تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو(36) شرح المسائل الثلاثة


أبو زكريا
_10 _July _2015هـ الموافق 10-07-2015م, 12:35 AM
شرح عبارات المتن
قوله: (اعلم رحمك الله أنه يجب على كل مسلم ومسلمة تعلم ثلاث هذه المسائل)
· نصّه على كل مسلم ومسلمة هو من باب التأكيد واسترعاء الانتباه، وليعلم جميع المكلفين أنهم معنيون بهذا الواجب، وسواءٌ في ذلك الذكر والأنثى.
· تعلم هذه المسائلِ واجبٌ لأنها من معنى الشهادتين وواجباتهما، ومن عرف معنى الشهادتين معرفة صحيحة فقد عرف هذه المسائل الثلاث، وإن لم يقرأ هذه الرسالة.
· تنويع العبارات وعرض الحجج من أكثر من وجه مما ينبغي للداعية أن يعتني به، خصوصاً إذا كان يخاطب قوماً ألفوا المنكر واعتادوه.
· بعض الشُّبَه قد تَعْلَق ببعض القلوب ويصعب تخلصها منها، فعرض الحق وتقريره بأكثر من طريقة يفيد المهتدي زيادة اليقين، ويفيد من في قلبه شبهة في كشف شبهته.
· تنويع الاحتجاج من الهدي القرآني والنبوي، ومن تدبر القرآن والسنة وجد لذلك أمثلة كثيرة ولا سيما في المسائل الكبار كمسألة التوحيد والبعث والجزاء والنبوة وأن القرآن حق وغيرها من المسائل الكبار تجد تقريرها في القرآن والسنة من وجوه كثيرة.
· بعض العلماء إذا أجابوا عن بعض الشبه يجيبون عنها من وجوه كثيرة لأنّ كثرة الأدلة وتنوعها تورث اليقين في النفس وتزيل ما يلقيه الشيطان من الشبه.

أبو زكريا
_10 _July _2015هـ الموافق 10-07-2015م, 12:42 AM
ددي رسالی د عبارتونو توضیح او بیان
امام محمّد بن عبد الوهاب رحمه الله فرمايي چه: »اعلم رحمك الله أنه يجب على كل مسلم ومسلمة تعلم ثلاث هذه المسائل «.
ترجمه: یعنی پوهه شه ـ د الله جلّ جلاله له رحم او فضل څخه برخمن شی ـ چه ددي دری واړو مسألو زده کړه پر هر نارینه مسلمان او ښځینه مسلمانی باندي فرض ده.
*دلته يي د »هر نارینه مسلمان او ښځینه مسلمانی« یادونه ددي لپاره وکړه په دي مسأله لا زیات تأکید وکړي او اړتیا يي بیان کړي، او د لوستونکو فکر او نظر ورته راجلب کړي، او بل دا چه ټول مکلّف مسلمانان په دي پوهه شي چه دا زده کړه د ټولو مسلمانانو فرض او مسؤولیت دې که هغه نارینه وي او که ښځینه وي، او په دي ډول مسألو کښی يو پر بل بسيا او کفایت نشي کولاي.
*او ددي مسألو زده کړه ځکه فرض ده چه همدا د شهادت د کلمی »أشْهَدُ أنْ لاَ إلَهَ إلاَّ اللهُ وََأَشْهَدُ أنّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللهِ« معنی ده او هم د شهادت د کلمی غوښتنی دي، هرڅوک چه د شهادت کلمی پر صحیح معنی ښه پوهیږي هغه پر دي دری واړو مسألو او د هغی په اهمیت او اړتیا هم ښه پوهیږي، اګر که دا رساله يي نه وي لوستلي.
*امام محمّد بن عبد الوهّاب رحمه الله دلته بیلابیل او قسماقسم دلائل راوړي دي، له دي څخه باید دا زده کړو چه يو داعي او حق ته بلونکي ته باید د حق مسألی د بیان لپاره مختلف دلائل او په مختلف ډولونو وړاندي کولو طریقی ورته معلومی وي، په ځانګړی ډول کله چه له داسی خلکو سره سروکار لري چه ناروا شرک او بدعتونه پکښی معتاد او عادي شې وي.
*د باطل پرستو او باطل پلوو ځينی شبهی پر ځیني زړونو پوری نښلي، او ددغه شبهو له منځه وړل يو څه ګران کار وي، نو په داسی حالت کښی په بیلابیلو طریقو د حق بیان او وضاحت حق منونکي ته د هغه یقین نور هم زیاتوي، او د چا په زړه کښی چه دغه ناروا شبهی وي هغه ته هم ددغه شبهو په له منځه وړلو کښی ګټه رسوي.
*که څوک د قرآنکریم او نبوي سنتو په نصوص کښی سوچ او فکر وکړي او ښه ورته زیر شي، نو د قرآني لارښوونو او نبوي سنتو په رڼا کښی په بیلابیلو طریقو د دلیل او استدلال وړاندي کولو زیات مثالونه به بیامومي، په ځانګړي ډول په لويو، اساسي او بنسټیزو مسائلو کښی لکه: توحید، قیامت، بیا راژوندي کیدل، په قیامت کښی د نیکو او بدو اعمالو همغه شان بدلی، د نبوّت حقانیت، د قرآنکریم حقانیت او داسی نور.
*په یاد باید ولرو چه ځینی علماء د ځینو شبهو په مختلفو او بیلابیلو طریقو سره جوابونه کوي، دا له دي کبله چه ددلائلو ډیروالې او په قسماقسم طریقو وړاندي کول په زړونو کښی یقین او باور نور هم زیاتوي، او هغه شبهی چه شیطانان يي په زړونو کښی اچوي له منځه وړي.