المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)30 شرح المسائل الأربع ( تابع تفسير سورة العصر)


أبو زكريا
_1 _June _2015هـ الموافق 1-06-2015م, 09:23 AM
شرح قول الشافعي رحمه الله:
(هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ)
ترجمة الإمام الشافعي رحمه الله تعالى
· الشافعي هو محمد بن إدريس بن العباس بن عثمان بن شافع وإليه نسبة الشافعي وهو من بني المطلب بن عبد مناف فهو قرشي مُطَّلِبي.
· قال تلميذه الربيع بن سليمان المرادي: (ولد الشافعي يوم مات أبو حنيفة رحمهما الله تعالى)، وكان ذلك سنة 150هـ.
وطلب العلم وهو صبي، روى عنه تلميذه المزني أنه قال:(حفظت القرآن وأنا ابن سبع سنين، وحفظت " الموطأ " وأنا ابن عشر).
وكان يقول: جُعِلَت لذّتي في العلم.
· كان وافر العقل، حادّ الذكاء، سريع الحفظ، جليل القدْر، صاحب فراسة وكياسة، وكان جميل الخِلقة؛ حتى قال المزني: لم أر أحسن وجهاً من الشافعي.
· توفي رحمه الله سنة 204هـ، وقد عدّه الإمام أحمد المجددَ الثاني.
· في سيرته عبر ودروس وأعاجيب؛ فقد كان آية في الصبر على طلب العلم والتفقه في الدين، ولقد ابتلي بقلة الرزق فصبر، وله أشعار حسنة، وحِكَم مأثورة وأقوال جليلة مشهورة، ذكر النووي في مقدمة المجموع والذهبي في سير أعلام النبلاء طائفة حسنة منها.
قوله: (هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ).
· لا أعرف مصدر هذه العبارة بهذا النص في كتب الشافعي لكنها مشهورة عنه بألفاظ مقاربة؛ فقد قال النووي في المجموع عن الشافعي أنه قال: (الناس في غفلة عن هذه السورة ﴿وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) ﴾[العصر: 1، 2]
· وقال شيخ الإسلام ابن تيمية: (وروي عن الشافعي رضي الله عنه أنه قال: لو فكّر الناس كلّهم في سورة العصر لكفتهم. وهو كما قال).
· وقال ابن كثير رحمه الله في تفسيره: (قال الشافعي، رحمه الله: لو تدبّر الناس هذه السورة لكفتهم).
· وقالَ ابْنُ القَيِّمِ رحمه الله في مفتاح دار السعادة: (قالَ الشافعي رَضِيَ اللهُ عنه: لو فَكَّرِ الناسُ كلُّهم في هذه السورةِ لكَفَتْهُم).
· قال ابن القيم: (وبيانُ ذلك أنَّ الْمَراتِبَ أربَعٌ، وباستكمالِها يَحْصُلُ للشخْصِ غايةُ كمالِه:
إحداها: معرفةُ الْحَقِّ.
والثانيةُ: عَمَلُه به.
والثالثةُ: تَعليمُه مَن لا يُحْسِنُه.
والرابعةُ: صَبْرُه على تَعَلُّمِه والعَمَلِ به وتعليمِه، فذَكَرَ تعالى الْمَراتِبَ الأرْبَعَ في هذه السورةِ).
· وهذه السورة بينت للمسلم منهاج النجاة من الخسران، فمن أخذ بأسباب النجاة نجا، ومن تركها هلك وخسر، فهي حجة بينة كافية.
· لعظيم ما دلّت عليه هذه السورة كان من فقه الصحابة رضي الله عنهم كثرةُ قرائتها في المجالس والتذكيرِ بها ففي معجم الطبراني وصحيح ابن حبان وشعب الإيمان للبيهقي من حديث حمّاد بن سلمة عن ثابت البِناني عن أبي مدينة الدارمي رضي الله عنه وكانت له صحبة قال: (كان الرجلان من أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم إذا التقيا لم يفترقا حتى يقرأ أحدهما على الآخر: ﴿وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ..﴾[العصر: 1، 2]ثم يسلّم أحدهما على الآخر). وقد صححه الألباني رحمه الله.

أبو زكريا
_1 _June _2015هـ الموافق 1-06-2015م, 09:30 AM
د »العصر« سورت په فضیلت کښی د امام شافعي F وینا:
(هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ)
او د هغه وضاحت او بیان
د امام شافعي F ترجمه

