المساعد الشخصي الرقمي

مشاهدة النسخة كاملة : دليل المعلم (بشتو)26 شرح المسائل الأربع (أنواع الصبر)


أبو زكريا
_13 _April _2015هـ الموافق 13-04-2015م, 11:13 AM
أنواع الصبر

· 1: الصبر على طاعة الله، ومثاله قول الله تعالى: ﴿وأمر أهلك بالصلاة واصطبر عليها﴾[طه: 132]، وقوله: ﴿واصبر نفسك مع الذين يدعون ربهم بالغداة والعشي يريدون وجهه﴾[الكهف: 28].

· 2: الصبر عن معصية الله بالإمساك عنها، وقد ذكر ابن القيم رحمه الله في "طريق الهجرتين" عشرة أسباب تعين على الصبر عن المعصية، خلاصتها: (العلم بقبح الذنب وأنه شر في نفسه، والحياء من الله، وقصد المحافظة على نعم الله فإن المعاصي تزيل النعم، وخوف الله تعالى وخشية عقابه، ومحبة الله تعالى فإن المحب الصادق لا يعصي من أحب، والمحافظة على شرف النفس وزكائها وطهارتها لأن المعصية تدنسها، وقوة العلم بسوء عاقبة المعصية وقبح أثرها، وقصر الأمل واليقين بسرعة انقضاء الحياة ومجانبة الفضول في الطعام والشراب والنوم والمخالطة وغيرها وترك ما لا يعني المرء، قال: والعاشر هو الجامع لهذه الأسباب كلها: ثبات شجرة الإيمان في القلب فصبر العبد عن المعاصي إنما هو بحسب قوة إيمانه فكلما كان إيمانه أقوى كان صبره أتم وإذا ضعف الإيمان ضعف الصبر).

· 3: الصبر على المصائب المقدّرة، قال الله تعالى: ﴿وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (155) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (156) أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ (157)﴾[البقرة: 155-157].
· اجتمعت أنواع الصبر كلها في قوله تعالى: ﴿وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ﴾[الطور: 48]فحكم الله تعالى إما كوني وإما شرعي؛ فالحكم الكوني هو القضاء والقدر،والحكم الشرعي هو الأمر والنهي.
· الصبر عن المعاصي أفضل من الصبر على المصائب، لأن المعاصي تكون باختيار العبد، والمصائب لا اختيار له فيها.

أبو زكريا
_13 _April _2015هـ الموافق 13-04-2015م, 11:25 AM
د صبر اقسام او ډَولونه

