تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو(34) شرح المسائل الثلاثة


أبو زكريا
_9 _July _2015هـ الموافق 9-07-2015م, 12:53 AM
قوله: ( الثانية: وهي أَنَّ اللهَ لاَ يَرْضَى أَنْ يُشْرَكَ مَعَهُ أَحـدٌ فِي عِبَادَتِهِ، لاَ نَبيٌّ مُرْسَلٌ وَلا مَلَكٌ مُقَرَّبٌ وَلا غَيرُهُمَا..)
· بعد أن قرَّر الشيخ المسألة الأولى بأسلوب قريب من أفهام المخاطبين، وافٍ بأركان الحجة العلمية انتقل إلى تقرير المسألة الثانية وهي مسألة وجوب التوحيد الذي هو مقتضى شهادة أن لا إله إلا الله.
· تفطّن إلى حسن تعبير الشيخ في تقريره هذه المسألة بما دلّت عليه شهادة أن لا إله إلا الله.
· شهادة أن لا إله إلا الله تقتضي أن لا يعبد مع الله أحدٌ من خَلْقه مهما كان لا نبي مرسل ولا ملك مقرب؛ فالعبادة حق الله وحده.
· قوله: (إن الله لا يرضى أن يشرك معه أحد في عبادته) هذه العبارة المصاغة بعناية لا يستطيع المخالف في مسائل التوحيد إنكارها، وإن خالف في تسمية بعض الأمور عبادة.
· كثر الشرك في زمان الشيخ رحمه الله وانتشرت مظاهره من دعاء الصالحين وتقديم النذور للقبور والذبح لغير الله وغيرها، وهؤلاء الذين يفعلون هذه الأفعال منهم من يصلي ويصوم ويحج ويقرأ القرآن ويظن أنه مسلم، وفي بعض البلدان اليوم من يفعل مثلهم.
· إذا قلت لهؤلاء: (إن الله لا يرضى أن يشرك معه أحد في عبادته) فإنهم لا ينازعونك في هذا الأمر، فاختار الشيخ التعبير بما هو أقرب إلى القبول.
· إذا أقروا بهذا لزمهم وجوب التوحيد وإفراد الله بالعبادة وتحريم الشرك والإقرارُ بأنه منافٍ للإسلام مناقض لمقتضى شهادة أن لا إله إلا الله.
· مكث الشيخ سنوات طويلة وعمراً مديداً وهو يدعو إلى التوحيد ويناظر المجادلين فيه ويكشف الشبه ويقرر الحجج ويدعو العامة والعلماء والأمراء، ويعلِّم طلاب العلم مسائل التوحيد ويقررها لهم من وجوه كثيرة حتى يفهموها؛ فهو صاحب خبرة قيمة في هذا الباب.
· حصل للشيخ مع المخالفين في مسائل توحيد العبادة مناظرات ومخاصمات وحروب وفتن ومحن استمرت سنوات طويلة، وأكثر من كان يجادله ويناظره ويناصبه العداء علماء السوء وأهل البغي والحسد.
· كان الشيخ رحمه الله يخشى على العامة من فتنة علماء السوء فكان يجتهد في توضيح مسائل التوحيد لهم بأسلوب ميسر قريب من أفهامهم، وينتقي لهم العبارات بعناية بالغة، وقد فتح الله له في هذا الباب فتحاً عظيماً، ونفع به نفعاً كبيراً.

أبو زكريا
_9 _July _2015هـ الموافق 9-07-2015م, 12:56 AM
بیا شیخ رحمه الله وفرمايل: »الثانية: وهي أَنَّ اللهَ لاَ يَرْضَى أَنْ يُشْرَكَ مَعَهُ أَحـدٌ فِي عِبَادَتِهِ، لاَ نَبيٌّ مُرْسَلٌ وَلا مَلَكٌ مُقَرَّبٌ وَلا غَيرُهُمَا «.
یعنی دوهمه مسأله دا ده چه الله جل جلاله هیڅکله په دي خوښ نه دې چه له هغه سره دي په عبادت او بندګۍ کښی بل څوک شریک او برخوال شي، هغه شریک که پيغمبر وي، او که ملائک وي، او یا هم بل څوک وي؛ ځکه پيغمبر او ملائک که هر څومره بهتر او افضل وي، خو د الله تعالی مخلوق دې، ددي مستحق نه دي چه عبادت او بندګي يي وشي.
امام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله چه کله لومړنۍ مسأله په ډیره آسانه او عام فهمه اسلوب او طریقی سره بیان کړه چه د علمي حجت لپاره کافي وه، نو اوس يي دوهمه مسأله شروع کړه، او هغه دا چه دا توحید ألوهیت یا توحید فی العبادت فرض عین دې؛ ځکه همدا توحید د »لا إله إلاَّ الله« شهادت او ګواهۍ مقتضا او غوښتنه ده.
*دلته باید د شیخ محمّد بن عبد الوهاب رحمه الله ډير مناسب او ښکلي تعبیر ته متوجه او زير شو، چه د توحید د اهمیت او اړتیا يي د »لا إله إلاَّ الله« شهادت او ګواهۍ سره تړلی ده، یعنی چه دا توحید ألوهیت د »لا إله إلاَّ الله« شهادت او ګواهۍ چه مونږ او مخالفین ټول يي وايو او د منلو دعوا يي کوو- ددغه عظیم الشانه کلمی او ګواهۍ مقتضا او غوښتنه ده.
