تسجيل الدخول

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)30 شرح المسائل الأربع ( تابع تفسير سورة العصر)


أبو زكريا
_12 _May _2015هـ الموافق 12-05-2015م, 06:14 AM
· قوله تعالى: ﴿وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ﴾[العصر: 3]
التواصي هو أن يوصي بعضهم بعضاً، وهذا كما يدل على وجوب الدعوة بإيصاء الآخرين بالحق، يدل على وجوب قبول الوصية بالحق إذا وجهت إليه.
· الحق هو امتثال ما أمر الله به، وترك ما نهى الله عنه، وتصديق خبر الله ورسوله صلى الله عليه وسلم؛ فمن قام بذلك فهو قائم بالحق.
· التواصي بالصبر يشمل التواصي بالصبر على فعل المأمور، والتواصي بالصبر على ترك المحظور، والتواصي بالصبر على المصائب المقدرة؛ فيصبر ويُصبِّر إخوانه المسلمين.
· هذه السورة العظيمة تضمنت على وجازتها الدلالة على الدين كله؛ لأن مبنى الدين على الأمر والنهي والخبر والقدَر؛ ففعل الأوامر وترك النواهي وتصديق الأخبار والإيمان بالقضاء والقدر هو الحق الذي يجب التواصي به والصبر على أدائه.
· إذا تأملت هذه السورة تأملاً حسناً علمت ما يحبه الله من عباده المؤمنين؛ فهو يحب منهم الإيمان والقيام بالأعمال الصالحة وأن يتآلفوا ويتوادوا ويتواسوا ويحب بعضهم لبعض الخير، فيتواصون بالحق وفعل ما يحبه الله ليكون بعضهم سبباً في ثواب بعض، ويتواصون بترك ما حرم الله فيكون بعضهم سبباً في نجاة بعض، ويتواصون على الصبر فيكونون متواسين متآلفين متحابين.
· من عرف ذلك حق المعرفة عرف معنى قول النبي صلى الله عليه وسلم: (( والذي نفسي بيده لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنون حتى تحابوا أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم أفشوا السلام بينكم)). رواه مسلم من حديث أبي هريرة رضي الله عنه.
· إذا رأيت من نفسك سرورها وابتهاجها إذا رأت من يطيعُ الله عز وجل، واستياءها إذا رأت من يعصيه وتمنيها له العافية من معصيته؛ فذلك من دلائل صحة إيمانك وسلامة قلبك.
· أقبح ما يكون من الحسد أن يحسد المرء أخاه على قيامه بطاعة الله وأن يتمنى منه أن يقع في المعاصي ويحرمَ فضل الله عز وجل؛ فإن هذا من إخوان الشياطين والعياذ بالله، بل يخشى عليه أن يبتلى بما تمناه لأخيه المسلم.
· إذا قامت الأمة بهذه الأمور الأربعة (الإيمان والعمل الصالح والتواصي بالحق والتواصي بالصبر) كانت كما يحب الله تعالى أن تكون،وكان الله لهم كما وعدهم، والله لا يخلف الميعاد.
· دلت هذه السورة على المسائل الأربع:
﴿إلا الذين آمنوا﴾ [العصر: 3]الإيمان لا يكون إلا بعلم.
﴿وعملوا الصالحات﴾ [العصر: 3]نص في المسألة الثانية وهي العمل بالعلم، ﴿وتواصوا بالحق﴾ [العصر: 3]دلّ على المسألة الثالثة وهي الدعوة إليه.
﴿وتواصوا بالصبر﴾ [العصر: 3]نصّ في المسألة الرابعة.
· الإقسام على أن من لم يأت بهذه المسائل الأربع فهو خاسر دليل على وجوبها.

