المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو) 40


أبو زكريا
_6 _September _2015هـ الموافق 6-09-2015م, 11:50 AM
من أصول تقرير وجوب التوحيد: بيان وجوب طاعة الرسول صلى الله عليه وسلم، لأن أعظم ما جاءت به الرسل: توحيد الله عز وجل.
· من أقر برسالة الرسول صلى الله عليه وسلم لزمه تصديقه فيما يخبر به وطاعته فيما يأمر به واجتناب ما ينهى عنه لأن هذا هو معنى الإيمان بالرسول.
· عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: (( والذِي نَفْسُ مُحمَّدٍ بيده لا يسمع بي أحَدٌ من هذه الأمّة، يهوديٌّ ولا نصرانيٌّ يموت ولم يؤمِن بالذي أرْسلتُ بهِ إلا كانَ مِن أصْحابِ النَّار)). رواه مسلم.

قوله: (والدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالَى: ﴿إنَّا أَرْسَلْنَا إلَيْكُمْ رَسُولاً شَاهِداً عَلَيكُم كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرعَوْنَ رَسُولاً (15) فَعَصَى فِرْعَونُ الرَّسُولَ فَأَخَذْنَاهُ أَخْذاً وَبيلاً﴾ ).
· ﴿إنَّا﴾ الضمير عائد إلى الله عز وجل، والضمير إذا كان عائداً إلى فرد وصيغ بصيغة الجمع فهو للتعظيم.
· ﴿أَرْسَلْنَا﴾ أي بعثناه إليكم برسالة يؤديها، فافقهوا معنى هذه الرسالة وامتثلوا ما فيها.
· ﴿شَاهِداً عَلَيكُم﴾ كل رسول شهيد على أمته، وسيأتي النبي صلى الله عليه وسلم شهيداً على أمته يوم القيامة في مشهد عظيم وصفه الله بقوله: ﴿فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلَاءِ شَهِيدًا (41) يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَعَصَوُا الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّى بِهِمُ الْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ اللَّهَ حَدِيثًا﴾ [النساء: 41، 42]؛ ففي هذه الآية وعيد شديد لمن عصى الرسول.
· شهادة الرسول على من كانوا في حياته بما رأى منهم، وعلى من بعده بما ترك لهم، كما قال الله تعالى عن عيسى عليه السلام: ﴿وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ﴾ [المائدة: 117].
· وقال النبي صلى الله عليه وسلم:(( قد تركْتكُم على البَيْضاءِ لَيْلُها كنَهارِها لا يزيغُ عنها بعدي إلا هالِك)). رواه أحمد وغيره من حديث العرباض بن سارية رضي الله عنه.
· ﴿كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرعَوْنَ رَسُولاً﴾[المزمل: 15]، وهو موسى كليم الله صلى الله عليه وسلم.
· ﴿فَعَصَى فِرْعَونُ الرَّسُولَ﴾ [المزمل: 16] لم يقل فعصاه فرعون، وأعاد ذكر لفظ الرسول، لفائدة بلاغية لطيفة وهي بيان ترتب الحكم على الوصف لا على الشخص.
- استحقاق فرعون للعذاب هو لأجل أنه عصى من أرسله الله عز وجل، وليس لأجل كون الرسول هو موسى، بل لو أرسل إليه غير موسى فعصاه لاستحق العذاب أيضاً.
· ﴿فَأَخَذْنَاهُ أَخْذاً وَبيلاً﴾ [المزمل: 16] أي فعذبناه عذاباً شديداً ثقيلاً متتابعاً كما يتتابع الوابل من المطر قال ابن جرير رحمه الله: (العرب تقول لمن تتابع عليه الشرّ: لقد أوبل عليه).
- عبّر بالأخذ لبيان أنه لا يفلت من هذا العذاب؛ فأخذه جل وعلا عند الغرق هو وجنوده فلم يفلتهم ﴿مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا﴾ [نوح: 25]، ذهبت أجسادهم للغرق، وأرواحهم للحرق، بسبب خطيئاتهم وطغيانهم.
· وهم في البرزخ يعذبون كم قال تعالى: ﴿النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ﴾ [غافر: 46].
- من يعصي الرسول من هذه الأمة فإنه مستحق للعذاب الوبيل؛ نعوذ بالله من معصية الرسول.

أبو زكريا
_6 _September _2015هـ الموافق 6-09-2015م, 12:35 PM
د توحید د فرضیت د بیان یوه طریقه دا ده چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د اطاعت او پیروۍ د فرضیت بیان وشي، او هغه خلکو ته څرګند كړل شي؛ ځکه د پیغمبرانو علیهم السلام په راوړو پيغامونو کښی تر ټولو لوي پیغام د الله جلّ جلاله توحید او يو ګڼل دي.