نوم يي: محمّد بن ادریس بن العبّاس بن عثمان بن شافع.
نسب يي: الشافعي چه نسبت يي هم دغه څلورم نیکه شافع ته دې.
او هغه د بني عبد المطّلب بن عبد مناف له کورنۍ څخه دې، نو په دی اساس هغه قرشي او مطّلبي دې.
پیدايښت يي: د امام شافعي F د پيدائښت په اړه د هغه شاګرد الربیع بن سلیمان F فرمايي: »امام شافعي F په هغه ورځ پیدا شوې دې چه امام ابو حنیفه F په هغه ورځ وفات شوې وو، او دا ۱۵۰ هجري قمري کال وو.
د هغه زده کړه:
امام شافعي F له وړوکتوبه د علم په زده کړه پيل کړې وو، د هغه شاګرد امام مزني F فرمايي چه امام شافعي F به فرمايل: » ما په اووه کلنۍ کښی قرآنکریم حفظ کړې وو، او د امام مالک F د أحادیثو شریفو کتاب »الموطأ« می د خپل عمر په لس کلنۍ کښی یاد کړې وو«.
همدارنګه هغه به فرمايل: » زما د زړه خوښه، لذّت او خوند په علم او زده کړه کښی وو«.
هغه د کامل عقل پوهی تیز حفظ هوښیارۍ، او لوي شان او عزت خاوند وو، فراست زیرکتیا او هم ظاهري ښائست د هغه خصوصیت او ځانګړتیا وه، امام مزني F فرمايي: »ما امام شافعي F د ښائسته مخ په شان بل ښائسته مخ د چا نه دې لیدلې«.
د علم، مرتبی او لوي شان په باب کښی امام احمد F هغه د اسلام د مقدّس دين دوهم مجدّد او نوښتګر شمارلې دې.
وفات يي: امام شافعي F په ۲۰۴ هجري قمري کال کښی له دي دنیا رخصت شو.
د امام شافعي F ټول ژوند له عبرتونو درسونو او عجائبو څخه ډک وو؛ ځکه هغه د علم په زده کړه کښی د زمانی يوه عجیبه نښه او علامه وه، د رزق تنګۍ، تنګسیا حالات پری راغلي وو خو هغه دا ټول برداشت کړل او له صبر او زغم څخه يي کار واخست.
هغه F ډير ښه شاعر او د ښايسته شعرونو خاوند وو، معنی دار متلونه حکمتونه، او زرین اقوال او ویناګانی يي مشهوری دي، چه امام نووي F يي کافي کافي اندازه د خپل کتاب »المجموع شرح المهذّب« په مقدّمه کښی او هم امام ذهبي F په خپل مشهور کتاب »سِــیَر أعلام النبلاء« کښی راوړي دي.
چه دهغه له دغه زرینو اقوالو څخه د سورت »العصر« په اړه دغه وینا هم ده چه فرمايي: » هَذِهِ السُّورَةُ لَو مَا أَنْزَلَ اللهُ حُجَّةً عَلَى خَلْقِهِ إلاَّ هِيَ لَكَفَتْهُمْ «.
د امام شافعي F دا وینا په همدي لفظ می د امام شافعي F په خپلو کتابونو کښی پیدا نکړ، خو دي ته ورته الفاظو باندي ورڅخه دا مفهوم مشهور دې، لکه چه امام نووي F پخپل کتاب »المجموع شرح المهذّب« کښی له امام شافعي F څخه نقل کوي چه هغه فرمايلي دي: » خلک له دي سورت څخه په غفلت او ناخبرۍ کښی دي﴿وَالْعَصْرِ* إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ﴾.
همدارنګه شیخ الاسلام امام ابن تیمیه F فرمايي: له امام شافعي t څخه نقل دي چه هغه فرمايلي دي: که ټول خلک په سورت »العصر« کښی سوچ او فکر وکړي او ښه ورته زیر شي نو همدا مبارک سورت ورته کافي دې.
شیخ الاسلام F فرمايي: او ريښتیا هم همداسی ده.
*او امام ابن کثیر F فرمايي: امام شافعي F فرمايلي دي: که ټول خلک په سورت »العصر« کښی سوچ او فکر وکړي او ښه ورته زیر شي نو همدا مبارک سورت ورته کافي دې.
همداشان علامه ابن القیّم F په مفتاح دار السعادة کښی فرمايي: امام شافعي t فرمایلي دي: که ټول خلک په سورت »العصر« کښی سوچ او فکر وکړي او ښه ورته زیر شي نو همدا مبارک سورت ورته کافي دې.
*بیا امام ابن القیّم F ددغه وینا په توضیح او تشریح کښی فرمايي: دلته څلور مرتبی دي چه د هغی څلورو واړو په پوره کولو سره بنده پوره کمال ته رسیږي:
لومړۍ مرتبه: د حق پيژندنه.
دوهمه مرتبه: په باندي عمل کول.
دریمه مرتبه: هغه څوک چه حق نه پيژني، ورته د حق ښوونه.
څلورمه مرتبه: د حق په زده کولو، پری په عمل کولو، او نورو په ښوولو باندي صبر کول.
او الله Y همدا څلور مرتبی په دپ مبارک سورت کښی یادی کړي دي.
*په دي سورت کښی له زیان او تاوان څخه د انسان د خلاصۍ لپاره يوه تګلاره بیان شوی ده، چا چه دغه تګلاره خپله کړه، او پری روان شو او د خلاصۍ اسباب او اوزار يي وکارول، هغه له تاوان او زیان څخه خلاص دې، خو که څوک دغه لار خپله نه کړي، او پری لاړ نشي، له هلاکت او یقیني زیان څخه بله لار نلري؛ ځکه خو دا مبارک سورت کافي شافي حجت او دلیل دې.
*دا مبارک سورت په ډيرو لویو معناګانو مشتمل دې؛ او هر کله چه صحابه کرام y په دغه معناګانو ښه پوهیدل له همدي کبله به يي په خپلو علمي او وعظي مجلسونو کښی ډیر لوست، لکه چه په معجم الطبراني، شُعَب الایمان د امام بَیهقي او صحیح د ابن حبّان کښی حماد بن سلَمَه F له أبي مدینة الدارمي t - چه يو صحابي – دې روایت کوي چه هغه فرمايي: »د صحابه کرامو y دوه کسه چه به سره مخامخ شو تر هغه به سره نه جدا او جلا کیدل چه د ﴿وَالْعَصْرِ*إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُـــــسْــــــرٍ..﴾ به یوه بل ته نه وو لوستلې، بیا به يي په آخر کښی یوه پر بل سلام وکړ. دا حدیث شریف امام الباني F صحیح کړې دې.