تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم بشتو 42


أبو زكريا
_3 _December _2015هـ الموافق 3-12-2015م, 08:34 AM
· قال الشيخ رحمه الله في كتابه كشف الشبهات: (إذا عرفت أن هذا الذي يسميه المشركون في زماننا (الاعتقاد) هو الشرك الذي نزل فيه القرآن وقاتل رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم- الناس عليه، فاعلم أن شرك الأولين أخفّ من شرك أهل زماننا بأمرين:
أحدهما: أن الأولين يشركون ويدعون الملائكة والأولياء والأوثان مع الله في الرخاء، وأما في الشدة فيخلصون لله الدعاء. كما قال تعالى:﴿وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ وَكَانَ الْإِنْسَانُ كَفُورًا﴾[الإسراء: 67]
وقوله: ﴿قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللَّهِ تَدْعُونَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (40) بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ﴾[الأنعام: 40، 41]
وقوله: ﴿وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ﴾[الزمر: 8]، إلى قوله: ﴿قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ﴾[الزمر: 8]
وقوله: ﴿وَإِذَا غَشِيَهُمْ مَوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ﴾ [لقمان: 32].
فمن فهم هذه المسألة التي وضحها الله في كتابه، وهي أن المشركين الذين قاتلهم رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يدعون الله ويدعون غيره في الرخاء، وأما في الضراء والشدة فلا يدعون إلا الله وحده لا شريك له وينسون ساداتهم، تبين له الفرق بين شرك أهل زماننا وشرك الأولين، ولكن أين من يفهم قلبه هذه المسألة فهما راسخا، والله المستعان.
الأمر الثاني: أن الأولين يدعون مع الله أناسا مقربين عند الله. إما أنبياء، وإما أولياء، وإما ملائكة، أو يدعون أشجارا أو أحجارا مطيعة لله ليست عاصية.
وأهل زماننا يدعون مع الله أناسا من أفسق الناس، والذين يدعونهم هم الذين يحكون عنهم الفجور من الزنا والسرقة وترك الصلاة وغير ذلك.
والذي يعتقد في الصالح أو الذي لا يعصي مثل الخشب والحجر أهون ممن يعتقد فيمن يُشاهد فسقه وفساده ويَشهد به) ا.هـ

أبو زكريا
_3 _December _2015هـ الموافق 3-12-2015م, 08:40 AM
*شیخ محمد بن عبد الوهاب رحمه الله په خپل بل مشهور کتاب »کشف الشبهات« کښی فرمايي: کله چه ته په دي پوهه شی چه ځمونږ د زمانی مشرکان چه کوم شي ته اعتقاد وايي هغه کټ مټ همغه شرک دې چه قرآن کریم یی د رد او د هغی د له منځه وړلو لپاره نازل شوې دې، همداشان د هغه د له منځه وړلو لپاره رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د خپلی زمانی له مشرکینو سره جهادونه کړي دي، نو په دي هم پوهه شه چه د پخوانیو مشرکینو شرک ددي زمانی د مشرکینو له شرک څخه ددوه وجهو نه کم او سپک دې:
لومړې دا چه :
پخوانیو مشرکانو به په خوشحالۍ او پراختیا کښی د الله تعالی سره شرک کولو، نو ملائک او اولیاء او بتان به يي رابلل او هغوي ته به يي ناری وهلی او رامددشه يي ورته ویل، خو چه کله به پری سختي او تنګسیا راغله نو بیا به يي یواځی یو الله تعالی رابللو او هغه ته به يي رامدد شه ویلو، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ وَكَانَ الْإِنْسَانُ كَفُورًا﴾ الإسراء: 67.
ترجمه: او هرکله چه تاسو ته په سمندر او دریاب کښی تکلیف ورسیږي نو بیا هغه معبودان او خدایان درڅخه ورک شي چه مخکی به مو رابلل، مګر خو هم دا یواځی یو الله تعالی درته په یاد وي، او یواځی همغه رابلۍ، خو چه کله مو وچی ته راخلاص کړي نو بیرته د الله تعالی نه و هغه باطلو معبودانو ته وروګرزۍ، حقیقت دا دې چه انسان ډیر ناشکره مخلوق دې.
همدارنګه فرمايي: ﴿قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللَّهِ تَدْعُونَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ * بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ﴾ الأنعام: 40- 41 .
