تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) 41


أبو زكريا
_5 _November _2015هـ الموافق 5-11-2015م, 10:34 AM
قوله: (الثَّانِيَةُ: أَنَّ اللهَ لاَ يَرْضَى أَنْ يُشْرَكَ مَعَهُ أَحـدٌ فِي عِبَادَتِهِ، لاَ نَبيٌّ مُرْسَلٌ وَلا مَلَكٌ مُقَرَّبٌ وَلا غَيرُهُمَا، وَالدَّلِيلُ قَولُهُ تَعَالى:﴿وَأَنَّ المَسَاجدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ أَحَداً﴾).
· الله تعالى لا يرضى أن يشرك معه أحد في عبادته لا نبي مرسل ولا ملك مقرب.، بل توعد من أشرك به أحداً منهم وعيداً شديداً، بل توعد الرسل أنفسهم أنهم إن أشركوا أحبط أعمالهم وجعلهم من الخاسرين.
· قال الله تعالى لرسوله صلى الله عليه وسلم: ﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (65) بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ (66) ﴾ [الزمر: 65، 66].
- ﴿بل اللهَ فاعبد﴾ أي لا تعبد إلا الله، لأن تقديم المعمول يفيد الحصر في لسان العرب، فالعبادة حق لله وحده.
· وقال تعالى: ﴿وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ﴾ [المائدة: 116].
· وقال تعالى: ﴿وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ﴾ [آل عمران: 80].
· وقال تعالى عن الملائكة: ﴿بَلْ عِبَادٌ مُكْرَمُونَ (26) لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ (27) يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ (28) وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِنْ دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ (29) ﴾ [الأنبياء: 26-29].
· لعظيم جرم الشرك فإن الله لا يغفره كما قال الله تعالى: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا﴾ [النساء: 116].
· إذا كان أشرف الخلق وهم الأنبياء والملائكة ليس لهم نصيب من العبادة، بل يَفْرَقون فَرَقاً شديداً من أن يُدَّعى فيهم شيء من خصائص الله تعالى، ويغضبون غضباً شديداً على من يصنع ذلك، فكيف يدعونه لأنفسهم.
· في سنن أبي داوود من حديث جبير بن محمد بن جبير بن مطعم عن أبيه عن جده رضي الله عنه قال: أتى رسولَ الله صلى الله عليه وسلم أعرابيُّ فقال يا رسول الله: جهدت الأنفس وضاعت العيال ونهكت الأموال وهلكت الأنعام فاستسق الله لنا؛ فإنا نستشفع بك على الله، ونستشفع بالله عليك!، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:(( ويحك أتدري ما تقول!)) وسبَّح رسول الله صلى الله عليه وسلم فما زال يسبِّح حتى عُرِف ذلك في وجوه أصحابِه.
ثم قال: (( ويحك إنه لا يستشفع بالله على أحد من خلقه، شأن الله أعظم من ذلك)).
ولما قال له رجل: (ما شاء الله وشئت) أنكر عليه وقال له:(( أجعلتني لله ندا؟!!))
· العبادة حق لله تعالى وحده ليس لأحد فيها حق كائناً من كان.
· إذا تقرر هذا فإن ما يفعله الذين يذبحون لغير الله من الأولياء والجن وغيرهم ويقدمون لهم النذور ويسألونهم الحوائج أولى بأن يكونوا من المشركين.

أبو زكريا
_5 _November _2015هـ الموافق 5-11-2015م, 10:40 AM
بیا شیخ رحمه الله وفرمایل:
الثَّانِيَةُ: أَنَّ اللهَ لاَ يَرْضَى أَنْ يُشْرَكَ مَعَهُ أَحـدٌ فِي عِبَادَتِهِ، لاَ نَبيٌّ مُرْسَلٌ وَلا مَلَكٌ مُقَرَّبٌ وَلا غَيرُهُمَا، وَالدَّلِيلُ قَولُهُ تَعَالى:﴿وَأَنَّ المَسَاجدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ أَحَداً﴾.
ترجمه: دوهم دا چه: بیشکه الله تعالی هیڅکله نه خوښیږي چه د هغه سره په عبادت او بندګۍ کښی بل څوک شریک او برخوال شي، هغه که الله تعالی ته ډیر نږدي بنده هم وي، که هغه کوم پیغمبر وي او یا هم ملائک وي، او که بل کوم وي، دلیل يي د الله تعالی دا وینا ده چه فرمايي: ﴿وَأَنَّ المَسَاجدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ أَحَداً﴾ ، یعنی بیشکه مسجدونه یواځی د الله تعالی د عبادت او بندګۍ لپاره دي، نو تاسو بل څوک په هغی کښی مه رابلۍ.