*هر چا چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په پیغمبرۍ اقرار وکړ، په هغه لازم دي چه رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د هغه په ټولو اخبارو کښی ريښتينې وګڼي، او په هر هغه څه چه ورته حکم او امر کوي، باید پيروي يي وکړي، او له هرهغه څه څخه چه يي منع کوي باید ورڅخه منع شي؛ ځکه په پیغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم باندي د ایمان معنی هم دا ده.
*ابو هُرَیْره رضي الله عنه له رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه روایت کوي چه بیشکه هغه فرمایلي دي: )والذِي نَفْسُ مُحمَّدٍ بيده لا يسمع بي أحَدٌ من هذه الأمّة، يهوديٌّ ولا نصرانيٌّ يموت ولم يؤمِن بالذي أرْسلتُ بهِ إلا كانَ مِن أصْحابِ النَّار( رواه مسلم.
ترجمه: ځما دي په هغه رب قسم او سوګند وي چه د محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم روح يي په لاس او اختیار کښی دې چه له دي امت څخه هرڅوک چه -یهودي وي که نصراني وي- ځما نوم نه اوري چه بیا پر ما ایمان نه راوړي مګر خو د اور او دوزخ له ملګرو څخه به شي.
بیا شیخ رحمه الله فرمايي: والدَّلِيلُ قَوْلُهُ تَعَالَى: ﴿إنَّا أَرْسَلْنَا إلَيْكُمْ رَسُولاً شَاهِداً عَلَيكُم كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرعَوْنَ رَسُولاً * فَعَصَى فِرْعَونُ الرَّسُولَ فَأَخَذْنَاهُ أَخْذاً وَبيلاً﴾.
یعنی ددي مسألی دلیل دا دې چه الله تعالی فرمايي: بیشکه مونږ تاسو ته يو داسی پیغمبر دراستولې دې چه پر تاسو باندی شاهدي او ګواهي کوونکې دې، لکه څرنګه چه مو فرعون ته )موسی علیه السلام( پيغمبر لیږلې وو، نو فرعون له دغه پیغمبر علیه السلام څخه سرغړونه وکړه، )سزا يي دا شوه چه( مونږ هغه په ډیری سخت عذاب باندی ونیولو.
دلته د ﴿إنَّا﴾ ضمیر الله جلّ جلاله ته راجع دې، او دا د جمع متکلم ضمیر دې، دا ډول ضمیر چه کله فرد ته راجع شي مراد ورڅخه ددغه فرد تعظیم او لويي وي.
د ﴿أَرْسَلْنَا﴾ معنی دا ده چه مونږ تاسو ته په یو پیغام رسولو باندی درلیږلې دې، نو تاسو ددغه رسالت او پیغام په معنی او مقصود ځان پوهه کړۍ او په هغی کښی چه کوم اوامر دي هغه ومنۍ او پرځان يي پلي کړۍ.
د ﴿شَاهِداً عَلَيكُم﴾ مقصد دا دې چه هر پيغمبر په خپل امت باندي شاهد او ګواه وي، او ځمونږ خوږ پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم به هم د قیامت په ورځ په هغه لوي محضر کښی په خپل امت شاهدي او ګواهي ورکوي، چه ددغه ورځی د عظمت او لويي او په هغی کښی د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په خپل امت باندی د شاهدۍ او ګواهۍ په هکله الله تعالی داسی فرمايي: ﴿فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلَاءِ شَهِيدًا* يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَعَصَوُا الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّى بِهِمُ الْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ اللَّهَ حَدِيثًا﴾ النساء: 41-42.
ترجمه: نو څه حال به وي په هغه ورځ چه مونږ له هر امت څخه یو ګواه او شاهد راولو، او )اي محمده صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم (تا هم په دي امت باندي شاهد او ګواه راولو، په همدغه ورځ به د هغه خلکو خوښه دا وي چه کافران شوي وو، او د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه يي سرغړونه کړی وه، خوښه به يي دا وي چه کاشکی پر دوي ځمکه هواره شي، او دوي به له الله تعالی څخه هیڅ ډول خبره پټولې نه شي.
نو په دي آیت شریف کښی د هغه چا لپاره ډیر سخت وعید او ویرونه ده چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړونه کوي.
د هر پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د هغه په ژوند کښی په هغه څه ګواهي او شاهدي ده چه څه يي پخپله په ژوند کښی لیدلي وي، او د هغه له وفات څخه وروسته په هغه علمي میراث کتاب او سنتو باندی ګواهي کوي چه ورته پریښي يي وي، لکه چه الله تعالی د عیسی علیه السلام څخه نقل کوي چه فرمايي: ﴿وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ﴾ [المائدة: 117.
