تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو(38) شرح المسائل الثلاثة

أبو زكريا
_9 _August _2015هـ الموافق 9-08-2015م, 07:59 AM
قوله: (وَلَمْ يَتْرُكْنا هَمَلاً...)
· (همَلا) أي: مهمَلين بلا أمر ولا نهي ولا غاية.
· قال ابن عباس رضي الله عنهما في تفسير قول الله تعالى: ﴿أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى﴾[القيامة: 36]، قال: هملاً، رواه ابن جرير وغيره.
· أخرج عبد الرزاق عن قتادة في قوله تعالى: ﴿أَنْ يُتْرَكَ سُدًى﴾[القيامة: 36]، قال: أن يُهمل.
· قال ابن جرير: (وقوله: ﴿أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى﴾[القيامة: 36]، يقول تعالى ذكره: أيظنّ هذا الإنسان الكافر بالله أن يترك هملا لا يؤمر ولا ينهى، ولا يُتَعَبَّد بعبادة).
· العرب تقول: إبلٌ هَمَل وَهَمْلَى إذا كانت مهملة مسيبة ليس لها راعٍ يرعاها.
· وهذا كما قال تعالى: ﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (115) فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ (116) ﴾[المؤمنون: 115، 116]
· الله تعالى يتنزَّه ويتعالى عن أن يخلق الخلق عبثاً ويتركهم هملاً، كيف يكون ذلك وهو الحكيم الخبير؟!!
· خلقنا الله لغاية عظيمة بينها الله تعالى بقوله: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ (57) إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58) ﴾[الذاريات: 56-58]
· بيّن الله لنا أنه خلقنا لعبادته، وبيّن لنا كيف نعبده؛ وذلك بطاعة الرسل الذين أرسلهم إلينا فمن أطاعهم فقد عبد الله كما يحب الله، ومن عصاهم فقد استحق العذاب لأنه لم يمتثل الأمر الذي خلق لأجله.

أبو زكريا
_9 _August _2015هـ الموافق 9-08-2015م, 10:47 AM
قوله: (وَلَمْ يَتْرُكْنا هَمَلاً)...
شیخ رحمه الله فرمايي: د »هَمَلاً« معنی: یعنی مهمل، چه هیڅ امر حکم او نهي او منع ورته متوجه نه وي، او نه کوم هدف مقصد لري.
*ابن عباس رضي الله عنهما ددي آیت کریمه په تفسیر کښی چه الله تعالی فرمايي: ﴿أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى﴾ القيامة: 36،
ترجمه: ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: چه د »سُدًی« كلمي معنی: هَمَلاً ده، رواه ابن جریر الطبري وغیره.
همدارنګه امام عبد الرزاق الصنعاني رحمه الله له قتاده رحمه الله څخه د همدي آیت کریمه په تفسیر کښی نقل کړي دي چه »سُدًی« معنی دا چه مهمل او بی هدفه پریښودل شي.
امام ابن جریر رحمه الله د همدی آیت په تفسیر کښی فرمايي: : ﴿أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى﴾ القيامة: 36,
معنی دا چه : آیا دا کافر انسان ګومان کوي چه دې به مهمل او بی هدفه پريښوول شي چه هیڅ امر او نهي ورته نه کیږي، او نه به ورڅخه د الله تعالی کوم عبادت او بندګي غوښتل کیږي.
په عربي اصطلاح کښی هغه اوښانو ته »هَمَل« او »هَمْلَی« ویل کیږي چه په ونډ کښی پرته د کوم څارونکي، شپونکي او چوپان له ساتنی او څار څخه پريښوول شي.
نو دا آیت د هغه بل آیت په شان دې چه الله تعالی فرمايي: ﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ * فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ﴾المؤمنون: 115-116.
ترجمه: آیا ستاسو څه ګومان دې چه مونږ تاسو عبث او بی هدفه پيدا کړي یاست، او تاسو به مونږ ته واپس نه کړل شۍ؟ او چت او لوي دې شان د الله تعالی له داسی بی هوده او ناروا ګومان څخه، چه هغه حق او ريښتينې دې.
نو الله تعالی له داسی ګومانونو څخه ډير پاک او شان يي له داسی ناروا ګومانونو څخه ډير اوچت دې چه هغه دي دا مخلوق عبث او بی هدفه پيدا کړي، داسی کله کیداي شي سره له دي چه الله تعالی د ډير لوي حکمت خاوند او خبردار ذات دې.
*بلکه الله تعالی مونږ د ډيری لوي او مهم مقصد او هدف لپاره پیدا کړي یو، چه هغه الله تعالی پخپله پخپل کتاب کښی بیان کړې دې چه فرمايي: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ (57) إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58) ﴾[الذاريات: 56-58.
ترجمه: او ما نه دي پيدا کړي پیریان او انسانان مګر خو ددي لپاره چه يواځی ځما عبادت او بندګي وکړي، زه له دوي څخه دا نه غواړم چه د رزق او روزۍ مسؤولیت دي ولري او نه دا چه ما ته خوراک راکړي، بیشکه یواځی یو الله تعالی رزق او روزي ورکوونکې او د کلک سخت او مضبوط قوت او زور خاوند دې.
نو الله تعالی په څرګند ډول بیان کړه چه هغه مونږ د خپل عبادت او بندګۍ لپاره پیدا کړي یو، او دا يي هم راته راښوولی ده چه څرنګه عبادت او بندګي وکړو، او هغه دا چه د الله تعالی بندګي به داسی کوو چه د الله تعالی او د هغه د پيغمبرانو علیهم السلام لخوا راښوول شوی عبادت او بندګي به د هغه د پیغمبرانو علیهم السلام په پيروۍ او اطاعت او تابعدارۍ سره کوو، کوم چه الله تعالی د همدی مقصد لپاره مونږ ته را استولي دي، څوک چه ددغه پیغمبرانو علیهم السلام پیروي او اطاعت وکړي نو هغه د الله تعالی هغه شان عبادت او بندګي وکړه کومه چه الله تعالی خوښوي، خو که ددغه پيغمبرانو علیهم السلام له اوامر څخه سرغړونه کوي، هغه د عذاب وړ او مستحق کیږي؛ ځکه ده د الله تعالی هغه امر او حکم و نه منل چه د کوم هدف او مقصد لپاره پیدا شوې وو، او هغه يي پرځان عملي او پلي نه کړل.

أبو زكريا
_9 _August _2015هـ الموافق 9-08-2015م, 10:48 AM
قوله: (وَلَمْ يَتْرُكْنا هَمَلاً)...
شیخ رحمه الله فرمايي: د »هَمَلاً« معنی: یعنی مهمل، چه هیڅ امر حکم او نهي او منع ورته متوجه نه وي، او نه کوم هدف مقصد لري.
*ابن عباس رضي الله عنهما ددي آیت کریمه په تفسیر کښی چه الله تعالی فرمايي: ﴿أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى﴾ القيامة: 36، ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: چه د »سُدًی«دمعنی: هَمَلاً ده، رواه ابن جریر الطبري وغیره.