* الله تعالی هیڅکله نه خوښیږي چه د هغه سره په عبادت او بندګۍ کښی بل څوک شریک او برخوال شي، هغه که الله تعالی ته ډیر نږدي بنده هم وي، که هغه کوم پیغمبر وي او یا هم ملائک وي، بلکه هغه څوک چه د الله تعالی سره بل څوک شریکوال او برخمن ګڼــي، الله تعالی په ډیر سخت عذاب سره ویرولي دي، بلکه حتی پخپله پیغمبران علیهم السلام ته يي هم اعلان کړې دې چه که بالفرض دوي هم شرک وکړي ددوي ټول کړي نیک اعمال به تباه او ابته کړي، او دوي به له تاوانیانو څخه وي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ * بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴾ الزمر: 65-66 .
ترجمه: او خامخا بیشکه وحيی شوی ده تا ته – اي محمده- او هغه پیغمبرانو علیهم السلام ته هم وحیی شوی وه چه له تا څخه مخکښی وو چه: که خامخا تا هم )بالفرض( شرک وکړ، خامخا به دي عمل تباه او ابته شي او خامخا به له تاوانیانو ځینی شی، بلکه ته عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی کوه، او د الله په نعمتونو له شکرګزارو او منونکو له جملی ځینی شه.
﴿بل اللهَ فاعبد﴾ یعنی د الله جلّ جلاله پرته بل د هیچا عبادت او بندګي مه کوه؛ ځکه دلته په عربي ژبه کښی په لغوي لحاظ د معمول له خپلی اصلي مرتبی څخه مخکښی کول د حصر او اختصاص او ځانګړتیا معنی ورکوي، نو معنی دا شوه چه عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی حق دې او بس.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ﴾ [المائدة: 116.
ترجمه: او یاد کړه هغه وخت چه به ووایي الله تعالی: اي عیسی –علیه السلام- ! آیا تا خلکو ته ویلي وو په دنیا کښی چه: د الله تعالی پرته ما او زما مور دوه معبودان او خدایان په عبادت او ألوهیت سره ونیسۍ؟
نو هغه به وفرمايي: پاکي ده الله تالره، مناسب نه دي ما لره چه هغه څه ووایم چه زما حق نه دې.
همدرنګه فرمايي: ﴿وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ﴾ [آل عمران: 80.
ترجمه: او هیڅ کله الله تعالی تاسو ته داسی حکم نه کوي چه تاسو ملائک او پیغمبران علیهم السلام په ألوهیت او خدايي سره ونیسۍ، )دا کار خو کفر دې( آیا نو الله تعالی تاسو ته په کفر کولو باندی حکم کوي، وروسته له دي چه تاسو مسلمانان شوي یاست؟؟.
همدارنګه د ملائکو په هکله الله تعالی فرمايي: ﴿بَلْ عِبَادٌ مُكْرَمُونَ (26) لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ (27) يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ (28) وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِنْ دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ (29) ﴾ [الأنبياء: 26-29.
ترجمه: بلکه دا ملائک د الله تعالی عزتمند بنده ګان دي، د الله تعالی څخه په وینا کښی هم نه مخکښی کیږي، بلکه د همهغه په اوامرو او احکامو باندی عمل کوي، الله تعالی ددوي په مخکنیو او وروستیو اعمالو باندی خبردار دې، او دا ملائک د الله تعالی د رضا پرته د هیچا لپاره سفارش هم نه شي کولاي، او د الله تعالی څخه ویریدونکي دي، خو که بالفرض له دوي څخه هم څوک دا دعوه وکړي چه زه هم د الله تعالی پرته معبود او د عبادت وړ او مستحق یم نو داسی شخص ته به مونږ د دوزخ د اور سزا ورکړو، او همدا شان سزا د ټولو ظالمانو ده.
او ددی له کبله چه شرک ډیره لویه ګناه ده الله تعالی يي نه بخښي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا﴾ [النساء: 116 .
ترجمه: بیشکه الله تعالی نه بخښي دا ګناه چه شرک ورسره وشي، او بخښي له شرکه پرته نور ګناهونه هر هغه چا ته چه د الله تعالی ورته خوښه شي، او هغه څوک چه شرک وکړي د الله تعالی سره نو بیشکه دې ګمراه او بی لاری شو په ډيری لری ګمراهۍ سره له حق نه.
