تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو(39) شرح المسائل الثلاثة


أبو زكريا
_10 _August _2015هـ الموافق 10-08-2015م, 05:53 AM
قوله: (بَلْ أَرْسَلَ إِلَيْنَا رَسُولاً فَمَنْ أَطَاعَهُ دَخَلَ الجَنَّةَ وَمَنْ عَصَاهُ دَخَلَ النَّارَ)
· (بَلْ) إذا تقدمها نفي فهي لتقرير هذا النفي وتأكيده، ويكون ما بعدها بيان وتوجيه يعرف به صحة النفي السابق، وهذا كما في قوله تعالى عن عيسى عليه السلام: ﴿وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (157) بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ﴾[النساء: 157، 158]؛ فإثبات رفع عيسى عليه السلام بيان لصحة النفي السابق وهو أنه لم يقتل.
· (ولم يتركنا هملا، بل أرسل إلينا رسولاً): رسالة الرسول صلى الله عليه وسلم تؤكد صحة أننا لم نُترك هملاً.
· هذا الرسول هو محمد صلى الله عليه وسلم من أطاعه دخل الجنة ومن عصاه دخل النار.
· قال الله تعالى: ﴿وَمَنْ يُطِعِ اللهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (13) وَمَنْ يَعْصِ اللهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ﴾ [النساء: 13، 14].
· طاعة الرسول طاعة لله تعالى، قال الله تعالى: ﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا﴾[النساء: 80].
· الناس في شأن الرسول قسمان:مطيع ومتولي، ومن صفات العصاة اللازمة أنهم متولّون متعدون لحدود الله عز وجل.

أبو زكريا
_10 _August _2015هـ الموافق 10-08-2015م, 07:14 AM
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: »بَلْ أَرْسَلَ إِلَيْنَا رَسُولاً فَمَنْ أَطَاعَهُ دَخَلَ الجَنَّةَ وَمَنْ عَصَاهُ دَخَلَ النَّارَ«.
ترجمه: یعنی بلکه الله تعالی مونږ ته)محمد صلی الله علیه وسلم( پيغمبر او استازې رالیږلې دې، نو څوک چه يي اطاعت او پيروي وکړي جنت ته به لاړ شي، او که څوک ورڅخه سرغړونه وکړي، اور او دوزخ ته به لاړ شي.
قاعده دا ده چه د »بَلْ« کلمه چه کله د نفی په سیاق کښی راشي نو هلته دا د »بل« کلمه ددغی نفی تاکید کوي، او له »بل« څخه وروسته جمله کښی دا بیان او څرګندونه وي چه دا مخکنۍ نفی صحیح او سمه ده، لکه د الله تعالی په دي وینا کښی چه فرمايي: ﴿وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا * بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ﴾ النساء: 157-158.
ترجمه: او نه ووژلې یهودو عیسی علیه السلام لره په یقین او باور سره، بلکه هغه الله تعالی خپل ځان ته پورته کړې وو.
نو دلته په دي آیت کریمه کښی د عیسی علیه السلام اسمان ته د پورته کولو اثبات هغه نفی صحیح او سمه ثابتوي چه مخکښی الله تعالی وفرمايل چه یهود درواغ وايي، او عیسی علیه السلام يي نه دې وژلې.
نو دلته هم د )بل أرسل الینا رسولاً( د پيغمبرانو علیهم السلام استول دا ثابتوي چه )ولم یترکنا هملا( یعنی مونږ الله تعالی بی هدفه او بی مقصده نه یو پريښي.
اوس هغه پيغمبر چه الله تعالی مونږ ته رااستولې دې هغه محمد صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم دې، چا چه يي اطاعت او پيروي وکړه جنت ته به لاړ شي، او چا چه ورڅخه سرغړونه وکړه اور او دوزخ ته به لاړ شي.
لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ يُطِعِ اللهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (13) وَمَنْ يَعْصِ اللهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ﴾ [النساء: 13-14.
ترجمه: او هغه څوک چه پيروي او اطاعت د الله جلّ جلاله او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم وکړي، الله تعالی به يي داسی جنتونو ته ننباسي چه د هغی د ماڼيو لاندی به ویالی بهیږي، همیشه او تل به وي دوي په دغه جنتونو کښی، او همدا لوي بریالیتوب او کامیابي ده، او هغه څوک چه د الله تعالی او د هغه د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه سرغړونه وکړي، او د الله تعالی ددین له حدودو څخه تیر شي، الله تعالی به يي اوور )دوزخ( ته ننباسي، په داسی حال کښی چه همیشه او تل به وي په دغه اوور کښی، او هم شته دده لپاره عذاب سپکوونکې.
*د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم اطاعت او پيروي په حقیقت کښی د الله تعالی اطاعت او پيروي ده، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا﴾ النساء: 80
ترجمه: هغه څوک چه د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم اطاعت او پيروي وکړه، نو هغه د الله تعالی اطاعت او پيروي وکړه)ځکه الله تعالی د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په پيروۍ باندی حکم او امر کړې دې(، او هغه څوک چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم له پيروۍ څخه سرغړونه وکړي، )نو دا بیا ستا مسؤولیت نه دې؛ ځکه( مونږ ته پر دوي باندي ساتونکې نه يي استولې.
*خلک د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم په هکله په دوه ډوله دي: یوه ډله يي اطاعت کونکي او پيروان، او بله ډله يي سرغړوونکي دي، د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم څخه د سرغړوونکو يو لازمي صفت دا دې چه دوي تل د الله تعالی او د هغه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د اوامرو څخه مخ اړوونکي او د الله تعالی له حدودو او پولو څخه تیریدونکي دي.