تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو 35 ) شرح المسائل الثلاث


أبو زكريا
_9 _July _2015هـ الموافق 9-07-2015م, 01:17 AM
قوله: الثَّالِثَةُ: أَنَّ مَنْ أَطَاعَ الرَّسُولَ وَوَحَّدَ اللهَ لاَ يَجُوزُ لَهُ مُوَالاَةُ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَو كَانَ أَقْرَبَ قَرِيبٍ)
هذه المسألة هي من واجبات تحقيق الشهادتين، فمن أقر بالشهادتين إقراراً صحيحاً وعرف معناهما معرفة صحيحة لزمه أن يقرَّ بالمسألة الثالثة، وهي البراءة من الشرك وأهله.
· من أحبَّ الله ورسوله لزمه أن يحب من يحبه الله ورسوله، وأن يبغض من يبغضه الله ورسوله.
· هذه المسائل الثلاث ترجع إلى معاني الشهادتين ولوازمهما؛ فمن فقه معنى الشهادتين فقهاً صحيحاً عرف هذه المسائل الثلاث.
· هذا عرض موجز لبيان مقاصد هذه الرسالة، وسبب ترتيبها على هذا النحو.
· ينبغي لطالب العلم إذا أراد دراسة باب من أبواب العلم أن يتعرف على المقصد العام للباب قبل أن يدخل في تفاصيل عبارات المتن؛ فإنه إذا فَهِمَهُ سهل عليه بعد ذلك فهم جُمَلِه وفق هذا المقصد العام.

أبو زكريا
_10 _July _2015هـ الموافق 10-07-2015م, 12:00 AM
*بیا ددریمی مسألی په بیان کښی شیخ رحمه الله داسی وفرمايل: »الثَّالِثَةُ: أَنَّ مَنْ أَطَاعَ الرَّسُولَ وَوَحَّدَ اللهَ لاَ يَجُوزُ لَهُ مُوَالاَةُ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَو كَانَ أَقْرَبَ قَرِيبٍ «.
ترجمه: دریم دا چه هغه څوک چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم پيروي کوي، او الله جلّ جلاله په عبادت او بندګۍ کښی یو او یواځی ګڼي، هغه ته روا نه ده چه له هغه چا سره دوستي، ملګرتوب او انډیوالي وکړي چه د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم سره او د هغوي د احکامو سره مخالف وي، اګر که دا مخالف ډير نژدي خپلوان هم وي.
دا دریمه مسأله د شهادت د کلمی چه »أشْهَدُ أنْ لاَ إلَهَ إلاَّ اللهُ وََأَشْهَدُ أنّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللهِ« د پلي کیدو او عملي کیدو له لوازمو څخه ده، هغه څوک چه د شهادت دا کلمه د صحیح اقرار او منلو لپاره ووايي، او په معنی يي ښه صحیح پوهه شي، نو پری فرض دي چه دا دریمه مسأله هم صحیح ومني، او هغه دا چه د شرک او مشرکینو څخه خپل براءت او بیزاري اعلان کړي او ورسره وه يي کړي.
*بلکه هغه څوک چه د الله جلّ جلاله او د هغه درسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم سره د مینی او محبت دعوا کوي پر هغه لا فرض دي چه هغه څه خوښ کړي او ورسره مینه وکړي چه د الله تعالی او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم خوښ وي، او له هغه څه سره چه د الله جلّ جلاله او د هغه د رسول صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم بغض او کینه وي او هغه يي نه وي خوښ، بايد بغض او کینه ورسره وکړي، او خوښ يي نه کړي.
*دا دری واړه مسألی د شهادت د کلمی »أشْهَدُ أنْ لاَ إلَهَ إلاَّ اللهُ وََأَشْهَدُ أنّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللهِ« معنی او لوازمو څخه سرچینه اخلي، هغه څوک چه د شهادت د کلمی په صحیح معنی باندي ښه پوهیږي هغه ددي دریواړو مسألو په اهمیت او اړتیا هم ښه پوهیږي.
دا تیر مو چه ولوست ددي رسالی د اهدافو او مقاصدو او د رسالی په دي ترتیب باندي د ترتیب سبب او لنډ بیان او وړاند وینه وه.
*یو زده کوونکې چه کله د علم له بابونو څخه د کوم باب زده کوي باید مخکی له دي چه د علم د متن په تفاصیلو کښی ننوځي د هغه په عامو اهدافو او مقاصدو باندي ځان خبر کړي؛ ځکه چه زده کوونکې په د باب په مقاصدو او اهدافو باندي خبر وي او پری پوهه وي نو ددغه اهدافو او مقاصدو په رڼا کښی د عباراتو او جملو باندي پوهیدل او زده کړه به ورته آسانه وي.