أبو زكريا
_12 _May _2015هـ الموافق 12-05-2015م, 06:24 AM
*د الله تعالی ددي فرمان تفسیر چه فرمايي:
ﭽ ﭝ ﭞ ﭼالعصر: ٣.
د »تواصي« معنی دا ده چه مسلمانان یو تر بله سره په خیر حق ته پر دعوت او په هغی باندي د صبر کولو توصیه او سپارښتنه وکړي، نو دي کښی ښکاره دلیل دې چه لکه څرنګه چه دغه د خیر او حق ته په دعوت کولو او صبر کولو باندي یو تربله سره وصیت کول فرض دي همداشان چا ته چه دغه ډول وصیت وشي، نو منل او په خپل ځان پلي کول هم فرض دي.
*له »حق« نه مراد د هغه ټولو اوامرو منل او په خپل ژوند کښی پلي کول چه الله تعالی پری امر کړې وي، همدارنګه د هغه ټولو شیانو څخه څنګ او ډده کول چه الله y ورڅخه منع فرمايلي وي، او د رسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ټولی خبری ريښتينی ګڼل او د هغی په ريښتياو عقیده او باور لرل، هرڅوک چه دغه کارونه ترسره کړي نو هغه په حقه دې.
*او یو تربله په صبر باندي وصیت کولو کښی هم څو خبری راځي لکه:
په ټولو شرعي مأمور به کارونو باندي صبر کول.
له ټولو منهیاتو او نارواو څخه ځان ساتل او ورڅخه صبر کول.
په ورپيښو تکلیفونو او مصیبتونو باندي صبر کول.
نو هر مسلمان بايد پخپله هم په دغه کارونو باندی صبر وکړي او نورو مسلمانانو وروڼو ته ورباندي د صبر کولو وصیت وکړي.
*سره له دي چه دا سورت له لنډو سورتونو څخه دې خو د معنی او دلالت په لحاظ ټول دين پکښی راټول دې؛ ځکه ددي اساس او بنسټ: أمر، نهی، د غیبو اخبار، او د تقدیر مسائل دي، او دا ټول په دي سورت کښی راټول شوي دي:
د ټولو نیکو کارونو کول، له ټولو بدیو ځان ساتل، د ټولو هغه خبرو تصدیق کول او ورباندی باور لر چه شریعت راوړي وي، او د الله y په قضاء او تقدیر ایمان او باور لرل دا ټول هغه حق دې چه په هر مسلمان باندي يي پخپله منل، او هم نورو ته پری وصیت کول فرض او د هر مسلمان فرض او وجیبه ده.
*که يو مسلمان په دي سورت کښی ښه سوچ او فکر وکړي او ښه ورته زیر شي، نو ټول هغه څه په وپيژني چه الله y يي خوښوي، په ټولو ایمانیاتو باندي ایمان لرل، نیک اعمال کول، د مسلمانانو خپل منځ کښی سره اتفاق اتحاد، یو له بله سره مینه محبت کول، یو له بله سره خیرخواهي، مرسته، کومک او یو له بل سره لاس اړول، او یو تربله په حق او نیکو کارونو او هغه څه چه الله تعالی يي خوښوي امر او توصیه کول؛ ترڅو هر مسلمان د بل لپاره د ثواب او بیلابیلو اجرونو لاس ته راوړلو کښی مرستندویه او سبب شي، او یو تر بله له بدو کارونو په منع کولو کښی یو د بل لپاره د الله تعالی د ناراضګۍ او بیلابیلو عذابونو څخه د ژغورلو سبب شي، او يو بل ته په دغه کارونو او دنیايي تکلیفونو او مصیبتونو او ربړونو باندي د صبر کولو په سبب پخپل منځو کښی سره یو د بل غمخور خیرخواه او مینه لرونکي شي.
*څوک چه ددي سورت دا مفهوم په صحیح معنی سره وپيژني او پری پوهه شي، نو د درسول الله صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلّم ددي مبارک حدیث شریف په معنی به پوهه شي چه فرمايي: )والذي نفسي بيده لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنون حتى تحابوا أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم أفشوا السلام بينكم (رواه مسلم من حديث أبي هريرة رضي الله عنه.
ترجمه: زما دی په هغه رب او پروردګار سوګند او قسم وي چه ځما روح او ځان د هغه په لاس کښی دي چه تر هغه به تاسو جنت ته لاړ نشۍ چه ترڅو چه صحیح مؤمنان نشئ، او تر هغه به صحیح مؤمنان نشۍ ترڅو چه یو تربله سره محبت لرونکي او مینه لرونکي نشۍ، نو خبردار! خوښه مو نه ده چه هغه څه دروښايم چه کله يي تاسو وکړۍ نو پخپلو منځو کښی به سره محبت لرونکي او مینه لرونکي شۍ؟؟ هغه کار دا دې چه پخپلو منځو کښی سره سلام کول عام او خپور کړۍ.
*کله چه دی د الله تعالی په فرمانبردار او هغه ته غاړه ايښوونکي شخص په لیدو زړه خوشحالیده او تازه کیده، او همدارنګه د الله د نافرمان او له هغه څخه د سرغړوونکي په لیدو زړه خفه کیده، او د هغه لپاره دي له دغه سرغړونی او نافرمانۍ څخه د خلاصون آرزو کوله نو پوهه شه چه ایمان دي صحیح او زړه دي روغ او پاک دې.
*بدترینه کینه دا ده چه بنده د یو مسلمان ورور سره په دي کینه وکړي چه هغه ولی د الله فرمانبردار او ورته غاړه ايښوونکې بنده دې او ددي آرزو وکړي چه دغه مسلمان ورور يي په ګناهونو کښی اخته شي، او د الله تعالی له مهربانۍ څخه بي برخی شي، بلکه داسی شخص )نعوذ بالله( د شیطان ورور دې، بلکه پر ده ویره شته چه په هغه څه آخته شي کوم چه د خپل ورور مسلمان لپاره يي غواړي.
*هرکله چه اسلامي امت دغه څلور کارونه وکړي چه: ایمان، عمل صالح، او په حق او خیر کارونو باندی یو تر بله وصیت کول او هم یو تربله په صبر او زغم کولو باندی وصیت او حکم کول دي، نو پوهه شه چه د الله تعالی حکم يي منلې دې، او ددوي لپاره به هغه څه وي چه الله تعالی يي ورسره په دنیا او آخرت کښی وعده کړی ده؛ ځکه الله y د خپلی وعدی څخه خلاف او بله نه کوي.
*دا عظیم الشان سورت په دي څلور واړه مسألو باندي دلالت کوي چه:
ا/ ﴿إلا الذين آمنوا﴾یعنی لومړۍ مسأله ایمان دې، او ایمان له علم پرته په لاس نه راځي.
۲/﴿وعملوا الصالحات﴾ عمل صالح، نیک عمل، او دا په دوهمه مسأله کښی واضح او څرګند دلیل دې، چه هغه په خپل علم باندي عمل کول دي.
۳/ ﴿وتواصوا بالحق﴾په حق باندي يو تربله وصیت کول، یعنی هغه حق چه تا پخپله منلې دې نور هم ورته راوبلی.
۴/ ﴿وتواصوا بالصبر﴾په صبر کولو باندی يو تربله وصیت کول، په څلورمه مسأله باندي ښکاره او څرګند دلیل دې.
*په دي خبره د الله جلّ جلاله قسم او سوګند اخستل چه څوک دا څلور واړه مسألی عملي نه کړي نو هغه زیانمن او تاواني دې- ددي خبری ښکاره دلیل دې چه دا څلور واړه کارونه فرض دي.