*د »لا إله إلاَّ الله« شهادت او ګواهي له ویونکي بنده څخه غواړي چه د الله تعالی سره دی هیڅوک شریک او برخمن ونه منل شي، هغه که هرڅوک وي، که پیغمبران علیهم السلام وي او که ملائک وي؛ ځکه عبادت او بندګي یواځی د یو الله تعالى حق دې.
*که د امام محمّد بن عبد الوهاب رحمه الله دي تعبیر ته لږ سوچ او فکر وکړو چه فرمايي: »إن الله لا يرضى أن يشرك معه أحد في عبادته «، نو راته څرګنده به شي چه دا تعبیر ډير دقیق او معنی دار دې، چه د توحید مخالف ورڅخه د انکار او سرغړونی لار نه لري، اګر که هغه ځینی عبادتونو ته د عبادت نوم نه وايي بلکه د ځان او خلکو د تیرایستلو لپاره ورته بل نوم ږدي.
* د شیخ رحمه الله په وخت او زمانه کښی شرک بیخي ډیر شوې وو، او شرک په مختلفو او بیلابیلو شکلونو باندي په خلکو کښی خپور شوې وو، لکه د نیکانو بندګانو رابلل، د مړو، قبرونو، او زیارتونو لپاره د نذرونو او منښتو منل، د الله تعالی پرته د بل چا لپاره قربانۍ او حلالکی کول، او داسی نور...
او هغه چا چه دا ډول شرکونه به يي کول، ددي شرکونو ترڅنګ به يي لمونځونه هم کول، روژی به يي هم نیولی، حج به يي هم کولو، قرآنکریم به يي لوستلو او تلاوتونه به يي هم کول، او په دي ګومان به وو چه دې ګنی مسلمان هم دې، او اوس هم په ډيرو هیوادونو کښی داسی شته.
نو دي ډول خلک ته چه کله وویل شي: »إن الله لا يرضى أن يشرك معه أحد في عبادته «
ترجمه: الله y هیڅکله په دي خوښ نه دې چه له هغه سره دي په عبادت او بندګۍ کښی بل څوک شریک او برخوال شي.
نو دوي درسره په دي مسأله کښی خلاف نه کوي؛ له همدي کبله شیخ رحمه الله همدا تعبیر غوره کړ، ځکه دا تعبیر مخالف ته د منلو زیات وړ دې.
نو کله چه د توحید مخالف دا خبره ومني، پخپله پر دوي د توحید ألوهیت فرضیت ثابت شو، چه یواځی یو الله تعالى د عبادت او بندګۍ د ټولو اقسامو مستحق او حقدار دې، او همدارنګه دشرک ټول انواع او قسمونه حرام او ناروا دي، بلکه خود به خوده په دي اقرار شو چه دا ډول کارونه د اسلام د مقدّس دین سره مخالف مناقض او د اسلام او »لا إله إلاَّ الله« شهادت او ګواهۍ ماتوونکي شیان دي.
*شیخ رحمه الله ډیر کلونه او اوږده موده په دي کښی تیره کړه چه خلک يي د توحید منلو ته رابلل، او د توحید له مخالفینو سره به يي مناظری او بحثونه کول، او د هغوي د شبهو ازاله به يي کوله، او د توحید په فرضیت او د هغه د پلي کولو په فرضیت به یي دلائل بیانول، او عوام او علماء او ملايان به يي توحید ته رابلل، او خپلو شاګردانو ته به يي د توحید مسائل ورښوول، او په قسماقسم طریقو به يي ورته واضح کولو ترڅو هغوي د توحید په معنی غوښتنه او فرضیت باندي پوهه شي؛ له دي کبله خو شیخ f د توحید په باب کښی د ډيری قیمتی مهارت خاوند دېږ
*د شیخ رحمه الله او د هغه سره د توحید د مسألی د مخالفینو تر منځ ډیری مناظری او مباحثی پيښی شوي دي، بلکه ډير ځلی دا مناظری او مخالفتونه جنګ جګړی، فتنو او تکلیفونو او ازمیښتونو ته رسیدلي دي، چه ډیر کلونه يي دوام وکړ، خو اکثر مخالفین او مناظرین يي بدبخته او بدعمله ملایان او کینه ګر او سرکښه خلک وو.
*شیخ رحمه الله به هم په عوامو باندي ددغه بدعمله ملایانو له تأثیر او تیرایستلو څخه ویریده)بیریده(؛ له دي کبله به یي هغوي د توحید د مسألی دبیان په وخت کښی د ډير آسان او عام فهمه اسلوب او طریقی څخه کار اخستلو، او د هغوي لپاره به يي ډير آسان او عام فهمه تعبیرونه راوړل؛ ځکه خو الله جل جلاله ورته په دي باب کښی د ښه تعبیر کولو او د مسألو د توضیح او بیان ډير ښائسته او ښکلي تعبیرونه ورکړي وو، او الله جلَّ جلاله پری خلکو ته ډيره لويه ګټه ورسوله.