المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)32 شرح المسائل الأربع ( تابع تفسير سورة العصر)


أبو زكريا
_1 _June _2015هـ الموافق 1-06-2015م, 10:17 AM
قوله رحمه الله: (العلم قبل القول والعمل)
· هذا باب في كتاب العلم من صحيحه، وهذا الكلام نقله الشيخ بالمعنى وزاده توضيحاً, ولعله كتبه من حفظه، ونصّ عبارة البخاري رحمه الله: (باب الْعِلْمُ قَبْلَ الْقَوْلِ وَالْعَمَلِ لِقَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ﴾[محمد: 19]؛ فَبَدَأَ بِالْعِلْمِ).
· استدل بقول الله تعالى: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ﴾[محمد: 19]، فلما بدأ بالعلم قبل القول والعمل كان ذلك دليلاً على تقديم العلم، والاستغفار قول، وهو أيضاً عمل لأنه عمل صالح.
· تقديم العلم على العمل يدل عليه العقل أيضاً فإن العمل بلا علم عمل على غير هدى، وما كان على غير هدى فإنه لا يقبل، فكان تقديم العلم على العمل واجباً.
· تقرير هذا الأمر مهم في تفهيم الناس العقيدة الصحيحة، فإن بعض من يقع في الشرك في العبادة يعمل أعمالاً من الصلوات والصدقات والحج وغيرها فيرى أنه قد أدّى ما عليه، ويستدل بقيامه بهذه الأعمال على أنه على الحق؛ فأراد الشيخ أن يبين أن العلم بالهدى مقدّم، وأن الأعمال إذا لم تكن مبينة على الهدى فإنها باطلة مهما بلغت كثرتها وظن صاحبها أنها تنفعه.
· من يقوم بهذه الأعمال ويشرك في عبادة الله فيذبح لغير الله ويدعو غير الله ويقدم النذور لغير الله فهو مشرك كافر بالله تعالى خارج من دين الإسلام وإن صلى وصام وزعم أنه مسلم.
· لا ينفع مع الشرك عمل لقول الله تعالى: ﴿وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾[الأنعام: 88]؛ فلهذا أورد الشيخ رحمه الله قول البخاري.
الفرق بين العالم الرباني وعالم السوء
- العالم الرباني يقول بما يدل عليه الدليل الصحيح ويقصد النصح للناس؛ فيبين الحق لهم كما دلّ عليه الدليل، ويعلمهم ما يحتاجون إليه من العلم والهدى.
- وعالم السوء يفتي بهواه، ويَلبس الحق بالباطل، ويدلِّس على الناس، ويسكت عن بيان الحق عند وجوب بيانه؛ فهو خطر وفتنة يجب الحذر منها.

أبو زكريا
_1 _June _2015هـ الموافق 1-06-2015م, 10:25 AM
د امام بخاري رَحِمَهُ الله وینا چه: »العلم قبل القول والعمل«
*دا باب د هغه د مشهور کتاب صحیح البخاري په کتاب العلم کښی دې، خو شیخ محمد بن عبد الوهاب رَحِمَهُ الله د هغه دا قول بالمعنی نقل کړې دې، او شرح او توضیح يي ورله کړی ده، او کیداي شي له حفظ او له یادو يي لیکلې وي؛ ځکه د امام بخاري رَحِمَهُ الله د قول ټکي په ټکي نص داسی دې: » (باب الْعِلْمُ قَبْلَ الْقَوْلِ وَالْعَمَلِ لِقَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى : ﭽ ﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏﭼمحمد: ١٩؛ فَبَدَأَ بِالْعِلْمِ «.
*نو په دلیل کښی يي دا آیت کریمه راوړې دې چه الله y فرمايي: ﭽ ﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﰐ ﰑ ﭼ محمد: ١٩.
ترجمه: یعنی زده کړه او پوهه شه چه نشته مستحق، وړ او لايق د عبادت او هیڅ قسم بندګۍ مګر یواځی یو الله y دې، او د خپلو ګناهونو او لغزشونو لپاره له الله y څخه بخښنه وغواړه.
نو دلته الله تعالی له وینا او عمل څخه مخکښی په علم، زده کړه او پوهیدو باندي پيل وکړ، نو دا ښکاره دلیل دې چه علم او پوهه تر ټولو مخکښی دې؛ ځکه استغفار او بخښنه غوښتنه قول او وینا ده، او دا هم یو عمل دې؛ ځکه دا هم په عمل صالح کښی راځي.