*هرکله چه پيغمبران علیهم السلام او ملائک په ټولو مخلوقاتو کښی عزتمند او پر الله تعالی ګران دي، خو سره له دي هم دا حق نه لري چه د هغوي دي یوه لږه اندازه عبادت او بندګي وشي، بلکه هغوي لا پخپله له دي څخه ډير سخت ویریږي چه په هغوي کښی دي د معبودیت او د عبادت او د الله تعالی د ځانګړتیاو څخه دکومی ځانګړتیا د وړتیا او استحقاق دعوا وکړل شي، او بلکه پر هغه چا ډیر زیات په غصه کیږي چه دغه ډول دعوا کوي، نو پخپله به څرنګه دغه شان دعوا وکړي؟.
لکه چه په هغه حدیث شریف کښی دا خبره ډیره څرګنده او ښکاره ده چه په سنن ابي داود کښی راغلې دې چه: في سنن أبي داوود من حديث جبير بن محمد بن جبير بن مطعم عن أبيه عن جده رضي الله عنه قال: أتى رسولَ الله صلى الله عليه وسلم أعرابيُّ فقال يا رسول الله: جهدت الأنفس وضاعت العيال ونهكت الأموال وهلكت الأنعام فاستسق الله لنا؛ فإنا نستشفع بك على الله، ونستشفع بالله عليك!، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((ويحك أتدري ما تقول))! وسبَّح رسول الله صلى الله عليه وسلم فما زال يسبِّح حتى عُرِف ذلك في وجوه أصحابِه.
ثم قال: ((ويحك إنه لا يستشفع بالله على أحد من خلقه، شأن الله أعظم من ذلك)).
ولما قال له رجل: (ما شاء الله وشئت) أنكر عليه وقال له: ((أجعلتني لله ندا؟))!!.
ترجمه: رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته له اطرافو او بانډو څخه یو سړې راغې او ورته يي وویل: د الله پیغمبره! خلک په تکلیف مشقت او سختۍ کښی دي، اولادونه او عیال يي ضایع شول، مالونه يي خلاص شول، او څاروي یي هلاک او تباه شول، ته ځمونږ لپاره د الله تعالی څخه د باران، اورښت او اوبو غوښتنه وکړه، مونږ تا الله تعالی ته سفارشي کوو، او الله تعالی تا ته سفارشي کوو، نو رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ورته وفرمایل: أو خوار شی! ته پوهیږي چه دا ته څه وايي؟؟ په دي وخت کښی رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د الله تعالی تسبیح وویله او د هغه پاکي يي بیان کړه، او تر هغه يي تسبیح وویله چه دده د صحابه کرامو رضي الله عنهم په مخونو کښی د الله تعالی ویره او دغه اعرابي ته غصه ښکاره شوه، بیا رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وفرمايل: الله تعالی باید هیڅ مخلوق ته سفارشي و نه ګرزول شي، د الله تعالی شان له دي څخه ډير لوي دي.
او په بل حدیث شریف کښی راغلي دي چه یو سړي رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ته وویل: )ما شاء الله وشئت( یعنی څرنګه چه د الله تعالی خوښه وي او ستا خوښه وي، نو رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم دا خبره بده وګڼله او هغه يي له دغسی خبر منع کړ، او وه يي فرمايل: آیا تا زه د الله تعالی سره یو شان او د هغه سیال دي وګڼلم؟؟
*لنډه دا چه عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالی حق دې، بل څوک که هرڅومره عزتمند او د لوي شان خاوند وي خو ددي حق او وړتیا نه لري چه د هغه دي عبادت او بندګي وشي، که هغه هرڅوک وي.
*اوس نو چه کله دا خبره ښکاره او څرګنده شوه چه عبادت او بندګي یواځی د یو الله حق دې او بل هیڅوک د عبادت او بندګۍ د هیڅ ډول او برخی حق او وړ تیا نه لري، نو هغه څوک چه د الله تعالی پرته د اولیاؤ او پيریانو او نورو په نومونو حلالکی کوي او ورته نذرونه او منښتی وړاندی کوي، او له هغوي څخه خپل حاجتونه او ضرورتونه پوره کول غواړي، نو داسی خلک خو په طریقه اولی سره د مشرکانو له جملی ځينی دي.