ترجمه: او زه پر هغوي تر هغه پوری چه ددوي تر منځ اوسیدم پر دوي ګواه او شاهد ووم، خو کله چه دي خپل چه دي له دوي څخه پورته کړم، نو بیا هم ته پخپله پر دوي نګهبان او ددوي د اعمالو څارونکې وې، او هم ته په هرڅه باندي ګواه او شاهد يي.
او رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم فرمايي: )قد تركْتكُم على البَيْضاءِ لَيْلُها كنَهارِها لا يزيغُ عنها بعدي إلا هالِك).رواه أحمد وغيره من حديث العرباض بن سارية رضي الله عنه.
ترجمه: بیشکه ما تاسو پر داسی دین، سنتو، او طریقه پريښوولي یاست چه تک سپین دې، توره شپه يي لا د رڼا ورځ په شان روښانه ده، چه له دغه دین او سنتو څخه پرته له ازلي بدبخته نور څوک نه خطا ووځي.
﴿كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرعَوْنَ رَسُولاً﴾ ، له دي څخه موسی کلیم الله علیه السلام مراد دې.
﴿فَعَصَى فِرْعَونُ الرَّسُولَ﴾ [المزمل: 16 .
دلته يي ونه ویل چه: )فعصاه فرعون( یعنی ضمیر يي ورته راجع نه کړ، بلکه د »الرسول« لفظ يي بیا راتکرار کړ؛ ترڅو هغه بلاغي فائدی ته پکښی اشاره وکړي چه دلته حکم په شخصیت د موسی علیه السلام مرتب نه دې بلکه دده پر وصف باندي مرتب دې چه فرعون د هغه له شخصیت څخه سرغړونه نه ده کړی بلکه د هغه له رسالت او پیغمبرۍ او هغه استاذي توب څخه سرغړونه کړی ده چه هغه د الله تعالی له لوری ورته راوړې وو.
فرعون هم ځکه د عذاب وړ او مستحق شو چه د هغه چا څخه يي سرغړونه وکړه چه الله تعالی ورته رالیږلې وو، نه دا چه د موسی علیه السلام له شخصیت سره يي بدي لرله، ځکه که الله تعالی ورته له موسی علیه السلام پرته بل څوک په دغه پیغمبرۍ او رسالت وراستولې وې او فرعون ورڅخه سرغړونه کړي واي، نو هم به ددغسی عذاب وړ او مستحق وو.
﴿فَأَخَذْنَاهُ أَخْذاً وَبيلاً﴾ المزمل: 16، )دلته »وبیل« د »وابل« څخه اخستل شوې دې، د غټ باران په معنی(یعنی معنی دا چه مونږ هغه په ډیر سخت دروند او پې درپې عذاب سره وعذابولو، چه لکه د غټ باران په شان پې درپې وريږي، امام ابن جریر رحمه الله فرمايي: په هغه چا چه پرله پسی او پې درپې شر راځي د هغه په هکله عرب داسی وايي: »لقد أوبل علیه« یعنی عذاب پری واورید.
﴿فَأَخَذْنَاهُ أَخْذاً﴾دلته يي په «أخذ» سره تعبیر له دي کبله وکړ چه دا ورسره بیان کړي چه دا فرعون د الله تعالی له عذاب ځینی د خلاصون لار نلري، نو الله تعالی د غرقیدو او اوبو کښی د ډوبیدو په وخت کښی هغه او لښکر يي داسی ونیول چه ورڅخه خلاص نشول، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا﴾ نوح: 25 ، یعنی دوي د خپلو ګناهونو له کبله غرق او په اوبو کښی ډوب شول، او بیا اور ته ننیستل شول.
نو ددوي د ګناهونو او سرکښۍ له کبله بدنونه يي په اوبو کښی ډوب شول، او روحونه يي په اور وسول.
او په برزخ کښی یعنی له مرګه وروسته تر قیامته پوری دوي په عذابیږي، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ﴾ غافر: 46 .
ترجمه: یعنی سزا ددوي اور دې چه سبا او بیګا به ورته وړاندي کولې شي، او بیا د قیامت په ورځ حکم وشي چه فرعونیان ډیر سخت عذاب ته ننباسۍ.
*له دی امت څخه هغه څوک چه د الله تعالی د رالیږل شوي پيغمبر محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړونه کوي، هغه د ډیر سخت او پرله پسی عذاب وړ او مستحق دې، الله تعالی دي مونږ ټول د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم نه د سرغړونی څخه وساتي.