د ایمان له ضروري او ښکاره غوښتنو ځينی دې.
ددی سبب یادَونه الله تعالی په خپل دي فرمان کښی کړی ده چه فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ﴾[الممتحنة: 13 .
ترجمه: اي مؤمنانو! هغه خلکو سره دوستي، مینه او محبت مه کوۍ چه الله تعالی پری غضب کړې دې، بیشکه هغوي له آخرته او آخرت کښی له ثواب او جنت څخه داسی ناامیده دي لکه هغه کافران چه مړه شوي دي او په قبرونو کښی دي او د آخرت له ثواب او د الله له رحمت څخه نا امیده دي، ځکه هغوي په قبرونو کښی هرڅه پخپله ولیدل، ځکه چه د ایمان راوړلو کوم احتمال يي نشته.
یا- لکه په دنیا کښی ژوندي کافران چه د مړو کافرانو له بیرته راژوندي کیدو ځینی نا امیده دي، ځکه هغوي پر بعث بعد الموت باندي ایمان نلري.
دوهم سبب: الله تعالی او د هغه احکامو او اوامرو ته غاړه ايښودل؛ ځکه الله تعالی پخپله له شر ک او مشرکانو څخه د بیزارۍ امر کړې دې، او د هغوي سره له دوستۍ او محبت ځينی يي منع فرمایلی ده.
*بل چه الله تعالی ابراهیم علیه السلام او د هغه ملګري د قرآنکریم په څو څو ځایه کښی په دي خبره ستایلي دي چه هغوي له شرک او مشرکینو څخه خپل براءت او بیزاري اعلان کړی وه، او مونږ ته يي حکم وکړ چه د هغوي په دغه کار کښی مونږ هم د هغوي پیروي وکړو.
دریم سبب: دا چه قهر غصه او غیر د الله تعالی او د هغه ددین لپاره وي؛ ځکه هغه څوک چه د خپل محبوب په مینه او محبت کښی ريښتونې وي، هغه له هغه چا سره بغض او کینه کوي چه دده له محبوب سره بغض او کینه کوي.
*نو مؤمن مسلمان ته خو له الله تعالی ځینی بل هیڅوک خوږ، محبوب دوست نشته، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ﴾ [البقرة: 165 .
ترجمه: او مؤمنان ډیر زیات محبت کوونکي او دوستي کوونکي له الله تعالی سره دي.
نو الله تعالی دلته دوي د الله تعالی سره په مینه محبت او دوستۍ کولو باندي وستایل.
*مؤمن مسلمان چه کله هغه څوک وویني چه دده معبود او پروردګار –چه مؤمن مسلمان ته له خپل معبود څخه بل هیڅوک محبوب او خوښ نشته، او داسی څوک ووينی چه دده معبود- په غصه کوي او داسی څه کوي چه الله جلّ جلاله په قهر کوي، نو مؤمن مسلمان هم په مقابل کښی له دغه بدبخته سره –که په ښکاره يي څه له لاسه ونشي، نو په زړه کښی خو ورسره - بغض او کینه لري او دښمني ورسره کوي.
*اوس نو هغه څوک چه دغه صفات پکښی وي د هغه ایمان سم او صحیح دې، بلکه همدا دده دایمان په سموالي یوه علامه او نښه ده، لکه د امام ابوداود الطیالیسي رحمه الله په مسند کښی چه د معاویه بن سُوَیْد بن مُقْرِن په حدیث شریف کښی چه د براء بن عازب رضي الله عنه نه روایت دې هغه فرمايي: )مونږ له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم سره وو، نو هغه وفرمايل: )تاسو خبر یاست او پوهیږۍ چه د ایمان کومه کړۍ ډیره کلکه او ټینګه ده؟
مونږ ورته وویل: لمونځ.
هغه صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وفرمايل: لمونځ ډير ښه دې خو ځما د پوښتنی ځواب نه دې.
بیا نو مونږ ورته وویل: روژه.
نو هغه د روژی په هکله هم دغه مخکنۍ خبره وکړه، بیا رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وفرمايل: ) د ایمان کلکه او ټینګه کړۍ او حلقه دا ده چه یو مؤمن مسلمان بنده که له یو چا سره مینه او محبت کوي نو یواځی د الله تعالی لپاره ورسره وکړي، او همداشان که له یو چا سره بغض او کینه کوي هم د الله تعالی لپاره يي ورسره وکړي.
*همدارنګه ابو أمامه رضي الله عنه له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه روایت کوي چه بیشکه هغه فرمايلي دي: ) من أحب لله وأبغض لله وأعطى لله ومنع لله فقد استكمل الإيمان (رواه أبو داود وغیره.
ترجمه: هغه څوک چه یواځی د یو الله تعالی د رضامندۍ لپاره له یو چا سره مینه او محبت کوي، او د همدغه الله تعالی د رضا لپاره له یو چا سره بغض او کینه کوي، او راکړه ورکړه هم د الله تعالی د رضامندۍ لپاره وي، نو ده خپل ایمان پوره کړ.
*او امام ابن القیّم رحمه الله په خپل مشهور کتاب »اغاثة اللهفان« کښی ددي حدیث شریف په شرحه او وضاحت کښی فرمايي: ځکه ایمان په حقیقت کښی د علم او عمل نوم دې، او عمل د علم ثمره نتیجه او میوه ده، او عمل بیا په دوه ډوله دې:
لومړې: د زړه عمل: لکه محبت کول، کینه او بغض کول، چه په همدي باندي د اندامونو اعمال مرتّب دي، که هغه د کوم عمل کول وي او که دکوم بل عمل پریښوول وي، چه همدی ته په دي حدیث شریف کښی د راکړی ورکړی او منعی باندی تعبیر شوې دې، او کله چه دا څلور واړه کارونه د الله تعالی د رضامندۍ لپاره شي، نو ددي کارونو کوونکې د ایمان پوره کوونکې شمیرل کیږي، او هغه څوک چه په دغه څلورو کارونو کښی کمزورې وي، نو د هغه دغه کارونه د الله تعالی د رضامندۍ لپاره نه، بلکه د بل چا لپاره وي، نو دده ایمان هم په همدغه اندازه کمزورې کيږي.ا.هـ.