*عقل هم دا تقاضا کوي چه علم دي له عمله مخکښی وي؛ ځکه بي علمه عمل کول داسی عمل دې چه د کوم دلیل او علم په اساس او بناء نه دې، او کوم شې چه بی دلیله او د پيغمبر صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم له ښوونی پرته سر ته ورسول شي، هغه د الله تعالی په وړاندي د قبولولو او منلو وړ نه دې؛ نو له دي وجی هم له عمل کولو څخه مخکښی د علم زده کول فرض دي.
*د علم لومړيتوب خلکو ته د صحیح عقیدی په ښوولو کښی هم ډیر اهمیت او اړينتوب لري؛ ځکه ډير هغه خلک چه د شرک په تیارو کښی پریووځي داسی ګومان کوي چه دوي د ځینو اعمالو لکه لمونځونه، خیراتونه، حج او داسی نورو په اداء سره خپل مسؤولیت اداء کړ، او بیا په خپلو دغه اعمالو دلیل نیسي چه همدوي پر حق باندي دي، نو شیخ محمد بن عبد الوهاب رَحِمَهُ الله دلته ددي خبری وضاحت کوي چه په نبوي لارښوونو علم راوړل او د هغی زده کول په هغی باندی له عمل کولو مخکښی دي، او هر هغه عمل چه نبوي لارښوونو په اساس ولاړ نه وي، هغه باطل او بی هوده کار دې، هغه که هر څومر ډیر وي او عمل کوونکې دا ګومان هم ولري چه دغه اعمال ورته ګټه رسوي.
*هغه څوک چه دغه اعمال هم کوي، او ورسره د الله جلّ جلاله سره په عبادت او بندګۍ کښی شرک هم کوي لکه: د الله تعالى پرته د بل چا په نوم حلالکه کول، په خپلو حاجتونو کښی له الله تعالی پرته بل څوک رابلل، او ورته چیغه كول, رامدد شه ويل او اواز کول، د الله تعالی پرته د بل چا په نوم نذرونه او منښتی منل، او داسی نور... نو داسی شخص مشرک او کافر دې، د اسلام د مقدّس دين څخه وتلې دې، اګر که دې لمونځ کوي، روژه نيسي، او په خپل زړه کښی ګومان هم کوي چه مسلمان هم دې.
*بلکه د شرک سره هیڅ ډول ښه عمل ګټه نه لري؛ ځکه الله y فرمايي: ﴿وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ الأنعام: 88.
ترجمه: الله y د ډيرو پيغمبرانو نومونه اخستي دي او په آخر کښی فرمايي چه: که دوي هم - بالفرض والتقدیر وفرض المحال- شرک وکړي نو ددوي به هم هغه نیک اعمال تباه او برباد او ابته شي چه دوي کړي دي.
له همدي کبله شیخ رَحِمَهُ الله د امام بخاري رَحِمَهُ الله قول دلته راوړ او بیان يي کړ.
د بدعمله ملایانو او نیک عمله ملایانو تر منځ فرق او توپير
د الله y ددین او نبوي لارښوونو په مقابل کښی د شیطان په مشرۍ څو ډوله خلک اخته وي، چه یو قسم يي بدعمله ملایان دي، او عوام هم ډیر استدلال کوي چه دي خوا ته هم ملایان دي او بلی خوا ته هم ملایان دي د چا ومنو؟
ددي پوښتنی د ځواب لپاره باید د بدعمله ملا او نیک عمله ملا تر منځ توپير وپيژنو:
*نیک عمله ملا هغه څه وايي او ورته بلنه ورکوي چه صحیح دلیل ولري، د خلکو خیرخواهي لټوي، خلکو ته هغه حق بیانوي چه صحیح دلیل پری دلالت کوي، او هغه علم او نبوي لارښوونی خلکو ته ښاي چه د خلکو ورته اړتیا او ضرورت وي.
*ددی په مقابل کښی بدعمله ملا فتوا تل د هغه په نفسي خواهشاتو بناء وي، او کوښښ کوي چه له حق له باطله سره ګډ کړي، او خلک تیرباسي، او کله چه د حق د بیان ضرورت او اړتیا وي د حق له بیان څخه چپ شي او سترګی تری پټی کړي، نو داسی ملا د امت او ملت لپاره خطر او فتنه ده باید خلک ورڅخه ځان وساتي.