صبر په څو ډوله دې، چه په راتلونکو کرښو کښی ورته اشاره کوو:
لومړې: د الله y په اطاعت او هغه ته په غاړه ایښوولو او یواځی د یو الله y پر عبادت او بندګۍ باندي صبر کول، مثال يي د الله تعالی دا وینا ده چه فرمايي: ﭽ ﮰ ﮱ ﯓ ﯔ ﯕﯖ ﭼطه: ١٣٢.
ترجمه: او حکم وکړه خپل اهل و عیال ته پر لمانځه، او پر دی لمانځه صبر وکړه، همدارنګه الله سبحانه وتعالی د خپل کتاب قرآنکریم په بل ځاي کښی فرمايي: ﭽ ﭑ ﭒ ﭓ ﭔ ﭕ ﭖ ﭗ ﭘ ﭙ ﭚﭛ ﭼالكهف: ٢٨.
ترجمه: او صرکړه خپل ځان دي، او خپل ځان راایسار کړه د هغه کسانو سره چه خپل پروردګار صبا او بیګا رابلي، او د هغه د مخ لیدلو او هم د هغه د خوشحالۍ حاصلولو اراده لري.
۲/ دوهم: د الله y له نافرمانۍ او سرغړونی څخه صبر کول او ورڅخه ځان ایسارول، لکه چه امام ابن القیم f په خپل کتاب »طریق الهجرتین« کښی د الله تعالی له سرغړونی څخه د ځان ژغورلو لپاره لس سببونه ذکر کړي دي، چه مونږ په لنډه توګه اشاره ورته کوو:
۱/ د ګناه قباحت او بدي پيژندل، او بله دا چه دا ګناه پخپله يو شر دې.
۲/ د الله y څخه حیا کول.
۳/ د الله تعالی د نعمتونو ساتنه کول او د هغی د استمرار لپاره باید ځان له ګناهونو وژغورو؛ ځکه ګناهونه نعمتونه له منځه وړي.
۴/ د الله y څخه ویره، او د هغه له عذابه ترهه کول.
۵/ د الله تعالی سره مینه او محبت کول؛ ځکه ريښتنې محبت کونکې او مینه لرونکې د خپل محبوب له خوښی څخه سرغړونه نه کوي.
۶/ د خپل ځان او نفس پاک ساتل؛ ځکه ګناهونه يي خیرنوي او چټلويي.
۷/ د ګناه په بدو پایلو او بد اثر باندي کلک علم او پوهیدنه.
۸/ د دنیوي امیدونو لنډ وخت، او د ژوند زر ختمیدل.
۹/ له اړتیا او ضرورت څخه زیات خوراک، څښاک، خوب او له خلکو سره له ناستی پاستی او داسی نور زیاتی شیانو ځينی ځان ساتل، او له ټولو هغه شیانو ځان ساتل چه په بنده پوری اړه نلري.
۱۰/ او لسم سبب بیا دي تيرو ټولو اسبابو ته شامل دې چه په زړه کښی د ایمان ونه ټینګه ساتل؛ ځکه یو بنده هله ځان له ګناهونو څخه ځان ژغورلاي شي چه ایمان يي کلک او مضبوط وي، نو هرڅومره چه یي ایمان کلک وي هومره يي صبر کول بشپړ وي، او کله چه يي ایمان کمزورې شي نو د بنده صبر هم کمزورې شي.
دریم: د الله y لخوا په تقدير کښی په لیکل شوو تکلیفونو او مصیبتونو باندي صبر کول او ورباندی له زغم څخه کار اخستل، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﭽ ﭠ ﭡ ﭢ ﭣ ﭤ ﭥ ﭦ ﭧ ﭨ ﭩﭪ ﭫ ﭬ ﭭ ﭮ ﭯ ﭰ ﭱ ﭲ ﭳ ﭴ ﭵ ﭶ ﭷ ﭸ ﭹ ﭺ ﭻ ﭼ ﭽ ﭾﭿ ﮀ ﮁ ﮂ ﮃ ﭼالبقرة: ١٥٥ – ١٥٧.
ترجمه: او خامخا به ازمیښت وکړو ستاسو په يو څه اندازه ویره، ولږه، د مالونو په کموالي)لکه قحطونه او ډول ډول آفتونه(، د نفسونو په کموالي)لکه شهادت په جهاد کښی او په مرضونو کښی( د میوو په کموالي)لکه د سیلابو او قحطونو او طوفانونو په سبب( )کله چه په دغه تکلیفونو او مصیبتونو باندي صبر وکړۍ( نو زیرې ورکړه صبر کوونکو او زغم کوونکو ته، دا زغم کوونکي هغه کسان دي چه هرکله ورته يو تکلیف او مصیبت ورسیږي، ددوي ځواب دا وي: بیشکه مونږ د الله تعالی )مِلک او اختیار کښی( یو، او بیشکه مونږ همدغه الله تعالی ته ورتلونکي یو، نو دداسی صفتونو خاوندان ددوي لپاره دي ښه او نیکه یادونه او ښه ثنا صفت د دوي د پرودګار لخوا، او رحمت او مهرباني د الله تعالی لخوا، او همدوي په سمه لار دي.
خو د صبر دا دریواړه ډولونه او انواع د الله y په دي فرمان کښی سره راټول دي چه فرمايي: ﭽ ﯿ ﰀ ﰁ ﭼالطور: ٤٨.
ترجمه: او صبر وکړه، زغم وګاله د خپل پرودګار په فیصله او حکم.
ځکه د الله تعالی حکم به یا کَوني او قَدَري وي او یا به شرعي وي:
نو که حکم يي کَوني او قَدَري وو نو هغه د الله تعالی تقدیر او قضاء او فیصله ده چه بايد په سړه سینه ومنل شي، او غاړه ورته کیښوول شي.
اوکه حکم يي شرعي وو، نو مراد ورڅخه د الله تعالی امر او نهی ده، چه شرعاً کوم شیان روا او په کولو يي امر کوي، او کوم شیان ناروا او ورڅخه منع فرمايي، او دا ټول بايد ومنل شي.
*له ګناهونو څخه صبریدل او ورڅخه ځان ساتل له هغه صبر څخه بهتر او غوره دې چه پر تکلیفونو او ربړونو باندي وي؛ ځکه ګناهونه د بنده په اختیار او خوښه وي، او تکلیفونه مصیبتونه او ربړونه دبنده په اختیار کښی او د هغه په خوښه نه وي.