تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم 44 بشتو


أبو زكريا
_27 _December _2015هـ الموافق 27-12-2015م, 09:41 AM
الدرس الخامس: شرح المسائل الثلاث (2/2)

قال رحمه الله:

اقتباس:




(الثَّالِثَةُ: أَنَّ مَنْ أَطَاعَ الرَّسُولَ وَوَحَّدَ اللهَ لاَ يَجُوزُ لَهُ مُوَالاَةُ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَو كَانَ أَقْرَبَ قَرِيبٍ، وَالدَّلِيلُ قَولُهُ تَعَالى: ﴿لاَ تَجدُ قَوماً يُؤْمِنُونَ باللهِ وَاليَومِ الآخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَو كَانُوا آبَاءَهُمْ أَو أَبْنَآءَهُمْ أَو إِخْوَانَهُمْ أَو عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ في قُلُوبهِمُ الإيمَانَ وأَيَّدَهُمْ برُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأَنهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللهِ ألا إنَّ حِزْبَ اللهِ هُمُ المُفْلِحُونَ﴾ [المجادلة: 22] ).

أبو زكريا
_27 _December _2015هـ الموافق 27-12-2015م, 09:47 AM
پنځم درس: ددری ګونو مسائلو دوهمه برخه:
شیخ رحمه الله فرمايي:
دریمه مسأله دا چه هغه څوک چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم امر ته غاړه کیږدي او یواځی یو الله تعالی د توحید په ټولو ډولونو کښی یو او یکتا وګڼــي، نو هغه ته بیا روا نه ده چه له هغه چا سره دوستي او انډیوالي وکړي چه د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړونه کوي، اګر که هغه ورته ډیر نژدي خپلوان هم وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿لاَ تَجدُ قَوماً يُؤْمِنُونَ باللهِ وَاليَومِ الآخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَو كَانُوا آبَاءَهُمْ أَو أَبْنَآءَهُمْ أَو إِخْوَانَهُمْ أَو عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ في قُلُوبهِمُ الإيمَانَ وأَيَّدَهُمْ برُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأَنهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللهِ ألا إنَّ حِزْبَ اللهِ هُمُ المُفْلِحُونَ﴾[المجادلة: 22.
ترجمه: نه به مومی ته ) یعنی ته دي داسی خلک و نه مومی( داسی خلک چه هم دی په الله تعالی او د قیامت په ورځ ایمان لري او هم دي له هغه چا سره دوستي کوي چه له الله جلّ جلاله او د هغه له رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړونه کوي، اګر که دا مخالفان يي )ډیر نژدي خپلوان هم وي، یعنی که هغوي يي ( پلرونه، ځامن، وروڼه او یا هم نسبیان او قومیان هم وي، )ځکه( دی مؤمنانو په زړونو کښی الله جلّ جلاله ایمان لیکلې دې، او د دوي يي په قرآنکریم سره تأیید کړې دې، او الله تعالی به يي داسی جنتونو ته بوځي چه د هغی د ماڼیو لاندي به ویالی بهیږي چه تل تر تله به وي په دغه جنتونو کښی، او هم به الله تعالی ورڅخه راضي او خوشاله وي او دوي به هم د الله تعالی څخه خوشحاله وي، همدوي د الله تعالی ډله ده، خبردار! بیشکه د الله تعالی ډله هم دوي کامیاب او بریالي دي.