تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو 43


أبو زكريا
_3 _December _2015هـ الموافق 3-12-2015م, 08:47 AM
قوله: (وَالدَّلِيلُ قَولُهُ تَعَالى: ﴿وَأَنَّ المَسَاجدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ أَحَداً﴾ )
المساجد فيها ثلاثة أقوال:
· القول الأول:
هي مواضع السجود من جسد الإنسان لأنها المساجد التي يسجد بها وهي (لله) لأن الله هو الذي خلقها فلا يجوز أن تعبد هذه المساجد إلا الله، وهذا القول مروي عن سعيد بن جبير والربيع بن أنس البكري وذكره الفراء وجهاً في التفسير، وقال به الزجاج.
· القول الثاني:
المساجد مصدر كالمضارب فهي بمعنى السجود يقال سجدت سجوداً ومسجداً ومساجد، وهذا قول ابن قتيبة رحمه الله.
· القول الثالث:
المساجد مواضع الصلاة التي يصلى فيها ويدعى فيها فهي لله لا يجوز أن يشرك مع الله أحد، وهذا قول جمهور المفسرين لأنه المعنى المتبادر لهذا اللفظ والمعهود في القرآن.
· لَمَّا نزلت هذه الآية ﴿وأن المساجد لله فلا تدعوا مع الله أحداً﴾ [الجن: 18]لم يكن في الأرض إلا مسجدان معروفان: المسجد الحرام والمسجد الأقصى وهما معظمان عند العرب وعند أهل الكتاب تعظيماً كبيراً، ولهما شأن عظيم، وجمعهما على مساجد يفيد التعظيم أيضاً.
· كونُ هذه المساجد لله لا ينازع فيه أحد، فإن الأصنام محدَثة في المسجد الحرام لم تكن فيه، وقد بُنيت هذه المساجد لله لا للأصنام، فلا يجوز أن يدعى فيها غيره.
· قال ابن جرير رحمه الله في تفسيرها: (يقول تعالى ذكره لنبيه محمد صلى الله عليه وسلم: ﴿قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ﴾[الجن: 1]﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلا تَدْعُوا﴾[الجن: 18]أيها الناس ﴿مَعَ اللَّهِ أَحَدًا﴾[الجن: 18]ولا تشركوا به فيها شيئا، ولكن أفردوا له التوحيد، وأخلصوا له العبادة).

أبو زكريا
_3 _December _2015هـ الموافق 3-12-2015م, 08:51 AM
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل:
(وَالدَّلِيلُ قَولُهُ تَعَالى: ﴿وَأَنَّ المَسَاجدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ أَحَداً﴾ )
دلته د ))المساجد(( کلمی په تفسیر کښی دری قوله دي:
لومړې قول: دا چه د »المساجد« څخه مراد دلته د انسان په بدن کښی د سجدی اندامونه دي، په کومو اندامونو چه بنده الله تعالی ته سجده کوي، او هغه یواځی د یو الله جل جلاله حق دې؛ ځکه دغه اندامونه الله تعالی پیدا کړي دي، نو د الله تعالی پرته ورته بل چا ته سجده کول روا نه دي، دا تفسیر د سعید بن جُبَیر، ربیع بن أنس البکري رحمهما الله څخه نقل دې، امام فراء هم دا تفسیر ذکر کړې دې، او د امام زجاج هم دا رأیه ده.
دوهم قول: دا چه »المساجد« مصدر دې، لکه: »مضارب« د سجدی په معنی، لکه چه په عربي ژبه کښی داسی ويل کيږي: سجدت سجوداً و مسجداً و مساجد، دا د امام قُتَیبه رحمه الله قول دې.
دریم قول: دا چه »المساجد« څخه د لمانځه ځایونه مراد دي، چیری چه لمونځونه او دعاګانی کیږي، نو دغه ځایونه هم یواځی د الله تعالی حق دې، نو هلته د الله تعالی سره هیڅوک شریکول او برخوال منل روا نه دي، دا قول د جمهورو مفسرینو دې؛ ځکه په ظاهره د »المساجد« کلمی څخه همدا لومړې ذهن ته راځي، او همدا دا د قرآنکریم اصطلاح هم ده.
*کله چه دا آیت کریمه نازل شو چه: ﴿وأن المساجد لله فلا تدعوا مع الله أحداً﴾ الجن: 18، یعنی مسجدونه یواځی د الله تعالی لپاره د عبادت او بندګۍ ځایونه دي، نو د الله تعالی پرته بل څوک مه رابلۍ، او بل چا ته چغه، رامددشه مه ویاست
نو په دغه وخت کښی په نړۍ کښی د دوه مشهورو مسجدونو پرته نور مسجدونه نه وو، چه هغه یو مسجد حرام ) بیت الله شریف( او بل مسجد اقصا، او همدا دواړه مسجدونه د هغه وخت د عربو او اهل کتابو تر منځ په شریکه د مقدّس او تعظیم وړ ځایونه وو، او ددي دواړ ددوي په زړونو کښی ډير لوي شان وو، او د جمع په صیغه او لفظ به د تعظیم او د هغی د لوي شان لپاره راوړل شوې وي.
*هیڅوک په دي کښی خلاف نه لري چه مسجدونه یواځی د یو الله تعالی د عبادت او بندګۍځاي دې، نو ښکاره او څرګنده ده چه د محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د بعثت په وخت کښی په مسجد حرام کښی د بتانو ایښوول یو نوې او له اسلامي دین څخه خلاف کار وو، ځکه په پیل کښی پکښی دغه بتان نه وو، او له پیله دغه مسجدونه یواځی د یو الله تعالی د بندګۍ او عبادت لپاره جوړ شوي وو، نه د بتانو ايښوولو لپاره، نو په هغه ځایونو کښی چه یواځی د یو الله تعالی څخه د بل چا رابلل او ورته رامدد شه ویل روا نه دي.
*مشهور مفسّر امام ابن جریر رحمه الله ددي آیت کریمه په تفسیر کښی داسی فرمايي: الله تعالی خپل پيغمبر او رسول محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته فرمايي: )﴿قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ﴾الجن: 1,
ترجمه: یعنی أي پیغمبره! دي خلکو ته ووایه: وحي شوی ده ما ته ددي خبری چه بیشکه غوږ کیښود يوی ډلی پیریانو...]
﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلا تَدْعُوا﴾[الجن: 18]،
ترجمه: او بیشکه مسجدونه خاص د یو الله تعالی د بندګۍ او عبادت لپاره دي- اي خلکو- نو تاسو ما رابلۍ
﴿مَعَ اللَّهِ أَحَدًا﴾الجن: 18،
ترجمه: یعنی د الله تعالی سره بل هیڅوک، او هیڅ شې ورسره شریک او برخوال مه منۍ، بلکه الله تعالی یواځی یکتا د عبادت او بندګۍ وړ لایق او مستحق وګڼـۍ، او د عبادت او بندګۍ ټول انواع یواځی همغه ته خاص او ځانګړي کړۍ.