ترجمه: راته ووایاست! که چیری تاسو ته د الله تعالی عذاب راشي او یا هم درته قیامت راشي، نو آیا تاسو به د الله تعالی پرته بل څوک د خلاصۍ لپاره راوبلۍ، که چیری د خپلو معبودانو د عبادت وړتیا په عبادت کښی ريښتينی یاست، بلکه تاسو یواځی همغه یو الله تعالی رابلۍ، نو همغه الله تعالی درڅخه هغه سختي، عذاب او تکلیف لری کوي -که د الله تعالی خوښه وي- چه تاسو ورته الله تعالی رابلۍ، او خپل ټول هغه معبودان چه د الله تعالی سره يي شریکان او برخوال ګڼــۍ درڅخه هیر شي.
همداشان په بل ځاي کښی فرمايي: ﭽ ﮟ ﮠ ﮡ ﮢ ﮣ ﮤ ﮥ ﮦ ﮧ ﮨ ﮩ ﮪ ﮫ ﮬ ﮭ ﮮ ﮯ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕ ﯖ ﯗ ﯘ ﯙ ﯚﯛ ﯜ ﯝ ﯞ ﯟﯠ ﯡ ﯢ ﯣ ﯤ ﯥ ﭼ الزمر: ٨ .
ترجمه: او هرکله چه یو مشرک انسان ته تکلیف او سختي ورسیږي نو یواځی خپل پروردګار – الله تعالی- د خپل مشکل د حل لپاره په ډیره عاجزۍ او اخلاص سره رابلي، بیا چه کله ورته الله تعالی له خپل فضل نه نعمت ورکړي، بیا هغه تکلیف او سختي هیره کړي د کوم لپاره چه يي له دي نه مخکی یواځی یو الله تعالی رابللو، او د الله تعالی لپاره نور شریکان او سیالان راپيدا کړي، نو عاقبت يي دا شي چه د الله تعالی له سمی لاری څخه بی لاري شي، نو ورته ووایه ـ اي پیغمبره!- مزی وکړه په خپل دغه کفر دي لږ شان، بی شکه ته د اور ملګرو او اور او دوزخ ته له ورتلونکو څخه يي.
همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِذَا غَشِيَهُمْ مَوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ﴾ لقمان: 32.
ترجمه: او هرکله چه دی مشرکینو لره پټ کړي چپی د سمندر او دریاب لکه د وریځو او چتریو په شان، نو په دغه وخت کښی دوي یواځی یو الله په پوره اخلاص سره رابلي، په داسی حال کښی چه خپله عقیده او عبادت یواځی یو الله تعالی ځانګړي کوونکي وي.
څوک چه په دي مسأله باندي پوهه شو کومه چه الله تعالی په خپل کتاب کښی په واضح ډول بیان کړی ده، او هغه دا چه هغه مشرکان چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ورسره جهادونه کړي وو، د خوشحالۍ او پراختیا په حالت کښی به يي الله تعالی هم رابللو، او خپل نور باطل معبودان به يي هم رابلل، خو د سختۍ او تکلیف په وخت کښی به يي یواځی د یو الله تعالی پرته بل څوک نه رابلل، بلکه هغه باطل معبودان، سرداران اولیاء بتان او نور به يي هیر کړل، نو څوک چه په دي مسأله پوهه شي، دا فرق او توپیر به هم ورته څرګند شي چه زمونږ د زمانی د مشرکانو او د پخوانیو مشرکانو تر منځ کوم توپير دې، خو داسی خلک له کومه راپیدا کړی چه د هغه زړه په داسی مسألو باندی پخه پوهه ولري. والله المستعان.
د پخوانیو او اوسنیو مشرکانو تر منځ دوهم فرق او توپير:
پخوانیو مشرکانو د الله تعالی سره داسی مخلوقات شریکان او برخوال ګڼـل چه د الله تعالی مقرّب او نیکان بندګان به وو، لک پیغمبران، حقیقي اولیاء، ملائک، او یا به يي د الله تعالی هغه مخلوقات رابلل چه په کوني لحاظ به د الله تعالی اطاعت کوونکي وو، او کم نه کم ګنهګار خو به نه وو لکه ونی، تیګی او داسی نور.
خو د اوسنۍ زمانی مشرکان خو د الله تعالی سره هغه خلک شریکان او برخوال ګڼـي چه هغه په ټولو خلکو کښی د الله تعالی څخه ډير سرغړوونکي وي، او دا نه چه دا خبره پټه وي، بلکه همدا مشرکان ددوي د فسق او فجور قصی خلکو ته کوي، چه دوي زنا کوي، لمونځونه نه کوي او داسی نور.
او څرګنده ده هغه مشرک چه داسی مخلوق رابلي چه یا خو نیک وي، او یا کم نه کم ګنهګار خو نه وي، له هغه چا څخه ښه دې چه د هغه چا عبادت او بندګي کوي چه د هغه فسق، فجور، فساد پخپله ويني، ګوري او ورته معلوم وي، او د هغه په فسق او فجور باندی شاهد او ګواه هم وي.