المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو 45


أبو زكريا
_27 _December _2015هـ الموافق 27-12-2015م, 09:54 AM
بيان مناسبة المسألة الثالثة للمسألتين قبلها:
· قوله: (من أطاع الرسول) هذا هو مقتضى المسألة الأولى من المسائل الثلاث التي ذكرها المؤلف رحمه الله.
- وقوله: (ووحد الله) هذا هو مقتضى المسألة الثانية.
· أي إذا أتيت بما وجب عليك في المسألة الأولى التي سبق بيانها، وأتيت بما وجب عليك في المسألة الثانية فاعلم أنه لا يجوز لك أن توالي من حاد الله ورسوله ولو كان أقرب قريب.
· هذه المسألة يخاطب بها من أقرّ بالشهادتين، أما من لم يقر بهما فيبين له وجوبهما، وأن الإنسان لا يدخل في الإسلام حتى يشهد الشهادتين، فإذا شهد الشهادتين عُرَِف بما يجب عليه.
· من لوازم تحقيق الشهادتين البراءة من الشرك وأهله.
· قال الله تعالى: ﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾[الممتحنة: 4].
- التأسي بهم هنا يشمل: التبرؤ منهم ومما يعبدون من دون الله، والكفر بهما، وإبداء العداوة والبغضاء لهم حتى يؤمنوا بالله وحده.
· البراءة من الشرك وأهله لها أسباب ومقاصد وغاية تنتهي بانتهائها وأحكام تحكمها.

أبو زكريا
_27 _December _2015هـ الموافق 27-12-2015م, 10:23 AM
ددي دریمی مسألی له مخکنیو دواړو مسألو سره مناسبت:
د شیخ رحمه الله دا وینا چه(من أطاع الرسول) دا د لومړۍ مسألی غوښتنه ده.
او د شیخ رحمه الله دا وینا چه (ووحد الله) دا د دوهمی مسألی غوښتنه ده.
لنډه دا چه که ته د لومړۍ او دوهمی مسألی غوښتنی پر ځان عملي کړي او په عمل کښی يي پلي کړی، نو معنی دا چه تا ته هیڅکله د هغه چا سره دوستي او مینی او محبت اجازت او جواز نشته چه هغه د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړوونکې وي، اګر که هغه دي ډیر نژدي خپلوان هم وي.
*دا دریمه مسأله له هغه چا څخه غوښتل کیږي چه د توحید او رسالت په دواړو ګواهیو يي ګواهي کړي وي، چه »أشْهَدُ أنْ لاَ إلَهَ إلاَّ اللهُ وََأَشْهَدُ أنّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللهِ« .
هو، هغه څوک چه په دغه دواړو ګواهیو يي ګواهي نه وي کړي، هغوي ته باید ددغه دواړو ګواهیو د فرضیت بیان شي، او دا چه بنده تر هغه نه مسلمانیږي چه دغه دواړه ګواهۍ يي کړي نه وي، خو چه دغه دواړه ګواهیو باندي اقرار وکړي نو باید ورته هغه څه بیان شي چه ددي کلمی او ګواهیو په اقرار ورباندي فرضیږي.
*د شهادت د کلمی او دغه مهمو ګواهیو سره دا لازمي ده چه بنده دي د شرک او مشرکانو څخه خپل براءت او بیزاري اعلان کړي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾الممتحنة:4.
ترجمه: بیشکه ستاسو لپاره په ابراهیم علیه السلام او هغه کسانو کښی چه له هغه سره وو بهترینه او ډيره ښه پیروي کول دي، کله چه هغوي خپلو قومونو ته وویل: بیشکه مونږ له تاسو او له هغه څه څخه بیزار یو چه تاسو يي د الله تعالی پرته عبادت او بندګي کوۍ، مونږ له تاسو او ستاسو له معبودانو او هغه کفر او شرک ځینی منکر یو چه تاسو يي کوۍ، او تل ترتله زمونږ او ستاسو ترمنځ د دښمنۍ او بغض او کینی اعلان دې، تر هغه چه تاسو یواځی په یو الله تعالی باندي او د هغه په یووالي باندي ایمان راوړۍ.
*ابراهیم علیه السلام او د هغه د ملګرو پیروۍ کښی دا هم رازي چه له مشرکانو او د هغه معبودانو چه دوي له الله تعالی سره شریکان ګرزول، او هم ددوي له دغه کفر او شرک څخه مسلمان بنده بیزار اوسي، بلکه له هغی سره خپله دښمني، بغض او کینه اعلان کړي، ترهغه چه دا مشرکان یواځی پر یو الله تعالی صحیح ایمان راوړي او مسلمانان شي.
*د شرک او مشرکانو څخه د بیزارۍ لپاره خپل اسباب، مقصدونه او خپل حدود دي چه د هغوي په ختمیدو ختمیږي او په وجود يي موجوديږي، همدارنګه ددي خپل احکام دي چه باید د همدغه احکامو په حدودو کښی وي.