المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)31 شرح المسائل الأربع ( تابع تفسير سورة العصر)


أبو زكريا
_1 _June _2015هـ الموافق 1-06-2015م, 09:50 AM
شرح قول البخاري رحمه الله:
(بَابٌ: العِلْمُ قَبْلَ القَوْلِ والعَمَلِ
والدَّليلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ﴾
فَبَدَأَ بِالعِلْمِ قَبْلَ القَولِ وَالعَمَلِ).
ترجمة الإمام البخاري رحمه الله
· البخاري: هو محمد بن إسماعيل بن إبراهيم ابن بَرْدِزْبَه وهي كلمة بخارية تعني الزَّرَّاع كما ذكر ذلك الذهبي في السير.
· ولد سنة 194هـ، وكان والده وَرِعاً حريصاً على الكسب الطيب، ومات ومحمد صغير فنشأ يتيماً.
وقال عن نفسه: (ألهمتُ حفظ الحديث وأنا في الكُتَّاب).
وقال: (فلما طعنت في ست عشرة سنة، كنت قد حفظت كتب ابن المبارك ووكيع، وعرفت كلام هؤلاء، يعني أصحاب الرأي)
· قال البخاري: (كنت عند إسحاق بن راهويه، فقال بعض أصحابنا: لو جمعتم كتابا مختصرا لسنن النبي صلى الله عليه وسلم، فوقع ذلك في قلبي، فأخذت في جمع هذا الكتاب) يقصد صحيحه الذي هو أصح الكتب المصنفة.
· قال ابن أبي حاتم سألته: هل من دواء يشربه الرجل، فينتفع به للحفظ؟ فقال: لا أعلم، ثم أقبل عليَّ، وقال: (لا أعلم شيئا أنفعَ للحفظ من نهمة الرجل، ومداومة النظر).
· وكان صاحب ورع عظيم روي عنه أنه قال: (ما اغتبت أحدا قطّ منذ علمت أن الغيبة تضرّ أهلها).
· أوذِيَ رحمه الله في آخر حياته وطرد من بلده بسبب كيد حسّاده، وجرت له مِحَن، وصبر على بلاء كبير.
قال عبد القدوس السمرقندي: جاء محمد إلى أقربائه بخرتنك، فسمعته يدعو ليلة إذ فرغ من ورده: (اللَّهم إنَّه قد ضاقت عليَّ الارض بما رحبت، فاقبضني إليك). فما تم الشهرُ حتى مات، وكان ذلك سنة 256هـ.

أبو زكريا
_1 _June _2015هـ الموافق 1-06-2015م, 10:02 AM
د امام بخاري رحمه الله د دي وینا تفسیر چه فرمايي:
(بَابٌ: العِلْمُ قَبْلَ القَوْلِ والعَمَلِ
والدَّليلُ قَوْلُهُ تَعَالى: ﭽ ﰊ ﰋ ﰌ ﰍ ﰎ ﰏ ﰐ ﰑ ﭼمحمد: ١٩.
فَبَدَأَ بِالعِلْمِ قَبْلَ القَولِ وَالعَمَلِ).
لومړې: د امام بخاري رَحِمَهُ الله ترجمه او لنډه سوانح
نوم او نسب يي:
محمد بن اسماعيل بن ابراهیم ابن بَرْدِزْبـَه.
بَرْدِزْبـَه: بخاريي کلمه ده معنی يي: دهقان ده، لکه چه امام ذهبي رحمه الله پخپل کتاب »سِیـَر أعلام النبلاء« کښی فرمايلي دي.
پیدايښت او کوچنيتوب يي:
امام بخاري رحمه الله په ۱۹۴ هجري قمري کښی پیدا شوې دې.
د امام بخاري رحمه الله پلار ابراهیم رحمه الله يو پرهیزګار سړې وو، تل به يي کوښښ کولو چه حلال رزق او روزي لاس ته راوړي، خو هغه رحمه الله د امام بخاري رحمه الله د کوچنیتوب په دوران کښی وفات شو، او امام بخاري رحمه الله کوچنې یتیم پاتی شو.
امام بخاري رحمه الله د خپل ځان په هکله فرمايي: » له وړوکتوبه راته الله y په زړه کښی د حدیثو شریفو د حفظ او یادولو مینه په زړه کښی واچوله، چه لا زه په روزنتون کښی ووم«.
همدارنګه فرمايي: »کله چه زه شپاړس کلنۍ ته رسیدم نو ما د امام عبد الله بن المبارک رحمه الله او امام وکیع بن الجرّاح رحمه الله کتابونه په یادو یاد کړي وو، او ددي نورو- أهل الرأي – خبرو باندي هم پوهه شوم او زده می کړی«.
همداشان امام بخاري رحمه الله د خپل بی مثاله کتاب صحیح البخاري په اړه فرمايي: » یو ځل زه د امام اسحاق بن راهویه رحمه الله سره ناست ووم، نو ځينی ملګرو وویل: ښه به دا وي چه د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم د صحیحو أحادیثو له جملی څخه یو مختصر او لنډ شان کتاب ولیکۍ چه دا صحیح أحادیث پکښی راټول شوي وي.
نو دا خبره زما په زړه ښه ولګیده، او په زړه کښی می واچوله، نو له همدی کبله می ددي کتاب )صحیح البخاري( په راټولولو او لیکلو پیل وکړ«.
او امام ابن ابي حاتم رحمه الله فرمايي: ما له امام بخاري رحمه الله څخه وپوښتل چه: داسی دوا شته چه بنده يي وڅښي او قوة حافظه يي زیاته او قوي شي؟
هغه راته وفرمایل: ما ته خو نه ده معلومه.
بیا يي راته مخ کړ، او وه يي ویل: د حفظ او یادولو لپاره تر ټولو ډير بهتر د بنده حرص او کوشش، او تل د کتاب کتلو څخه بل شې نشته.
*امام بخاري رحمه الله ډیر پرهیزګار شخصیت وو، له هغه څخه نقل دې چه هغه فرمايلي وو: له کومه چه په دي پوهه شوې یم چه غیبت غیبت کوونکې ته زیان او تاوان رسوي، نو له هغه راهیسی می هیڅکله د هیچا غیبت نه دې کړې.
*امام بخاري رحمه الله د خپل ژوند په آخري پړاو کښی له ده سره د ځينو کینه ګرو د پلمو له کبله ډير وزورول شو، له خپله وطنه وشړل شو، او ډير تکلیفونه او ربړونه پری تیر شو، خو هغه په دغه ټولو تکلیفونو او زورونو باندي له صبر او زغم څخه کار واخست.
عبد القدّوس سمرقندي رحمه الله فرمايي: امام بخاري په خرتنک نومی کلي کښی د خپلوانو کره راغلې وو، یوه شپه چه دې کله له خپلی وظیفی څخه فارغ شو نو می تری واوریدل چه دعاء يي کوله: اي الله پر ما خو ستا دا پراخه ځمکه تنګه شوه، نور می خپل ځان ته در وبله.
نو لا میاشت نه وه تیره شوی چه وفات شو، دا دهجري قمري تاریخ ۲۵۶ کال وو.